د طالبانو اوسنی وضعیت له یو مهم سیاسي تضاد سره مخ دی. ځینې شنونکي وايي، د یادې ډلې د حکومت پر وړاندې د یوه جدي او منظم بدیل نشتوالي د طالبانو د واک د دوام زمینه برابره کړې ده؛ خو له بلې خوا د مشروعیت ستونزې، اقتصادي وضعیت، معیاري حکومتولۍ او له نړۍوالې ټولنې سره تعامل هغه مسایل دي، چې د طالبانو د واک اوږدمهاله ثبات تر پوښتنې لاندې راولي.
د طالبانو اصلي ستونزه د واک ساتل نه؛ بلکې د دولت جوړول دي
طالبان تر یوه بریده توانېدلي. چې خپل حکومت ټینګ کړي خو د یوه دولت اداره کول د یوه وسلهوال تحریک د مدیریت له منطق سره توپیر لري. د یوه عصري دولت لپاره یوازې امنیتي کنټرول بسنه نهکوي؛ بلکې مسلکي اداره، تخصص، اقتصادي مدیریت، قانوني بنسټونه، حساب ورکوونه او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ګډون هم اړین دی.
د طالبانو په حکومت کې یوه اساسي ستونزه دا ده، چې د مسلکي او تجربهلرونکو غیرطالب کسانو د پراخې کارونې اړتیا د یادې ډلې له امنیتي او سیاسي بېباورۍ سره مخامخ ده. په پایله کې حکومت له یوې خوا تخصص ته اړتیا لري؛ خو له بلې خوا د واک تمرکز او د کورني باور مسله د متخصصو کسانو د پراخې ګمارنې مخه نیسي.
که دغه تضاد حل نهشي، نو د وخت په تېرېدو به د طالبانو د حکومت اداري ظرفیت له جدي فشار سره مخ شي.
نړۍوال مشروعیت؛ د طالبانو تر ټولو ستره بهرنۍ ننګونه
طالبان له داسې وضعیت سره مخ دي، چې په کور دننه یې د واک کنټرول ترلاسه کړی؛ خو په ملي او نړۍواله کچه د دوی د حکومت د مشروعیت مسله لاهم نهده حل شوې. د نړۍوالې رسمیت پېژندنې نشتوالی یوازې یوه ډیپلوماټیکه ستونزه نهده؛ بلکې په مستقیم ډول له اقتصاد، پانګونې، بانکي اړیکو، نړۍوالې سوداګرۍ او په نړۍوال نظام کې د افغانستان له ادغام سره تړاو لري.
له همدې امله د طالبانو لپاره اساسي پوښتنه دا ده، چې ایا دوی کولای شي له افغان ولس او نړۍ سره داسې عملي تفاهم ته ورسېږي چې د خپل نظام اساسي جوړښت وساتي؛ خو په ورته وخت کې د نړۍوال تعامل لپاره د منلو وړ شرایط هم رامنځته کړي؟
اقتصاد؛ هغه ستونزه چې د امنیت له لارې نه حل کېږي
طالبان تر ډېره توانېدلي، چې د امنیتي کنټرول مسله مدیریت کړي؛ خو اقتصادي ستونزې د امنیتي وسایلو له لارې نهشي حل کېدای. بېکاري، بېوزلي، د پانګونې کمښت، د خصوصي سکټور محدود ظرفیت او له نړۍوال مالي نظام سره محدود تعامل هغه لاملونه دي چې د خلکو پر ورځني ژوند مستقیم اغېز کوي.
له سیاسي پلوه اقتصادي وضعیت ځکه مهم دی، چې د حکومت مشروعیت یوازې د قلمرو د کنټرول د کچې له مخې نه ارزول کېږي؛ بلکې خلک حکومت د خپل ژوند د اقتصادي وضعیت له مخې هم ارزوي.
پاکستان؛ له ستراتیژیک ملګري څخه تر ستراتیژیکې ننګونې؟
له پاکستان سره اړیکې د طالبانو د حکومت له تر ټولو حساسو بهرنیو مسلو څخه دي. پر ډیورنډ کرښه د اختلافاتو زیاتېدل، امنیتي اندېښنې، د تحریک طالبان پاکستان (TTP) مسله او د دواړه خواوو ترمنځ پوځي نښتې ښيي، چې د کابل او اسلاماباد اړیکې نور یوازې د «ملګرتیا» په چوکاټ کې نهشي تحلیل کېدای.
د پاکستان فشارونه افغان طالبان دې ته اړ باسي، چې له یوې خوا خپل ملي او حاکمیتي دریځ وساتي او له بلې خوا له هغه ګاونډي هېواد سره تعامل وکړي چې له افغانستان سره پراخې؛ خو له امنیتي، اقتصادي او جغرافیایي پلوه ترینګلې اړیکې لري.
که د پاکستان او طالبانو ترمنځ کړکېچ اوږدمهاله شي؛ نو دغه موضوع به د طالبانو لپاره په مهمو ستراتیژیکو ننګونو بدله شي.
د بدیل نشتوالی؛ د طالبانو تر ټولو ستره بریا
د طالبانو د واکمنۍ د پنځو کلونو په تحلیل کې یو مهم حقیقت باید له پامه ونه غورځول شي؛ هغه دا چې تر اوسه د دغه ډلې پر وړاندې یو منظم، متحد او پراخ ملي بدیل نهدی رامنځته شوی چې د طالبانو د ځای ناستي په توګه مطرح شي.
د پخواني حکومت سیاسي مشران او چارواکي او د طالبانو اوسني مخالفان تر ډېره له یو بل سره اختلافات لري. د مقاومت وسلهوالې ډلې محدود ظرفیت لري او داعش خراسان هم سره له خپلو بریدونو تر اوسه نهدي توانېدلي، چې د طالبانو ځمکنی حاکمیت راوپرځوي.
دغه وضعیت طالبانو ته یو مهم سیاسي فرصت برابروي. طالبان نه یوازې د دولت امنیتي جوړښتونه په خپل واک کې لري؛ بلکې د مخالفانو د خورولو له امله تر اوسه له کومو منظمو سیاسي ننګونو سره هم نهدي مخ شوي.
د کورنۍ جګړې وېره
د افغانستان د تېرو څو لسیزو د جګړو تجربه لاهم د خلکو په سیاسي حافظه کې ژوندۍ ده. په ټولنه کې د بېوزلۍ، بېکارۍ، سیاسي محدودیتونو او د طالبانو د حکومت د ځینو سیاستونو په اړه پراخه ناخوښي شته؛ خو ورته مهال دا هم نهشو ردولی چې هېڅوک د ګډوډۍ او کوڅه په کوڅه جګړې ملاتړ نهکوي.
دغه وضعیت د طالبانو لپاره یو مهم خو نازک سیاسي فرصت دی؛ ځکه که طالبان وکولای شي ثبات وساتي، نو ښايي د خلکو یوه برخه د «ثبات که بدیل؟» په معادله کې ثبات غوره کړي. خو که اقتصادي او ټولنیز فشارونه زیات شي، همدا وضعیت کولی شي د ناخوښۍ پر سرچینې هم بدل شي.
درې احتمالي راتلونکې سناریوګانې:
د اوسني وضعیت دوام
تر ټولو احتمالي سناریو دا ده، چې طالبان به په لنډمهال کې خپل سیاسي او امنیتي کنټرول وساتي؛ خو له نړۍوالې ټولنې سره به یې اړیکې په تدریجي ډول پراخې شي او د طالبانو بشپړ نړۍوال رسمیت به لاهم له خنډونو سره مخ وي.
په دغه سناریو کې به د طالبانو حکومت نه په چټکۍ سره سقوط وکړي او نه به په بشپړه توګه له ستونزو ووځي؛ بلکې د «کنټرول شوې بقا» وضعیت به دوام ومومي.
تدریجي سیاسي او اداري اصلاحات
که طالبان په حکومتولۍ کې د مسلکي کسانو ونډه زیاته کړي، د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره سیاسي تعامل پراخ کړي، اقتصادي اصلاحات پیاوړي کړي او له نړۍ سره د تعامل لپاره نرمښت وښيي؛ نو د یادې ډلې حکومت کولای شي له یوه تړلي تحریکي جوړښت څخه د یوه نسبتا باثباته دولتي نظام پر لور حرکت وکړي.
دغه سناریو د طالبانو لپاره تر ټولو باثباته لاره ده؛ خو د یادې سناریو د عملي کېدو لپاره د دوی په کورنیو سیاستونو کې د پام وړ نرمښت ته اړتیا ده.
د فشارونو تدریجي زیاتېدل
که اقتصادي ستونزې، نړۍوال فشارونه، له پاکستان سره امنیتي کړکېچونه، کورني اختلافات او د حکومتولۍ کمزورتیا په هممهاله توګه زیات شي؛ نو پر طالبانو د فشار کچه هم لوړېدای شي.
خو تر هغه وخته به دغه فشارونه په مستقیم سقوط بدل نهشي؛ څو چې د طالبانو پر وړاندې یو پراخ، متحد او د باور وړ ملي بدیل رامنځته نهشي.
پایله
د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ اصلي معما دا ده، چې دغه ډله په لویه کچه د واک په ساتلو کې بریالۍ شوې ده؛ خو لاهم د یوه پراخ بنسټه، مسلکي او په نړۍواله کچه ښکېل حکومت په جوړولو کې له جدي ازموینې سره مخ ده.
د طالبانو د حکومت تر ټولو ستر ځواک منظم امنیتي جوړښت، د مخالفانو خورول او یوه باور وړ بدیل نشتوالی دی؛ خو تر ټولو سترې کمزورۍ یې اقتصادي ستونزې، نړۍواله انزوا، د مسلکي حکومتولۍ کمزورتیا، د سیاسي مشارکت محدودیت او له ګاونډیو هېوادونو سره پېچلې اړیکې دي.
په بل عبارت، د طالبانو د نظام د سقوط تر ټولو ستر ګواښ ښايي اوس د وسلهوالو مخالفانو په بڼه نهوي؛ بلکې د اوږدمهاله اقتصادي، اداري، سیاسي او ټولنیزو فشارونو په راټولېدو کې وي.
برعکس د طالبانو د حکومت د بقا تر ټولو ستر تضمین هم یوازې پوځي ځواک نهدی؛ بلکې دا واقعیت دی چې تراوسه د یادې ډلې پر وړاندې یو متحد، منظم، ملي او د خلکو د باور وړ بدیل نهدی رامنځته شوی.
له همدې امله د راتلونکو کلونو لپاره اصلي سیاسي پوښتنه دا نهده، چې د طالبانو واکمني به کله سقوط کوي؛ بلکې دا ده چې ایا طالبان به وکولای شي خپل اوسنی امنیتي کنټرول په یوه مشروع، مسلکي، له اقتصادي پلوه پیاوړي او له نړۍ سره د تعامل وړ دولتي نظام بدل کړي؟