• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پېښور کې د افغان کډوالو پرضد د کور په کور عملیاتو لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۰۷ GMT+۱

د پېښور ځایي رسنیو راپور ورکړی، چې په دغه ښار کې د مېشتو افغان کډوالو پر ضد د کور په کور عملیاتو لپاره چمتووالی بشپړ شوی او ښایي چې دغه عملیات د شپې له‌خوا ترسره شي. د راپور له مخې، په خیبر پښتونخوا کې د مېشتو شاوخوا یو مېلیون افغان کډوالو معلومات راټول شوي دي.

په پېښور کې د افغان کډوالو د اوسېدو سیمې او د هغوی نوملړونه هم چمتو شوي او د فدرالي څېړنو ادارې، پولیسو او نورو امنیتي ادارو سره شریک شوي دي. اوس‌مهال په خیبر پښتونخوا کې شاوخوا ۱۰زره افغان کډوال ویزې لري.
د راپورونو له مخې، په دغه نوملړونو کې شاوخوا ۳زره هغه افغان زده‌کړیالان هم په نښه شوي چې په تحصیلي ویزه پاکستان ته راغلي او دامهال په مدرسو او نورو ښوونیزو ادارو کې پر زده‌کړو بوخت دي.

د فدرالي څېړنو ادارې، پولیسو او نورو امنیتي ادارو په پېښور کې هغه سیمې هم په نښه کړې دي، چې د افغان کډوالو شمېر په‌کې ترټولو زیات دی. په دغه سیمو کې حیات‌اباد، بورډ بازار، ناصر باغ روډ، ناصر باغ افغان کالوني، رېنګ روډ، لطیف‌اباد، بشیراباد، عیدګاه کالوني، زګراباد او شاوخوا سیمې شاملې دي.

په راپور کې راغلي، چې د چارسدې روډ ځینې سیمې د پېښور پوهنتون شاوخوا، نمک منډۍ او نواز اباد کې هم د مېشتو افغان کډوالو معلومات راټول شوي دي. د دغه عملیاتو پرمهال به پولیس، اېف‌ای‌اې او نورې امنیتي ادارې په ګډه برخه اخلي او د افغان کډوالو د معلومولو لپاره به له مخکې چمتو شویو نوملړونو او معلوماتو څخه کار اخیستل کېږي.

خو تراوسه ځایي ادارو د دغه عملیاتو د پیل لپاره کومه رسمي او وروستۍ نېټه نه‌ده اعلان کړې.

ډېر لیدل شوي

هېر شوي سرتېري؛ پخواني افغان نظامیان د بې‌کارۍ له ستونزې او امنیتي ګواښونو سره مخ دي
۱

هېر شوي سرتېري؛ پخواني افغان نظامیان د بې‌کارۍ له ستونزې او امنیتي ګواښونو سره مخ دي

۲

د کندهار محدودیتونه څنګه د ټول هېواد لپاره په رسمي تګلاره بدل شول؟

۳
ځانګړی

نورستان کې د طالبانو درې استخباراتي مسوولین یو ځل بیا د جنسي تېري د هڅې په تور نیول شوي

۴

د پردې ترشا؛ د طالبانو امیر هبت الله دی او که هدایت الله؟

۵

هغه د کابل د سقوط په ورځ له یوه کوچني لاسي بکس سره ووتله

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو سره همکار پخوانیو ځواکونو ته د سمیع سادات خبرداری: تاسو ۱۵ ورځې وخت لرئ

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۴۲ GMT+۱
100%

د افغانستان د متحدې جبهې مشر سمیع سادات له هغه پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو چې اوس له طالبانو سره همکاري کوي غوښتي، چې په ۱۵ ورځو کې د یادې ډلې له لیکو ووځي. هغه خبرداری ورکړی، چې تر یادې مودې وروسته له طالبانو سره همکار کسان به د «پوځي اهدافو» په نوملړ کې شامل شي.

سمیع سادات دغه څرګندونې د افغان او امریکايي سرتېرو په درېیمه غونډه کې وکړې. هغه وویل، متحدې جبهې د هغه پخوانیو امنیتي ځواکونو په اړه معلومات راټول کړي چې اوس له طالبانو سره همکاري کوي او د دوی د اوسېدو ځای، د کار ځای او د فعالیت له څرنګوالي څخه خبر دي.

افغانستان انټرنشنل نه‌شي کولای چې د سادات هغه ادعا تایید کړي، چې ګواکې نوموړې جبهه د دغه کسانو معلومات لري.

د متحدې جبهې مشر پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب وویل: «زه تاسو ته ۱۵ ورځې وخت درکوم، چې له دغه فاسد او مستبد طالب رژیم څخه ووځئ». هغه زیاته کړه، تر یادې مودې وروسته هغه کسان چې له طالبانو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي؛ د دغه جبهې د عملیاتو مشروع هدف به وګرځي.

سادات په ځانګړې توګه د پخوانیو پیلوټانو، مسلکي انجنیرانو، بریدملانو او تخنیکي پرسونل نومونه واخیستل او ویې ویل، چې دغه کسان اوس د طالبانو سیستمونه او تجهیزات اداره کوي.

سادات په خپلو خبرو کې د دغه کسانو پر وړاندې لا سخت دریځ خپل کړ او ویې ویل، چې ښايي یوه ورځ د طالبانو ځینې جنګیالي وبښل شي؛ خو هغه پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته د طالبانو له ډلې سره یوځای شوي او له یادې ډلې سره یې همکاري کړې، د بښنې وړ نه‌دي.

هغه وویل، هغه کسان چې پخوا یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو یونیفورم اغوستی او اوس طالبانو ته پوځي یا تخنیکي خدمتونه وړاندې کوي د خپلو انتخابونو د پایلو مسوول به خپله وي.

په شپږو ولایتونو کې ۱۸ عملیاتونه

د متحدې جبهې مشر د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل، چې په تېرو دوو اوونیو کې د طالبانو پر ضد د یادې جبهې پوځي عملیات پراخ شوي دي. هغه ادعا وکړه، چې د دغه عملیاتو له پیل څخه تر خپلې وینا پورې د متحدې جبهې ځواکونو د افغانستان په شپږو ولایتونو کې ۱۸ «بریالي» عملیات ترسره کړي دي.

سادات وویل، د وخت په تېرېدو سره به د یادې جبهې د عملیاتو کچه او د هدفونو لمن نوره هم پراخه شي. هغه زیاته کړه، دغه ډله به هغه کسان په نښه کړي چې د افغانانو په ځورولو او زیانمنولو کې یې ونډه لرلې ده.

سادات له هغه عملیاتي ځواکونو، قوماندانانو، افسرانو او وسله‌والو څخه چې د متحدې جبهې په چوکاټ کې د افغانستان دننه فعالیت کوي مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

د نوموړي په باور، دغه عملیاتو د پام وړ اغېز کړی او د یادې جبهې پلویانو ته یې ښودلې چې د طالبانو پر ضد وسله‌واله مبارزه شونې ده.

د امر بالمعروف غړي «پوځي هدف» اعلان شول

د سادات د خبرو یوه بله برخه د طالبانو د امر بالمعروف وزارت غړو ته ځانګړې شوې وه. هغه ادعا وکړه، چې تېره اوونۍ د کندهار په عینو مېنه کې د امر بالمعروف یوه مامور یو ځوان نیولی او په یوه کانټینر کې یې بندي کړی و، چې دغه ځوان د سختې ګرمۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

سادات وویل، کله چې د یادې پېښې راپور متحدې جبهې ته ورسېد د طالبانو د امر بالمعروف غړي د یادې جبهې له‌خوا د پوځي اهدافو په توګه په نښه شول. هغه همداراز ادعا وکړه، چې ورته پېښې په غزني، هلمند، زابل، کابل، بدخشان او ننګرهار کې هم راپور شوې دي.
په دغو پېښو کې د هغه په وینا، ځوانان د خپلې ظاهري بڼې، د جامو د ډول یا د ښځو اړوندو مسایلو له امله نیول شوي او په زندانونو کې شکنجه شوي دي. د دغه ادعاوو خپلواکه تایید تراوسه نه‌دی شوی.

سادات د طالبانو غړو ته په خطاب وویل، چې د افغانستان هېڅ سیمه به د هغوی لپاره خوندي نه وي او له هغوی یې وغوښتل چې وسلې پر ځمکه کېږدي او خپلو کورونو ته ستانه شي.

له طالبانو وروسته د متحدې جبهې طرحه

سادات په خپله وینا کې وویل، د متحدې جبهې مبارزه به په لومړي پړاو کې پوځي بڼه ولري او ښايي دغه پړاو څو مرحلې په بر کې ونیسي. د هغه په وینا، د پوځي پړاو له پای ته رسېدو وروسته به یوه انتقالي دوره رامنځته شي او په دې دوره کې به د افغانستان د مشرانو او استازو په ګډون لویه جرګه جوړه شي.

هغه وویل، لویه جرګه باید د راتلونکي حکومت د جوړښت او د نوي نظام د لومړیتوبونو په اړه پرېکړه وکړي. سادات زیاته کړه، چې اساسي قانون، درې رنګه ملي بېرغ او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له هغو ارزښتونو دي چې جبهه یې د دفاع هوډ لري.

هغه همداراز وویل، وروستی هدف یې د داسې نظام رامنځته کول دي چې په هغه کې ښاریان امنیت، عدالت، کار او فردي ازادیو ته لاسرسی ولري. سادات په پای کې وویل، متحدې جبهې «د افغانستان ازادۍ» لپاره خپله مبارزه پیل کړې ده. هغه ټینګار وکړ، چې دغه مبارزه به اوږدمهاله وي او قربانۍ ته اړتیا لري.

په شخړو کې د غنیمت رول او د ایډیالوژیکو ډلو زوال

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۱:۵۶ GMT+۱
•
محمد محق
100%

بدخشان کې وروستۍ پېښه باید د طالب قوماندانانو ترمنځ سیمه‌ییز اختلاف یا د سرو زرو د کانونو پر سر محدوده شخړه ونه ګڼل شي. دغه ولایت کې روان وضعیت ښايي د طالبانو د حکومت د یوه مهم جوړښتي تناقض نښه وي؛ داسې تناقض چې ریښې یې د وسله‌والو ډلو په اقتصادي منطق او د «غنیمت» په مفهوم کې دي.

محمد عابد الجابري په خپل کتاب «عربي سیاسي عقل» کې، د عربو د تاریخ په سیاسي جوړښتونو کې د اغېز لرونکو عواملو د تحلیل پر مهال، له درېیو عناصرو؛ «عقیدې، قبیلې او غنیمت» څخه خبرې کوي. په دغه تحلیل کې غنیمت یوازې هغه مال نه دی چې له جګړې وروسته ترلاسه کېږي؛ بلکې هغه مادي ګټه هم ده چې د ایتلافونو، شخړو او د واک د اړیکو په رامنځته کېدو کې مهم رول لوبوي.

د عربو په لرغوني تاریخ کې غنیمت د جګړو له مهمو انګېزو څخه و او دغه دود د اسلام په لومړیو پړاوونو کې هم دوام وموند. د اسلام د لومړنیو فتوحاتو پر مهال هم، له دیني انګېزو سره یوځای، د غنیمتونو ترلاسه کول یو مهم عامل و. همدا عامل وروسته د اختلاف، سیالۍ او داخلي وېش پر سرچینې بدل شو او د اسلام د لومړني پړاو د ځینو سیاسي شخړو، چې وروسته یې مذهبي او فرقه‌یي بڼه خپله کړه، تر شا د واک او ګټو پر سر سیالۍ هم موجودې وې.

دا منطق یوازې تر لرغونې نړۍ پورې محدود نه دی پاتې شوی. په ډېرو معاصرو جګړو کې، حتا په هغو جګړو کې چې د ایډیالوژیکو یا دیني شعارونو او د «جهاد» په نوم ترسره شوې دي، اقتصادي عامل مهم رول لري.

د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانستان په جهاد کې هم نه شو ویلی چې ټولو هغو کسانو چې د جګړې لیکو ته ورغلل، یوه شان انګېزه لرله. بې‌شکه داسې کسان وو چې د دیني انګېزو له مخې یې جګړه کوله او باور یې درلود چې د خدای په لار کې او د اخروي اجر لپاره مبارزه کوي. خو له دې سره هم، د ګڼو کسانو لپاره جګړه د ژوند د اړتیاوو د برابرولو او سرچینو ته د لاسرسي په وسیله بدله شوې وه. د جبهې جوړول، بهرنیو مرستو ته لاسرسی او د اکمالاتي لارو کنټرول، له پوځي ځواک سربېره، اقتصادي امکانات هم رامنځته کول.

همدا منطق، که څه هم په بېلابېلو بڼو، د افغانستان د پخواني حکومت پر وړاندې د طالبانو په جګړه کې هم په پراخه کچه موجود و. جګړه یوازې د دوو سیاسي یا دیني روایتونو ترمنځ د تقابل ډګر نه و؛ د لارو، غیررسمي ګمرکونو، کانونو او د نشه‌يي توکو د سوداګرۍ کنټرول، باج اخیستنې او د نفوذ په سیمو کې د مالیاتو راټولولو، وسله‌والو ډلو ته اقتصادي سرچینې برابرولې او د جګړې دوام یې له مالي پلوه ممکن کاوه.

عبدالحکیم حقاني په خپل کتاب «د اسلامي امارت نظام» کې غنیمتونه او غنیمتي مالونه د حکومت د عوایدو له مهمو سرچینو څخه ګڼي.

ولې بدخشان؟

له دې لیدلوري، حتا د جمهوریت پر مهال د بدخشان اوږدمهاله ناامني هم ځانګړې مانا پیدا کوي. دغه ولایت د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت ترڅنګ د سرو زرو، لاجوردو او نورو طبیعي سرچینو پراخې زیرمې لري. په داسې سیمو کې د طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو حضور او فعالیت یوازې پوځي اهمیت نه درلود؛ د یوې جغرافیې د یوې برخې کنټرول کولای شول هغوی ته هغو سرچینو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي چې وسله‌واله ډله یې له بهرني تمویل او حتا د یوه مشخص سیاسي مرکز له مرستې څخه بې‌نیازه کولای شي. هغه ډله چې له کان، سوداګریزې لارې یا طبیعي سرچینو څخه عاید ترلاسه کړای شي، دا وړتیا پیدا کوي چې خپله جګړه په نسبي ډول په خپلواکه توګه روانه وساتي.

دا ټکی د ننني افغانستان د وضعیت د درک لپاره هم مهم دی. د هېواد په نورو سیمو کې هم د طالبانو پر وړاندې د نارضایتۍ او حتا د مقاومت روحیه شته، خو د نارضایتۍ په یوه دوامداره وسله‌واله جبهه بدلول مالي سرچینو ته اړتیا لري. په اوسنیو شرایطو کې چې بهرني هېوادونه د طالبانو د وسله‌والو مخالفانو د تمویل لپاره چندان لېوالتیا نه لري، داخلي سرچینو ته لاسرسی د داسې جبهاتو په رامنځته کېدو او دوام کې ټاکونکی رول لرلای شي.

له همدې امله، د افغانستان مرکزي حکومتونو تل هڅه کړې چې پر طبیعي سرچینو او د عاید پر مهمو لارو کنټرول ولري. د افغانستان دولت په معاصر تاریخ کې په ډېرو پړاوونو کې د خپل بقا لپاره پر بهرنیو مرستو متکي پاتې شوی دی. طبیعي ده چې داخلي عایداتي سرچینو ته لاسرسی کولای شي د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو پر وړاندې د دولت ځواک زیات کړي. خو ستونزه دا ده چې افغانستان لا هم له داسې حکومتولۍ څخه ډېر واټن لري چې ملي سرچینې پکې په شفاف، قانوني او د عامه ګټو په موخه مدیریت شي.

له ملي سرچینو تر سیاسي غنیمت پورې

په ډېرو مواردو کې طبیعي سرچینې یا د مافیايي کړیو لاس ته لوېدلې دي، یا یې اړوند قراردادونه د سیاسي ملاحظاتو تر اغېز لاندې شوي دي. کله ناکله بهرنیو شرکتونو ته د امتیازونو ورکول تر دې چې د یوې روڼې اقتصادي پالیسۍ برخه وي، د سیاسي اړیکو د جوړولو او د یوه بهرني دولت د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره په وسیله بدل شوي دي. د دې ډول چلند نښې د طالبانو او د یو شمېر بهرنیو شرکتونو، په ځانګړي ډول چینایي شرکتونو، په اړیکو کې هم لیدل کېدای شي؛ داسې معاملې چې د ډېرو جزیاتو په اړه یې کافي معلومات له عامه افکارو سره نه شریکېږي.

د جمهوریت پر مهال هم فساد، مافیايي شبکې او د سرچینو د سیاسي او شخصي ګټې لپاره د کارولو هڅې موجودې وې او په دې اړه ګڼ شکایتونه مطرح کېدل. خو مهم توپیر دا و چې پارلمان، ازادې رسنۍ، مدني ټولنه او نورې څارونکې ادارې موجودې وې؛ دغو بنسټونو لږ تر لږه دا زمینه برابروله چې له حکومت څخه پوښتنې وشي او هغه ځواب ویلو ته اړ کړل شي. که څه هم دغه میکانیزمونه تل بریالي نه وو، خو کولای یې شول چې د پټو معاملو لګښت لوړ کړي.

په اوسني جوړښت کې دغه خنډونه یا په جدي ډول کمزوري شوي او یا له منځه تللي دي. له همدې امله، د سرچینو پر سر سیالي په اسانۍ سره د طالبانو دننه د واک د بېلابېلو شبکو ترمنځ پر سیالۍ بدلېدای شي.

هغه څه چې اوس په بدخشان کې لیدل کېږي، ښايي د همدې ستونزې له لومړنیو جدي نښو څخه وي. سیالې ډلې او قوماندانان د کانونو او طبیعي سرچینو پر سر شخړې ته داخل شوي او په دې منځ کې سیمه‌ییز او ژبني عوامل هم موضوع لا پېچلې کوي. د یوې سیمې د اصلي اوسېدونکو لپاره دا د منلو وړ نه ده چې د دوی د سیمې سرچینې د نورو ولایتونو شبکې تر خپل واک لاندې راولي، په داسې حال کې چې خپله سیمه‌ییز خلک ترې بې‌برخې پاتې شي.

دا احساس یوازې تر عامو خلکو محدود نه دی؛ ځايي طالبان هم ښايي ځانونه له هغو شبکو سره مخامخ وویني چې له مرکز یا نورو سیمو څخه راغلي او د سیمې اقتصادي سرچینې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

دولت د غنیمت په توګه

د طالبانو اصلي ستونزه همدلته راڅرګندېږي. هغه ډله چې کلونه یې د جګړې په جوړښت کې وده کړې او د خپلو داخلي اړیکو یوه مهمه برخه یې د جګړې له لارې ترلاسه شوو امکاناتو پر وېش ولاړه وه، د واک له نیولو وروسته له یوې سترې ستونزې سره مخ کېږي: څنګه کولای شي د «غنیمت وېش» منطق د «عامه سرچینو د مدیریت» پر منطق بدل کړي؟

عصري دولت، لږ تر لږه په نظري تعریف کې، د فاتحانو شخصي ملکیت نه دی. د دولت سرچینې هم د جګړې د بریالیو لوریو هغه شتمني نه ده چې د قوماندانانو او وفادارو شبکو ترمنځ ووېشل شي. دولت د عامه ګټو د مدیریت لپاره یو اداري جوړښت دی او ملي سرچینې باید د قانون له مخې او د وګړو د ګټو لپاره ولګول شي. خو کله چې خپله دولت د جګړې د غنیمت په توګه وکتل شي، وزارت، ولایت، بندر، کان، ښاروالۍ او نورې عایداتي سرچینې هم د همدې غنیمت په برخو بدلېږي.

د دې ستونزې نښې یوازې د بدخشان په کانونو کې نه لیدل کېږي. سوداګریزو بندرونو، ښاروالیو او نورو عایداتي سرچینو ته د لاسرسي نابرابري هم کولای شي د واک په جوړښت کې د برخمنو او محرومو شبکو د رامنځته کېدو لامل شي. هغه کسان چې له دې سرچینو څخه ډېره برخه ترلاسه کوي، د موجود وضعیت دفاع کوي؛ خو هغه کسان چې ځانونه له دغو سرچینو محروم ویني، ورو ورو له قهر او نارضایتۍ سره مخ کېږي. دا وضعیت، د فساد ترڅنګ، د سیمه‌ییز او ژبني تبعیض لپاره هم زمینه برابروي او د عامه خدمتونو د وړاندې کولو او د خلکو د رضایت د ترلاسه کولو په برخه کې د حکومت وړتیا کموي.

بدخشان د کیسې پیل دی، پای نه

طالبان به ښايي هڅه وکړي چې په بدخشان کې راپورته شوي اختلافات محدود، شخصي او د کنټرول وړ وښيي. لکه څنګه چې دوی وتوانېدل د مهدي بلخابي قضیه په چټکۍ او پوځي زور پای ته ورسوي، داسې ښکاري چې د جمعه‌خان فاتح قضیه هم ښايي په همدې برخلیک اخته شي. همداراز امکان لري چې نور ناراضي قوماندانان هم د خبرو، امتیاز ورکولو او ځپلو له ګډې لارې چوپ کړي. ښايي دا تګلاره په لنډ مهال کې نتیجه هم ورکړي؛ خو هغه ستونزه چې په بدخشان کې سر راپورته کوي، تر یوه قوماندان ډېره پراخه او جوړښتي بڼه لري.

هغه ډله چې د جګړو پر مهال یې د انساني ځواک یوه مهمه برخه د فتحې، امتیاز او غنیمت له منطق سره عادت کړې، یوازې د حکومت په بدلولو سره له دغه منطق څخه نه شي راوتلای. کله چې اقتصادي فرصتونه محدود او عایداتي سرچینې ارزښتناکې وي، پر هغو د وېش او واک سیالي حتمي کېږي؛ په ځانګړي ډول هغه مهال چې د سرچینو د وېش لپاره روڼ او د ټولو لپاره د منلو وړ میکانیزم موجود نه وي. له همدې امله، بدخشان باید د یوه اختلاف د پای په توګه ونه کتل شي؛ بلکې ښايي د هغې داسې زخم د راڅرګندېدو پیل وي چې په نورو سیمو کې هم سر راپورته کړي. پوځي ځپل کېدای شي د درد د لنډمهاله کمولو لپاره د مسکن په څېر عمل وکړي، خو د ناروغۍ اصلي لامل نه شي له منځه وړلای. که د دولتدارۍ منطق له «غنیمت» څخه «عامه ګټې» ته بدل نه شي، د کانونو، بندرونو، ځمکو، عوایدو او نورو سرچینو پر سر شخړې به دوام ومومي او هر ځل به ښايي په نوې جغرافیه او د نوو لوبغاړو له لوري سر راپورته کړي.

له دې لیدلوري، نن چې په بدخشان کې څه روان دي، یوازې د څو کانونو پر سر شخړه نه ده؛ بلکې د دوو منطقونو د ټکر نښه ده: د غنیمت منطق او د دولت منطق. تر هغه چې لومړی منطق پر دویم غالب وي، د یوه قوماندان ځپل یا د یوه پاڅون خاموشول به ستونزه حل نه کړي؛ یوازې به د شخړې بڼه او ځای بدل شي. په داسې ټولنه کې چې لا هم د تېرو جګړو زخمونه نه دي رغېدلي، د دغه منطق دوام کولای شي یو ځل بیا هماغه پخوانۍ کړۍ فعاله کړي: د غنیمت پر سر سیالي، د ګټې پر سر شخړه، او په پای کې د غنیمت او ګټې لپاره وینه تویول.

افغانستان د اوسني بحران د پای ته رسولو لپاره عصري دولتدارۍ ته اړتیا لري؛ داسې دولتدارۍ ته چې طالبان یې د رامنځته کولو ظرفیت نه لري، او یوازې د بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو ډلو ترمنځ د یوه ملي اجماع له لارې رامنځته کېدای شي.

افغان ایواک: د افغان متحدینو د لېږد برخلیک به په سپټمبر کې بیا له مهمې پرېکړې سره مخ شي

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۷ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۲۰ GMT+۱
100%

د افغانانو د لېږد او بیا مېشتېدو د ملاتړ بنسټ افغان ایواک په خپل اوونیز راپور کې ویلي چې د زرګونو افغانانو د لېږد بهیر په مهم پړاو کې دی او تمه ده چې د امریکا د ۲۰۲۷ مالي کال د کډوالو د منلو راتلونکې پرېکړه د دغو افغانانو پر برخلیک مستقیم اغېز وکړي.

افغان ایواک وايي، شاوخوا ۱،۰۳۹ افغانان لا هم په قطر کې د کمپ السیلیه کې پاتې دي چې له نیمایي ډېرې یې ښځې او له نیمایي ډېرې یې ماشومان دي. د دې بنسټ په وینا، د دغو کسانو له ډلې شاوخوا ۱۵۰ تنه د امریکايي سرتېرو نږدې خپلوان دي او د کمپ د سپټمبر تر ۳۰مې د تړل کېدو پلان شته.

افغان ایواک وايي، د دغو افغانانو ډېری یې امنیتي ارزونې بشپړې کړې او د لېږد لپاره شرایط لري، خو «هغه څه چې پاتې دي، یوازې پرېکړه ده.»

د دغه بنسټ په وینا، د اګست پر اوومه د امریکا د کانګرس ۳۵ غړو، چې مشري یې سکاټ پیټرز او سناتور ریچارډ بلومنتال کوله، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته په لیک کې غوښتنه کړې چې دغه ارزول شوي افغان متحدین دې د لېږد په بهیر کې لومړیتوب ولري.

افغان ایواک په خپل راپور کې د امریکا د فدرالي استیناف محکمې د وروستۍ پرېکړې یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې د اګست پر ۱۴مه درې قاضیانو د حکومت د بیړني ځنډ غوښتنه تر ډېره رد کړې او ویلي یې دي چې حکومت خپله دعوه نه ده ثابته کړې. د بنسټ په وینا، د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې دوه هغه تګلارې چې مخکې لغوه شوې وې، لا هم لغوه پاتې دي او اداره اړ ده چې اړوندې دوسیې وڅېړي.

افغان ایواک وايي، د سپټمبر میاشت به د افغان کډوالو لپاره د «مبارزې میاشت» وي، ځکه د امریکا د ۲۰۲۷ مالي کال لپاره د کډوالو د منلو کلنۍ کچه باید راتلونکې میاشت وټاکل شي. دغه بنسټ اندېښنه څرګندوي چې د امریکا اداره ښايي د جنوبي افریقا د شاوخوا ۲۲ زره افریقانرانو د منلو لپاره ځانګړې ونډه په پام کې ونیسي.

افغان ایواک ټینګار کوي چې افغانان باید په دې سهمیه کې شامل وي او وايي، د افغانانو د «پي-۱» او «پي-۲» لېږد دوسیې په سپینه ماڼۍ کې درول شوې دي؛ نو د دغه بنسټ په باور، سپینه ماڼۍ یې د بیا پیلولو واک هم لري.

په راپور کې د هغو افغانانو لیکونه هم خپاره شوي چې له کلونو راهیسې په پاکستان او افغانستان کې د خپلو دوسیو د برخلیک په تمه دي. یوه افغان مور چې له خپلو پنځو ماشومانو سره په پاکستان کې پاتې ده، ویلي: «کلونه کېږي د خپلې دوسیې د حل په تمه یم او ټول اړین پړاوونه مې بشپړ کړي، خو لا هم په ناڅرګند حالت کې ژوند کوم.»

یو بل افغان چې لا هم په افغانستان کې دی، ویلي: «موږ په پاکستان کې بې برخلیکه ژوند کوو او نامعلوم راتلونکي ته په تمه یو.» د کابل د هوايي ډګر د برید پر مهال هلته د موجودې یوې افغانې کورنۍ په وینا، «موږ په پاکستان کې بې برخلیکه ژوند کوو او نامعلوم برخلیک ته په تمه یو.»

افغان ایواک په پای کې له خپلو ملاتړو غوښتي چې د افغانستان د موقتي خوندي وضعیت قانون د ملاتړ لپاره له خپلو استازو سره اړیکه ونیسي او له هغوی وغواړي چې د دې قانون د تصویب لپاره ګډه سپانسرۍ وکړي.

په نوي ډیلي کې د طالبانو استازی: افغانستان دې د سیالۍ پر ځای د سیمه‌ییز اتصال پُل وي

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۷ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۰۷ GMT+۱
100%

په نوي ډیلي کې د طالب سفیر نوراحمد نور د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځم کال په مراسمو کې له هند سره د اړیکو د لا پراختیا غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان باید د سیالیو د ډګر پر ځای د سیمه‌ییز اتصال، همکارۍ او ګډې اقتصادي ودې پُل وګرځي.

د این ډي ټي وي د راپور له مخې، نور د دوشنبې په ورځ د هند د بهرنیو چارو وزارت د ګډ منشي ډاکټر انند پرکاش او یو شمېر بهرنیو ډېپلوماټانو په ګډون غونډې ته وویل چې د اګست ۱۵مه یوازې د «سیاسي بدلون کلیزه» نه ده، بلکې د افغانستان لپاره د «نوي فصل پیل» هم دی.

هغه ادعا وکړه چې افغانستان د جګړې له پړاو څخه وتلی او د طالبانو د «هوښیارې او متحدې رهبرۍ» تر چتر لاندې د ثبات، بیارغونې، اقتصادي ودې او له نړۍ سره د متقابلو درناوي پر بنسټ د اړیکو د پراختیا پر لور روان دی.

نور د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ د لاسته راوړنو په توګه د شریعت پلي کېدل، د امنیت ټینګښت او خپلواکه تصمیم‌نیونه یاده کړه او ویې ویل چې د افغانستان امنیت یوازې د افغانانو نه، بلکې د سیمې او نړۍ ګډو ګټو ته هم مهم دی.

هغه زیاته کړه: «د افغانستان جغرافیه باید د منفي سیالۍ ډګر نه، بلکې د نښلولو، همکارۍ او ګډې سوکالۍ پُل وي.»

د طالبانو استازي د افغانستان بهرنۍ تګلاره «متوازنه اړیکه، متقابل درناوی، په چارو کې نه لاسوهنه او ګډې ګټې» وبللې او ویې ویل چې کابل له ټولو هېوادونو سره د «مثبتو، رغنده، عملي او دوامدارو اړیکو» غوښتونکی دی.

نور له هند سره د تاریخي اړیکو په اړه وویل چې دواړه هېوادونه د سوداګرۍ، ترانزیټ، سپورټ او ګډ فرهنګي میراث له لارې له پېړیو راهیسې سره نښتي دي. د هغه په وینا، د افغانستان تاریخي ښارونو لکه کابل، هرات او کندهار هندي سوداګرو او کاروانونو ته هرکلی ویلی او ډیلي او لاهور د افغان پوهانو، شاعرانو او صوفیانو له اغېزو برخمن شوي دي.

هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو ډیپلوماټیکو اړیکو پرمختګ هم وستایه او ویې ویل چې د متقابل درناوي، سیاسي تعامل او ګډو ګټو پر بنسټ په اړیکو کې «د پام وړ پرمختګ» شوی دی.

نور وویل چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او هند ترمنځ د لوړې کچې سفرونه زیات شوي او دواړو هېوادونو په بېلابېلو برخو کې تفاهمونو ته هم رسېدلي دي. هغه د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر له ملاتړ څخه هم مننه وکړه او له نوي ډیلي یې د افغانستان د نړیوال دریځ په برخه کې د «لا زیاتې پاملرنې او عملي هڅو» غوښتنه وکړه.

د طالبانو د استازي څرګندونې داسې مهال کېږي چې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې له جدي ترینګلتیا سره مخ دي. د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ له ۲۰۲۵ کال راهیسې پر ډيورنډ کرښه نښتې زیاتې شوې او د ۲۰۲۶ کال په لومړیو میاشتو کې د پاکستان پوځي عملیاتو او د طالبانو د غبرګونونو له امله وضعیت لا پسې خراب شوی دی.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ ربع کې لږ تر لږه ۳۷۲ افغان ملکي وګړي وژل شوي، چې له نیمايي ډېر یې د کابل پر یوه د نشه‌يي توکو د درملنې روغتون د پاکستان په یوه برید کې وژل شوي دي.

اسلام‌اباد پر طالبانو تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان وسله‌والو ته پناه ورکوي، خو کابل دا ادعا ردوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د تورخم او چمن په ګډون د مهمو سرحدي دروازو تکراري تړل کېدو هم د افغانستان ترانزیټي سوداګرۍ ته زیان رسولی دی.

په همدې حال کې، هند له طالبانو سره خپل تعامل په چټکۍ زیات کړی دی. هند د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له مهم سفر وروسته په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت تر کچې لوړ کړ او د ۲۰۲۶ کال په جنوري کې یې په نوي ډیلي کې د طالبانو د سرپرست سفیر په توګه د نوراحمد نور د فعالیت زمینه برابره کړه.

د راپور له مخې، هند لا هم د طالبانو حکومت په رسمي توګه په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له کابل سره یې «جوړښتي او په احتیاط تنظیم شوی» تعامل پراخ کړی دی. په دې موده کې د طالبانو د سوداګرۍ او روغتیا وزیرانو هم هند ته سفرونه کړي او دواړو لورو د سوداګرۍ، درملو او روغتیا په برخو کې خبرې کړې دي.

د افغانستان د مقاومت ملي شورا بیا په نوي ډیلي کې د طالبانو سفارت ته د واک سپارل د افغانستان له «ځمکنیو واقعیتونو سره په ټکر کې» بللي دي.

د امریکا پخوانۍ استخباراتي شنونکې: افغان متحدانو سره د واشنګټن ژمنې لا هم نیمګړې پاتې دي

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۷ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۳۲ GMT+۱
100%

د امریکا د ملکي استخباراتي پخوانۍ شنونکې بېټ بیلي، چې د افغانستان د جګړې په اړه یې کار کړی، وايي واشنګټن باید له افغان متحدانو سره د کړې ژمنې د پوره کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

بیلي د اګست پر ۱۷مه په یوه مقاله کې لیکلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د وتلو بهیر له «ناوړه پرېکړو او استخباراتي ناکامیو» سره مل و او د کابل په وروستیو اوونیو کې شوې ستراتیژیکې پرېکړې یې د ناورین د کمولو په اړه د امریکا د مشرانو پر ژمنتیا شکمنه کړې وه.

نوموړې لیکلي: «له افغانستان څخه د راتلونکي وتلو په اړه دومره ډاډه وم چې دا به ناورین وي؛ خو یوازې په دې اړه ډاډه نه وم چې ناورین به یې څومره لوی وي.»

بیلي وايي، د ۲۰۲۱ کال له ګډوډ وتلو وروسته ګڼو عادي امریکایانو د افغان متحدانو د ایستلو لپاره په خپله هڅه پیل کړه او د ټولنیزو شبکو له لارې یې له هغو کسانو سره مرسته کوله چې د کابل حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته د رسېدو هڅه یې کوله.

د هغې په وینا، د اګست پر ۲۶مه د داعش ډلې یوه ځانمرګي بریدګر، چې د نوموړې په ادعا د طالبانو له خوا له یوه ایتلافي توقیف مرکز څخه خوشې شوی و، د کابل هوايي ډګر ته څېرمه برید وکړ چې ۱۳ امریکايي سرتېري او ۱۷۰ افغانان یې ووژل.

بیلي وايي، له دې پېښې وروسته د تخلیې عملیاتو بڼه بدله شوه او «بې‌شمېره امریکایان، افغان متحدان او زیان‌من کسان په داسې هېواد کې پاتې شول چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې و.»

نوموړې وايي، له هغو امریکایانو سره یې اړیکه ټینګه کړه چې د پاتې افغان متحدانو لپاره یې د استوګنې، خوړو او روغتیايي خدمتونو د برابرولو هڅې کولې. د هغې په وینا، د سلګونو زرو پاتې افغان متحدانو د وضعیت د روښانه کولو هڅو د هغې ژوند هم بدل کړ.

بیلي ادعا کوي چې د طالبانو د غچ اخیستنې د کمپاین په اړه یې ویډیوګانې او انځورونه ترلاسه کړي او په افغانستان کې دننه کسانو ورته د طالبانو د لومړنیو محدودیتونو د اغېزو په اړه مستقیم معلومات ورکړي دي.

هغې ویلي، سلګونو افغانانو خپل مهم اسناد ورسره شریک کړي چې د امریکا د حکومت په درېیو پروګرامونو، د ځانګړو کډوالۍ ویزو، بشري موقتي منلو او د کډوالو د منلو په پروګرام کې د اداري ستونزو څرګندونه یې کوله.

بیلي د طالبانو د واکمنۍ د وضعیت په اړه ادعا کوي چې دې ډلې افغانستان «تیارو ته» کش کړی، له اوو میلیاردو ډالرو ډېر امریکايي پوځي تجهیزات یې په واک کې دي، د امریکا متحدان یې وژلي، د ښځو پر وړاندې یې د جنسیت پر بنسټ یو سخت تبعیضي نظام رامنځته کړی، امریکايي اتباع یې یرغمل کړي او د څو ترهګرو ډلو د پراختیا زمینه یې برابره کړې ده.

نوموړې په عین حال کې د هغو امریکایانو ستاینه کړې چې د سیاسي اختلافاتو له پام پرته یې د افغان متحدانو د ملاتړ لپاره وخت، پیسې او نور امکانات ورکړي دي.

خو بیلي وايي، د امریکا له لوري ډېرو افغانانو ته د هرکلي پر ځای، د تېرو پنځو کلونو ډېره برخه له خنډونو سره تېره شوې ده. د هغې په وینا، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته لومړني درې نیم کاله د ځانګړو کډوالۍ ویزو او د امریکا د کډوالو د منلو پروګرامونو د دوسیو د ډېر ورو بهیر له امله له سختو ستونزو سره مل وو، او وروستي ۱۸ میاشتې بیا د دې پروګرامونو د تړل کېدو له امله لا سختې شوې دي.

بیلي د افغان نجونو وضعیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو تر واک لاندې یې د زده‌کړو او نورو حقونو ته لاسرسی له منځه تللی، خو هغوی لا هم د خپل راتلونکي لپاره د هیلې د ساتلو لارې پیدا کوي.

هغې لیکلي: «زما تر ټولو ژور درناوی هغو افغان نجونو ته دی چې د خپلو حقونو او زده‌کړو د له منځه تلو شاهدې دي، خو بیا هم د داسې راتلونکي لپاره د هیلې د رامنځته کولو لاره پیدا کوي چې اوس مهال یوازې د دوی په خوبونو کې شته.»

بیلي وايي، د افغانستان د وتلو پنځمه کلیزه باید یوازې د تېر ناورین د یادولو لپاره نه وي، بلکې د هغو افغانانو د برخلیک د حل لپاره باید د عملي اقدام لامل شي چې لا هم له خطر سره مخ دي.

هغې په پای کې هیله څرګنده کړې چې د افغانستان د وتلو د پنځمې کلیزې یادونه به د ۲۰۲۱ کال د اګست د خلکو همدردي بېرته راژوندۍ کړي او د امریکا کانګرس او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره به وهڅوي چې «هغه کار بشپړ کړي چې پنځه کاله وړاندې په ډېر بد ډول نیمګړی پاتې شو.»