د امنیت شورا د بندیزونو د څار ټیم دغه چارواکي د پاکستان پر وړاندې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د بریدونو زیاتوالی د سیمې له مهمو امنیتي اندېښنو څخه بللی دی.
هغه ویلي چې طالبان له ټي ټي پي څخه «فعال ملاتړ» کوي او د ملګرو ملتونو د څار ټیم په یوه وروستي راپور کې هم راغلي چې د ټي ټي پي غړي له طالبانو څخه میاشتني معاشونه ترلاسه کوي.
سمیت زیاته کړې چې طالبان د ځینو ترهګرو ډلو پر وړاندې د ملاتړ یا زغم سیاست لري او له یو شمېر دغو ډلو سره یې اړیکې په لوړو کچو کې هم دوام لري.
داعش خراسان لا هم فعال دی
سمیت داعش خراسان د افغانستان او سیمې له تر ټولو فعالو او اندېښمنوونکو ترهګرو ډلو څخه بللی او د دې ډلې د جنګیالیو شمېر یې شاوخوا ۲زره اټکل کړی دی.
هغه ویلي، که څه هم د داعش خراسان د بریدونو کچه راکمه شوې، خو دغه ډله لا هم فعاله ده او د تبلیغاتو او مالي سرچینو لپاره له بېلابېلو وسایلو او ټکنالوژیو کار اخلي.
د بشري حقونو څار بنسټ یوه څېړونکې په خپله مقاله کې چې د دغه بنسټ په ویبپاڼه خپره شوې، ویلي چې حکومتونه د افغانستان له بشري حقونو له خراب وضعیت څخه خبر دي، خو بیا هم له طالبانو سره د کډوالۍ او افغانانو د بېرته ستنولو په اړه د هوکړو او تعامل پر لور روان دي.
د یاد سازمان د افغانستان د برخې څېړونکې فرشته عباسي په خپله مقاله کې خبرداری ورکړی چې افغانان افغانستان ته په جبري ستنولو سره د ځورونې، شکنجې او نورو جدي زیانونو له واقعي ګواښ سره مخ کېږي او دا ډول اقدام په نړیواله کچه د طالبانو د دریځ له پیاوړتیا سره هم مرسته کوي.
په مقاله کې راغلي، افغانستان اوس د نړۍ له تر ټولو جدي بشري حقونو بحرانونو سره مخ دی، خو د ښځو او نجونو وضعیت په ځانګړي ډول «ویجاړوونکی» او افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع دي او ښځې له عامه ژوند او کار څخه په پراخه کچه شړل شوې دي.
نوموړې زیاته کړې چې هغه کسان چې د طالبانو د واکمنۍ مخالف وګڼل شي، د جنسیت له توپیر پرته د خپلسرو نیونو او شکنجې له دوامدار ګواښ سره مخ دي.
له طالبانو سره د ستنولو په اړه د اروپا تعامل
عباسيپه خپله مقاله کې ویلي، د اندېښنې وړ موضوع یوازې په افغانستان کې د طالبانو له لوري ترسره کېدونکې سرغړونې نه دي، بلکې دا هم ده چې ځینې حکومتونه داسې چلند کوي، لکه د بشري حقونو وضعیت چې نور هېڅ پایله ونه لري.
د هغې په وینا، د اروپايي ټولنې چارواکو د جون پر ۲۲مه په بروکسل کې د طالبانو له یوه پلاوي سره د کډوالۍ او بېرته ستنولو په اړه خبرې کړې دي. نوموړې ویلي، دا له ۲۰۲۱ کال وروسته لومړی ځل و چې د طالبانو یو پلاوی د اروپايي ټولنې له چارواکو سره په بروکسل کې مخامخ خبرې کوي.
هغې د جرمني د افغانانو د بېرته ستنولو د بهیر بیا پیل او په برلین او بُن کې د طالبانو د قونسلي خدمتونو اجازه هم د اندېښنې وړ بللې ده.
د هوور انسټیټیوټ دغه راپور، چې د جمهوري نظام د درېیو امنیتي چارواکو پر رول تمرکز کوي او د کابل د سقوط او د طالبانو د بیا واکمنېدو وروستۍ شېبې څېړي. په راپور کې حمدالله محب د ولسمشر د وتلو د اصلي تنظیموونکي په توګه معرفي شوی او ویل شوي چې د هغه هدف یوازې د خپل ځان ژغورل نه وو، بلکې د ولسمشر د وتلو لپاره یې له تېر یوه کال راهیسې د بېلابېلو سناریوګانو په اړه فکر او څېړنه کړې وه.
حمدالله محب د هغه ورځې د اقداماتو په اړه ویلي: «د قوماندې کړۍ له منځه تللې وه، ځکه اصلي د قوماندې کړۍ د امریکا وه او کله چې هغه له منځه ولاړه، زموږ هغه داخلي قومانده چې پر کمزورو بنسټونو ولاړه وه، له هغې سره یوځای ړنګه شوه. هیچا د پرېکړې کولو توان نه درلود.»
د اشرف غني د ملي امنیت سلاکار زیاتوي چې هغه به هر ځل له خپل دفتره بهر ووت او بېرته به راستون شو، نو لیدل به یې چې نور کارکوونکي هم تښتېدلي دي. نوموړي ویلي: «زما انګېرنه دا وه چې خلک د تېښتې په حال کې دي او ما غوره وګڼله چې هغوی ژوندي پاتې شي.»
محب د ولسمشر غني د وتلو په اړه د ډاکټر نجیبالله د حکومت د ۱۹۹۲ کال د سقوط یادونه کړې او ویلي یې دي: «نجیب پاتې نه شو. هغه ونه توانېد چې ووځي. د هغه د تېښتې پلان ناکام شو او ما د تېښتې دغه پلانونه ډېر په دقت څېړلي وو.»
د علیزي په وینا، وازلي ورته وویل چې ولسمشر او حکومت نور نشته او پوښتنه یې وکړه: « ته غواړي د چا لپاره جګړه وکړې؟»
سادات هم ورته روایت بیان کړی چې امریکايي قوماندان ورته ویلي: «زه ستاسو له خوا امر نه منم... تاسو نور حکومت نه لرئ، نو زه له تاسو سره مرسته نه شم کولی».
د غلاوو د شمېر نږدې دوه برابره کېدل په داسې حال کې دي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت له ۲۰۲۱ کال وروسته له جدي ستونزو سره مخ شوی او د کار بازار د میلیونونو خلکو لپاره محدود شوی دی. خو د غلاوو د زیاتوالي دقیق علتونه یوازې د اقتصادي ستونزو پر بنسټ نه شي ثابتېدای او د هرې جرمې بڼې لپاره جلا څېړنې او شواهدو ته اړتیا ده.
له ۲۰۲۱ کال وروسته افغانستان له ژور اقتصادي بحران، پراخې بېکارۍ او فقر سره مخ پاتې شوی دی. د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د ارزونو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د اقتصادي سقوط له وېرې د فقر د پراخېدو خبرداری ورکړل شوی و. په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې د اقتصادي بحران او بشري اړتیاوو کچه لوړه پاتې شوه، په ۲۰۲۴ کال کې، سره له محدودې اقتصادي ودې، د افغانستان شاوخوا درې پر څلورمه برخه وګړي لا هم د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له ستونزو سره مخ وو او په ۲۰۲۵ کال کې هم د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مخې ۷۴ سلنه افغانانو د خپلو اساسي اړتیاوو د پوره کولو توان نه درلود.
نړیوال بانک هم وايي چې اقتصادي وده تر ډېره د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره کافي نه ده او بېکاري، فقر او د کاري فرصتونو کمښت لا هم د افغانستان له مهمو ستونزو دي.
وژنې ۱۵ سلنه ډېرې شوې
د جمهوریت له سقوط او د طالبانو واک ترلاسه کولو وروسته د جرمونو د عمومي زیاتوالي ترڅنګ، د قتلونو شمېر هم د موجودو رسمي شمېرو له مخې لوړ شوی دی.
په ۲۰۲۱ کال کې د قتلونو یو زر او ۵۰۲ پېښې ثبت شوې دي، خو په ۲۰۲۴ کال کې دا شمېر یو زر او ۷۳۴ ته لوړ شوی دی. دا د قتلونو په شمېر کې له ۱۵ سلنې ډېر زیاتوالی ښيي.
خو د وزارت د جلا جلا عملیاتو او نیونو شمېرې د ټول کال د جنایي جرمونو شمېر نه تثبیتوي.
له همدې امله، د ۲۰۲۵ کال په اړه تر ټولو دقیق دریځ دا دی چې د جرمونو بېلابېلې بڼې په رسمي خپرونو کې ثبت شوې دي، خو د ټول افغانستان لپاره د جرمونو د ټولیزې کچې د معلومولو وړ بشپړ کلنی شمېر نه دی وړاندې شوی.
په ۲۰۲۶ کال کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼو کې د وسایطو او دوکانونو د غلا، ناقانونه وسلو، نشهيي موادو، قمار او جعلي پیسو په اړه د قضیو او نیونو په اړه ګڼ خبرونه خپاره شوي خو د ۲۰۲۵ کال په څېر ددې کال دټولو جرمونو بشپړ کلنی شمېر نه دی خپور شوی.
د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو د بشپړو ملي جنايي او جرمي ارقامو نه خپرېدل د جرمونو د واقعي کچې د ارزونې په برخه کې تشه رامنځته کوي. د پخوانیو کلونو د شمېرو له مخې د جرمونو د ګراف د لوړوالي احتمال شته، خو تر هغه چې بشپړ ملي ارقام خپاره نه شي، پرېکنده پایله نه شي اخیستل کېدای.
د جرمونو د کموالي یا زیاتوالي د معلومولو لپاره یوازې د یوه امنیتي بنسټ اعلامیه کافي نه ده.
د جرمونو د کچې د ارزونې لپاره باید د پولیسو ثبت، د عدلي او قضايي ادارو معلومات، د قربانیانو شکایتونه، د روغتونونو او روغتیايي ادارو معلومات، د رسنیو راپورونه او د جرمونو د قربانیانو د سروې پایلې هم په پام کې ونیول شي.
د طالبانو تر حاکمیت لاند افغانستان کې د دې ټولو سرچینو پرانېستی، ګډ او عامه ملي سیستم نشته.
له همدې امله، که د جرمونو یوه برخه اصلا ثبت شوې نه ده او یا هم قربانیان د امنیتي او قضايي ادارو له وېرې شکایت نه کوي، نو د رسمي ارقامو کموالی د جرمونو د واقعي کموالي معنا نه لري. همداراز، که د پولیسو فعالیت زیات شي او ډېرې قضیې ثبت شي، د رسمي جرمونو شمېر لوړولی شي.
د موجودو رسمي شمېرو له مخې، له ۲۰۲۱ کال نه تر ۲۰۲۴ کال پورې په افغانستان کې د ثبت شویو جنایي قضیو شمېر له ۱۰ زره او ۸۳۴ څخه ۱۷ زره او ۳۲۰ ته لوړ شوی، چې شاوخوا ۶۰ سلنه زیاتوالی ښيي. د همدې مودې په ترڅ کې غلاوې نږدې دوه برابره او د قتلونو شمېر هم له ۱۵ سلنې ډېر لوړ شوی دی. دا ارقام د طالبانو د خپلو ادارو له معلوماتو راوتلي او د جرمونو د ثبت د زیاتوالي یو روښانه تصویر وړاندې کوي.
شته معلومات ښيي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته په افغانستان کې د ثبت شویو جنایي پېښو شمېر لوړ شوی، خو د جرمونو د واقعي کچې د معلومولو لپاره لا هم یو شفاف، واحد او د باور وړ ملي احصایوي سیستم نشته. د جرمپوهنې متخصصین او د امنیتي چارو شنونکي وايي، تر هغه چې د جرمونو د ثبت معیارونه، بشپړ ملي ارقام او د راپور ورکولو روښانه میکانیزم موجود نه وي، د جرمونو د پراخې کمېدا ادعاوې نه شي تاییدېدای او نه هم د زیاتوالي دقیق حد ټاکل کېدای شي.