کندهار د افغانستان لومړنی ولایت و، چې د طالبانو له لوري پهکې د ساکښو موجوداتو د تصویر بندیز عملي شو. دغه بندیز د ۲۰۲۴کال د سپټمبر په ۴مه پیل شو او وروسته په تدریجي ډول د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځېده؛ هغه پرېکړه چې د رسنیو د فعالیت بڼه یې بدله کړه.
یو سیمهییز تصویر اخیستونکی (عکاس) چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي نوم یې خپور شي وایي، د بندیز له پیل وروسته یې عاید او کار دواړه سخت اغېزمن شوي دي.
هغه وویل: «له هغه وروسته چې پر تصویر بندیز ولګېد، زما کار نیمایي لهمنځه ولاړ، یوازې دولتي ادارې نه بلکې ځینې وخت د عامو خلکو د تصویر اجازه نه راکول کېږي. څو ځله د امر بالمعروف کسانو زما کامره او نور کاري وسایل هم رانه اخیستي او وروسته یې راسپارلي دي».
یو بل سیمهییز خبریال هم ورته تجربه بیانوي او وایي، واک ته د طالبانو له رسېدو د پنځمې کلیزې د مراسمو پرمهال په داسې حال کې چې د ښار عمومي فضا یې ثبتوله د امر بالمعروف کسانو یې مخه ونیوله.
پر عکس او ویډیو تر بندیز وروسته د کندهار تلویزیوني شبکو د خپلو راپورونو بڼه بدله کړه. د انسانانو او حیواناتو د تصویرونو پر ځای اوس په ډېری راپورونو کې د طبیعت، ودانیو، سړکونو او ارشیف بېروحه تصویرونو کار اخیستل کېږي.
ځايي خبریالان وایي، دغه بدلون نه یوازې د راپورونو کیفیت کم کړی، بلکې د عامه معلوماتو د وړاندې کولو طریقه یې هم محدوده کړې ده. تصویر اخیستونکي او خبریالان وایي، د دوامداره محدودیتونو له امله د دوی مسلکي راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ دی.
د دوی په خبره، یوشمېر کسان لا دمخه کابل ته تللي او هلته خپل مسلکي فعالیت ته دوام ورکوي. د کندهار یوشمېر یوټیوب چلوونکي هم وایي، د تصویر بندیز د دوی انلاین فعالیتونه نږدې په ټپه درولي دي.
د ویډیویي منځپانګې جوړوونکی ځوان چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي: «دلته څو ځله زموږ د ویډیو ثبت مخه ونیول شوه، بندیان شو، بالاخره مجبور شوم کابل ته ولاړ شم او اوس د خپل یوټیوب فعالیت دلته کوم، ځکه په کندهار کې عملي کار کول ډېر ستونزمن شوي دي».
د ځینو نورو په خبره، هغوی بیا په بشپړه توګه دا کار پرېښی او خپلې کامرې یې پلورلې دي. د بندیز اغېز یوازې پر خبریالانو نهدی محدود شوی؛ بلکې ښځې هم د اړتیا وړ شخصي تصویرونو له اخیستلو بېبرخې شوې دي.
د کندهار یوه اوسېدونکې مریم وایي، څو ورځې وړاندې یوې عکاسخانې ته ورغلې خو تصویر یې وانهخیستل شو. هغه وایي: «عکاسخانې ته ورغلم خو هلته یو کس راته وویل، چې طالبانو منع کړي دي او د ښځو تصویرونه نهشي اخیستلای، مجبوره شوم بېرته کور ته ولاړه شم».
کندهار د دغه بندیز د عملي کېدو لومړنی ولایت و؛ خو وروسته دغه پالیسي نورو سویلي ولایتونو او ورپسې د افغانستان یوشمېر نورو ولایتونو ته هم وغځېده. د رسنیو او بیان ازادۍ ملاتړو بنسټونو ویلي، چې دغه محدودیت د خبریالانو پر کار، د عامه معلوماتو پر لاسرسي او د بیان پر ازادۍ جدي اغېز کړی؛ خو طالبان دغه اقدام د «شریعت» د پلي کېدو برخه بولي.
د تصویر اخیستنې نړۍواله ورځ سږکال داسې مهال په نورو هېوادونو کې نمانځل کېږي، چې په کندهار کې د ګڼو تصویر اخیستونکو کامرې خاموشه دي؛ ځینې خپل ښار پرېږدي، ځینې یوازې غږ ثبتوي او ځینې بیا د یوې داسې ورځې په تمه دي چې تصویر اخیستلو ته یو ځل بیا د جرم په سترګه ونه کتل شي.