فضل محمود فضلي زیاته کړې، که د تعلیم، علمي څېړنو، بشري پانګې او ډیجیټلي زیربناوو د پیاوړتیا لپاره اساسي بدلون رانه شي، هېواد به له نړۍ لا ډېر شاته پاتې شي.
فضلي په یوه مقاله کې چې په تاند ویبپاڼه خپره شوې لیکلي چې افغانستان په نولسمه پېړۍ کې د اورګاډي او ترانسپورټ له ستر انقلاب څخه پاتې شو او وروسته یې د صنعتي انقلاب له کاروانه هم واټن پیدا کړ. د هغه په باور، هېواد یو ځل بیا د یوه ستر نړیوال بدلون، یعنې د مصنوعي ځیرکتیا او پرمختللو ټکنالوژیو د انقلاب، په درشل کې له ورته وضعیت سره مخ دی.
هغه لیکلي: «موږ یو ستر تحول له لاسه ورکړی دی. موږ نور د بل ستر تحول د له لاسه ورکولو توان نه لرو.»
فضلي وايي، مصنوعي ځیرکتیا، پرمختللې محاسبوي ټکنالوژۍ، بایوټکنالوژي، روبوټیک او ډیجیټلي زیربناوې نړۍ په بنسټیز ډول بدلوي او هغه هېوادونه چې په دې برخو کې پانګونه کوي، د راتلونکي نړیوال نظم پر جوړښت به ژور اغېز ولري.
د هغه په وینا، افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په تېرو پنځو کلونو کې له نړیوالې ټولنې سره لا ډېر منزوي شوی او د نجونو پر زدهکړو بندیز، له کار او عامه ژوند څخه د ښځو محرومول، د علمي او فکري ازادۍ محدودول او د عصري زدهکړو سانسور د هېواد بشري پانګه کمزورې کوي.
فضلي ټینګار کړی: «هېڅ هېواد د مصنوعي ځیرکتیا اقتصاد نه شي جوړولای چې نجونې یې له ښوونځیو او پوهنتونونو محرومې وي، ښځې د کاري ځواک له لویې برخې ایستل شوې وي، علمي ازادي محدوده وي، آزاد فکر وځپل شي او عصري پوهې ته لاسرسی محدود کړل شي.»
نوموړي دغه وضعیت یوازې د بشري حقونو موضوع نه ده بللې، بلکې ویلي یې دي چې د طالبانو تعلیمي او ټولنیزې پالیسۍ «په مستقیم ډول د ملي پرمختګ او ټکنالوژیکې ودې پر وړاندې خنډ» دي.
فضلي د خپل پخواني دولتي ماموریت پر مهال د برېښنايي تذکرو او برېښنايي حکومتولۍ د پروګرامونو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې په ۲۰۱۸ کال کې، هغه مهال چې د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار و، د برېښنايي تذکرې د بهیر د څارنې او همغږۍ مسئولیت ورسپارل شوی و.
هغه برېښنايي تذکره یوازې د هویت د نوي سند پروژه نه، بلکې «د افغانستان د ډیجیټلي تحول بنسټ او د یوه عصري ډیجیټلي دولت لپاره اساس» بللی دی.
د فضلي په وینا، د برېښنايي تذکرې پروګرام له سختو سیاسي او اداري مخالفتونو سره مخ و او د افغانستان ځینو سیاسي څېرو، په ځانګړې توګه عبدالله عبدالله او حامد کرزي، او د نړیوالې ټولنې ځینو لورو هم د دې پروسې پر وړاندې اعتراضونه لرل.
هغه ادعا کړې چې له دغو فشارونو سره سره، د برېښنايي تذکرې ملي بهیر د ۲۰۱۸ کال په لومړیو کې پیل شو او وروسته، د چارو ادارې د لوی رییس په توګه یې د برېښنايي حکومتولۍ د پروګرام د پلي کولو نوښت هم وکړ.
فضلي وايي، د دې پروګرام لومړنی عملي ګام د «برېښنايي کابینې» جوړول وو چې له لارې یې د افغانستان د کابینې چارې په ډیجیټلي بڼه ترسره کېدې.
نوموړي د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرداری ورکړی چې سیاسي او ایډیالوژیکه انزوا به اقتصادي او ټکنالوژیکه انزوا هم رامنځته کړي. هغه لیکلي: «ایډیالوژیکه انزوا سیاسي انزوا رامنځته کوي او سیاسي انزوا اقتصادي او ټکنالوژیکه انزوا سبب ګرځي.»
د جمهوریت پر مهال د چارو ادارې پخوانی مشر وايي، افغانستان باید له ګاونډیو او نړۍ سره په فزیکي او ډیجیټلي توګه بېرته ونښلول شي او د عصري سړکونو، اورګاډو، باوري برېښنا، مخابراتو، پراخ انټرنېټ، معلوماتي زېربناوو، ډیجیټلي عامه خدمتونو، ټکنالوژۍ شرکتونو او علمي څېړنیزو مرکزونو پراختیا ته اړتیا لري.
هغه ټینګار کوي چې د افغانستان د راتلونکي لپاره تر ټولو مهمه پانګونه باید پر ځوانانو وشي او ښځې او نارینه دواړه باید د علم او ټکنالوژۍ په اقتصاد کې د ګډون فرصت ولري.
فضلي په خپله مقاله کې د افغانستان د نولسمې پېړۍ وضعیت ته په اشارې ویلي چې د اورګاډي له شبکې څخه د هېواد پاتې کېدل یوازې د افغان حکومتونو د پرېکړو پایله نه وه، بلکې د هغه په وینا، د برتانوي هند او تزاري روسیې جیوپولیټیکو سیالیو هم پکې رول درلود.
خو نوموړي په عین حال کې ویلي چې د افغانستان د ټولو ناکامیو پړه یوازې پر بهرنیو مداخلو اچول هم سمه نه ده. د هغه په وینا، افغان واکمنانو، سیاسي مشرانو او ډلو په بېلابېلو تاریخي پړاوونو کې «د اوږدمهاله ملي پرمختګ پر ځای لنډمهاله سیاسي ګټې، سختدریځي، شخصي سیالۍ او داخلي اختلافات لومړیتوب ګرځولي دي.»
فضلي د راتلونکي لپاره د یوه خپلواک افغان سیاسي بهیر د رامنځته کېدو غوښتنه هم کړې او وايي، افغانستان داسې نظام ته اړتیا لري چې پر تعلیم، علم، آزاد فکر، برابر فرصت، نوښت، اتصال او ملي خپلواکۍ ولاړ وي.
هغه په پای کې خبرداری ورکړی: «موږ باید اجازه ورنه کړو چې د پوهې، ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا انقلاب هم له لاسه ورکړو.» د هغه په باور، که افغانستان له دې تحول څخه هم پاتې شي، د هېواد اقتصادي او سیاسي اهمیت او نړیوال اغېز به لا کم شي.
فضلي لیکلي: «که یو ځل بیا ناکام شو، افغانستان به یوازې یو بېوزله هېواد نه وي؛ بلکې په داسې نړۍ کې چې اقتصادي ځواک، سیاسي نفوذ، امنیت او نړیوال اعتبار یې ورځ تر بلې د پوهې، ټکنالوژۍ او نوښت پر بنسټ ټاکل کېږي، افغانستان به ورو ورو خپل اهمیت او اغېز له لاسه ورکړي.»