افغان ناروغانو د درملنې لوړ لګښت له امله «دودیزو او ارزانه لارو» ته مخه کړې ده

د افغانستان څېړونکو شبکې راپور ورکړی، چې ډېری کورنۍ په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو د لوړ لګښت له امله درملنې ته د لاسرسي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي. راپور زیاته کړې، ځینو ناروغانو د مالي ستونزو له امله خپله درملنه ځنډولې او ارزانه او دودیزو انتخابونو ته یې مخه کړې ده.
په دغه راپور کې چې په کابل کې د یوه ۴۰ کلن سړي روایت راغلی ښیي، چې د جراحي لګښت څنګه د یوې کورنۍ لپاره یو بار کېدای شي. دغه کس چې د یوې لویې کورنۍ سرپرستي پرغاړه لري، د ملا درد تر زیاتېدو او د ملا ډېسک تشخیص کېدو وروسته د ډاکټرانو په مشوره د جراحي عملیاتو لپاره یې چمتووالی نیوه؛ خو د جراحي لګښت چې په روغتون کې د بستر کېدو او درملو پرته شاوخوا ۱۵۰زره افغانۍ و، د هغه له مالي توان څخه بهر و.
له همدې امله د جراحي له منلو دمخه هغه د میاشتو لپاره د بېلابېلې دودیزې درملنې هڅه وکړه او تر ۳۰زره ډېرې افغانۍ یې په ازموینو، فزیوتراپۍ، درملو او دودیزو درملنو ولګولې.
په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې حکیم او زیارتونو ته تګ نه یوازې د ټیټ لګښت له امله دی؛ بلکې په ډېرو سیمو کې د درملنې لپاره دا د خلکو د دودیزو باورونو او کړنو یوه برخه ده.
ډېری افغانان له ماشومتوبه له دغه طریقو سره بلد دي او د ملګرو، خپلوانو یا باوري اشخاصو د مشورې پر بنسټ، هغه حکیم او زیارتونو ته ورځي چې د ځانګړو ناروغیو د درملنې لپاره مشهور دي.
د راپور له مخې؛ د درملنې لګښت د جراحي لپاره ورکړل شوې اندازې پورې محدود نهدی. معاینات، فزیوتراپي، درمل، ترانسپورت او حتی بدیلې درملنې هغه لګښتونه دي چې ورو، ورو پر کورنیو په یوه بار بدلېږي.
راپور ټینګار کوي، چې د ټیټ عاید لرونکو کورنیو لپاره روغتیایي لګښتونه کولای شي یو دروند مالي بار شي. په داسې حالاتو کې ناروغان وخت ناوخت د ځانګړې درملنې ترلاسه کولو پرځای د میاشتو لپاره د بېلابېلو دودیزو تګلارو هڅه کوي او ښایي په پای کې اړ شي چې د درملنې لپاره ډېرې پیسې ورکړي.
