د پاکستان حکومت: روغتون ته د عمران خان د لېږد پر پرېکړه دې له سره غور وشي

د پاکستان فدرالي حکومت د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان روغتون ته د لېږدولو په اړه د سترې محکمې پر پرېکړې د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.

د پاکستان فدرالي حکومت د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان روغتون ته د لېږدولو په اړه د سترې محکمې پر پرېکړې د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.
روغتون ته د عمران خان د لېږد د پرېکړې په اړه د بیاکتنې غوښتونه د اسلام اباد د یو لوړ پوړې چارواکي له لوري شوې ده.
په دغه عریضه کې راغلي:«سترې محکمې د اګست په ۱۸مه یو لنډمهاله حکم صادر کړ او په لنډمهاله حکم کې یې لارښوونه شوې وه چې عمران خان شفا روغتون ته ولیږدول شي، پداسې حال کې چې د محکمې حکم د اوریدنې له صلاحیت څخه بهر دی، نو باید بیاکتنه وشي».
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ سترې محکمې شخصي روغتون ته د عمران خان د لیږدولو پریکړې اعلانولو پر مهال د دې موضوع په اړه د طبي بورډ د جوړولو امر هم وکړ.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د سترې محکمې پریکړه یو مثبت پرمختګ بللی و او ویلي یې وو چې دغه ګوند به د محکمې پریکړې ته غاړه کیږدي او د عمران خان د سیاست په مسله کې به هیڅ سیاست ونه شي.

د افغانستان د خپلواکۍ ورځ چې پخوا به هرکال په بلوچستان کې د افغانانو او ځايي پښتنو او په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو له لوري په پراخو ملي او دودیزو مراسمو نمانځل کېده، د طالبانو له واکمنېدو او په پاکستان کې پر افغان کډوالو تر محدودیتونو وروسته یې پخوانی رنګ بایللی دی.
د پښتونخوا د زدهکړیالانو سازمان د بلوچستان څانګې پخوانی مشر لطیف کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، پخوا به د اګست پر ۱۹مه د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په مناسبت په افغان کونسلګرۍ او د بلوچستان په بېلابېلو پښتون مېشتو سیمو کې پراخ مراسم ترسره کېدل.
د نوموړي په وینا، په دغه مراسمو کې به اتڼونه، موسیقي، فرهنګي پروګرامونه او علمي سیمینارونه جوړېدل او د ملتپالو سیاسي ګوندونو مشران، غړي او د هغوی د زدهکوونکو سازمانونو استازو به پصهکې ګډون کاوه.
لطیف کاکړ وویل، ځوانانو به د افغانستان ملي بېرغونه پورته کول، له سهاره تر ماښامه به یې اتڼونه کول او په موټرو کې به وطني سندرې غږول کېدې؛ د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت به په جوړو شویو سیمینارونو کې پوهانو او سیاسي شخصیتونو د افغانستان د خپلواکۍ او ملي هویت په اړه خبرې کولې.
هغه زیاته کړه، چې افغانانو او ځايي پښتنو به د دغه مراسمو د ترسره کولو لپاره له خپلو شخصي امکاناتو هم کار اخیست او د خپلواکۍ ورځ به یې د ملي یووالي او افغان هویت د څرګندولو د یوې مهمې ورځې په توګه نمانځله.
د کاکړ په وینا، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغان کونسلګریو وضعیت هم بدل شوی او د افغانستان د پخواني ملي بېرغ پر ځای د طالبانو سپین بېرغونه لیدل کېږي، چې له امله یې د پخوانیو مراسمو بڼه هم بدله شوې ده.
نوموړي وویل، په تېرو پنځو کلونو کې د خپلواکۍ ورځې نمانځنه کال تر بلې کمزورې شوې او په افغانستان کې د طالبانو واکمني او په پاکستان کې روان سیاسي او امنیتي وضعیت د دې لامل شوی چې افغانان د پخوا په څېر په پراخو مراسمو کې ګډون ونه کړي.
لطیف کاکړ وویل، سره له دې چې د خپلواکۍ ورځې پخواني مراسم کمرنګه شوي، خو افغانان او پښتانه لاهم د دې ورځې له تاریخي ارزښت سره تړاو لري.
هغه هیله څرګنده کړه، یوه ورځ به په افغانستان کې داسې شرایط رامنځته شي چې افغانان وکولای شي د خپلواکۍ ورځ په پراخې خوښۍ ونمانځي او د افغانستان واکمني به د «افغانستان اصلي بچیانو» په لاس کې وي.
بل لور ته، په خیبر پښتونخوا کې افغان کډوال وايي، پخوا به د اګست ۱۹مه په پېښور او د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې په پراخو مراسمو، لاریونونو او فرهنګي پروګرامونو نمانځل کېده.
د افغان کډوالو په وینا، په ۲۰۱۶کال کې په پېښور کې د خپلواکۍ ورځې پراخ مراسم ترسره شوي وو او له ۲۰۲۱کال مخکې به د افغانستان کونسلګرۍ ترڅنګ په حیات اباد، تاج اباد او نورو سیمو کې هم غونډې او فرهنګي پروګرامونه جوړېدل.
دوی وايي، ځینو کلونو کې به د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د اورلوبو نندارې هم ترسره کېدې او زرګونه افغانان به په ملي احساساتو کې دغه مراسمو ته راټولېدل. خو کډوال وايي، له ۲۰۲۱کال وروسته دا دود ورو، ورو کم شوی او له ۲۰۲۳کال راهیسې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر د دې ورځې د نمانځنې پر فضا لا زیات اغېز کړی دی.
دوی ادعا کوي، چې د پولیسو د عملیاتو، نیول کېدو او له پاکستان نه د اېستل کېدو له وېرې اوس نهشي کولای په ازاده توګه د خپلواکۍ ورځې مراسم ترسره یا پهکې ګډون وکړي. افغان کډوال وايي، هغه ورځ چې پخوا به د خوښۍ، یووالي او ملي ویاړ په فضا کې نمانځل کېده، اوس د وېرې او ناڅرګند برخلیک تر سیوري لاندې تېرېږي.
د دوی په وینا، اوسني شرایطو د دوی پر ټولنیز او فرهنګي ژوند سربېره رواني فشارونه هم زیات کړي او ډېر افغانان اړ دي چې د خپلواکۍ ورځې پر مهال له عامه مراسمو لرې پاتې شي.
په اوکراین کې له دندې ګوښه شوي دفاع وزیر میخایلو فېدوروف د جګړې پرمهال د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده. فېدوروف په یوه ویډیو کې چې په یوټیوب کې یې خپره کړې ویلي: «دیموکراسي باید د روسیې لهخوا یرغمل نهشي. موږ د همدې لپاره جګړه کوو، چې غواړو یو ازاد اروپايي هېواد پاتې شو».
د روسیې د پراخ یرغل له پیل راهیسې اوکراین د پوځي حکومت لهخوا اداره کېږي. د دغه وضعیت له مخې، د اوکراین د قوانینو پر بنسټ د ټاکنو ترسره کول ځنډول شوي دي.
فېدوروف د جولای په وروستیو کې تر شپږ میاشتنۍ دندې وروسته له دفاع وزارت څخه په ناڅاپي ډول ګوښه شو. د هغه ګوښه کېدو په اوکراین کې پراخ لاریونونه او اعتراضونه راوپارول. زېلېنسکي تراوسه د فېدوروف د دغه ویډیو په اړه کومه څرګندونه نهده کړې. د فېدوروف د ګوښه کېدو لامل په پراخه کچه د اوکراین د پوځ د قوماندان اولکساندر سیرسکي سره اختلافات او ترینګلتیا بلل شوې ده. خو سیرسکي هم د لاریونونو او سیاسي فشارونو تر زیاتېدو څو اونۍ وروسته له خپلې دندې ګوښه شو.
فېدوروف په دغه ویډیو کې د خپلو شخصي سیاسي پلانونو په اړه جزییات نهدي وړاندې کړي؛ خو ټینګار یې کړی چې باید «یو داسې قانوني، خوندي او عملي مېکانیزم رامنځته شي، چې اوکراین ته اجازه ورکړي، حتی د اوږدې جګړې پرمهال هم خپل بشپړ دیموکراتیک بهیر رامنځته کړي».
هغه همداراز په حکومتولۍ کې د «سیسټماټیک ناورین» او له بدلونونو څخه د وېرې په اړه خبرې کړې دي. نوموړي مالي فساد هم له هغه عواملو بللی چې د اوکراین د جګړې هڅو ته زیان رسوي.
فېدوروف د دفاع وزارت د مشر په توګه د خپلې دندې پرمهال د فساد پر وړاندې د مبارزې، ډیجیټلي کولو او د معلوماتو د کارولو له لارې د جګړهییزو جبهو د فعالیت د ښهوالي له امله مشهور شوی و.
هغه چې تر دې مخکې د ډیجیټلي بدلون وزیر هم پاتې شوی، د جګړې په لومړیو ورځو کې یې د «اوکراین د معلوماتي ټکنالوژۍ پوځ» جوړ کړ. د «ډرونونو پوځ» بریالی کمپاین یې رهبري کړ او په دې وروستیو کې یې له اېلان ماسک وغوښتل، چې روسیه د اوکراین پر وړاندې د ډرون بریدونو لپاره د سټارلنک سپوږمکۍ له کارولو منع کړي؛ د هغه په وینا دغه اقدام د روسیې د پوځي عملیاتو په پرمختتګ د پام وړ اغېز کړی و.
د فېدوروف له ګوښه کېدو وروسته زېلېنسکي یوګني خمارا چې د استخباراتي ادارو له لوړپوړو چارواکو څخه دی، د دفاع وزارت د سرپرست په توګه وټاکه. که څه هم فېدوروف ته د پوځي نوښتونو په برخه کې د لومړي وزیر د مرستیال په توګه د نورو دندو وړاندیزونه هم شوي؛ خو هغه ټینګار کړی چې یوازې د دفاع وزیر په توګه بېرته دندې ته ستنېدو ته چمتو دی.
د رویټرز او ایپسوس د یوې نوې نظرپوښتنې له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د کړنو د تایید کچه ۳۳ سلنې ته راټیټه شوې چې د هغه د اوسنۍ ولسمشرۍ تر ټولو ټیټه کچه ده.
په څلور ورځنۍ نظرپوښتنه کې ۶۴ سلنه امریکایانو ویلي چې د ټرمپ له کړنو ناخوښ دي، په داسې حال کې چې یوازې ۳۳ سلنه خلکو د هغه کړنې تایید کړې دي. د ټرمپ د تایید کچه د همدې میاشتې په لومړیو کې ۳۵ سلنه وه.
د رویټرز/ایپسوس د نظرپوښتنې له مخې، د ټرمپ د تایید کچه اوس د هغه د لومړۍ ولسمشرۍ د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر له تر ټولو ټیټې کچې سره هم برابره شوې ده.
د ټرمپ د محبوبیت د کمېدو یو مهم لامل له ایران سره روانه جګړه او د هغې اقتصادي اغېزې بلل شوې دي.
د جګړې له امله د نړۍ د تېلو د سوداګرۍ شاوخوا پنځمه برخه اغېزمنه شوې او په امریکا کې د تېلو بیې لوړې شوې دي.
ټرمپ مخکې ژمنه کړې وه چې د انفلاسیون مخه به نیسي او امریکا به په اوږدمهاله جګړو کې نه ښکېلوي. هغه د ایران جګړه هم په لومړیو کې داسې ښودلې وه چې ښايي یوازې څو اونۍ دوام وکړي.
خو د نظرپوښتنې ۸۰ سلنه ګډونوال، چې ۸۷ سلنه پکې ډیموکراتان او ۷۱ سلنه جمهوريپال شامل دي، باور لري چې په ایران کې به د امریکا ښکېلتیا اوږده شي. یوازې ۱۶ سلنه ګډونوالو ویلي چې جګړه ښايي په څو اونیو کې پای ته ورسېږي.
امریکایان د جګړې په اړه اندېښمن دي
د نظرپوښتنې له مخې، یوازې له هرو پنځو امریکایانو یو یې باور لري چې له ایران سره جګړه د ارزښت وړ وه. د جمهوريپالو په منځ کې هم یوازې نیمایي ګډونوال دغه جګړه د ارزښت وړ بولي.
د جګړې او د تېلو د بیو په اړه اندېښنې د جمهوريپالو لپاره د نومبر د منځمهاله ټاکنو په درشل کې د اندېښنې وړ دي. جمهوريپال هڅه کوي په ولسي جرګه کې خپل کم اکثریت وساتي، خو ډیموکراتان د مشرانو جرګې د اکثریت د بېرته ترلاسه کولو هیله هم لري.
د رویټرز/ایپسوس د دې میاشتې نظرپوښتنې ښيي چې امریکایي رایهورکوونکي د اقتصادي مسایلو د مدیریت لپاره د جمهوريپالو پر ځای ډیموکراتانو ته ډېر لېواله دي. په وروستۍ نظرپوښتنه کې ۳۸ سلنه ګډونوالو ویلي چې ډیموکراتان به اقتصاد ښه مدیریت کړي، په داسې حال کې چې ۳۵ سلنه خلکو د جمهوريپالو تګلاره غوره بللې ده.
د کډوالۍ په برخه کې د جمهوريپالو برلاسی کم شوی
د کډوالۍ په برخه کې د جمهوريپالو تګلاره لا هم د ډیموکراتانو په پرتله ډېره مشهوره ده، خو د دواړو ګوندونو ترمنځ واټن کم شوی دی.
د نظرپوښتنې له مخې، ۴۰ سلنه ثبت شویو رایهورکوونکو ویلي چې جمهوريپال د کډوالۍ د پالیسۍ د مدیریت لپاره غوره تګلاره لري، په داسې حال کې چې ۳۸ سلنه ډیموکراتانو ته ترجیح ورکوي.
دا یوازې دوه سلنه توپیر د ټرمپ د اوسنۍ ولسمشرۍ تر ټولو کم واټن دی. د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې جمهوريپال په دې برخه کې ۲۶ سلنه مخکښ وو.
د رویټرز/ایپسوس دغه نظرپوښتنه په انلاین ډول د امریکا له ۱۱۶۶ بالغانو سره ترسره شوې او د پایلو د خطا کچه یې شاوخوا درې سلنه ده.
د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې، په اډیاله زندان کې د عمران خان د طبي معاینې لپاره جوړ شوي بورډ سپارښتنه کړې چې نوموړي ته دې هره ورځ د یو ساعت مزل او استراحت زمینه برابره شي، څو ذهني فشار یې راکم شي.
طبي بورډ سپارښتنه کړې، چې عمران خان ته دې ورځپاڼې، مجلې، ټلوېزیون او د مطالعې مواد هم ورکړل شي. همداراز یې له مېرمنې او کورنۍ سره د اوسني مهالوېش پرتله د ډېرو او منظمو لیدنو سپارښتنه کړې ده.
د طبي بورډ سپارښتنې د هغه راپور برخه دي، چې سترې محکمې ته وړاندې شوې دي. ستره محکمه به نن د عمران خان د ملاقات او په اډیاله زندان کې د هغه د شته اسانتیاوو په اړه د غوښتنلیکونو اورېدنه وکړي.
د راپور له مخې، څلور کسیز طبي بورډ د اګست په ۱۰مه په اډیاله زندان کې د عمران خان طبي معاینه کړې وه. د معاینې پرمهال د هغه د وینې فشار ۱۴۰ پر ۸۰ ثبت شوی و. عمران خان د سر د دروندوالي او د زړه د تېزې درزا شکایت هم کړی و.
د طبي معاینې پرمهال د سینې درد یا د ساه لنډۍ نښې نه وې موندل شوې؛ خو طبي بورډ د هغه د سختې بېقرارۍ یادونه کړې ده. د راپور له مخې، عمران خان د اګست په لومړۍ نېټه هم د پاکستان انسټیټیوټ اف مېډیکل ساینسز یا پمز د زړه ناروغیو د متخصص لهخوا معاینه شوی و. هغه مهال د وینې د فشار بدلون، د زړه د تېزې درزا، سر درد او بېقرارۍ شکایتونه لرل.
طبي متخصص ویلي، چې عمران خان د خپلې ذهني اندېښنې مهم لامل له مېرمنې، کورنۍ او ملګرو سره نه لیدنه او د ورځپاڼو او ټلوېزیون نشتوالی بللی و. متخصص سپارښتنه کړې، چې د ذهني فشار د کمولو لپاره دې له کورنۍ سره د هغه ملاقاتونه زیات او منظم شي او د مطالعې لپاره دې ورته مواد برابر شي.
طبي بورډ ویلي، چې د عمران خان د اوسني ذهني حالت له امله د روغتیايي ستونزو د رامنځته کېدو ګواښ شته؛ نو باید په زندان کې ورته هره ورځ د یوه ساعت مزل او استراحت زمینه برابره شي.
د اډیاله زندان د ادارې دریځ
د اډیاله زندان ادارې په ستره محکمه کې په وړاندې شوي راپور کې ویلي، چې عمران خان او بشرا بيبي ته مناسبې روغتیايي اسانتیاوې برابرېږي او د هغوی روغتیا د زندان د ادارې لومړیتوب دی.
د راپور له مخې، د زندان طبي کارکوونکي هره ورځ درې ځله د عمران خان معاینه کوي، د هغه خواړه څاري او د وینې فشار، د زړه درزا او په وینه کې د اکسیجن کچه هم ثبتوي. د زندان ادارې ویلي، چې د بېلابېلو دولتي روغتونونو متخصصو ډاکټرانو هم د عمران خان معاینه کړې او د هغه د طبي معاینې، درملنې او درملو ریکارډ ساتل شوی دی.
د عمران خان د سترګو ناروغۍ په اړه د زندان ادارې ویلي، له تشخیص وروسته یې سملاسي درملنه شوې ده، چې اوس یې د لید کچه د پام وړ ښه شوې او نږدې عادي حالت ته راګرځېدلې ده.
په راپور کې ویل شوي، چې عمران خان او بشرا بيبي هره سېشنبه د زندان د قوانینو له مخې ملاقات کوي او تراوسه ۸۴ ملاقاتونه شوي دي.
تحریک انصاف: عمران خان دې روغتون ته ولېږدول شي
بل لور ته د پاکستان تحریک انصاف ګوند د عمران خان د وینې فشار د راپور په اړه اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې، چې هغه دې ژر تر ژره روغتون ته ولېږدول شي او مناسبې روغتیايي اسانتیاوې دې ورته برابرې شي.
د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي په یوې خبري ناسته کې د عمران خان د روغتیا راپور د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې دې موضوع ټول هېواد اندېښمن کړی دی. هغه ادعا کړې، چې د عمران خان د شخصي ډاکټرانو په پخوانیو معایناتو کې د هغه د وینې فشار عادي و خو په وروستي راپور کې یې د وینې فشار لوړ ثبت شوی دی.
هغه ویلي، چې د عمران خان کورنۍ، وکیلانو او شخصي ډاکټرانو د ډسمبر له دویمې نېټې وروسته له هغه سره نهدي لیدلي.
د امریکا د ملکي استخباراتي پخوانۍ شنونکې بېټ بیلي، چې د افغانستان د جګړې په اړه یې کار کړی، وايي واشنګټن باید له افغان متحدانو سره د کړې ژمنې د پوره کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.
بیلي د اګست پر ۱۷مه په یوه مقاله کې لیکلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د وتلو بهیر له «ناوړه پرېکړو او استخباراتي ناکامیو» سره مل و او د کابل په وروستیو اوونیو کې شوې ستراتیژیکې پرېکړې یې د ناورین د کمولو په اړه د امریکا د مشرانو پر ژمنتیا شکمنه کړې وه.
نوموړې لیکلي: «له افغانستان څخه د راتلونکي وتلو په اړه دومره ډاډه وم چې دا به ناورین وي؛ خو یوازې په دې اړه ډاډه نه وم چې ناورین به یې څومره لوی وي.»
بیلي وايي، د ۲۰۲۱ کال له ګډوډ وتلو وروسته ګڼو عادي امریکایانو د افغان متحدانو د ایستلو لپاره په خپله هڅه پیل کړه او د ټولنیزو شبکو له لارې یې له هغو کسانو سره مرسته کوله چې د کابل حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته د رسېدو هڅه یې کوله.
د هغې په وینا، د اګست پر ۲۶مه د داعش ډلې یوه ځانمرګي بریدګر، چې د نوموړې په ادعا د طالبانو له خوا له یوه ایتلافي توقیف مرکز څخه خوشې شوی و، د کابل هوايي ډګر ته څېرمه برید وکړ چې ۱۳ امریکايي سرتېري او ۱۷۰ افغانان یې ووژل.
بیلي وايي، له دې پېښې وروسته د تخلیې عملیاتو بڼه بدله شوه او «بېشمېره امریکایان، افغان متحدان او زیانمن کسان په داسې هېواد کې پاتې شول چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې و.»
نوموړې وايي، له هغو امریکایانو سره یې اړیکه ټینګه کړه چې د پاتې افغان متحدانو لپاره یې د استوګنې، خوړو او روغتیايي خدمتونو د برابرولو هڅې کولې. د هغې په وینا، د سلګونو زرو پاتې افغان متحدانو د وضعیت د روښانه کولو هڅو د هغې ژوند هم بدل کړ.
بیلي ادعا کوي چې د طالبانو د غچ اخیستنې د کمپاین په اړه یې ویډیوګانې او انځورونه ترلاسه کړي او په افغانستان کې دننه کسانو ورته د طالبانو د لومړنیو محدودیتونو د اغېزو په اړه مستقیم معلومات ورکړي دي.
هغې ویلي، سلګونو افغانانو خپل مهم اسناد ورسره شریک کړي چې د امریکا د حکومت په درېیو پروګرامونو، د ځانګړو کډوالۍ ویزو، بشري موقتي منلو او د کډوالو د منلو په پروګرام کې د اداري ستونزو څرګندونه یې کوله.
بیلي د طالبانو د واکمنۍ د وضعیت په اړه ادعا کوي چې دې ډلې افغانستان «تیارو ته» کش کړی، له اوو میلیاردو ډالرو ډېر امریکايي پوځي تجهیزات یې په واک کې دي، د امریکا متحدان یې وژلي، د ښځو پر وړاندې یې د جنسیت پر بنسټ یو سخت تبعیضي نظام رامنځته کړی، امریکايي اتباع یې یرغمل کړي او د څو ترهګرو ډلو د پراختیا زمینه یې برابره کړې ده.
نوموړې په عین حال کې د هغو امریکایانو ستاینه کړې چې د سیاسي اختلافاتو له پام پرته یې د افغان متحدانو د ملاتړ لپاره وخت، پیسې او نور امکانات ورکړي دي.
خو بیلي وايي، د امریکا له لوري ډېرو افغانانو ته د هرکلي پر ځای، د تېرو پنځو کلونو ډېره برخه له خنډونو سره تېره شوې ده. د هغې په وینا، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته لومړني درې نیم کاله د ځانګړو کډوالۍ ویزو او د امریکا د کډوالو د منلو پروګرامونو د دوسیو د ډېر ورو بهیر له امله له سختو ستونزو سره مل وو، او وروستي ۱۸ میاشتې بیا د دې پروګرامونو د تړل کېدو له امله لا سختې شوې دي.
بیلي د افغان نجونو وضعیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو تر واک لاندې یې د زدهکړو او نورو حقونو ته لاسرسی له منځه تللی، خو هغوی لا هم د خپل راتلونکي لپاره د هیلې د ساتلو لارې پیدا کوي.
هغې لیکلي: «زما تر ټولو ژور درناوی هغو افغان نجونو ته دی چې د خپلو حقونو او زدهکړو د له منځه تلو شاهدې دي، خو بیا هم د داسې راتلونکي لپاره د هیلې د رامنځته کولو لاره پیدا کوي چې اوس مهال یوازې د دوی په خوبونو کې شته.»
بیلي وايي، د افغانستان د وتلو پنځمه کلیزه باید یوازې د تېر ناورین د یادولو لپاره نه وي، بلکې د هغو افغانانو د برخلیک د حل لپاره باید د عملي اقدام لامل شي چې لا هم له خطر سره مخ دي.
هغې په پای کې هیله څرګنده کړې چې د افغانستان د وتلو د پنځمې کلیزې یادونه به د ۲۰۲۱ کال د اګست د خلکو همدردي بېرته راژوندۍ کړي او د امریکا کانګرس او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره به وهڅوي چې «هغه کار بشپړ کړي چې پنځه کاله وړاندې په ډېر بد ډول نیمګړی پاتې شو.»