د خبریالانو د ساتنې کمېټې په وینا، طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه کابل له نیولو وروسته سمدستي د رسنیو پر فعالیتونو محدودیتونه پیل کړل. د کمېټې په وینا، ښځینه خبریالانې له دولتي رسنیو څخه منع شوې، د اعتراضونو د پوښښ پر مهال خبریالان وهل شوي او له ۲۰۲۲ کال راهیسې د خبریالانو خپلسري نیول او بندي کول د خبرونو د سانسور لپاره د یوې وسیلې په توګه کارول شوي دي.
د خبریالانو د ساتنې کمېټې د افغانستان او پاکستان استازي وليالله رحماني ویلي، افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ له تر ټولو سختو هېوادونو څخه دی.
د هغه په وینا، خبریالان څارل کېږي، نیول کېږي، وهل کېږي، سانسورېږي او یا همدا راز اړ کېږي چې له هېواده ووځي.
رحماني زیاته کړې چې ښځینه خبریالانې له اضافي تبعیض سره مخ دي او د انټرنېټ او موبایل شبکو محدودیتونو د رسنیو د ازادۍ ناورین لا ژور کړی دی.
د ښځینه خبریالانو پر وړاندې پراخ محدودیتونه
د خبریالانو د ساتنې کمېټه وايي، په هلمند کې د ښځو غږونه په راډیو او ټلوېزیون کې منع شوي، ښځینه خبریالانو باندې د خبري کنفرانسونو په ګډون محدودیتونه لګېدلي او پر ټلوېزیوني خپرونو کې د ښځو د مخونو د پټولو شرط هم لګول شوی دی.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د طالبانو استخباراتي ځواکونو د ښځو له خوا د چلول کېدونکې «راډیو بیګم» دفتر وپلټه او فعالیت یې وځنډاوه.
همدا راز د خبریالانو د ساتنې کمېټه وايي، د طالبانو سانسور یوازې د خبریالانو تر څارنې او نیولو محدود نه دی پاتې شوی، بلکې د رسنیو خپرونې او محتوا هم په پراخه کچه تر کنټرول لاندې راوستل شوې دي.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې طالبانو ژوندۍ سیاسي خپرونې منع کړې، طالبانو باندې نیوکو یې بندیز ولګاوه او خبریالانو ته یې یوازې د ۶۸ منظور شوو شنونکو له ډلې سره د مرکو اجازه ورکړه.
په راپور کې د افغانستان انټرنشنل د خپرونو د پارازیت اچولو، په تخار کې د ټلوېزیوني فعالیتونو او عامه ویډيو اخیستلو د بندولو او په ننګرهار کې د ۱۴ رسنیو د خپرونو د جوازونو د ځنډولو یادونه هم شوې ده.
د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې پر کورنیو رسنیو د سیاسي او اقتصادي پروګرامونو د خپرولو بندیز هم ولګېد.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د اطلاعاتي شبکې پراختیا
د خبریالانو د ساتنې کمېټه وايي، د خپلواکو رسنیو د ځپلو ترڅنګ طالبانو د اطلاعاتو تر خپل کنټرول لاندې یوه پراخه شبکه هم جوړه کړې ده.
د راپور له مخې، تر ۲۰۲۵ کال پورې طالبانو شاوخوا ۱۵ لوی ټلوېزیوني او راډیويي چینلونه، چاپي رسنۍ او ډیجیټلي پلاتفورمونه تر خپل نفوذ لاندې لرل.
په یو شمېر ولایتونو کې خبریالانو د خبریالانو د ساتنې کمېټې ته ویلي چې د خپلواکې خبریالۍ ساحه دومره محدوده شوې چې له روغتیا او زدهکړو پرته د ټرافیکي پېښو په څېر موضوعات د هغو لږو موضوعاتو له ډلې دي چې د راپور ورکولو اجازه پرې لري.
د خبریالانو د ساتنې کمېټه وايي، د انټرنېټ او موبایل شبکو بندښتونو هم د معلوماتو لاسرسی او د خبریالانو د کار او اړیکو بهیر سخت اغېزمن کړی دی.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې فایبر اپټیک انټرنېټ بند کړ او وروسته یې په ټول هېواد کې شاوخوا ۴۸ ساعته انټرنېټي بندیز ولګاوه.
د خبریالانو نیول او د رسنیو تړل.
د خبریالانو د ساتنې کمېټې په وینا، د رسنیو پر وړاندې فشارونه په ۲۰۲۶ کال کې هم دوام لري.
د مې په میاشت کې د طالبانو استخباراتو د «طلوعنیوز» دوه خبریالان ونیول او وروسته یې د دې ټلوېزیون دفتر وپلټه، د کارکوونکو موبایلونه یې ضبط کړل، له کارکوونکو یې پوښتنې وکړې او هغوی یې تر څارنې لاندې راوستل.
د جون په میاشت کې د طالبانو د عدلیې وزارت وسلهوالو غړو خپلواکه «تمدن ټلوېزیون» له خپرونو وویست او په کابل کې یې دفترونه وتړل. دغه رسنۍ د شیعهګانو له وروستیو ټلوېزیوني رسنیو څخه وه.
د تمدن ټلوېزیون مسوول مدیر محمد رحمتي او د رسنۍ کارکوونکی محمد رضا احساني هم د عدلیې وزارت ته له احضارېدو وروسته ونیول شول.
د خبریالانو د ساتنې کمېټه په راپور کې زیاتوي ،چې د افغانستان د خپلواکو رسنیو له منځه تللو سلګونه خبریالان، په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو ته، د جلاوطنۍ پر لور اړ کړي دي.
د کمېټې په وینا، یو شمېر دغه خبریالان په کوربه هېوادونو کې هم د نیول کېدو، شړل کېدو او افغانستان ته د جبري ستنولو له خطر سره مخ دي.
کمېټه خبرداری ورکوي چې هغه خبریالان چې د طالبانو له ځپنې تښتېدلي او بېرته افغانستان ته ستنېږي، له متوقع غچ اخیستنې، خپلسري نیول کېدو او نورو جدي خطرونو سره مخ کېدای شي.
د خبریالانو د ساتنې کمېټې له طالبانو غوښتي چې د خبریالانو ځپل ودروي، پر رسنیو پراخ محدودیتونه پای ته ورسوي او افغانانو ته د خپلواکو او بېطرفه معلوماتو د ترلاسه کولو حق بېرته ورکړي.