• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیه د افغانستان او پاکستان له لارې د هند سمندر ته د رېل پټلۍ غځول څېړي

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۱۲:۱۵ GMT+۱

د روسیې مرستیال لومړي وزیر مرات خوسنولین ویلي، چې مسکو د افغانستان او پاکستان له لارې د هند سمندر ته د رېل پټلۍ د غځولو لارې چارې څېړي. خوسنولین وايي، د ایران د اوسني وضعیت له امله د بدیلو ترانزیټي دهلېزونو اړتیا ډېره شوې ده.

خوسنولین خبریالانو ته ویلي، چې دا کار په څو برخو کې روان دی. د هغه په وینا، د کسپین سمندرګي ختیزې لارې د پراخولو ترڅنګ، د ازبکستان او افغانستان له لارې د هند سمندر ته د سړکونو د جوړولو لارې هم تر څېړنې لاندې دي.

د تاس اژانس د رپوټ له مخې، هغه وویل: «موږ له منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو سره یوځای د ازبکستان او افغانستان له لارې د هند سمندر ته د ځمکني ترانسپورټ د لارو پر جوړولو کار کوو. هممهاله، ترکمنستان او ازبکستان له افغانستان او پاکستان څخه د تېرېدونکې رېل پټلۍ د غځولو امکان هم څېړي».

د روسیې مرستیال لومړي وزیر زیاته کړې چې د دغه هېواد د ترانسپورټ وزارت هم په دې هڅو کې ونډه لري.

خوسنولین وايي، د ایران د اوسني وضعیت له امله د بدیلو ترانزیټي دهلېزونو اړتیا ډېره شوې ده. د هغه په وینا، د کسپین سمندرګي ختیزه لار د روسیې لپاره له اقتصادي او ترانسپورټي پلوه مهمه او ګټوره ده.

ډېر لیدل شوي

پخواني ولسمشر ته پرانیستی‌لیک؛ د پوهنتون یوه استاد له اشرف غني غوښتي بېرته کابل ته ستون شي
۱

پخواني ولسمشر ته پرانیستی‌لیک؛ د پوهنتون یوه استاد له اشرف غني غوښتي بېرته کابل ته ستون شي

۲

د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه؛ افغان سندرغاړی وایي له بنسټیزو حقونو محروم ملت رښتینی خپلواک نه دی

۳

هند: له طالبانو سره مو اړیکې چټکې شوې دي

۴

ملګري ملتونه: حقاني شبکه لا هم شته او د ترهګریزو سازمانونو په نوملړ کې شامله ده

۵

افغانستان له بهرني ځواکه خپلواک، خو د طالبانو تر واک لاندې افغانان څومره ازاد دي؟

•
•
•

نور خبرونه

د تصویر اخیستنې نړۍواله ورځ؛ کندهار کې د طالبانو له‌خوا پر تصویر اخیستونکو دوه کلن بندیز

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۱۰ GMT+۱
100%

د اګست ۱۹مه د تصویر اخیستنې نړۍواله ورځ په نړۍ کې داسې مهال نمانځل کېږي، چې په کندهار کې نږدې دوه کاله کېږي د ساکښو موجوداتو د تصویر پر اخیستلو او خپرولو بندیز لګېدلی او لسګونه خبریالان، تصویر اخیستونکي او ویډیو جوړونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

کندهار د افغانستان لومړنی ولایت و، چې د طالبانو له لوري په‌کې د ساکښو موجوداتو د تصویر بندیز عملي شو. دغه بندیز د ۲۰۲۴کال د سپټمبر په ۴مه پیل شو او وروسته په تدریجي ډول د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځېده؛ هغه پرېکړه چې د رسنیو د فعالیت بڼه یې بدله کړه.

یو سیمه‌ییز تصویر اخیستونکی (عکاس) چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي نوم یې خپور شي وایي، د بندیز له پیل وروسته یې عاید او کار دواړه سخت اغېزمن شوي دي.

هغه وویل: «له هغه وروسته چې پر تصویر بندیز ولګېد، زما کار نیمایي له‌منځه ولاړ، یوازې دولتي ادارې نه بلکې ځینې وخت د عامو خلکو د تصویر اجازه نه راکول کېږي. څو ځله د امر بالمعروف کسانو زما کامره او نور کاري وسایل هم رانه اخیستي او وروسته یې راسپارلي دي».

یو بل سیمه‌ییز خبریال هم ورته تجربه بیانوي او وایي، واک ته د طالبانو له رسېدو د پنځمې کلیزې د مراسمو پرمهال په داسې حال کې چې د ښار عمومي فضا یې ثبتوله د امر بالمعروف کسانو یې مخه ونیوله.

پر عکس او ویډیو تر بندیز وروسته د کندهار تلویزیوني شبکو د خپلو راپورونو بڼه بدله کړه. د انسانانو او حیواناتو د تصویرونو پر ځای اوس په ډېری راپورونو کې د طبیعت، ودانیو، سړکونو او ارشیف بې‌روحه تصویرونو کار اخیستل کېږي.

ځايي خبریالان وایي، دغه بدلون نه یوازې د راپورونو کیفیت کم کړی، بلکې د عامه معلوماتو د وړاندې کولو طریقه یې هم محدوده کړې ده. تصویر اخیستونکي او خبریالان وایي، د دوامداره محدودیتونو له امله د دوی مسلکي راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ دی.

د دوی په خبره، یوشمېر کسان لا دمخه کابل ته تللي او هلته خپل مسلکي فعالیت ته دوام ورکوي. د کندهار یوشمېر یوټیوب چلوونکي هم وایي، د تصویر بندیز د دوی انلاین فعالیتونه نږدې په ټپه درولي دي.

د ویډیویي منځپانګې جوړوونکی ځوان چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي: «دلته څو ځله زموږ د ویډیو ثبت مخه ونیول شوه، بندیان شو، بالاخره مجبور شوم کابل ته ولاړ شم او اوس د خپل یوټیوب فعالیت دلته کوم، ځکه په کندهار کې عملي کار کول ډېر ستونزمن شوي دي».

د ځینو نورو په خبره، هغوی بیا په بشپړه توګه دا کار پرېښی او خپلې کامرې یې پلورلې دي. د بندیز اغېز یوازې پر خبریالانو نه‌دی محدود شوی؛ بلکې ښځې هم د اړتیا وړ شخصي تصویرونو له اخیستلو بې‌برخې شوې دي.

د کندهار یوه اوسېدونکې مریم وایي، څو ورځې وړاندې یوې عکاس‌خانې ته ورغلې خو تصویر یې وانه‌خیستل شو. هغه وایي: «عکاس‌خانې ته ورغلم خو هلته یو کس راته وویل، چې طالبانو منع کړي دي او د ښځو تصویرونه نه‌شي اخیستلای، مجبوره شوم بېرته کور ته ولاړه شم».

کندهار د دغه بندیز د عملي کېدو لومړنی ولایت و؛ خو وروسته دغه پالیسي نورو سویلي ولایتونو او ورپسې د افغانستان یوشمېر نورو ولایتونو ته هم وغځېده. د رسنیو او بیان ازادۍ ملاتړو بنسټونو ویلي، چې دغه محدودیت د خبریالانو پر کار، د عامه معلوماتو پر لاسرسي او د بیان پر ازادۍ جدي اغېز کړی؛ خو طالبان دغه اقدام د «شریعت» د پلي کېدو برخه بولي.

د تصویر اخیستنې نړۍواله ورځ سږکال داسې مهال په نورو هېوادونو کې نمانځل کېږي، چې په کندهار کې د ګڼو تصویر اخیستونکو کامرې خاموشه دي؛ ځینې خپل ښار پرېږدي، ځینې یوازې غږ ثبتوي او ځینې بیا د یوې داسې ورځې په تمه دي چې تصویر اخیستلو ته یو ځل بیا د جرم په سترګه ونه کتل شي.

له پاکستان سره د لارو تر تړل کېدو وروسته؛ د کندهار د انګورو بزګران حاصلات په مميزو بدلوي

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۰۷ GMT+۱
100%

په کندهار ولایت کې د انګورو له موسم سره هم‌مهاله بزګران وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو د دوی د محصولاتو صادرات سخت اغېزمن کړي او له همدې امله ګڼو بزګرانو خپل انګور په مميزو بدل کړي؛ خو د مميزو بیې هم د پخوا پرتله رالوېدلې دي.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د پاکستان بازار د کندهار او د افغانستان د سوېلي سیمو د انګورو تر ټولو مهم صادراتي مقصد ګڼل کېده؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو او د لارو تړل کېدو له امله بزګران اوس نه‌شي کولای خپل تازه انګور بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.
په راپور کې راغلي، د صادراتو د کمښت له امله د تازه مېوو ډېره برخه کورنیو بازارونو ته عرضه شوې چې ورسره د انګورو بیې په بې‌ساري ډول راټیټې شوې دي او له همدې امله ګڼو بزګرانو خپل انګور په مميزو بدل کړي، خو د مميزو بیې هم د پخوا پرتله ښکته شوې دي.
د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د انګورو بڼوال سخي جان ویلي، پخوا اووه کیلو مميز په ۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰ افغانیو پلورل کېده؛ خو اوس د همدې اندازې مميزو بیه ۴۰۰ تر ۴۵۰ افغانیو راټیټه شوې ده.
هغه ویلي: «پخوا کار ښه و، انګور مو پلورل او خلکو عاید درلود، خو اوس ستونزې ډېرې شوې دي». سخي جان له طالبانو او پاکستاني چارواکو غوښتي، چې سوداګریزې لارې بېرته پرانیزي او د سوداګرۍ د عادي کېدو لپاره هوکړې ته ورسېږي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بینا ویلي، د لارو بندښت د افغانستان د مېوو صادراتو ته سخت زیان رسولی دی. د هغه په وینا، د ۲۰۲۵کال پرمهال د افغانستان له پنځو سوېلي ولایتونو څخه ۴۴زره او ۲۲۵ ټنه انګور صادر شوي وو چې ارزښت یې ۱۳.۸ مېلیون ډالرو ته رسېده. نوموړي زیاته کړې، چې له دې ډلې نږدې ۴۳زره ټنه انګور پاکستان ته صادر شوي وو.
خو د بینا په خبره، روان کال تراوسه یوازې ۲۵۶ ټنه انګور بهر ته صادر شوي چې ارزښت یې شاوخوا ۱۰۰زره ډالر دی. د انګورو یو صادرونکی حاجي عبدالحی وايي، په خپل پنځوس کلن ژوند کې یې دومره اوږدمهاله بندیزونه نه‌دي لیدلي.
هغه ویلي: «پخوا به یوه لار بنده وه او بله به خلاصه وه، یا به ستونزه څو ورځې وه خو اوس له خورا جدي مشکلاتو سره مخ یو». بلخوا د انګورو په بڼونو کې کاري فرصتونه هم کم شوي دي. قدرت‌الله پوپ، چې د انګورو راټولولو په یوه بڼ کې کار کوي ویلي، چې تېرکال په هغه بڼ کې شاوخوا ۱۵۰۰ کارکوونکو کار کاوه؛ خو سږکال دغه شمېر نږدې ۱۵ کسانو ته راکم شوی دی.
هغه ویلي، که څه هم سږکال د انګورو حاصلات ښه دي، خو د صادراتو د نشتوالي له امله ټول محصولات کورنیو بازارونو ته ځي، هغه بازارونه چې لا له وړاندې د انګورو له زیاتې عرضې سره مخ دي.
پوپل زیاته کړې: «کله چې لارې بندې شي او سوداګري ودرېږي، د سوداګرو، کارګرو او بڼوالو د ټولو ژوند اغېزمنېږي».

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو بندښت؛ د وچې مېوې سوداګري زیانمنه شوې

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۰۲ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او تګ‌راتګ لارې د تېر کال د اکتوبر له ۱۲مې نېټې راهیسې تړلې دي، چې له امله یې د دواړو خواوو سوداګر له جدي ستونزو سره مخ شوي او د وچې مېوې سوداګري هم زیانمنه شوې ده.

افغانستان د وچو مېوو د تولید له مهمو هېوادونو ګڼل کېږي او د دغه محصولاتو لوی بازار د پاکستان منډۍ بلل کېدې. خو سوداګر وايي، پر ډیورنډ کرښه د لارو له تړل کېدو وروسته د وچې مېوې کاروبار په بې‌ساري ډول کمزوری شوی دی.
د کویټې یو سوداګر نصرالله چې د وچې مېوې په کاروبار بوخت دی افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د تېرکال پرتله سږ کال سوداګریز فعالیتونه «نږدې له‌منځه تللي» دي. هغه وایي، د لارو د بندښت له امله وچې مېوې په کمه اندازه او ناقانونه لارو کویټې ته رسېږي، چې د لېږد لوړو لګښتونو له امله یې بیې هم لوړې شوې دي.
د نوموړي په وینا، د بیو لوړوالي د وچو مېوو په پېرلو کې د خلکو وړتیا راکمه کړې او د وچې مېوې تقاضا یې هم کمه کړې ده. نصرالله زیاتوي: «هغه هټۍوال چې پخوا به یې ۱۵۰ کیلو وچې مېوې اخیستې، اوس یوازې شاوخوا ۲۰ کیلو اخلي. له دې څخه د کاروبار د کمېدو اندازه معلومېږي».
بل سوداګر لیاقت خان چې له افغانستان نه د وچې مېوې وارداتو کاروبار کوي وایي، پر ډیورنډ کرښه د لارو تړل کېدو له امله یې کاروبار په بشپړه توګه په ټپه درېدلی دی.
هغه افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «نږدې یو کال کېږي چې هېڅ کار نه‌شو کولی. زموږ کاروبار په بشپړه توګه په ټپه درېدلی دی». د لیاقت خان په وینا، د کویټې منصفي روډ او چوهړمل روډ پخوا د وچې مېوې د سوداګرۍ مهم مرکزونه وو او هره ورځ به هلته د سوداګرو ګڼه ګوڼه وه؛ خو اوس هلته د بازارونو فعالیتونه خورا پېکه شوي دي.
نوموړی وایي، د کویټې له بازارونو څخه تر نیمايي ډېر سوداګر نورو ښارونو ته تللي او ګڼو کوچنیو سوداګرو دغه کاروبار پرېښی دی. بل لور ته په افغانستان کې د وچې مېوې سوداګر او بڼوال هم د روان وضعیت له امله اندېښمن دي.
د کندهار یو سوداګر سمیع‌الله افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د پاکستان بازار د افغان سوداګرو لپاره تر ټولو اسانه او ګټور بازار و. هغه وایي، پخوا به د محصولاتو له رسېدو سره سم سوداګر له بڼوالو سره اړیکه نیوله او محصولات به په مناسبه بیه پلورل کېدل، چې هم سوداګرو او هم کروندګرو ته به یې ګټه رسوله.
د سمیع‌الله په وینا، له نږدې یو کال راهیسې د لارو د بندښت له امله سوداګریز فعالیتونه په ټپه درېدلي او د سوداګرو ډېری محصولات په ګودامونو کې پاتې دي. هغه زیاته کړه، چې سږکال د مېوو حاصل ښه و خو د بازار د نشتوالي له امله بڼوال او سوداګر له زیان سره مخ شوي دي.
سمیع‌الله ویلي، دامهال د انځرو موسم روان دی خو د بیو د سخت کمښت له امله سوداګر نه‌شي کولی خپل محصولات په مناسبه بیه وپلوري. د هغه په خبره؛ د بدیلو سوداګریزو لارو نشتوالی او په افغانستان کې د بې‌کارۍ لوړې کچې د وچې مېوې کاروبار نور هم اغېزمن کړی دی.
سمیع‌الله له طالبانو غوښتي، چې د سوداګرو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او د صادراتو لپاره بدیلې لارې ومومي. هغه وایي، یوشمېر لوی سوداګر خپل صادرات د هند او نورو بازارونو پر لور اړولي؛ خو کوچني سوداګر لاهم د لارو د تړل کېدو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام: د افغانستان اقتصاد وده کړې خو د خوړو د لوړو بیو فشارونه لا پرځای دي

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۵۶ GMT+۱
100%

د خوړو نړۍوال پروګرام او اړوندو ادارو په تازه اقتصادي راپور کې ویلي، چې د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۶کال کې محدوده وده کړې؛ خو د نفوس د چټک زیاتوالي او د مېلیونونه افغان کډوالو د ستنېدو له امله د خلکو پر ژوند یې اغېز محدود پاتې شوی دی.

د راپور له مخې، د افغانستان اقتصاد د کورنۍ تقاضا، د بیو نسبي ثبات او د کورنیو عوایدو د راټولولو له ښه کېدو سره وده کړې؛ خو دغه وده د نفوس د زیاتوالي د جبران لپاره کافي نه‌ده.
راپور زیاتوي، د سرانه عاید کچه ۵.۶ سلنه راټیټه شوې چې له امله یې د کورنیو پر اقتصادي وضعیت فشار زیات شوی دی. راپور وايي، کمزورې خصوصي پانګونې، د کارموندنې محدود فرصتونه، د بهرنیو مرستو کمښت او سیمه‌ییزې بې‌باورۍ د اقتصادي بیارغونې بهیر اغېزمن کړی دی.
د معلوماتو له مخې، افغانۍ د ۲۰۲۶کال په جولای میاشت کې د ډالرو پر وړاندې ۲.۵ سلنه ارزښت له لاسه ورکړی او د تبادلې منځنی نرخ ۶۵.۸ افغانۍ د یو امریکايي ډالر په مقابل کې ثبت شوی دی. خو راپور وايي، چې افغانۍ لاهم د تېر کال پرتله ۴.۵ سلنه پیاوړې ده.
د راپور له مخې، د انفلاسیون کچه د ۲۰۲۶کال په جون کې ۷.۶ سلنه وه په داسې حال کې چې د خوراکي توکو انفلاسیون ۷.۲ سلنه ثبت شوی دی. روغتیايي خدمتونه، کورونه، ډوډۍ، غوړي او ترانسپورټ هغه برخې بلل شوې چې د بیو په لوړوالي کې یې تر ټولو ډېر رول درلود.
راپور زیاتوي، چې په جولای میاشت کې د ډیزلو بیه ۱۳ سلنه لوړه شوې او هر لېټر ډیزل په منځنۍ توګه ۷۴.۳ افغانۍ پلورل شوی دی. د سون توکو د بیو زیاتوالی د سیمه‌ییزو کمښتونو او نړۍوالو بازارونو له بدلونونو سره تړل شوی دی.
د خوړو په بازارونو کې هم د ځینو توکو بیې لوړې شوې دي. د لوړ کیفیت اوړو بیه ۱.۷ سلنه او د غوړیو بیه ۲.۶ سلنه زیاته شوې؛ خو د وریجو، بورې، غلو او دانو بیې په نسبي ډول راټیټې شوې دي.
راپور ښيي، چې د کار بازار لاهم له ستونزو سره مخ دی. په جولای میاشت کې نامسلکي کارګرو ته په منځني ډول په اونۍ کې یوازې دوه ورځې کار موندل کېده، چې د تېر کال پرتله ۱۶ سلنه کموالی ښيي.
همداراز د ښځو د کار بازار ګډون هم «په جدي ډول محدود» شوی دی. د کار نړۍوال سازمان د اټکل له مخې، په ۲۰۲۶کال کې د ښځو د کار ځواک ګډون ۵.۱ سلنې ته راټیټ شوی؛ حال دا چې دغه کچه په ۲۰۲۰کال کې ۱۶.۵ سلنه وه.
راپور د جولای میاشتې سېلابونو او ځمکې ښویېدنو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې په نورستان او یوشمېر نورو ولایتونو کې دغه پېښو کورونه، هټۍ او بازارونه زیانمن کړي او اقتصادي فعالیتونه یې اغېزمن کړي دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام په وینا، د افغانستان اقتصاد که څه هم د ثبات ځینې نښې ښيي؛ خو لوړې بیې، محدود کاري فرصتونه، د ښځو پر کار بندیزونه او د وارداتو پر بازارونو تکیه د هېواد د اقتصادي وضعیت پر وړاندې مهمې ننګونې دي.

طالبانو او بلاروس د ګډو پانګونو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۲۵ GMT+۱
100%

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې افغانستان او بلاروس د دواړو هېوادونو د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون په دویمه غونډه کې د ګډو پانګونو، صنعتي پروژو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه غونډه د بلاروس په پلازمېنه مېنسک کې جوړه شوې وه او مشري یې د طالبانو د کرنې وزیر عطاءالله عمري او د بلاروس د کرنې او خوړو وزیر یوري ګورلوف کوله.
د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکارۍ پراختیا، د نوې ټکنالوژۍ لېږد، د کرنیزو ماشینونو واردول او په افغانستان کې د هغو د اسمبلۍ او بسته‌بندۍ امکانات، د کیمیاوي سرو تولید، د لبنیاتو او خوراکي توکو پروسس او د صنعتي ماشینونو تولید تر بحث لاندې نیول شوی دی.
دواړه خواوو د افغان او بلاروسي شرکتونو ترمنځ د ګډو پانګونو، د فابریکو جوړولو، ګډو پروژو پلي کولو او افغان متخصصانو ته د روزنې او ټکنالوژۍ د انتقال پر امکاناتو هم خبرې کړې دي. د راپور له مخې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد هم په غونډه کې ګډون کړی او د افغانستان تولیداتو ته د بلاروس بازارونو ته د لاسرسي، د ګډو صنعتي نندارتونونو د جوړولو او د کانونو د استخراج او پروسس په برخو کې د پانګونې فرصتونه مطرح شوي دي.
په غونډه کې د افغانستان د تېلو او ګازو د استخراج او تصفیې په سکتور کې د بلاروسي شرکتونو د پانګونې، د نفتي توکو وارداتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا لپاره د عملي مېکانیزمونو پر جوړولو هم خبرې شوې دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړه خواوو د څارویو د نسل اصلاح، د لبنیاتو د پروسس، د کیمیاوي سرو د فابریکو جوړولو، د درملو او حیواني واکسینونو تولید او د تخنیکي کارکوونکو د روزنې په برخو کې د همکارۍ پر فرصتونو هم بحث کړی دی.
په غونډه کې د ګډو پروژو او پانګونو د اسانتیا لپاره د بانکي او مالي انتقالاتو د مناسبو مېکانیزمونو پر رامنځته کولو ټینګار شوی او د شویو هوکړو د څار لپاره د دواړو لورو د چارواکو په مشرۍ د ګډ کاري ګروپ د جوړولو هوکړه هم شوې ده. د طالبانو د کرنې وزارت ویلي، د افغانستان ۱۳ کسیز پلاوي په دغه غونډه کې ګډون کړی و او د بېلابېلو وزارتونو او ادارو استازي ورسره مل وو. د بلاروس په پلاوي کې هم د کرنې، صنعت، روغتیا او کانونو سکتورونو لوړپوړي چارواکي شامل وو.
دواړه خواوو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا او ګډه پانګونه د افغانستان او بلاروس ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره یو مهم ګام بللی دی.