• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: د افغان نجونو پر زده‌کړو بندیز د اوسني وضعیت تر ټولو سخته برخه ده

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۳۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۱۶ GMT+۱

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو پر دوامدار بندیز یو ځل بیا اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې له زده‌کړو د افغان نجونو محرومول د افغانستان د اوسني وضعیت «تر ټولو سخته برخه» ده.

د ملګرو ملتونو د خبرونو مرکز د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) د افغانستان په اړه د خپلو غږیزو راپورونو په لړ کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) راپور ته په اشارې سره ویلي، چې د نجونو د زده‌کړو بندیز د افغانستان د اوسني وضعیت له مهمو موضوعاتو څخه دی.

د ملګرو ملتونو د وروستیو معلوماتو له مخې، افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې په‌کې له ثانوي او لوړو زده‌کړو په رسمي ډول منع دي. د یونېسکو د تازه شمېرو له مخې، شاوخوا ۲،۴ میلیونه افغان نجونې له ثانوي او لوړو زده‌کړو بې‌برخې دي.

طالبانو د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي په ۲۰۲۲ کال کې وتړل او د همدې کال په ډسمبر کې یې ښځې له پوهنتوني زده‌کړو هم منع کړې. ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو له طالبانو په وار وار غوښتي، چې د نجونو او ښځو پر مخ د زده‌کړو دروازې بېرته پرانیزي، خو طالبانو د شرایطو تر برابرېدو پورې دغه چاره مشروط بللې ده.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې ملګرو ملتونو د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د اندېښنو د څرګندولو ترڅنګ ویلي، د ښځو پر زده‌کړو، کار او عامه ژوند د طالبانو محدودیتونو د دغه قشر پر مشارکت پراخ منفي اغېز کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې دوه ورځې مخکې هم ویلي وو، چې د افغان ښځو پر وړاندې د محدودیتونو دوام د هغوی د ټولنیز او اقتصادي مشارکت د لا کمېدو لامل شوی دی.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: پنځوس سلنه افغان ښځې په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځله له کوره بهر وتلای شي
۱

ملګري ملتونه: پنځوس سلنه افغان ښځې په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځله له کوره بهر وتلای شي

۲

هلمندیانو ته د متحدې جبهې خبرداری: خپل اولادونه مو د طالبانو له لیکو څخه راوباسئ

۳

افغانستان تر ۲۰۲۱کال وروسته؛ امریکا څنګه د افغانستان د اقتصادي سقوط مخه ونیوله؟

۴

نی: د طالبانو له لوري د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې ۷۰۰ پېښې مستندې شوې دي

۵

بدخشان کې د نښتو په تړاو غبرګونونه؛ جمعه‌خان فاتح له «نا برابرې جګړې» سره مخ شوی

•
•
•

نور کیسې

د ښځو اعتراضي خوځښتونه: د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې دې «جنسیتي اپارتاید» وبلل شي

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۱۶ GMT+۱
100%

د افغان ښځو څو اعتراضي خوځښتونو د اګست ۱۵مه «د مقاومت او مبارزې ورځ» بللې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو محدودول دې د «جنسیتي اپارتاید» په توګه په رسمیت وپېژني او د پای ته رسولو لپاره یې عملي او بېړني اقدامات وکړي.

د «ښځو همت» خوځښت، د عدالت‌غوښتونکو ښځو، د ازادۍ لمر، د برابرۍ لپاره د افغان ښځو او د ښځو د ازادۍ شبکې په ګډون د ښځو څو اعتراضي خوځښتونو د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) په یوې ګډې اعلامیه کې ویلي، چې د اګست ۱۵مه د ښځو لپاره یوازې یوه نېټه نه، بلکې د داسې دورې پیل دی چې په‌کې میلیونونه ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو محرومې شوې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو منع شوي، ښځې له کاره اېستل او منع شوي او د اعتراض غږونه یې له نیونو، شکنجې، ګواښونو او تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

د ښځو دغو اعتراضي خوځښتونو ویلي، چې د طالبانو محدودیتونه یوازې پر عادي ښځو نه‌دي لګېدلي، بلکې ډاکترانې، خبریالانې، استادانې، ښوونکې، محصلانې، ښځینه کارکوونکې، پخوانۍ پولیسې او پوځي ښځینه کارکوونکې او ځوانې نجونې هم له زده‌کړو، کار او په ټولنه کې له مشارکت څخه محرومې شوې دي.

په اعلامیه کې راغلي: «هغه څه چې پر افغان ښځو تپل شوي، یوازې د محدودیتونو ټولګه نه‌ده، بلکې د ښځو د له منځه وړلو او له ټولنې او عامه ژوند څخه د هغوی د حذف سیستماتیک سیاست دی».

دوی له ملګرو ملتونو، یوناما، له امنیت شورا او همداراز له بشري حقونو شورا او د نړۍ له حکومتونو غوښتي، چې له تکراري غندنو ورهاخوا، د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د پالیسۍ د پای ته رسولو لپاره عملي او بېړني اقدامات وکړي.

د ښځو خوځښتونو همداراز د طالبانو د «حساب ورکولو» غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان د راتلونکي په اړه هېڅ بحث او پرېکړه باید د ښځو، په ځانګړي ډول د معترضو او عدالت‌غوښتونکو ښځو له «واقعي او معناداره حضور» پرته ترسره نه شي.

دوی له نړیوالو رسنیو غوښتي، چې د افغان ښځو د غږونو رسولو ته دوام ورکړي او د هغو نجونو، ډاکترانو، استادانو، خبریالانو او معترضو ښځو د وضعیت په تړاو راپورونه خپاره کړي، چې د طالبانو د محدودیتونو او ځپنې له امله اغېزمنې شوې دي.

په اعلامیه کې د ښځو د حقونو غوښتنې په دې ټکو راټولې شوې دي: «زده‌کړه زموږ حق دی. کار زموږ حق دی. ازادي زموږ حق دی. له کرامت سره ژوند زموږ حق دی».

د ښځو خوځښتونو د اګست ۱۵مه د «تسلیمېدو نه، بلکې د افغان ښځو د ازادۍ، عدالت او برابرۍ لپاره د مقاومت او بیا ژمنې ورځ» بللې او ټینګار یې کړی، چې د نجونو تر بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د ستنېدو او ښځو ته د کار او ازادۍ تر حق ورکولو پورې به یې مبارزه دوام ولري.

سرچینه: ۴ نورستاني ځوانان د طالبانو له‌خوا بې‌محکمې شکنجه شوي او ۲ یې په کوما حالت کې دي

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۱۶ GMT+۱
100%

په نورستان کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې څلور نورستاني ځوانان د طالبانو له لوري په خپل سر له نیول کېدو وروسته شکنجه شوي او دوه یې په کوما حالت کې دي. د دغو ځوانانو کورنۍ په دې پېښه کې د نورستان د امنیه قوماندان قاري مزمل ساتونکي ښکېل ګڼي.

سرچینه چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي افغانستان انټرنشنل ته وايي، دغه څلور ځوانان، اسراییل د ولي‌الله زوی، زینت د محي‌الدین زوی، قلندرانه د فضل‌مولا زوی او عبدالواجد د عبدالباقي زوی د نورستان اوسېدونکي دي.

100%

د سرچینې او د دغو ځوانانو د کورنیو د معلوماتو له‌مخې، دوی پرته له دې چې د نیولو قانوني دلیل یا پر وړاندې یې تورونه په روښانه ډول وړاندې شي د طالبانو له لوري نیول شوي او وروسته د ساتنې او پوښتنو ګروېږنو پر مهال له تاوتریخوالي او سخت ناوړه چلند سره مخ شوي دي.

د دوی کورنۍ ادعا کوي، چې د شکنجې په دې پېښه کې د نورستان لپاره د طالبانو د امنیه قوماندان قاري مزمل ساتونکي ښکېل دي او په وینا یې، دا کار هم د قاري مزمل په مستقیم امر ترسره شوی دی.

100%

د سرچینې په وینا، د څلورو ځوانانو له ډلې دوه کسان په نازک روغتیايي وضعیت کې دي او د کورنیو د معلوماتو له مخې، په کوما حالت کې دي. د دوی کورنۍ له مسوولو ادارو څخه غواړي، چې د هغوی روغتیايي وضعیت دې د خپلواکو او مسلکي ډاکټرانو له لوري ژر تر ژره وارزول شي او بېړنۍ طبي درملنه دې ورته برابره شي.

د یادو کسانو کورنۍ همداراز غوښتنه کوي، چې د دغو ځوانانو د نیولو، انتقال، ساتنې او پوښتنو ګروېږنو په اړه دې بېړنۍ، بې‌طرفه او شفافه څېړنه وشي او که د کوم چارواکي یا امنیتي کس مسوولیت ثابت شي، د قانون له مخې دې حساب ورکړي.

هغوی له ملګرو ملتونو، په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له مرستندویه پلاوي (یوناما) او د بشري حقونو له دفتر (OHCHR) څخه هم غوښتي، چې د دغې قضیې د مستند کولو او تعقیب لپاره اقدام وکړي.

یوناما د بشري حقونو په تړاو په خپلو راپورونو کې په افغانستان کې د خپل‌سرو نیونو او ناوړه چلند ګڼ موارد ثبت کړي دي.

یوناما د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر مارچ پورې لږ تر لږه د ۳۳۶ خپل‌سرو نیونو او توقیفونو او د ښځو او نارینه‌وو پر وړاندې د ناوړه چلند ۵۹ پېښې ثبت کړې دي.

یوناما په ورته مهال ټینګار کړی، چې نیول شوي کسان باید له عادلانه قضايي بهیر او له خپلو اساسي حقونو څخه برخمن وي. دغه سازمان په مې میاشت کې هم د درېیو افغان خبریالانو د نیول کېدو په اړه د قانوني بنسټ او تورونو د روښانتیا او د عادلانه قضايي بهیر غوښتنه کړې وه.

د نورستان د دغې قضیې په اړه تر اوسه د یاد ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندان قاري مزمل د احتمالي مسوولیت، د څلورو ځوانانو د نیول کېدو د علت او د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه تر اوسه په رسمي توګه څه نه‌دي ویلي.

چمن او تورخم کې تاوانونه؛ افغان سوداګرو له طالبانو څخه د جبران او ستونزو د حل غوښتنه کړې

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۰۵ GMT+۱
100%

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو شمېر مسوولینو او سوداګرو په پاکستان کې د افغان سوداګرو د بار وړونکو وسایطو او سوداګریزو مالونو د اوږدې درېدنې له امله د رامنځته شویو درنو مالي زیانونو د جبران غوښتنه کړې. دوی ویلي چې تورخم او چمن کې یې له اوږدې مودې راهیسې مالونه ایسار دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي د خونې د مشرتابه د یو شمېر غړو او سوداګرو په ملتیا د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) د طالبانو د مالیې له وزیر محمد ناصر اخوند سره په لیدنه کې د سوداګرو د ستونزو او د حل لارو په اړه خبرې کړې دي.

د یادې خونې په خبرپاڼه کې راغلي، دوی په ځانګړي ډول په پاکستان کې د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې د ډېورند کرښې پورې غاړه په چمن او تورخم کې د افغان سوداګرو د بار وړونکو وسایطو او سوداګریزو مالونو درېدنې، د ډیمریج لوړو لګښتونو او د ډېر ځنډ له امله نور اړوند مصارف، سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د سوداګرو استازو د طالبانو له مالیې وزیر څخه وغوښتل چې د یادو ستونزو او اوښتو زیانونو د پراخوالي په پام کې نیولو سره د سوداګرو د مالي زیانونو د جبران او د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو د مالیې وزیر محمد ناصر اخوند د خصوصي سکټور د ستونزو حل او سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرول له خپلو لومړیتوبونو یاد کړل او د مالیاتي اسانتیاوو او تخفیفونو په برخه کې سوداګرو ته د خپل نظام د همکاریو یادونه هم کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو یاد وزیر دې ناسته کې ژمنه کړې، که سوداګر د لوړو ډیمریجونو، اضافي لګښتونو او اوښتو زیانونو په اړه کره او باوري اسناد وړاندې کړي او دغه اسناد د ټرانسپورټ وزارت له لوري هم تأیید شي، مالیه وزارت به د ګمرکي تصفیې او د اوښتو زیانونو د جبران په برخه کې همکاري وکړي.

په همدې حال کې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس وړاندیز وکړ، چې د سوداګرو د زیانونو د دقیقې ارزونې او ستونزو ته د رسېدنې لپاره دې د مالیې وزارت له لوري د خونې د استازو او سوداګرو په ګډون یوه تخنیکي او مسلکي کمېټه جوړه شي او دغه وړاندیز د یاد طالب وزیر له لوري ومنل شو او په دې تړاو یې خپلې اړوند برخې ته سپارښتنې وکړې.
د سوداګرو د څرګندونو له مخې، په چمن او تورخم کې د بار وړونکو وسایطو او سوداګریزو مالونو اوږدمهاله درېدنه یوازې د سوداګرۍ د بهیر د ځنډ لامل نه‌ده شوې، بلکې د ډیمریج او نورو اضافي لګښتونو له کبله یې د سوداګرو پر مالي وضعیت هم د پام وړ فشار راوستی دی. د جوړېدونکې تخنیکي کمېټې ارزونه به وښيي، چې د دغو زیانونو کچه څومره ده او د جبران په برخه کې به کوم اقدامات ترسره کېږي.

هم‌مهاله راپورونه څرګندوي، چې پر ډیورند کرښه د‌ طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ د وسله‌والو نښتو په ترڅ کې د لارو د تړل کېدو له امله په تېر یوه کال کې د دواړو لوریو سوداګرۍ ته تر یو مېلیارډ ډالرو ډېر زیان اوښتی دی.

د اور نوې لیکه؛ ایا یو شمېر پخواني افغان سرتېري بیا جګړې ته راګرځي؟

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۰۰ GMT+۱
•
خبرخونه
100%

د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په یوه سړه ورځ ډګرمن رحمت الله قادري د کابل د ۱۵مې حوزې طالبانو په یوه تیاره کوټه کې واچاوه. د شکنجې پرمهال یوه طالب هغه تر ویښتو نیولی و او پر مخ یې په څپېړو واهه او بل ترې د همدې صحنو ویډیو ثبتوله.

د جمهوري نظام دغه پخواني پوځي افسر، چې کلونه یې د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو پر وړاندې جګړه کړې وه، فکر کاوه چې د طالبانو د ټولبښنې له اعلان وروسته به هېواد ته بېرته ستنېدل د ده د ژوند نوی پیل وي. خو څو اونۍ وروسته طالبانو د ده د شکنجې ویډیو په ټولنیزو رسنیو خپره کړه او هغه یې دې پایلې ته ورساوه، چې نور باید افغانستان پرېږدي.

قادري څو میاشتې وروسته د «پیسو» په بدل کې له زندان نه خوشې شو او ایران ته لاړ.

100%

ډګرمن قادري د جمهوري نظام پر مهال د سېلاب قول اردو اړوند د درېیمې پلې لېوا د دویم کنډک قوماندان و. دی د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکی دی او کورنۍ یې په خپله سیمه کې د نفوذ څښتنه ده. دوی له طالبانو سره د مخالفت اوږده مخینه لري او کورنۍ یې په ۱۹۹۰یمو کلونو کې د احمد شاه مسعود په مشرۍ د حاجي حضرت علي تر قوماندې لاندې په دره نور کې د طالبانو خلاف مقاومت کاوه. د نوموړي یو تره ډګروال حلیم شاه قادري د ۲۰۳ تندر قول اردو د څلورمې لوا د څلورم کنډک قوماندان و، چې د ۱۳۹۲ کال په زمري میاشت کې د لوګر په ازره ولسوالۍ کې ماین چاودنې وواژه.

ایران ته له تګ وروسته هغه د طالبانو خلاف فعالیتونو ته مخه کړه او خلک یې د طالبانو خلاف پاڅون ته هڅول.

سرچنیو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې کابو شپږ میاشتې وړاندې په ایران کې د هغو افغان نظامیانو ژوند سخت شو چې د طالبانو خلاف یې څرګندونې یا هم فعالیتونه کول. په دې ډله کې رحمت الله قادري‌ هم و، چې وروسته پاکستان ته لاړ او د طالبانو له مخالفې ډلې ازادۍ جبهې سره یوځای شو.

100%

قادري ته نږدې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې «هغه اوس د اسلام اباد په یوه پوځي سیمه کې اوسېږي».

د هغه نږدې ملګري وایي، چې د پخواني پوځ له دغه افسر سره د هغه لسګونه پخواني نظامي ملګري‌ هم له ایران څخه پاکستان ته تللي دي.

یو کس چې رحمت الله قادري یې څو میاشتې وړاندې په اسلام اباد کې له نږدې لیدلی، افغانستان انټرنشنل ته وویل: «له هغه سره یوه هایلکس موټر و، شپږ باډیګارډان هم ورسره وو او هر یوه ټوپک لرلو».

د ازادۍ جبهې یوه جنګیالي، چې وايي، په پاکستان کې یې وسلې او روزنه ترلاسه کړې، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې نوموړی او ملګري یې اوسمهال د خیبر پښتونخوا ایالت په چترال کې مېشت شوي دي.

د هغه په وینا، دوی ډیورنډ کرښې ته څېرمه پراته دي او پلان لري چې د کونړ ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو ته نفوذ وکړي.

چترال د هندوکش له لوړو څوکو جوړ شوی او د افغانستان له نورستان، کونړ او بدخشان ولایتونو سره ګډه پوله لري. د بدخشان پامیر نرۍ څوکه دغه سیمې له چین او تاجکستان څخه بېلوي. د چترال په مدکلشت دره کې د بدخشان تاجیکان اوسیږي، چې سلګونه کاله وړاندې دې سیمې ته کوچېدلي او د بدخشي او مدکلشتي په نومونو یادیږي.

100%

چترال د پخوانیو افغان مجادینو د روزنې مرکزونو او سمڅو له امله هم مشهوردی، چې د مجاهدینو او شوروي اتحاد د جګړو په وخت کې ترې د بدخشان، کونړ او نورستان لپاره اکمالات کېدل او جنګیالي پکې روزل کېدل. په دغو مرکزونو کې په تېرو کلونو کې محلي تاجرانو د جلغوزیو حاصلات ذخیره کول، خو د محلي سرچینو په وینا، د پاکستان پوځ د ۲۰۲۳ کال په نیمايي کې دغه پخواني ټریننګ مرکزونه خالي کړل.

د ازادۍ جبهې یاد جنګیالي ادعا وکړه، چې د دوی هر جنګیالي ته د شل زره افغانیو معادل معاش ټاکل شوی او د ختیزو ولایتونو « ۴۰۰ اوسېدونکي» چې پخواني نظامیان هم پکې دي، په پاکستان کې له دوی سره یو ځای شوي دي. په دغو څلور سوو کسانو کې د ننګرهار،‌ کونړ، لغمان او نورستان اوسېدونکي شامل دي.

له دې ډلې یو هم د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ د سیمه‌ییزو پولیسو د یو پخواني قوماندان خان محمد خان د کورنۍ غړی دی. خان محمد خان د واما بانفوذه کس قوماندان و او زوی یې سمیع خان اوس په چترال کې د ازادۍ جبهې له وسله‌والو سره یو ځای شوی دی.

د جنرال یاسین ضیاء په مشرۍ ازادۍ جبهې او د سپاهیان میهن په نامه بلې وسله والې ډلې په وروستیو اونیو کې د بدخشان په زیباک، کوز یفتل او ځینو نورو سرحدي ولسوالیو کې د طالبانو پر سرحدي ځواکونو څوځله بریدونه وکړل او د طالبانو وسله والو ته یې مرګ ژوبله هم واړوله.

د بخشان د وضعیت د کړکېچن کېدو پرمهال، د طالبانو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت زیباک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال خپل وسله وال مخالفان تورن کړل، چې له پاکستان نه یې وسلې او امکانات ترلاسه کړي او له سخت ټینګاو وروسته بېرته پاکستان ته تښتېدلي دي.

یاسین ضیاء د افغانستان له پېژندل شویو پخوانیو امنیتي څېرو شمېرل کېږي. هغه د ۲۰۱۵ کال له اکتوبر څخه د ۲۰۱۷ کال تر مې میاشتې د تخار ولایت والي و او وروسته یې د افغانستان د لوی درستیز، د دفاع وزارت د لومړي مرستیال، د ملي امنیت شورا د مرستیال او د ملي امنیت د ترهګرۍ ضد رییس او ولایتي او اطلاعاتي مرستیال په توګه دندې ترسره کړې دي.

یاسین ضیا د خپلې جبهې د فعالیتونو هدف د افغانستان ازادي ګڼي.

د ازادۍ په جبهه کې یوه ستره برخه جنګیالي د طالبانو پخواني مخالفان او د ملي اردو پخواني سرتېري دي.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پخوانۍ سېلاب قول اردو د ساحوي کشف غړی ګلزار بیک هم له دغو جنګیالیو سره یوځای شوی. هغه د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د کشمنډ کلي اوسېدونکی او په قوم پشه‌يي دی. ګلزار بیک د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال هم د ددې ډلې خلاف په جګړه کې ونډه لرله او په دره نور ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد جنګېده.

«چېرته چې طالب وي، هلته غالب وي»

دا د ننګرهار د جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې د ننګرهار په شینوارو کې یوه مشهور اصطلاح وه چې حاجي غالب مجاهد ته کارېدله.

حاجي غالب په ۲۰۰۷ کال کې له ګوانتانامو زندان نه تر خوشې کېدا وروسته د ننګرهار په غني خېلو کې خپلې سیمې ته وګرځېد. په جمهوري نظام کې د خپلې ولسوالۍ امنیه قوماندان او وروسته ولسوال و. دا هغه وخت و چې نوموړي په خپل کور کلي کې د تره له زامنو سره دښمني هم لرله.د غالب د تره زوی قاري سیف الدین ذاکر د طالبانو په لیکو کې جنګېده. هغه ته اوس طالبانو د جنرالۍ رتبه ورکړې او د دغې ډلې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د څلورمې لېوا قوماندان دی.

غالب په اسلام اباد کې یوه افغان خبریال ته ویلي چې «طالبانو د روغې جوړې دپاسه او د کمیسیون د خط باوجود هم طالبانو ځورولم او مجبور شوم چې پاکستان ته راشم».

غالب د جمهوري نظام پرمهال د طالبانو له ډېرو بمي چاودنو، مخامخ جګړو او بریدونو سره مخ شوی دی. د ۲۰۱۳ کال په اګسټ میاشت کې د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د هغه درې مېرمنې، نږاندې، لوڼې او لمسیان په غني خېلو ولسوالۍ کې د خپلې کورنۍ د مړو شویو غړو قبرونو ته ورغلي وو، خو کور ته بېرته ژوندي ونه‌ګرځېدل. په هدیره کې د ځای پرځای شویو بمونو د چاودېدو له امله د غالب د دریو مېرمنو په ګډون د هغه د کورنۍ ۱۸ غړي ووژل شول.

100%

غالب خبریالانو ته تر دې پېښې څه موده وروسته وویل: «زما لمسیان او د کورنۍ بدنونه ټوټې ټوټې شوي وو. یوه لمسۍ مې چې ایله د څو میاشتو وه، په درېیمه ورځ مو یې سر د هدیرې په یوه کونج کې وموند».

غالب په خپله سیمه کې نفوذ درلود او له قومي مشرانو او پخوانيو جهادیانو سره یې هم نږدې اړیکې لرلې. ده د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د ولسوال په توګه دندې وکړې. د جمهوري نظام تر سقوط وروسته ایران ته لاړ او له هغه ځایه د طالبانو د شخصیتونو له ستنېدو کمیسیون سره تر اړیکې او تایید وروسته د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ میاشت کې بېرته افغانستان ته ستون شو.

د همغې جنورۍ میاشتې په لسمه نېټه د پخوانۍ ولسي جرګې د غړي فریدون خان مومند په مشرۍ یوې جرګې د قاري سیف الدین ذاکر او هغه ترمنځ روغه جوړه وکړه. د روغې جوړې په یو انځور کې ښکاري چې دواړه د تره زامن سره څنګ په څنګ ولاړ دي، خو دا روغه ونه پایېده.

100%

د غالب زامنو، چې د جمهوري نظام د پولیسو په لیکو کې یې دندې لرلې، دا جرګه زور وګاڼه او ویې ویل چې د دوی پلار په جبر روغې جوړې ته اړ شوی دی. څه وخت وروسته طالبان د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې څو ځله په رینجر موټرو کې د غالب کور ته ورغلل او له هغه یې پوښتنې ګروېږنې وکړې.

هغه د ۲۰۲۲کال په نیمایي کې د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور ته لاړ او هلته اوسېده. نوموړي هڅه کوله چې پخواني امریکایي همکاران یې امریکا ته ولېږدوي،‌ خو دا بهیر ټکنی شو. د هغه نږدې ملګرو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې غالب اوس د طالبانو خلاف له وسله والو فعالیتونو سره یوځای شوی دی.

یوې سرچینې وویل، « نوموړی ښايي د خپل سر خوندي کولو او په پاکستان کې د پاتې کېدو له امله مجبور شوی وي چې دغسې پرېکړه وکړي. که څه هم اوس عمر خوړلی دی‌، خو د یوې داسې کورنۍ مشري یې تر غاړې ده چې د طالبانو خلاف د جګړې او پاڅون اوږده مخینه لري».

د غالب تر څنګ د شینوارو ولسوالۍ یو شمېر نور قومي مخور او یو شمېر پخواني سیمه‌ییز پاڅون کوونکي هم د طالبانو له مخالفو ډلو سره یوځای شوي دي.

یوې امنیتي سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې په دغو کسانو کې د اچین ولسوالۍ د پاڅون کوونکو پخوانی قوماندان حاجي معاون شینواری او د غني خېلو ولسوالۍ د پاڅون کوونکو قوماندان قاري سلام هم شامل دي.

پخواني دښمنان بیا سره مخامخ کیږي

ملک زرین د طالبانو په لومړۍ دوره کې په کونړ کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو (SOF) په ملاتړ د طالبانو خلاف فعالیتونو کې ټاکونکی رول درلود. دغه رول اوس یوځل بیا د هغه زوی ملک ایوب زرین پرغاړه اخلي. په کوز دیر کې د هغه مېلمستون وخت ناوخت له وسله‌والو کسانو ډک وي.

په دغو ناستو کې د رسمي نظامي یونیفورم لرونکي کسان هم لیدل کیږي.

افغانستان انټرنشنل – پښتو داسې تصویرونه موندلي‌چې نوموړی پکې له دغسې یونیفورم لرونکو کسانو سره ناست دی.

ملک ایوب زرین مشواڼی په جمهوري نظام کې د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزارت سلاکار و. د هغه پلار ملکمحمد زرین د کونړ له مخورو شخصیتونو ګڼل کېده چې د ۲۰۱۱ کال د اپرېل په ۱۳مه د دانګام ولسوالۍ په جمجي کلي کې یو ځانمرګي بریدګر وواژه. په دغه برید کې د ملک زرین د یو زوی او لمسي په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول.

100%

دوی پر کونړ سربېره د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته په باجوړ کې هم کورونه او ځمکې لري. د جمهوري نظام پر مهال د کونړ د ملي‌ امنیت یو پخواني استخیاراتي چارواکي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې «ملک ایوب زرین اوس د طالبانو خلاف خلک منسجم کوي».

د یاد چارواکي په وینا، هغه یو شمېر پخواني افغان نظامیان، په کونړ کې یو شمېر د طالبانو ضد شخصیتونه او د خپل کور کلي خلک په وسلو سمبال کړي دي.

100%

دغه چارواکي د نه نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، « په ایران کې یو شمېر پخوانیو نظامیانو ته ملک زرین احوال لېږلی چې پاکستان ته ورشي‌ او د طالبانو او د ده په مشرۍ د طالبانو خلاف جګړو ته چمتو شي».

افغانستان انټرنشنل – پښتو په دې تړاو د ایوب زرین نظر غوښتی، خو تر دې دمه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د مخالفانو دغه فعالیتونه د طالبانو له څاره هم بهر نه دي.

د روان کال د جون پر ۳۰مه د طالبانو دفاع وزارت اعلان وکړ، چې هوايي ځواکونو یې د بلوچستان په سرانانو او د خیبر پښتونخوا په قمبرخېلو او د چترال د شاه سلیم په«ګرم چشمو» سیمو کې د داعش او د «شر او فساد» پر ګډو مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي. وزارت زیاته کړه، چې د پشین په سرانانو سیمه کې د داعش او د «شر او فساد» مرکز څخه په افغانستان کې د تخریبي کړنو او بریدونو لپاره کار اخېستل کېده.

طالبان له ۱۹۹۵ کلونو راهیسې خپلو وسله والو مخالفانو ته «د شر او فساد» اصطلاح کاروي.

یو شمېر قومي مخور چې د طالبانو له مخالفو جبهو سره یې نږدې اړیکې لرلې او تر سقوط وروسته په اسلام اباد او پېښور کې اوسېدل، اوس بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. په ننګرهار کې طالبانو ته نږدې دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغو کسانو ته خبر ورکړل شوی و، چې ژر تر ژره له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شي او که داسې ونه‌کړي، په افغانستان کې به یې شتمنۍ او جایدادونه ضبط شي.

د طالبانود مخالفو جبهو ډېری تمرکز د بدخشان، کونړ، نورستان، ننګرهار، کونړ او کندهار پر پخوانیو سرتېرو، مخالفو قومي مشرانو او پخوانیو پاڅون کوونکو، یا سیمه ییزو پولیسو دی.

جنرال ګل کریم، چې د جمهوري نظام په لومړیو کلونو کې د لغمان امنیه قوماندان و، د حاجي حضرت علي تر مشرۍ لاندې په ختیځو ولایتونو کې د طالبانو خلاف د لومړي مقاومت مهم کس و. هغه د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د طالبانو د لومړۍ دورې حکومت پر مهال د دغې ډلې خلاف جنګېده.

100%

د هغه یو زوی عبدالکریم کریمي د پخوانۍ ولسي جرګې د شپاړسمې یا وروستۍ دورې غړی و.

سرچینې وایي چې هغه په پېښور کې ګران بیه موټر او ځمکې اخیستې‌ او وسله‌وال ساتونکي هم لري.

پاکستان طالبان تر فشار لاندې راولي

په کابل کې د طالبانو چارواکي په دې باور دي، چې د وسله والو مخالفانو فعالیتونه له چترال، کویټې او خیبر ولسوالۍ څخه تنظیمیږي. طالبانو له دې وړاندې څو ځله د پاکستان پوځ تورن کړی، چې داعش او نورو مخالفو وسله والو ته په افغانستان کې د بریدونو لپاره روزنه ور کوي.

خو په دې منځ کې چترال له بدخشان سره د لارو درلودو له امله ډېر پاموړ دی. د سیمې مختلط نفوس او له بدخشان، نورستان او کونړ سره لارې جنګیالیو ته دا امکانات ور کوي، چې له غرنۍ جغرافیا په استفادې هم پوځي عملیات وکړي او هم د خپلې مرګ ژوبلې کچه تیټه وساتي.

د نورستان او کونړ په اوږدو کې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتوددې ډلې د کمزورۍ ګڼ ټکي ډاګیز کړل. داسې ښکاري، چې د طالبانو وسله وال مخالفان په خپله جګړه ییزه ستراتیژي او عملیاتو کې دغو ټکو ته ځیر دي.

د شنونکو له نظره، د ټي ټي پي پر سر د طالبانو او پاکستان اختلاف، ظاهرا اسلام اباد دې ته اړ اېستی چې د طالبانو د وسل والو مخالفانو ملاتړ وکړي. اسلام اباد له دې وړاندې د جمهوري حکومت خلاف د طالبانو د ملاتړ کافي تجربې لري.

طالبانو د جمهوري حکومت پر وړاندې خپل فعالیتونه د میرانشاه او کوټې په مرکزیت کول، خو د شخړو د مبدا په توګه د بدخشان انتخاب ښيي، چې چترال ښايي د طالبانو د مخالفانو په مهم مرکز بدل شي.

هبت‌الله زده‌کړیالانو ته: دیني او عصري علوم زده کړئ او د هېواد دفاع ته مو چمتووالی مهم دی

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۳۴ GMT+۱
100%

د طالبانو مشر د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون یوې فراغتغونډې ته په استولي پیغام کې ویلي، چې محصلان باید دیني او عصري علوم زده‌کړي، څو د ده په وینا، د «دښمن» پر وړاندې له خپل دین څخه د دفاع وړتیا ولري. د نجونو پر لوړو زده‌کړو د بندیز له امله په فارغانو کې ښځینه محصلینې نه‌وې.

د طالبانو لوړو زده کړو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د یو شمېر زده‌کړیالانو د فراغت په مراسمو کې د دغې ډلې د مشر هبت‌الله اخوندزاده پیغام ولوستل شو چې په کې فارغانو او استادانو ته د زده‌کړو او روزنې په اړه سپارښتنې شوې وې.

هبت‌الله په دې پیغام کې ویلي، چې دیني علوم د نورو علومو پرتله فضیلت لري، خو عصري او دنیوي زده‌کړې یې هم اړتیا بللې ده.

په پیغام کې راغلي، چې د دیني او عصري علومو د زده‌کړې موخه یوازې د شخصي اړتیاوو پوره کول نه‌دي، بلکې د اسلامي امت د وړتیاوو لوړول دي، څو امنیت یې خوندي وي او د اړتیا پر مهال د «دښمن» پر وړاندې له خپل دین څخه دفاع وکړای شي.

هبت‌الله له استادانو غوښتي، چې د محصلانو په روزنه کې له صبر، استقامت، امانتدارۍ، نصیحت، شفقت او مهربانۍ کار واخلي او هغوی د خپلو اولادونو په څېر وروزي. نوموړي ټینګار کړی، چې استادان باید په خپلو خبرو او کړنو کې د محصلانو لپاره عملي بېلګه وي او د تحقیق او مطالعې له لارې تدریس وکړي.

په ورته مهال، د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم له فارغانو غوښتي، چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي. نوموړي ویلي: «تاسو ډېر بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه هغه کسان چې علم لري او هغه کسان چې علم نه‌لري برابر نه‌دي».

ندیم زیاته کړې، چې نظام، هېواد او ولس له فارغانو ډېرې هیلې لري او له هغوی یې غوښتي چې د هغو کسانو په خبرو ونه‌غولېږي چې له هېواده بهر ته یې هڅوي، بلکې په هېواد کې دې په کار او زده‌کړو بوخت پاتې شي. د نوموړي په وینا، د طالبانو حکومت د کارموندنې او زده‌کړو په برخه کې له دوی سره ژمن دی.

د طالبانو د پوهنې وزارت مرستیال صبغت‌الله وصیل هم فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، چې دغه وزارت مسلکي استادانو ته اړتیا لري او هر کال له پنځو زرو ډېر ښوونیز بستونه اعلانوي.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتو له مخې، په دغو مراسمو کې ټول ۸۵۰ محصلان فارغ شول چې ۶۷۰ یې د لېسانس او ۱۸۰ نور یې د ماسټرۍ له دورې څخه فارغ شوي دي.

طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې د ښځینه محصلانو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې او له هغه راهیسې په افغانستان کې نجونې او ښځې له لوړو زده‌کړو بې‌برخې دي. د دې بندیز له امله د پوهنتونونو په فراغت‌غونډو کې هم د ښځینه محصلانو حضور له منځه تللی دی.

د طالبانو چارواکي د دې بندیز لپاره بېلابېل دلایل وړاندې کړي، خو تر اوسه یې د نجونو د پوهنتوني زده‌کړو د بیا پیل لپاره مشخصه نېټه نه‌ده اعلان کړې. د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځینه زده‌کوونکو پر وړاندې محدودیتونه د افغانستان د لوړو زده‌کړو پر جوړښت او د ښځو د مسلکي راتلونکي پر فرصتونو هم اغېز کړی دی.