سي بي ایس په خپل راپور کې ویلي چې، پنځه کاله وروسته هم د افغانستان حساب نه دی تصفیه شوی، ښځې له خطر سره مخ دي او افغانان لا هم بې برخلیکه دي.
په افغانستان کې د جمهوریت سقوط په تړاو دغه خپور شوي راپور کې راغلي چې د کابل د سقوط پنځه کاله وروسته، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له امله د ښځو د حقونو وضعیت، د بیان ازادي او د بشري حقونو سرغړونې لا هم د اندېښنې وړ دي، په داسې حال کې چې د لویدیځو هېوادونو د افغانانو د ایستلو او بیا مېشتولو پروګرامونه هم د ډېرو زیانمنو کسانو ستونزې نه دي هوارې کړې.
د راپور له مخې، عبدالرازق خان، چې د افغانستان د جګړې پر مهال یې له کاناډايي رسنیو سره د ژباړونکي او همکار په توګه کار کاوه، د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې د طالبانو له چټک پرمختګ سره اړ شو چې افغانستان پرېږدي. نوموړی د طالبانو له وېرې د پاکستان له پولې واوښت او وروسته کاناډا ته ولېږدول شو.
خان وايي، هېڅوک خپل هېواد په خوښۍ نه پرېږدي او د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د دندې، کور او وطن له لاسه ورکولو دروند احساس تجربه کړی دی. د هغه په څېر زرګونه افغانان چې له لویدیځو رسنیو، پوځي، ډیپلوماتیکو او مرستندویه ادارو سره یې کار کړی و، له افغانستانه وتلو ته اړ شول.
راپور وايي، د طالبانو واکمنۍ نه یوازې سلګونه زره افغانان بېځایه کړي، بلکې ښځې یې په پراخه کچه له عامه ژوند څخه ایستلې، پر رسنیو او مخالفو غږونو یې فشار زیات کړی او د ټولنې پر ورځني ژوند یې سخت مذهبي او اخلاقي محدودیتونه لګولي دي.
د ښځو د حقونو د یوې افغانې ادارې د تازه څېړنې له مخې، د طالبانو تر واک لاندې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په قضیو کې د عدالت نشتوالی جدي ستونزه ده. څېړنه ښيي چې د ښځو د ناڅاپي مړینې له هر څلورو قضیو څخه یوازې په یوه کې نیول ترسره کېږي او په ډېرو مواردو کې نارینه شکمن کسان له نیول کېدو څو ساعته وروسته خوشې کېږي.
د دغې ادارې مشره زهره نادر وايي، د ښځو د وژنې ډېرې قضیې د «ځان وژنې» په نوم ثبتېږي، چې له امله یې د وژنې اصلي عاملین له حساب ورکولو څخه ژغورل کېږي. د هغې په وینا، د دوی د څېړنو یوه برخه د افغانستان دننه د سیمهییزو خبریالانو د شبکې له لارې راټولې شوې او په ځینو مواردو کې یې د طالبانو له رسمي روایت سره توپیر درلود.
راپور زیاتوي چې لویدیځ هېوادونه له ۲۰۲۱ کال وروسته په افغانستان کې د ښځو د حقونو د مستقیمې ساتنې توان نه لري او تر ډېره یې د طالبانو د غندنې، سفري بندیزونو او مالي بندیزونو له لارې د فشار هڅه کړې ده.
په همدې حال کې، یو شمېر هېوادونو د لوړ خطر سره مخ افغان ښځینه قاضیانو، فعالانو، خبریالانو او سیاستوالو لپاره د بشري ویزو او بیا مېشتېدو ځانګړي پروګرامونه پیل کړل، خو تازه ارزونې ښيي چې د دغو پروګرامونو له لارې هم ټول زیانمن کسان خوندي ځای ته نه دي رسېدلي.
د «متحدینو حساب» په نوم د یوې نوې ارزونې له مخې، لویدیځو هېوادونو د ۲۰۲۱ کال له سقوط وروسته د افغانانو د ایستلو او بیا مېشتولو په برخه کې بېلابېلې پایلې لرلې. کاناډا د خپل لومړني هدف له ۴۰ زرو څخه د زیاتو، شاوخوا ۶۳ زرو افغانانو د بیا مېشتولو یادونه کړې، خو د راپور له مخې لا هم زرګونه کسان په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې له جدي خطر سره مخ دي.
د کاناډا پخوانی پوځي قوماندان متقاعد تورن جنرال ډینس تامپسون وايي، کاناډا باید د هغو افغانانو لپاره چې لا هم په افغانستان کې پاتې دي، خپل د بیا مېشتولو پروګرام بېرته پرانیزي.
د امریکا ډېموکرات سناتور کریس کونز هم ویلي چې د متحدینو د بیا مېشتولو ارزونه ښيي چې کومو هېوادونو خپلې ژمنې عملي کړې او کومو یې نه دي عملي کړې. هغه ټینګار کړی چې د هغو افغانانو په اړه لا هم ډېر کار پاتې دی چې د امریکا او ناټو له ځواکونو سره یې د کار له امله خپل ژوند له خطر سره مخ کړی و.
راپور کې راغلي چې د کابل له سقوط پنځه کاله وروسته د افغانستان موضوع لا نه ده پای ته رسېدلې، د ښځو د حقونو وضعیت، د طالبانو د واکمنۍ له امله بېځایه شوي افغانان او هغه کسان چې لا هم په افغانستان کې له ګواښ سره مخ دي، د لویدیځو هېوادونو پر وړاندې د پاتې ژمنو او مسولیتونو پوښتنه لا هم پر ځای ساتي.