د جمهوري نظام د سقوط او واک ته د طالبانو د بېرته ګرځېدو له پنځمې کلیزې سره هممهاله، ازادۍ جبهې، جمعیت اسلامي او د ملي مقاومت جبهې چارواکو د جلا جلا اعلامیو په خپرولو سره، د طالبانو حکومت «نامشروع» بللی او پر ضد یې پر مبارزې ټینګار کړی دی.
ازادۍ جبهې د اګسټ د ۱۵مې په مناسبت په یوه اعلامیه کې وویل، سره له دې چې طالبان پر افغانستان واکمن دي او ټول حکومتي وسایل په واک کې لري، خو نه دي توانېدلي چې «د زور له لارې رامنځته شوی حاکمیت» په یوه مشروع، ټولګډونه او تلپاتې سیاسي نظم بدل کړي.
دغې جبهې ټینګار کړی، چې افغانستان لا هم د اساسي قانون، ټاکنو او د واک د لېږد له مشروع میکانیزم څخه بې برخې دی او سیاسي پرېکړې د یوې محدودې او غیر ځواب ویونکې کړۍ په انحصار کې دي.
د ازادۍ جبهې زیاته کړې، چې د خاورې کنټرول له سیاسي مشروعیت سره مساوي نه دی او د ځپنې له امله رامنځته شوې چوپتیا د خلکو د رضایت نښه نه شي ګڼل کېدای.
دغې جبهې همدارنګه له زده کړو، کار او ټولنیز مشارکت څخه د ښځو بې برخې کول «د طالبانو رسمي او جوړښتي تګلاره» وبلله او ټینګار یې کړی چې د ښځو او نجونو حقوق باید د سیاسي معاملې موضوع ونه ګرځي.
په ورته وخت کې، د صلاح الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي هم په یوه اعلامیه کې واک ته د طالبانو بېرته ګرځېدل د تېر حکومت د «بې کفایتۍ، بې مسوولیتۍ او انحصارګرۍ» او د هغه څه پایله وبلله چې دوی یې «مبهمه سیمه ییزه او نړیواله توطیه» ګڼي.
دغه ګوند ادعا کړې، چې افغانستان په تېرو پنځو کلونو کې له «خطرناک انحطاط» سره مخ شوی، ښځې له ټولنیز ژوند څخه حذف شوې دي، د قانون حاکمیت له منځه تللی او دولتي او اقتصادي جوړښتونه د پاشل کېدو په حال کې دي.
جمعیت اسلامي همدارنګه طالبان په نړیوالو مرستو کې په فساد، د طبیعي سرچینو په چور او د استبداد په پراخولو تورن کړي او وايي، په تېرو پنځو کلونو کې د دې ډلې کړنې د «ظلم او ستم» د کچې له مخې «د افغانستان په معاصر تاریخ کې بې ساري دي».
د کاناډا دولت وايي، پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو پنځه کاله پوره شول، خو کابل لا هم له بد بشري او سیاسي بحران سره مخ دی.
کاناډا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو د ټولشموله حکومت لپاره عملي ګام نه دی اخیستی او ترهګرې ډلې لا هم په افغانستان کې فعالیت کوي.
کاناډا وايي، پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو پنځه کاله پوره شول، خو کابل لا هم له بد بشري او سیاسي بحران سره مخ دی.
دوی ویلي، افغانستان له مخ پر خرابېدو بشري، سیاسي او د بشري حقونو له بحران سره مخ دی او طالبانو له واک ته رسېدو وروسته داسې ایډیالوژیک نظام بنسټیز کړی چې ښځې او نجونې پکې په ځانګړي ډول هدف ګرځول شوې دي.
د کاناډا په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو فرمانونه د ښځو او نجونو د ژوند نږدې هر اړخ اغېزمنوي او میلیونونه افغانې نجونې لا هم له زدهکړو محرومې دي. د اعلامیې له مخې، ښځې د کار، ازاد تګراتګ او بیان ازادۍ له فرصتونو محرومې دي او نه شي کولای له وېرې او تاوتریخوالي پرته باعزته ژوند وکړي.
کاناډا وايي، د طالبانو ځپونکو سیاستونو د خبریالانو د کار بهیر له ستونزو سره مخ کړی، د بشري حقونو مدافعان او مدني ټولنه یې چوپ کړې او قومي او مذهبي لږکي یې هم له ځورونې سره مخ کړي دي.
د کاناډا د حکومت په وینا، طالبانو تر اوسه د یوه ټولشموله او استازي حکومت د جوړولو لپاره عملي ګامونه نه دي اخیستي. په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې ترهګرې ډلې لا هم په افغانستان کې په داسې چاپېریال کې فعالیت کوي چې د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.
طالبان باید حساب ورکړي
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې او د نړیوالې پراختیا لپاره د دولت وزیر ټینګار کړی چې طالبان باید د خپلو کړنو په اړه حساب ورکړي.
دوی ویلي، چې کاناډا به تر هغه له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو ملاتړ ونه کړي، چې د بشري حقونو، ټولشموله حکومتولۍ او د اساسي ازادیو د خوندیتوب په برخه کې څرګند پرمختګ نه وي شوی.
د جمهوریت له سقوط څخه شاوخوا یوه نیمه میاشت تېره وه، چې د ارګ څو همکارانو په ویډیویي اړیکه کې زما احوال واخیست. هغوی له ډاډ راکولو وروسته راته وویل: «اوس خو طالبانو ټول هېواد نیولی او چېرته ترې تللی نه شو، ښه به وي کار ته راشې، بیا به ګورو چې څه کېږي».
د تلې (میزان) په یوه ساړه سهار، له چای څښلو وروسته د پخواني معمول خلاف، چې تل به مې منظمه درېشي اغوسته، دا ځل په دودیزو افغاني جامو کې د ښار لایني موټر ته پورته شوم او د ارګ پر لور روان شوم. په امنیتي ملحوظاتو ما او د ارګ ډېری نورو کارکوونکو د جمهوریت پر مهال هم د دفتري ټرانسپورت پرځای ښاري ټرانسپورت غوره باله. اکثره به مالیې وزارت ته نږدې له «یکپیسهګي پل» سره د ارګ د هغې دروازې مخې ته له موټرو کښته کېدو، چې په رسمي ادبیاتو کې ورته «خیبر» یا «سباوون» دروازه ویل کېده.
د طالبانو له واکمنېدو سره، موټرچلوونکو جرئت نه کاوه ما هغې نقطې ته نږدې ښکته کړي. ډرېور راته وویل: «مخکې به د پي پي اېس سرتېري غوسه کېدل یا به یې د موټر پر بانټ لغته وهله، خو اوس د طالبانو وسلهوال نېغ په نېغه ډزې کوي».
که څه هم ارګ ته څېرمه داسې کومه پېښه نه وه شوې او دلته طالب وسلهوال د خپلو مشرانو تر جدي کنټرول او سپارښتنو لاندې وو، خو له نورو سیمو د پېښو را رسېدلو خبرونو د خلکو په زړونو کې دا وېره ننه ایستلې وه.
دوی د ننوتونکو کسانو تر تفتېش ډېر، د دې دندې لپاره ولاړ وو چې دپي پي اېس هغه پخواني ساتونکي وڅاري چې په ملکي جامو کې ورغوښتل شوي وو او د راغلو کسانو جدي تالاشي یې کوله. د ننوتونکو کسانو د دندې د کارتونو چک کول هم د همدغو طالبانو په لاس کې وو. ځینو به له چایجوشونو، وچې ډوډۍ او د چایو له ګیلاسونو سره ورمنډه کړه؛ په ناسته یا ولاړه به یې، چې د ارګ له مخې تېرېدونکو خلکو به ورته تر سترګو لاندې کتل، یا خپله د سهار چای څښه او یا به یې خپلو شاوخوا ملګرو ته د چایو ګیلاس او غوړه وچه ډوډۍ ورکوله.
دپي پي اېسپخوانیو کارکوونکو، چې له موږ سره یې پېژندګلوي درلوده، کله کله به یې سلام او درناوی کاوه. د نورو پخوانیو ارګوالو غوندې به یې د سترګو لاندې یو بل ته د رمز په ژبه کتل. ځینې د یو بل په لیدلو خوشحاله شول چې لا ژوندي دي، خو ځینو به د طالب ساتونکو له سترګو پناه کېدو سره سم د خپلو خبرو په پیل کې، له هېواده د یو بل په وتلو کې پر ناکامۍ ژوره خواشیني څرګندوله.
ځینو به په وتلیو او پخوانیو لوړپوړو چارواکو پسې بېدرېغه بد رد ویل، چې ولې خپله وتلي او له دوی سره یې اړیکې پرې دي او یا په وتلو کې مرسته نه ورسره کوي.
په دې لړ کې ما ته د یوه شوخطبیعه او سرسخت طالبضد همکار جملې خورا جالب احساس راکړ. هغه له ټولې نهیلۍ او سردرګمۍ سره- سره موږ ته د مورال راکولو په نیت، طالب ساتونکو ته په اشارې سره ورو وویل: « غم مه کوئ، هر څه به سم شي! دا سپږن پرون زموږ په وژلو پسې ګرځېدل، نن مو دروازهباني کوي؟».
د ارګ له لومړنۍ دروازې له تېرېدو وروسته د ارګ ټول چاپېریال داسې ښکارېده لکه نابلده ځوانانو ته، چې تازه موټرسایکلونه په لاس ورغلي وي او د ځغلولو سیالي پرې کوي. له بېلابېلو ولایتونو راغلو طالبانو، چې ښایي د ځینو به دا کابل ته لومړی راتګ و، هم د ارګ له شاهانه امپراتورۍ او هم پر ټول هېواد د واکمنېدو له احساس څخه په اخیستې انرژۍ له یوه لوري بل لوري ته منډې وهلې.
دا د ژوند د لوبې عجیبه قانون دی، چې په یوه شېبه او یوه ځای کې دوه ډلې کسان داسې له متضادو احساساتو ډک برخلیک ولري: یو د بریا او ګټې په خوند کې ډوب او بل د بایللو او تاوان په ویر کې لاهو! طالب جنګیالي چې موږ د ارګ پر سړکونو لیدل، زموږ او د هغوی احساسات له ځمکې تر اسمانه توپیر درلود. هغوی ته دا بدلون هغومره خوندور و، لکه موږ ته چې تریخ، له زغمه وتلی او نه هېرېدونکی و.
ارګ، چې یو وخت د ټول افغانستان د عظمت، واک او ملي ویاړ سمبول و، اوس د یوه تیاره او ویرژلي حالت په عکس بدل شوی و. ټول چاپېریال خړپړ و، د ملي بیرغ پر ځای د طالبانو سپین بیرغونه رپېدل، او سړکونه او پلې لارې د خزانوهلیو ونو له زېړو او رژېدلو پاڼو ډکې وې.
د ارګ محوطې ته له ننوتلو سره سم له بېلابېلو دفترونو څخه د خپلو لیدل شویو ملګرو پر برخلیک اندېښمن شوم. د څو همکارانو په مشوره د هغوی د دفترونو پر لور روان شوو. هلته مې ولیدل چې له پخواني نظام سره یو ځای، ټول نظم او ډسپلین هم له ارګه کډه کړې ده. د ارګ د بېلابېلو برخو هغه کارکوونکي، چې مخکې یې د دفتري کارتونو د نښو له مخې له خپلو دفترونو ورهاخوا نورو ماڼیو ته د تګ اجازه نه لرله، اوس د سیاحانو په شان بېهدف ګرځېدل او له بېلابېلو برخو یې لیدنه کوله.
طالب جنګیالیو خو له هره کونجه انځورونه اخیستل، په ویډیویي تماسونو کې یې خپلو لېرې ملګرو ته بېلابېلې برخې ښودلې او په خاصه توګه یې د پرځېدلي ولسمشر دفتر ته اشاره کوله چې: «دلته به اشرف غني ناست و، اوس پکې موږ ډاډه ګرځو».
ما ته تر ټولو دردوونکې او درنه صحنه د چارو ادارې د یوه ملګري له کیسې وروسته د ملي بیرغ د دردوونکي حالت لیدل و. دا بیرغ چې مخکې به د چارو ادارې د «ټاپي» د کنفرانسونو تالار پرې ښکلی و، ما د چارو ادارې په څلورم پوړ کې، د تشنابونو په دهلیز کې د لاسوینځلو له نلونو سره څنګ ته پروت ولید. دا زما د ژوند تر ټولو سخته او بده خاطره ده. د بیرغ په لیدلو مې له سترګو د بې وسۍ پرېمانه اوښکې تویې شوې.
پیسې او د عیاشۍ عکسونه چېرې دي؟
د ارګ د بېلابېلو ادارو کارکوونکي، په ځانګړې توګه د مالي او اداري، اقتصادي پالېسۍ جوړونې او مطبوعاتو برخې، د طالبانو بېلابېلو مسوولینو ورغوښتي وو او تر فشار لاندې یې راوستل، چې د پیسو تحویلخونې او د دوی په ادعا، د پخوانیو «عیاشو چارواکو د عیاشۍ انځورونه» ور تسلیم کړي.
له دې غوښتنو څخه د حکومتولۍ په اړه د طالب چارواکو درک او تحلیل هم څرګندیده. دوی اورېدلي وو، چې د تدارکاتو، ملي انکشاف او نورو ادارو که پروژې زیاتې دي، هملته به یې دفترونو کې په میلیاردونو پیسې هم پرتې وي. له همدې امله یې د دغو ادارو ځینې کارکوونکي ورغوښتل او ویل یې، چې د پیسو ځایونه دې وروښيي.
دا هم عجیب منطق و، چې ګومان یې کاوه که پخوانیو چارواکو د دوی په باور، عیاشي کړې وي، پر خپلو عکاسانو به یې د دې عیاشۍ عکسونه اخیستي وي او دا عکسونه به اوس له عکس اخیستونکو سره موجود وي.
طالبانو د ارګ کارکوونکو ته د ګومارلو بېبنسټه ژمنې ورکولې او په دې ډول یې ډېری همکاران پر یو بل بېاعتماده کړي وو.
بند کمپیوټرونه او پرانیستې دروازې
پر ارګ د طالبانو له واکمنېدو سره سم، شاوخوا درې میاشتې د ارګ ټول کمپیوټرونه د ای ټيډېټابېس له لارې مهر او لاک او بند شوي وو، څو هلته شته اسنادو ته يوازې نوي واکمنان لاسرسی ولري او پخواني کارکوونکي پکې بدلون رانه ولي.
طالبانو ژر د ارګ ډېرو ادارو ته نوي سرپرستان او لوړپوړي چارواکي وټاکل. د مخکینیو چارواکو هغه محدوده برخه، چې په هېواد کې پاتې وه، دندو ته له اوږدو ږیرو او پګړیو سره راتلل. تسبې په لاس، د تېر پروتوکول خلاف، چې سهار به په ښایسته موټرو کې له ځانګړې لارې نېغ په نېغه ننوتل، اوس د عمومي دروازې په اوږده پلې لار کې ولاړ وو. د هغوی په سترګو کې دا اندېښنه لوستل کېده چې هسې نه کوم طالب وسلهوال یې د خپلو لاس لاندې کارکوونکو پر وړاندې په تلاشۍ کې سپک کړي.
د ارګ اکثریت کارکوونکو د کمپیوټرونو او سیسټمونو د بندښت له امله هیڅ عملي کار نه درلود. په هره اداره کې به څو محدود کسان ناست وو؛ نورو ته نه خپله دغه بېدفتره موجودیت حس ورکاوه او نه تازه واکمنو شویو چارواکو ته دې خوند ورکاوه چې پخواني مامورین یې تر سترګو تېر را تېر شي.
له ارګه وتل هغومره ساده وو، لکه ننوتل چې یې سخت او له رواني وېرې ډک وو.
زرګونه کارکوونکي، چې له څو میاشتو راهیسې یې د تړل شویو بانکي حسابونو د خلاصولو، د قید شویو وسایلو د برخلیک او يا د طالبانو د استولي احوال له وېرې هر سهار ارګ کې حاضري لګوله، له حاضري وروسته به حتا خپل کاري دفتر ته له تګ پرته، سملاسي د وتلو لاره نیوله.
له ارګه تر وتلو وروسته به چا د پاسپورټ ریاست لاره نیوله، چا د نکاحخط دوسیه تعقیبوله او چا په ښار کې د شخصي کاروبار، ټکسي چلولو او بلې بوختیا لاره خپله کړې وه. د ډېرو هڅې او پام له هېواده پر وتلو متمرکز و او په دفترونو کې ناستو کسانو هم تر ډېره پر همدې موضوع یو بل ته مشورې ورکولې.
د بېلګې په توګه؛ د یوه ۵۰ کسيز ریاست لپاره یوازې ۵ کارتونه ورکړل شوي وو. د ریاست اداري مدیر به هر سهار له همکارانو سره مشوره کوله چې «نن څوک ډوډۍ ته پاتې کېږي؟». په دې پنځو کسانو کې به اکثره یا د ریاست ملازم او یا کوم تخنیکي کس چې پاتې کېدو ته یې اشد ضرورت و، ټاکل کېدل. داسې هم کېدل چې کوم طالب چارواکي به کوم کارکوونکي ته عاجل کار سپارلی و او هغه باید تر مازیګره پاتې شوی وای، خو د غرمې ډوډۍ لپاره به د باندې وتلو او د ارګ مخې ته به یې د «پېرکي» پلورلو له کراچۍ څخه څه پېرکي اخیستل. د طالبانو له واکمنېدو وروسته د غربت د شدت له امله د پېرکيو او سرکسر خوراکونو بازار خورا تود شوی و.
نور کارکوونکي به د غرمې په ۱۲ یا یوه بجه رخصتېدل. د چارو ادارې یوه ملګري راته کیسه کوله، چې یوه غرمه له زینو کښته کېده او د کور پر لور روان و، چې څو طالب چارواکو د خوړنځي مخې ته د ولاړو لس-پينځلس کسانو په لیدو خپلو کې په لوړ غږ وویل: « دا څومره خلک دلته مفته ډوډۍ خوري!».
دا په داسې حال کې وه، چې د چارو ادارې خوړنځای د ارګ تر ټولو لوی سالون ګڼل کېده او تر سقوط مخکې به هره ورځ تر دوه زرو کسانو پکې په درنښت ډوډۍ خوړله.
پاسپورټ او ویزې ته په تمه
موږ یوه ډله ملګري او همکاران، چې له نویو حاکمانو سره مو نظریاتي اختلاف ژور و، هره ورځ مو پر ځان د څارنې او رواني فشارونو نوي لړۍ حس کوله. د هغوی تمه دا وه چې موږ د پخوانیو چارواکو خلاف ریښتیا او دروغ را پیل کړو، ږیرې پرېږدو، له هغوی سره همرنګ شو او د هغوی لوډسپېکرونه شو، خو دا له موږ نه، نه شوای کېدای.
له همکارانو سره مو پرېکړه وکړه چې په هره ممکنه لاره، هر څه ژر پاسپورټونه او لږ تر لږه یوه درېیم هېواد ته د وتلو ویزې پیدا کړو. له نېکهمرغه، په هڅو او تدبیر سره همغسې وشول او څو میاشتې وروسته مو د طالبانو له منګولو د خلاصون لاره ومونده.
د قومي وطن ګوند مشر او پښتون سیاستوال افتاب شیرپاو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته په مرکه کې وویل، چې له طالبانو نه خپل خلک ناراضه دي؛ ټوله نړۍ له دوی شکایتونه لري او منزوي شوي او که خپل چلند بدل نه کړي، حکومت به یې ډېر ونه غځیږي.
د قومي وطن ګوند مشر او د خیبر پښتونخوا پخواني اعلی وزیر افتاب احمد خان شیرپاو ویلي چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د روان کړکیچ یوازینۍ حل دوه اړخیزې خبرې اترې دي او بله حل لاره نشته.
هغه وویل چې پاکستان په تیرو څو میاشتو کې په افغانستان کې له بشپړ ځواک څخه کار اخیستی، خو دې هم ښايي کومه پایله نه وي ورکړې. د هغه په وینا، اوس دواړه حکومتونه باید خپل ټول پام په خبرو اترو متمرکز کړي او خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي.
له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې افتاب احمد خان شیرپاو وویل چې هغه جګړه چې په تیرو یوولسو میاشتو کې وشوه او په ترڅ کې یې ټولې سوداګریزې لارې وتړل شوې، دواړو هېوادونو ته زیان رسولی دی.
هغه وویل چې د هیوادونو ترمنځ که هر څومره جدي کړکیچونه وي، سوداګري باید ونه دریږي ځکه چې دا د حکومتونو او عامو خلکو په ګټه ده.
د هغه په وینا، طالبانو جګړه نه ده ختمه کړې، بلکې جګړه یې «د کابل هرې کوڅې او د هر افغان کور» ته رسولې ده. هغه وايي افغان ځوانان، ښځې او قومي مشران هره ورځ له طالبانو سره په یوه ډول مبارزه کې دي.
سادات وايي، د متحده جبهې مشرتابه تر دې مخکې هڅه وکړه چې طالبان له افغانانو سره جوړجاړي ته ورسېږي او لږ تر لږه له ظلم څخه لاس واخلي، خو د ده په باور، وضعیت برعکس خراب شوی دی.
هغه وايي: « اوس د خلاصون او د ازادۍ لاره جګړه ده او د سیاسي پړاو وخت تېر شوی».
یاسین ضیا هم، چې جبهې یې په دې وروستیو کې په ګڼو ولایتونو کې بریدونه کړي، د طالبانو تر واک لاندې اوسنی وضعیت سوله نه ګڼي. د هغه په وینا، طالبان د زور او پراخې ځپنې له لارې خپل واک ساتي او هغه څه چې د امنیت په نوم وړاندې کېږي، د ده په تعبیر، «له جګړې او منازعې کم نه دي».
ضیا وايي طالبانو په تېرو دریو لسیزو کې له افغانانو سره د سیاسي تفاهم لپاره رښتینې اراده نه ده ښودلې. د هغه په باور، د طالبانو تر واک لاندې ظاهري سکون د واقعي سولې او امنیت معنا نه لري.
د جمهوریت سقوط
دواړه جنرالان د جمهوریت له سقوط څخه تېر شوي دي، خو د سقوط په تړاو یې تحلیل یو شان نه دی.
سمیع سادات، چې د جمهوریت په وروستیو کې د افغانستان د پوځ له لوړپوړو قوماندانانو څخه و، وايي، د جمهوري نظام سقوط تر ډېره سیاسي سقوط و. د هغه په وینا، افغان پوځ په یوه وخت کې د سیاسي ماتې، د امریکا د وتلو او د لوژستیکي ملاتړ د له منځه تلو بار نه شوای پورته کولی.
هغه وايي، اردو سخت مقاومت وکړ، خو «سیاسي کور» جوړ نه و.
سادات د جمهوریت د سقوط د عواملو په بیان کې د دوحې تړون ته ځانګړی ځای ورکوي.
هغه وايي د پوځ د لیکو د کمزوري کېدو تر څنګ مهمات، لوژستیک، سیاسي مداخلې او د رهبرۍ بحران هم رول درلود، خو «تر ټولو غټ دلیل» یې د دوحې تړون بولي. د هغه په وینا، دغه تړون د افغان حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوست او سیاسي رهبري یې ماته کړه.
هغه همداراز وايي چې د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو سره یوازې بهرني پوځیان ونه وتل، بلکې د افغان پوځ مهم لوژستیکي ملاتړ هم بند شوی و.
د کابل د سقوط په اړه سادات وايي، هغه لا هم په ښار کې د دفاع امکان لیده، خو د ده په روایت، کله چې ولسمشر اشرف غني له قوماندې او همغږۍ پرته له هېواده ووت، د پوځ «سوق او اداره» هم مات شول.
د جمهوریت د ناکامۍ په اړه د ضیا تحلیل تر یوه بریده سیاسي او ټولنیز دی.
هغه د فساد ترڅنګ تبعیض، قومي اختلافات، سیاسي فساد او د امنیتي او دفاعي ادارو سیاسي کېدل د دولت ـ ملت جوړونې د ناکامۍ مهم عوامل بولي. د ضیا په وینا، د امنیتي ادارو سیاسي کول او د ټاکنو په څېر ملي ـ دموکراتیکو پروسو بېاعتباره کېدل د دې سبب شول چې خلک پر نظام باور له لاسه ورکړي.
هغه زیاتوي، « د امنیت موضوع سیاسي کېدل او په ځانګړي ډول د جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې د هېواد په امنیتي او دفاعي ادارو کې د ګومارنو سیاسي کېدل هم هغه عوامل وو چې په افغانستان کې د دولت ـ ملت جوړونې د پروسې په ماتېدو کې یې ونډه درلوده».
دواړه جنرالان نه مني چې د جمهوریت ټوله دوره باید ناکامه وبلل شي.
سادات مني چې په جمهوري نظام کې فساد موجود و، خو وايي، کچه یې دومره نه وه لکه اوس یې چې ځینې خلک تبلیغوي. هغه ژمنه کوي چې د ده په تصور کې راتلونکي حکومت کې به فساد ته ځای نه وي او مفسدینو ته به سخته سزا ورکول کېږي.
د ازادۍ جبهې د ادعا له مخې، د ۱۴۰۰ کال په کب کې د جبهې له جوړېدو څخه د ۱۴۰۵ کال تر چنګاښ پورې دې جبهې ۴۰۷ عملیات کړي، یو زر او ۱۵ طالبان یې وژلي او یو زر او ۴۰ یې ټپیان کړي دي. ضیا وايي په همدې موده کې د جبهې ۱۲ وسلهوال هم وژل شوي دي.
دا شمېرې د جبهې خپلې ادعاوې دي او طالبانو نه دي تایید کړې.
پاکستان؛ دواړه د بهرني ملاتړ تور ردوي
د افغانستان د دولتونو د وسلهوالو مخالفو ډلو په اړه له کلونو راهیسې یوه اساسي پوښتنه دا ده چې د دوی د جګړې تر شا تر کومه بریده د بهرنیو دولتونو ملاتړ دی؟
د افغانستان د وروستیو لسیزو تجربه ښيي چې له سیمهییزو او نړیوالو قدرتونو سره د افغان وسلهوالو ډلو اړیکې تل د جګړې مهم او حساس مسایل پاتې شوې دي. له همدې امله، چې اوس کومه نوې جبهه د طالبانو خلاف د وسلهوالې مبارزې اعلان کوي، د هغې د مالي، پوځي او لوژستیکي سرچینو پوښتنه هم ورسره مطرح کېږي.
یاسین ضیا او سمیع سادات دواړه ټینګار کوي چې د دوی جبهې د کوم بهرني دولت تر نفوذ یا قوماندې لاندې نه دي.
ضیا وايي د ازادۍ جبهې سنګرونه او استحکامات په افغانستان کې دننه دي، خو د خپلو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو، روزنیزو مرکزونو او عملیاتي وضعیت په اړه د جزئیاتو له ورکولو ډډه کوي. هغه د پاکستان د ملاتړ په اړه ادعاوې د طالبانو تبلیغات بولي او وايي جبهه یې «په هېڅ هېواد پورې تړلې نه ده».
خو ضیا په ورته وخت کې وايي چې جبهه له ټولو هغو هېوادونو سره چې د افغانستان په قضیه کې ښکېل دي، د خبرو او اړیکو حق ځان ته خوندي ګڼي او له ټولو «ازاديغوښتونکو» غواړي چې د طالبانو پر وړاندې د افغانستان د مبارزینو ملاتړ وکړي.
سادات هم متحده جبهه بشپړه مستقلهبولي. د هغه په وینا، دا جبهه د افغانانو له خوا جوړه شوې او د افغانانو په رهبرۍ فعالیت کوي. هغه بهرنی ملاتړ په مطلق ډول نه ردوي، خو ټینګار کوي چې هر ډول مرسته باید د جبهې له اصولو او د افغانستان له ګټو سره په ټکر کې نه وي.
دا پوښتنه د دواړو مرکو له مهمو برخو څخه ده، ځکه د طالبانو مخالفې وسلهوالې ډلې تر اوسه د یوه واحد نظامي او سیاسي جوړښت په جوړولو نه دي بریالۍ شوې. په ځینو مواردو کې د یوه برید مسوولیت هممهاله دوو جبهو پرغاړه اخېستی دی.
سادات وايي د مخالفو جبهـو د نه یووالي اصلي ستونزه د «جلاطلبۍ غوښتنې» او د ملي ارزښتونو نه منل دي.
د هغه په وینا، متحده جبهه له هغو جریانونو سره ګډ کار نه غواړي چې د ده په باور ملي ارزښتونه نه مني.
ضیا بیا د مخالفو جریانونو ترمنځ وضعیت بل ډول تشریح کوي.هغه وايي، افغانستان له قومي، ژبني، فرهنګي او فکري پلوه متنوع هېواد دی او د طالبانو له واک وروسته ټولنیز اختلافات نور هم ژور شوي دي.
خو هغه ادعا کوي چې ازادۍ جبهې له نورو سیاسي او وسلهوالو مخالفو ډلو سره ښې اړیکې ساتلې دي.
د احمد مسعود له مقاومت ملي جبهې سره د اړیکو په اړه ضیا وايي، دواړه جبهې مستقل فعالیت کوي، خو په تېرو دریو کلونو کې یې څو ځله په سیاسي موضوعاتو کې ګډ دریځونه نیولي او د عملیاتو، اطلاعاتو او د طالبانو د تبلیغاتي کمپاینونو پر وړاندې یې همغږي کړې ده.
سادات بیا وايي، چې له احمد مسعود او نورو جبهـو سره په هدف کې همفکره دي، خو تر یوه چتر لاندې ګډ کار نه غواړي.
هغه مني چې سیاسي بحرانونه د سیاسي تفاهم له لارې حل کېدای شي، خو ادعا کوي چې طالبان د افغانستان په تېرو درېیو لسیزو کې د سیاست او امنیت په ډګر کې له افغانانو سره د واقعي خبرو او تفاهم لپاره چمتو نه وو.د هغه په وینا، که څه هم افغانستان اوس له ظاهري پلوه ارام ښکاري، خو د طالبانو د «ځپنې او جبر» تر سیوري لاندې دا وضعیت د واقعي سولې او فزیکي او رواني امنیت په معنا نه شي تعبیرېدای.
ضیا طالبان تورنوي چې د واک ته رسېدو په بهیر کې یې له پراخ تاوتریخوالي او وژنو کار اخیستی او له واک ته رسېدو وروسته یې هم له قومي، مذهبي او فرهنګي تنوع سره «تبعیضي او ځپونکی» چلند کړی دی.
د ازادۍ جبهې مشر تر ټولو جدي ادعا دا هم کوي چې افغانستان د نړیوالو ترهګرو لپاره په «خوندي ځاله» بدل شوی دی. د هغه په باور، دغه عوامل د طالبانو پر وړاندې د وسلهوالې مبارزې لپاره زمینه برابروي.
د سادات لپاره د جګړې وروستی هدف روښانه دی. هغه وايي د متحدې جبهې «اصلي هدف د افغانستان ازادي او د یوه ولسواک حکومت جوړول» دي. د هغه په وینا، د افغانستان اساسي قانون د دې نظام حقوقي بنسټ کېدای شي او د هېواد ملي بیرغ او پوځ باید بېرته خپل ځای ومومي.
سادات د ۱۳۸۲ کال اساسي قانون د افغانستان لپاره مهم بولي، خو وايي چې که د افغانستان خلک د لویې جرګې له لارې په دغه قانون کې د بدلون پرېکړه وکړي، جبهه به یې مخالفت ونه کړي.
هغه زیاتوي، « زموږ د اساسي حقوقو سند د افغانستان اساسي قانون دی او موخه مو د دغه قانون بېرته پلی کول دي. موږ ځانونه د افغانستان د اساسي قانون وارثان بولو. د افغانستان د ملي بیرغ او ملي پوځ د بېرته راګرځېدو غوښتونکي یو او د دغو ارزښتونو د تحقق لپاره مبارزه کوو».
ضیا هم د خلکو د رایې او ارادې پر بنسټ جمهوري نظام د افغانستان لپاره «بې بدیله» انتخاب بولي، خو د نظام د څرنګتیا په اړه له سادات سره متفاوت نظر لري.
هغه د یوه نامتمرکز سیاسي نظام ملاتړ کوي چې د ده په وینا، د افغانستان قومي، فرهنګي او ټولنیزه تنوع منعکس کړي. د ضیا په وینا، دا موضوع باید یوازې د یوه سیاسي جریان پرېکړه نه وي، بلکې د افغانستان د خلکو په ګډ تصمیم پورې تړلې ده.
هغه حتا د انتقالي دورې لپاره چې که د نوي اساسي قانون پر سر پراخ توافق ژر ترلاسه نه شي، د ۱۳۴۳ یا ۱۳۸۲ اساسي قانون د محدود او موقتي تطبیق امکان هم مطرح کوي.
د نظام د راتلونکي شکل، ریاستي، پارلماني یا فدرالي، په اړه ضیا وايي چې دا باید د افغانانو د ګډې پرېکړې موضوع وي.
هغه افغانستان انټرنشنل=پښتو ته وویل، « زموږ له نظره، د افغانستان د راتلونکي لپاره د خلکو پر رایې او ارادې ولاړ جمهوري نظام بدیل نه لري. د یوه داسې نامتمرکز سیاسي نظام د رامنځته کولو لپاره باور او هڅه، چې د افغانستان قومي، فرهنګي او ټولنیزه تنوع منعکس کړي، د ازادۍ جبهې د مبارزې د منشور له بنسټیزو اصولو څخه دي».
خو د انتقالي پړاو لپاره وايي، هڅه کوي د طالبانو د مخالفو سیاسي او پوځي جریانونو د تفاهم او اجماع پر بنسټ یو جامع او موقت سیاسي میکانیزم رامنځته شي او په همدې موخه، د ویانا پروسې په څېر نوښتونو له لارې له نورو بهیرونو سره په اړیکه کې دی.
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، « که داسې جامع توافق رامنځته نه شي، نو د پاچا د فصل په ځنډولو سره د ۱۳۴۳ لمریز کال اساسي قانون، یا د ولسمشرۍ د فصل په ځنډولو سره د ۱۳۸۲ لمریز کال اساسي قانون په موقتي او محدود ډول نه ردوو».
د ضیا په باور، د نظام د ډول ــ فدرالي، پارلماني یا ریاستي ــ د ټاکلو، د نوي اساسي قانون د تدوین او د مرکز او ولایتونو ترمنځ د اداري او سیاسي اړیکو د څرنګوالي په اړه وروستۍ پرېکړه باید د افغانستان د خلکو په ګډه پرېکړه وشي.
د طالبانو له سقوط وروسته څه؟
د دواړو جنرالانو تر ټولو لویه ادعا دا ده چې د طالبانو له ماتې وروسته به د واک تشه رامنځته نه شي.
سادات وايي، متحده جبهه د انتقالي دورې لپاره مشخصه نقشه لري، چې لومړی جګړه، بیا انتقالي دوره او لویه جرګه او وروسته ثبات دی.
هغه وايي، د زورواکو سخت مخالف دی او د هغو افغانانو غوښتنې هم مني چې نه د طالبانو نظام غواړي او نه د پخوانیو زورواکو او ټوپکسالارانو ستنېدل غواړي.
ضیا بیا د سیاسي تفاهم پر بنسټ انتقالي جوړښت ته ډېر ارزښت ورکوي. د هغه په لیدلوري کې، د طالبانو له نسکورېدو وروسته باید د افغانستان د بېلابېلو سیاسي او نظامي بهیرونو ترمنځ داسې جوړښت رامنځته شي چې د نوي نظام لپاره مشروعیت پیدا کړي.