د کابل پر تخت د طالبانو د ولکې له پنځو کلونو وروسته، د پاکستان او دغه ډلې ترمنځ پخوانۍ دوستي اوس په یوه ښکاره جګړه او دښمنۍ بدله شوې ده. په پاکستان کې د بریدونو زیاتوالی او پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه هغه عوامل دي چې دا دوه لوري یې جګړې ته کښېکاږل.
د افغان طالبانو له خوا د افغانستان له نیولو پنځه کاله پوره شول او په دې موده کې ښايي پاکستان یوازینی هېواد و چې تر هر چا وړاندې یې پر کابل د افغان طالبانو د واکمنۍ تود هرکلی وکړ. خو په دې پنځو کلونو کې حالات داسې په چټکۍ بدل شول چې د لسګونو کلونو پخواني ملګري ظاهرا اوس د یو بل په دښمنانو بدل شوي دي.
خو اوس پوښتنه دا ده چې دا حالات ولې تر جګړې ورسېدل او هغه کوم لوی لاملونه دي چې له امله یې د دواړو دوستي په دښمنۍ بدله شوه؟
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه چې طالبان کابل ته ننوتل، د کرښې هاخوا د جشن فضا وه. په پاکستان کې د هغه وخت حکومت او امنیتي ادارو نه یوازې د طالبانو هرکلی وکړ بلکې د هر ډول ملاتړ ډاډ یې هم ورکړ.
د هغه وخت د لومړي وزیر عمران خان یو بیان خورا مشهور شو چې ویلي یې وو: «طالبانو د غلامۍ زنځیرونه مات کړل.». دغه راز ددغه هېواد ددفاع اوسني وزیر خواجه اصف د طالبانو په ملاتړ پوستونه وکړل.
وروسته د جنرال فیض دغه سفر خورا جنجالي شو او د دې سفر په اړه په بهرنیو رسنیو کې رپوټونه هم خپاره شول.
د طالبانو مخالف افغان سیاستوال چې لا دمخه پر کابل د طالبانو له واکمنۍ په غوسه وو، د خپلو مخالفینو د نښه کولو لپاره یې یو لوی ثبوت ترلاسه کړ او د جنرال فیض حمید پر سفر یې سختې نیوکې وکړې او د دې ثابتولو هڅه یې وکړه چې طالبان د پاکستان په مرسته د کابل پر تخت ناست دي او جنرال فیض حمید کابل ته په تګ سره د هغوی د حکومت په جوړولو کې مرسته کړې ده.
داسې راپورونه شته چې په ښکاره کابل ته د پاکستان د استخباراتو د مشر پر سفر د طالبانو د مشرتابه ځینې غړي هم ناراضه شول ځکه پر طالبانو لا دمخه دا تورونه وو چې دوی د پاکستان نیابتي ځواکونه دي.
په دې لړ کې د پاکستان د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي کابل ته سفر وکړ او نړۍ ته یې ډاډ ورکاوه چې دا د ۹۰مې لسیزې طالبان نه دي چې سخت دریځ ولري، بلکې د وخت په تېرېدو سره خورا بدل شوي او غواړي له نړۍ سره یوځای لاړ شي. خو نړیواله ټولنه باید له هغوی سره مرسته وکړي ځکه د جګړو له امله د افغانستان بنسټونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
له دې برید وروسته، د طالبانو په اداره کې ځینو وزیرانو په پټو ټکو دا تور پورې کاوه چې دغه امریکایي ډرون د پاکستان له هوايي حریم څخه په تېرېدو افغانستان ته ننوتی و. په هغه وخت کې د پاکستان پر ضد د بیانیې په جوړولو کې د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد تر ټولو مخکښ و.
د ملي ډیموکراتیک غورځنګ یوې مشرې بشرا ګوهر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پر افغان ولس لومړی ګوزار هغه وخت وشو چې امریکا په دوحه کې له طالبانو سره خبرې اترې وکړې او په دې بهیر کې یې د افغانستان جمهوریت په بشپړ ډول له پامه وغورځاوه او په مستقیم ډول یې له «ترهګرو» سره تړون لاسلیک کړ.
د مېرمن ګوهر په وینا، په هغه وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په اسلاماباد کې له دوی سره کتلي وو او دوی ته یې وویل، چې دا د ۹۰مې لسیزې طالبان نه دي بلکې دوی اوس خورا بدل شوي دي. ګوهر وايي، « په داسې حال کې چې موږ په هغه وخت کې هم له واکمنانو سره مخالفت وکړ او هغوی ته مو وویل چې دا همغه زاړه طالبان دي، دوی خپله اجنډا لري او هیڅ بدلون پکې نه راځي»،
هغې زیاته کړه، «موږ ان دا هم ویلي وو چې که دوی واک ته ورسېږي نو پاکستان به هم د دې بیه پرې کړي، خو په هغه وخت کې زموږ خبرو ته پام ونه شو.»
د بشرا ګوهر په وینا، دوی په هغه وخت کې په افغانستان کې واکمنو افغان چارواکو ته هم خپله رایه ورکړې وه چې طالبان به لومړی ګوزار پر افغان هویت او بیا پر ښځو وکړي، ځکه کله چې یوه ټولنه خرابول غواړي نو تر ټولو لومړی ښځې نښه کېږي او نن په افغانستان کې همدغسې وضعیت واکمن دی.
هغې وویل چې که په راتلونکي کې په افغانستان کې کوم بدلون راځي، نو د دې لپاره باید افغان ولس په خپله راپاڅېږي، امریکا یا کوم بل لویدیځ هېواد به د افغان ولس د حالاتو د ښه کولو لپاره رانهشي، بلکې امریکا او د هغوی لویدیځو متحدینو په داسې ډول له طالبانو سره په تړون کولو سره افغانستان ته دومره زیان رسولی چې شاید بل چا نه وي رسولی.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته نږدې تر دریو کلونو پورې حالات بیا هم دومره ډېر خراب نه وو. خو په ۲۰۲۵ کال کې چې په پاکستان کې دننه په وسله والو بریدونو کې بېساری زیاتوالی راغی او په دې موده کې د خیبر پښتونخوا په سویلي ولسوالیو، پېښور، اسلاماباد او کراچۍ کې پر پاکستاني ځواکونو څو لوی ځانمرګي بریدونه وشول، چې د پاکستان له خوا سخت غبرګون ورسره مل و. په دې موده کې د پاکستان د پوځ او حکومتي وزیرانو په پرله پسې ډول دا خبره کوله، چې په دغو ډېرو بریدونو کې افغان جنګیالي ښکېل دي او پاکستان څو ځلې له افغان طالبانو سره شواهد هم شریک کړي دي. خو بل لور ته افغان طالبانو تل دا خبره رد کړې ده.
د پېښور یو لوړپوړی خبریال او شنونکی شمیم شاهد وایي چې دا خبره اوس روښانه شوې چې په افغانستان کې طالبانو ته واک د امریکا له خوا ورکړل شو، نه هغوی د ټوپک په زور راغلل، نه د جګړې له امله او نه د هغوی په راتګ کې د پاکستان کوم رول و.
د هغه په وینا: «نن هم په افغانستان کې چې څه کېږي، هغه د امریکا او د هغوی د متحدینو په غوښتنه کېږي. هو، یو وخت داسې ضرور راغی چې پاکستان او طالبان یو بل ته دومره نږدې شول چې د امریکا باور پرې ختم شو، نو ځکه د امریکا په غوښتنه په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر پرانیستل شو او په قطر کې ورسره تړون لاسلیک شو.»
د پاکستان او افغانستان د اوسنۍ جګړې په اړه په خبرو کې شمیم شاهد وویل: «دا ماته ټوله یوه لوبه ښکاري، زموږ په سیمه کې ماشومان یوه لوبه کوي چې پټ پټونی ورته وايي، دا همغه لوبه ده، د طالبانو دا جرات نشته چې د امریکا، سعودي عربستان او پاکستان له کومې خبرې انکار وکړي.»
خو د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړه هغه وخت اوج ته ورسېده او په یوه پرانیستې جګړه بدله شوه چې تېر کال په اکتوبر کې پاکستان د افغانستان په دننه کې هوايي بریدونه وکړل. له دې برید څو ورځې وروسته طالبانو هم د دې سخت ځواب ورکړ او د پاکستان سرحدي پوستې یې له چترال او باجوړ څخه څخه نیولې تر بلوچستان پورې په غرنیو سیمو کې نښه کړې چې پکې ګڼ شمېر کسان ووژل شول.
د طالبانو دا برید تر دې کچې سخت او ناڅاپي و چې په پاکستان کې یې تمه نه کېدله.
د دې برید په ځواب کې پاکستان بیا برید وکړ او دا ځل کابل او کندهار د هوايي بریدونو نښه شول چې پکې ګڼ کسان ووژل شول.
په تېرو لسو میاشتو کې دواړو هېوادونو څو ځلې پر یو بل سخت بریدونه کړي دي. د تېر کال له اکتوبر وروسته پاکستان له افغانستان سره ټولې لارې د سوداګرۍ لپاره په بشپړ ډول تړلې دي. له پاکستان څخه یوازې د افغان کډوالو د شړلو لړۍ روانه ده چې یو ځل بیا ګړندۍ شوې ده. د دې ترڅنګ پر لارو دومره سختي شوې چې له افغانستان څخه پاکستاني وګړي هم خپل هېواد ته نشي ستنېدلی.
د پاکستان د جماعت اسلامي د شمالي سیمو امیر او پخوانی ایالتي وزیر عنایت الله خان وایي چې پاکستان د افغان طالبانو له لومړي حکومت سره ښې اړیکې لرلې خو له بده مرغه دا اړیکې پاتې نه شوې. د هغه په وینا، شاید دواړو خواوو ته ستونزې شته.
هغه وویل چې د پاکستان دا دریځ سم دی چې له افغانستان څخه دلته نفوذ کېږي او دلته امنیتي ادارې او عام وګړي په نښه کېږي او د یوې مسوولې ادارې په توګه دا د افغان طالبانو مسوولیت دی چې د دغو بریدونو مخه ونیسي خو داسې ښکاري چې یا خو افغان طالبان دا وړتیا نه لري او یا هم د افغان طالبانو په دننه کې ځینې خلک له ټي ټي پي جنګیالیو سره لاس لري.
د عنایت الله خان په وینا، پاکستان چې په کوم ډول دا مساله د ځواک په زور حل کول غواړي، له دې څخه د ګټې پر ځای تاوان رسېږي ځکه له دې امله په افغان ولس کې د پاکستان پر ضد نوره کرکه زیاتېږي.
هغه د افغان کډوالو په زوره د شړلو پر تګلاره هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې «موږ پنځوس کاله د دغو کډوالو کوربهتوب کړی، که د حکومت په تګلاره کې بدلون راغلی نو باید عملي شي خو افغان کډوال باید په عزت او درناوي خپل هېواد ته واستول شي څو هغوی له دې ځایه ښې خاطرې له ځان سره یوسي».
د پاکستان او طالبانو ترمنځ روانې ښکاره جګړې ته په کتو، د دواړو هېوادونو څو ملګرو هېوادونو د جګړې د پای ته رسولو لپاره څو ځلې د منځګړیتوب هڅې وکړې خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.
په قطر کې تر ټولو لومړی خبرې اترې وشوې چې پکې د کورنیو چارو وزارت په کچه پلاویو ګډون کړی و. له هغې وروسته د ترکیې، سعودي عربستان او چین له خوا په وار وار هڅې وشوې خو له بده مرغه د هغو کومه عملي پایله نه ده راوتلې.
خبریال او شنونکی طاهر خان وایي چې کله طالبان واک ته ورسېدل نو دلته په پاکستان کې هیلې او اندېښنې دواړه موجودې وې. دلته د واکمنانو فکر دا و چې که په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي نو دلته به هم سوله راشي خو داسې ونه شول بلکې په کابل کې له بدلون وروسته د کرښې هاخوا جګړه دوه چنده او درې چنده شوه.
هغه وویل چې پاکستان پخوا پر افغان طالبانو تور پورې کاوه چې خپله خاوره د پاکستان پر ضد کاروي خو نن سبا خبره له دې وړاندې شوې او اوس پاکستان وايي چې افغان طالبان د پاکستان ضد ډلو ته اسانتیاوې برابروي.
د طاهر خان په وینا، شاید د افغان طالبانو له ذهنونو دا خبره نه وي وتلې چې د هغوی لومړی حکومت امریکا پای ته ورساوه چې پاکستان هم پکې ورسره ملګری و، د هغوی ګڼ شمېر مشران او قوماندانان په پاکستان کې ونیول شول یا ووژل شول او ښايي دا تریخ تېر وخت نن هم په افغانستان کې شته چې د دواړو ترمنځ د بې باورۍ لامل کېږي.
هغه وویل که څه هم حالات خورا جدي پړاو ته رسېدلي خو د دې یوازینۍ حل لاره خپلمنځي خبرې اترې او ډیپلوماسي ده او له دې پرته بله هېڅ لاره نه ښکاري.
د طالبانو د اوسني مشر مولوي هبت الله اخوندزاده له نامه سره د هغه د ورور هدایت الله نوم غوټه خوړلې ده. هغه کسان چې هبت الله یې په کچلاغ کې لیدلی، په دې باور دي چې د طالبانو اوسنی مشر هدایت الله دی او د هبت الله نوم یې ژوندی ساتلی دی.
دا ادعا تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې، خو د ۲۰۱۹ کال د کچلاغ له چاودنې وروسته د هبتالله د برخلیک په اړه رامنځته شویو روایتونو دغه شکونه پیاوړي کړي دي.
د دغه برید مسوولیت د ملا محمد رسول په مشرۍ له طالبانو جلا شوې ډلې «د اسلامي امارت عالي شورا» ومانه او ویې ویل چې اصلي هدف یې ملا هبتالله و ځکه د دوی په باور ، هغه له امریکا او لویدیز سره د خبرو له لارې معامله کوله.
مولوي هبت الله څلور وروڼه لري، چې یو ورور یې د پخواني شوروي اتحاد او افغان مجاهدینو ترمنځ په جګړو کې پرمهال وژل شوی.
په کندهار کې دوو سرچینو، چې د هبت الله کورنۍ له نږدې پېژني، افغانستان انټرنشنل ته وویل، «د هبت الله بل ورور مولوي هدایت الله دی، چې په څېره او کړو وړو کې هوبهو هبت الله اخوندزاده ته ورته دی».
د هغه درېیم ورور مولوي حبیب الله عادي ژوند لري او د کورنۍ د مشر په توګه کورنۍ چارې پر مخ وړي او په سیاسي چارو کې فعال نه دی.
د هبت الله څلورم ورور مولوي عبدالله د څه مودې لپاره د هبت الله استاد هم پاتې شوی او د الحاج جومات د چاودنې پرمهال له هبت الله څخه په جلا ځای کې اوسېده. نوموړی د طالبانو له واکمنېدو وروسته کندهار ته ستون شو او د کندهار په جهادي مدرسه کې تدریس کوي.
افغانستان انټرنشنل-پښتو په کوټه او کندهار کې د هبت الله کورنۍ ته له دریو بېلابېلو نږدې سرچینو سره خبرې کړې دي او هغوی هدایت الله د هبت الله په ژوند او د هغه په سیاسي چارو کې یوه مهمه څېره ګڼي.
په کندهار کې یوې سرچینې د نوم نه ښودل په شرط وویل، چې « هدایت الله د هبت الله کشر ورور دی. هغه د طالبانو د لومړۍ دورې له سقوط وروسته پراخې اړیکې جوړې کړې وي او په ورته مهال یې له پاکستاني استخباراتو سره هم پراخې اړیکې لرلې».
د یادې سرچینې په وینا، هدایت الله د پخواني جمهوري نظام پرمهال څو ځله افغانستان ته سفرونه کړي او په کندهار کې له خپلو جنګیالیو سره یوځای د جمهوري نظام له سرتېرو سره مخامخ جنګیده.
سرچینه وايي، « د ملا محمد عمر د مرګ د خبر له افشا کېدو وروسته هدایت الله د طالبانو پر مشرانو فشار راوړ، چې مولوي هبت الله د اختر محمد منصور مرستیال وټاکي».
له دغو دریو سرچینو دوو هغو ادعا وکړه، چې د اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته، د طالبانو د امیر په توګه د هبت الله په ټاکل کېدو کې هم هدایت الله مهم رول لوبولی و.
دغو سرچینو وویل:«همدا هدایت الله و، چې د کوټې شورا او ځینو ځانګړو پاکستاني ملګرو په مرسته یې مولوي هبت الله د نوي امیر په توګه وټاکه».
خو د ۲۰۱۹ د اګست د ۱۶مې له چاودنې وروسته د هدایت الله نوم له صحنې ووت او اوس یوازې د هبت الله اخوندزاده نوم یادیږي.
هدایت الله د هبت الله په نامه مشهور شوی؟
په کندهار او کوټه کې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې پنځو سرچینو ادعا کړې، چې « هبت الله په همدې چاودنه کې ووژل شو او ورور یې هدایت الله د هغه په نوم فعالیت پیل کړ».
ددغو سرچینو په وینا، له چاودنې وروسته یوازې څو محدودو کسانو له هبت الله سره د لیدنې کتنې اجازه درلوده او نور سل سلنه محدود و.
هغه سرچینې چې د مولوي هبت الله ژوند یې له ۲۰۱۹ کال مخکې په کچلاغ او کوېټه او وروسته په کندهار کې لیدلی، ادعا کوي، چې « د اوسني شخص او پخواني په کړو وړو، خوړو، تګ او عاداتو کې توپیر دی او غږ یې هم بدل دی».
خو ځینې نور کسان، چې مولوي هبت الله اخوندزاده له نږدې پېژني، په دې باور دي، چې د طالبانو اوسنی امیرالمومنین همغه هبت الله اخوندزاده دی او دا، چې په عامو غونډو کې نه حاضریږي او له خلکو سره کم ګوري، د هغه د هویت په اړه یې شکونه را پورته کړي دي.
د هبتالله اخوندزاده د هویت په اړه دغه ادعاوې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې، خو د هغه کم حضور، د ۲۰۱۹ کال له چاودنې وروسته رامنځته شوي وضعیت او د ملا محمد عمر د مړینې د خبر پټ ساتلو مسالې دا موضوع د طالبانو د مشر د هویت په اړه مهمه پوښتنه ګرځولې ده.
د جورج ټاون د ښځو، سولې او امنیت انسټېټیوټ په یوه راپور کې ویلي، د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې یوازې قوانین او محدودیتونه نه دي بدل شوي، بلکې د هېواد پخوانی حقوقي او بنسټیز جوړښت هم په تدریجي ډول له منځه وړل شوی.
اراپور وايي، طالبانو د ۲۰۲۱ کال له واک ته رسېدو وروسته د اساسي قانون پر ځای د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو له لارې حکومتولي پراخه کړې او د دوی د شریعت له سخت تعبیر سره سم یې داسې مقررات وضع کړي چې د جنسیت، مذهبي باور او ټولنیز موقف پر بنسټ د خلکو حقوق او قانوني دریځ توپیر کوي.
د جورج ټاون انسټېټیوټ په وینا، طالبانو د ښځو د حقونو د ساتنې یو شمېر مهم بنسټونه هم له منځه وړي دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون لغوه شوی، د ښځو چارو وزارت له منځه تللی او هغه ځانګړي عدلي او قضايي جوړښتونه هم ختم شوي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ماشومانو د حقونو د ساتنې لپاره جوړ شوي وو.
راپور ټینګار کوي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه یوازې د هغوی د زدهکړو، کار او عامه ژوند د محرومیت موضوع نه ده، بلکې د ټولنې پر راتلونکو نسلونو هم اغېز کوي.
د انسټېټیوټ په وینا، هلکان او نجونې په داسې چاپېریال کې لویېږي چې د ښځو د نارینهوو په پرتله د ټیټ مقام تصور د قوانینو، ښوونځیو، مدرسو، جوماتونو او عامه ویناوو له لارې ور زده کېږي. راپور خبرداری ورکوي چې دا وضعیت ښايي د ښځو پر وړاندې نابرابري له اوسنیو فرمانونو څخه هاخوا د ټولنې په کلتوري جوړښت کې هم ژوره کړي.
راپور د ښځو د رواني فشارونو یادونه هم کوي او وايي، پنځه کاله د یوه ځوان د ژوند مهمه برخه ده. هغه نجلۍ چې د طالبانو د بیا واکمنېدو پر مهال ۱۳ کلنه وه، اوس ۱۸ کلنه شوې، خو لا یې د منځنۍ زدهکړې فرصت نه دی موندلی. همداراز هغه ښځې چې له زدهکړو او کاره ایستل شوې دي، یوازې وخت نه، بلکې عاید، مسلکي تجربه، اړیکې او د خپلواک ژوند فرصتونه یې هم له لاسه ورکړي دي.
د جورج ټاون انسټېټیوټ وايي، د ښځو د زدهکړو او مسلکي ژوند د بندېدو زیانونه یوازې په دې نه جبرانېږي چې یوه ورځ ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانیستل شي، ځکه افغانستان به د ښځینه ډاکټرانو، ښوونکو، حقوقپوهانو او نورو مسلکي کسانو له کمښت سره د اوږدې مودې لپاره مخ وي.
راپور له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه یوازې په اعلامیو او د اندېښنې په څرګندولو بسنه ونه کړي، بلکې د نړیوال قانون، ډیپلوماتیک فشار او د حساب ورکولو له موجودو لارو استفاده وکړي.
د انسټېټیوټ په وینا، د افغانستان موضوع یوازې د افغان ښځو د حقونو مسله نه ده، بلکې د نړیوال حقوقي نظام لپاره یوه ازموینه ده، ځکه که د پنځو کلونو مستند ځپلو، محرومیتونو او تبعیض ته یوازې د اندېښنې په څرګندولو ځواب ورکړل شي، نو دا به نورو هېوادونو ته هم دا پیغام ورکړي چې پراخ او سیستماتیک بشري حقونه تر هغه عادي کېدای شي چې سرغړوونکي یې پر واک پاتې وي.
د «نیو هیومنیټرین» د راپور له مخې، د لویدیځو مرستو کمېدو، له پاکستان سره د جګړې او له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو له امله پر افغانستان فشار زیات شوی او یوازې بشري مرستې د روغتیا او پراختیا اوږدمهاله اړتیاوې نه شي پوره کولی.
د راپور له مخې، یو شمېر مرستندویان له لویدیځو هېوادونو غواړي چې د افغانستان د پراختیايي مرستو پر ځای یوازې د بیړنیو مرستو په ورکولو بسنه ونه کړي، بلکې له طالبانو سره «عملي تعامل» وکړي او د اوږدمهاله پروژو د پلان او پلي کولو لپاره تخنیکي مرسته هم برابره کړي.
د هغه په وینا، په داسې هېواد کې چې بېوزلي، بېځایه کېدل، خوارځواکي، د میندو او ماشومانو روغتیايي ستونزې او د تخصصي درملنې کمښت پکې پراخ دی، یوازې بشري مرستې د روغتیايي نظام د دوام لپاره کافي نه دي.
راپور زیاتوي چې د ټرمپ دویم حکومت له راتګ او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې د مرستو له سختو کمېدو سره د افغانستان دغه نازک وضعیت نور هم خراب شوی دی.
راپور زیاتوي چې د افغان بشري حقونو د ادارې «رواداري» په وینا، د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر جون پورې د پاکستان په نهو افغان ولایتونو کې هوايي او توغندیزو بریدونو له امله له ۱۱۸۰ ډېر کسان وژل شوي یا ټپیان شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
رواداري وايي، د دغو بریدونو له امله څه باندې ۲۹ زره کورنۍ بېځایه شوې او سلګونه کورونه، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه، جوماتونه او نور عامه تاسیسات زیانمن شوي دي. پاکستان بیا وايي چې بریدونه یې د افغان خاورې پر هغو وسلهوالو ډلو دي چې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي، نه پر ملکي وګړو.
د راپور له مخې، له پاکستان سره د شخړې تر څنګ د افغانانو پراخې راستنېدنې هم د افغانستان لپاره د راتلونکي مهم بشري فشار په توګه مطرح شوې دي. د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې له پاکستانه له ۲،۵ میلیونو ډېر افغانان بېرته ستانه شوي او که له ایران څخه راستنېدونکي هم ورسره حساب شي، شمېر یې نږدې شپږ میلیونو ته رسېږي.
راپور وايي، د ایران جګړې هم د افغانستان پر اقتصاد غیرمستقیم خو محسوس اغېز کړی دی. په ایران کې مېشت میلیونونه افغانان نور په ډاډه توګه خپلو کورنیو ته پیسې نه شي لېږلی، هغه حوالې چې په اوسط ډول هره میاشت شاوخوا ۱۲۹ ډالر وې، د افغانستان د بېوزلو کورنیو لپاره مهم عاید بلل کېږي.
د ایران جګړې د افغانستان د کرنې لګښتونه هم لوړ کړي دي. د خوړو او کرنې نړیوال سازمان وايي، د سرې د بیو له زیاتېدو سره افغانستان به ۳۸،۳ میلیونه ډالرو اضافي مرستو ته اړتیا ولري، څو تر ۶۰۰ زرو کورنیو ته د ژمي له کرلو مخکې سره او تصدیق شوي د غنمو تخم برابر شي.
راپور له مخې، د افغانستان پر خلکو فشارونه یوازې د کورنیو ستونزو له امله نه دي، له پاکستان سره شخړه، د ایران جګړه، د کډوالو راستنېدل او د نړیوالو مرستو کمېدل ټول هغه بهرني عوامل دي چې د افغانستان پر اقتصاد، روغتیا، کرنه او بشري وضعیت مستقیم اغېز کوي.
عمر وايي، د همدې وضعیت له امله روسیې، ایران او چین په تدریجي ډول خپله سیمهییزه تګلاره بدله کړه، له طالبانو سره یې اړیکې پراخې کړې او په بېلابېلو بڼو یې له هغوی سره مرستې پیل کړې.
نوموړي همداراز د امریکا لپاره د پاکستان پر اکمالاتي مسیر اتکا یوه بله ستره ستونزه بللې ده. د هغه په وینا، پاکستان له یوې خوا له امریکا سره همکاري کوله او له بلې خوا یې له طالبانو سره اړیکې ساتلې وې.
د عمر په باور، امریکا په داسې وضعیت کې له دوو انتخابونو سره مخ وه: یا به په افغانستان کې پاتې کېده او د اوږدمهاله جګړې تلفات او سیاسي لګښتونه یې زغمل او یا به له طالبانو سره یوې معاملې ته رسېده او له افغانستانه به وتله.
هغه وايي، د امریکا لپاره د جمهوري نظام ساتل په سیمه کې د موجودو شرایطو له امله ورځ تر بلې ګرانېدل، په داسې حال کې چې له طالبانو سره معامله او له افغانستانه وتل ورته ارزانه انتخاب وو.
ولې د امریکا له وتلو سره جمهوري نظام هم سقوط وکړ؟
وحید عمر د جمهوري نظام د سقوط په اړه وايي، چې د حکومت بقا په څو بنسټیزو عواملو پورې تړلې وه، چې په هېڅ یوه کې یې کافي وړتیا نهدرلوده.
د نوموړي په وینا، لومړی مشکل د افغانستان اقتصادي کمزوري وه. حکومت د خپلو لګښتونو، په ځانګړي ډول د امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره، پر بهرنیو مرستو متکي وو. عمر استدلال کوي چې کله د یوه نظام مالي بقا پر بهرنیو منابعو ولاړه وي، د هغه سیاسي او نظامي خپلواکي هم له جدي ستونزې سره مخ کېږي.
د عمر په باور، د افغانستان امنیتي ځواکونو هم هغه ډول خپلواکي نهدرلوده، چې د یوه باثباته دولت د بقا لپاره اړینه ده. نوموړي ویلي، چې اردو او پولیس تر ډېره د سیاسي مشرانو تر اغېزو لاندې وو او د دوی د تمویل، تجهیز، لوژستیک، ترمیماتو او ځینو مهمو جنګي سیستمونو لپاره یې پر امریکا او ناټو تکیه کوله.
په لیکنه کې زیاته شوې، دې وضعیت د افغان ځواکونو پر مورال هم ژور اغېز وکړ؛ ځکه د ده په باور، هغه مهال چې سرتېرو احساس کړه بهرني ځواکونه وځي او د نظام د دوام ضمانت له منځه تللی، د جګړې انګېزه هم ورسره کمزورې شوه.
سیاسي بېثباتي؛ د سقوط بل مهم عامل
عمر د جمهوري نظام د سقوط یو بل مهم لامل سیاسي بېثباتي بولي.
دی وايي، د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال تر یوه بریده سیاسي ثبات ساتل شوی وو، خو له ۲۰۱۴ کال وروسته دغه ثبات ورو ورو کمزوری شو او د جمهوري نظام په وروستیو میاشتو کې ډېری مهمې سیاسي ډلې له حکومت څخه واټن اخیستی وو.
د دې پخواني چارواکي په باور، د حکومت لپاره دا ستره ستونزه وه، چې د سیاسي څېرو یوه برخه دې پایلې ته رسېدلې وه چې له موجود حکومت سره د پاتې کېدو پر ځای ښايي له طالبانو سره معامله ورته غوره وي.
عمر زیاتوي، چې کابل ته د طالبانو له رسېدو سره د حکومت تر شا هغه پراخه سیاسي اجماع نه وه پاتې چې د سیاسي اختلافونو سربېره د نظام د دفاع لپاره ټولې مهمې ډلې سره راټولې کړي.
پر نظام د عامه باور کمزوري کېدل
د وحید عمر په تحلیل کې، رسنیو او عامه بحثونو هم د جمهوري نظام د اعتبار په کمېدو کې رول درلود.
هغه مني چې په نظام کې فساد، تېروتنې او د حکومت پر وړاندې مشروع انتقادونه موجود وو، خو زیاتوي، چې په وروستیو کلونو کې داسې فضا رامنځته شوه چې د نظام نږدې هر اړخ بېارزښته او منفي انځورېده.
د عمر په باور، کله چې د یوه نظام اعتبار د خلکو په ذهنونو کې تر دې کچې راټیټ شي، د بحران پر مهال د هغه د دفاع لپاره د ټولنې او سیاسي جریانونو اراده هم کمزورې کېږي.
د حاکمو کړیو «تر ټولو لویه تېروتنه»
وحید عمر وايي، د افغانستان د حاکمو کړیو تر ټولو لویه تېروتنه دا وه، چې د امریکا او ناټو پر دایمي پاتې کېدو یې ناسم حساب کړی وو. هغه استدلال کوي، چې د نظام د ډېرو برخو محاسبه پر دې ولاړه وه، چې امریکا به په افغانستان کې پاتې وي او د امریکا او ناټو حضور به د جمهوري نظام د بقا ضمانت وي.
د هغه په وینا، افغان حکومتونو باید دا پوښتنه له ځانه کړې وای، چې امریکا به تر کومه په داسې سیمه کې خپل پوځي حضور ساتلی شي چې روسیه، چین او ایران یې د اوږدمهاله حضور مخالف دي.
عمر وايي، د جمهوري نظام اقتصاد، امنیتي ځواکونه، سیاسي جوړښت، مدني فعالیتونه، رسنۍ او حتی د سوداګرۍ یوه برخه تر ډېره د نړیوال ملاتړ له موجودیت سره تړلې وه.
د نوموړي په تعبیر، کله چې د دغه نظام «اصلي ستنه» ووته، هغه نور جوړښتونه چې پر همدې ستنې ولاړ وو، هم لهمنځه لاړل.
دغه پخواني چارواکي ټینګار کړی، چې د جمهوري نظام د سقوط نور عوامل هم شته، خو د هغه په باور، سیمهییز وضعیت، پر بهرني ملاتړ پراخه اتکا، امنیتي او اقتصادي کمزورتیا، سیاسي بېثباتي او د امریکا د اوږدمهاله پاتې کېدو په اړه ناسمه محاسبه د سقوط له مهمو لاملونو څخه وو.