له هېواده د وتلو ترټولو لویه څپه په ۲۰۲۲کال کې وه، چې ۱۸۳ خبریالان د افغانستان پرېښودو ته اړ شول. امسو دارنګه ویلي، چې په دې لړ کې تر ۸۰ سلنه ډېرې ښځینه خبریالانې له رسمي کاري ډګره بهر شوې او دمګړۍ د هغوی حضور د مرکزي سیمو په ځینو رسنیو کې تر سختو مقرراتو او محدودیتونو لاندې لیدل کېږي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) په خپل راپور کې د ملګرو ملتونو په حواله کاږلي، په تېرو کلونو کې هر کال د رسنیزو تخلفاتو او نیونو لسګونه پېښې چې شمېرې یې له ۱۵۰ تر ۲۰۵ پورې رسېږي ثبت شوې دي.
د امسو راپور زیاتوي، چې طالبانو په مرکز او یوشمېر ولایتونو کې له خبریالانو د ملاتړ غوښتنه کړې او تر وروستیو امنیتي پېښو وروسته یې پر خبریالانو او رسنیو فشارونه نور هم زیات کړي دي.
په دغه راپور کې په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو لهخوا تر فشار لاندې خبریالانو او رسنیو وضعیت، د طالبانو په فرمایش خبرونه او خپرونې جوړول، پر انځور او ویډیو بندیزونه، د خبریالانو نیونو، ګواښ او زنداني کولو، د رسنیو د مالي ملاتړ نشتوالي او د طالبانو پراخو لاس وهنو ته هم اشارې شوې دي.
د بېپولې خبریالانو سازمان هم ویلي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانستان د رسنیو د ازادۍ شاخص په نوملړ کې تر ۲۰۲۱کال مخکې د ۱۸۰ هېوادونو په کچه ۱۲۲م ځای درلود او اوسمهال ۱۷۸م ځای ته لوېدلی دی.
د افغانستان د ښځو د تاریخ بدلون غورځنګ د طالبانو د واکمنۍ پنځمې کلیزې په مناسبت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې تېرو پنځو کلونو افغانستان د خپل معاصر تاریخ له تر ټولو ژورو بشري، سیاسي او اقتصادي ناورینونو سره مخ کړی دی.
اعلامیه زیاتوي، چې په دې لړ کې ښځې او نجونې له زدهکړو، کار، سیاسي مشارکت، په عامه ژوند کې له حضور او ګڼو بنسټیزو حقونو بېبرخې شوې دي. د ښځو د یاد غورځنګ په اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۱مه) خپره شوې راغلي، چې په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې مېلیونونه وګړي له خپلو بنسټیزو حقونو او ازادیو محروم شوي، ښځې په سیستماتیک ډول له عامه حضوره اېستل شوې، فقر پراخ شوی، جبري کډوالي زیاته شوې، د قانون حاکمیت او ملي بنسټونه کمزوري شوي او بشري ناورین لا ژور شوی دی.
په اعلامیه کې له افغان مېرمنو، د بشري حقونو له فعالانو، خبریالانو، مدني فعالانو، استادانو، محصلانو او ځوانانو مننه شوې، چې د نیونو، شکنجو او محرومیتونو سره، سره یې د ازادۍ، عدالت او برابرۍ لپاره مبارزه کړې ده.
د ښځو یاد غورځنګ له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې «جنستي توپیر» په نړۍوال قانون کې د جرم به توګه په رسمیت وپېژنې؛ تر څو هېڅ نظام، ډله او مسوول مقام ونه شي کولای د ټولنې د نیمایي برخې په حذفولو سره له حساب ورکولو ځان وژغوري.
په اعلامیه کې د طالبانو تر واک لاندې رامنځته شویو ناورینونو ته په اشارې لیکل شوي: «د سیاسي او بشري حقونو له ناورین سره یوځای، د افغانستان خلک له پراخ فقر، د اقتصاد له کمزورتیا، بېکارۍ، پر بشري مرستو له زیاتېدونکې اتکا او د بېسارې کډوالۍ له څپو سره مخ دي. دغه وضعیت د افغانستان راتلونکی او د سیمې ثبات له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی».
په اعلامیه کې په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو حضور او فعالیت هم د افغانانو، سیمې او نړۍ لپاره د اندېښنې وړ یاد شوی او زیاته شوې: «افغانستان باید د ترهګرۍ او افراطیت پر خوندي پټنځای بدل نهشي. د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه باید د نړۍوال قانون په چوکاټ کې د بشري حقونو، د قانون حاکمیت او د حساب ورکونې له اصل سره په همغږۍ ترسره شي».
یاد غورځنګ د اعلامیې په وروستۍ برخه کې غوښتنه کړې، چې «جنسیتي توپیر باید په رسمیت وپېژندل شي، طالبانو سره له تعامل ډډه وشي، د یوه مشروع، قانوني، ټولشموله او ځوابویونکي نظام د جوړېدو ملاتړ وشي او د بشري حقونو فعالان، خبریالان او په دې نوم نور زندانیان دې ژر تر ژره خوشې شي».
د ښځو دغه غورځنګ یو ځل بیا ټینګار کړی، چې نړۍواله ټولنه دې افغانان نه هېروي او د ملګرو ملتونو د منشور او نړۍوال قانون پر بنسټ خپل مسوولیتونه ادا کړي.
مروه ۲۳ کلنه ده او د جوزجان ولایت اوسېدونکې ده. هغې پخوا هیله لرله چې د دماغو جراحه شي.
خو د ښځو پر پوهنتوني زدهکړو له بندیز وروسته یې د غاښونو د مصنوعي غړو په برخه کې انلاین زدهکړې پیل کړې او اوس په یوه خصوصي روغتون کې د غاښونو د ډاکټرې د مرستیالې په توګه کار کوي.
مروه وايي، د طالبانو چارواکي او د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» کسان د هغې د کار ځای څارنه کوي او د دې په اړه پوښتنې کوي چې دا ځوانه ښځه څوک ده، سرپرست یې څوک دی او ولې یوازې کار کوي.
ګارډین وايي، سره له دې چې د دغو ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه او خطرونه شته، هغوی لا هم هڅه کوي چې خپل ژوند روان وساتي، کار وکړي، زدهکړه وکړي او خپله هیله له لاسه ور نه کړي.