د څېړنې له مخې، ایران، چین، ترکیه، قطر، ازبکستان او هند د طالبانو تر ټولو مهم دیپلوماتیک شریکان ګرځېدلي دي.
د واشنګټن د نږدې ختیځ د پالیسۍ انسټیټیوټ د یوې نوې څېړنې موندنې ښيي چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې، د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۲۴مې څخه د ۱۴۰۵ کال د زمري تر ۲۴مې پورې، له ۱۰۳ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو سره ټولټال ۳۶۵۱ دیپلوماتیک تعاملونه کړي دي.
سره له دې چې د نړۍ ډېری هېوادونه لا هم د طالبانو له حکومت څخه د رسمي پېژندنې ډډه کوي، خو دې ډلې په همدې موده کې له خپلو ګاونډیو او د سیمې له یو شمېر ځواکمنو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي.
د لوېديځ د ونډې کمېدل
د څېړنې له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو په دیپلوماتیکو اړیکو کې د لوېدیځو هېوادونو ونډه په څرګند ډول کمه شوې ده.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په لومړي کال کې د دې ډلې د ټولو دیپلوماتیکو تعاملونو ۱۶ سلنه له لوېدیځو هېوادونو سره وه، خو په پنځم کال کې دغه کچه پنځو سلنې ته راټیټه شوې ده.
په څېړنه کې ویل شوي چې له طالبانو سره د لوېدیځو هېوادونو د اړیکو کمېدل د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له پراخو بندیزونو، په ځانګړي ډول د زده کړو له منعې، سره تړاو لري. دغه وضعیت د لوېدیځو حکومتونو لاسرسی هم د طالبانو د اصلي پرېکړه کوونکو چارواکو په کچه محدود کړی دی.
په همدې حال کې، بشري حقونه، د ښځو زده کړې او له ترهګرۍ سره مبارزه هم د طالبانو له چارواکو سره په دیپلوماتیکو ناستو کې کمرنګه شوې او پر ځای یې اقتصادي او سوداګریزې موضوعګانې د خبرو اترو لویه برخه جوړوي.
د واشنګټن د نږدې ختیځ د پالیسۍ انسټیټیوټ څېړونکی آرون زلین په خپل راپور کې وايي چې روسیه او چین لا هم د داعش خراسان ډلې د ګواښ په اړه له طالبانو سره خبرې کوي، خو القاعده، تحریک طالبان پاکستان او له پولې هاخوا ترهګري هغه موضوعات دي چې د لوېدیځ لپاره یې پخوا ډېر اهمیت درلود او اوس د طالبانو په ناستو کې لږ مطرح کېږي.
ښاغلی زلین وايي، طالبانو دا زده کړي چې حتا د مهمو امنیتي او بشري حقونو په مسئلو کې له شاتګ پرته هم کولای شي د نړیوالې ټولنې له لوري د پام وړ امتیازات ترلاسه کړي.
خو نوموړی ټینګار کوي چې واشنګټن لا هم د طالبانو پر وړاندې د فشار ځینې مهم وسایل لري. د افغانستان د څوکۍ موضوع په ملګرو ملتونو کې، د امریکا د خزانې وزارت معافیتونه او د منځنۍ اسیا د پروژو مالي ملاتړ هغه امکانات دي چې امریکا یې د طالبانو د حساسو مسئلو د اغېزمنولو لپاره کارولی شي.
د مسکو له لوري د طالبانو رسمیت پېژندنه
د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت رسمي پېژندنه د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د دې ډلې په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو مهمه دیپلوماتیکه لاسته راوړنه بلل شوې ده.
روسیه لومړنی او تر اوسه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمي توګه په رسمیت پېژندلی دی.
له دې وروسته د طالبانو استازو د مسکو په غونډو کې د وزیرانو په کچه ګډون وکړ او د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې دواړو لورو د پوځي او تخنیکي همکاریو په برخه کې یو هوکړهلیک هم لاسلیک کړ.
ایران په سر کې؛ د چین او قطر اړیکې کمې شوې
د څېړنې د شمېرو له مخې، ایران په تېرو پنځو کلونو کې له طالبانو سره د ۴۹۴ دیپلوماتیکو تعاملونو په لرلو سره د دې ډلې تر ټولو ډېر تماس لرونکی هېواد و.
له ایران وروسته چین د ۴۳۲ تعاملونو، ترکیه د ۳۹۴، قطر د ۳۴۷ او ازبکستان د ۳۱۶ تعاملونو په لرلو سره د نوملړ په راتلونکو ځایونو کې راغلي دي.
خو په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره د چین او قطر تعاملات کم شوي دي.
د چین تعاملات په درېیم کال کې له ۱۳۵ مواردو څخه په پنځم کال کې ۴۶ مواردو ته راټیټ شوي دي. له طالبانو سره د قطر تماسونه هم په لومړي کال کې له ۱۶۰ مواردو څخه په پنځم کال کې ۴۱ مواردو ته کم شوي دي.
په مقابل کې، هند چې د افغانستان د جمهوري نظام له نسکورېدو مخکې د طالبانو له جدي مخالفانو څخه و، په تدریجي ډول یې له دې ډلې سره خپلې اړیکې زیاتې کړې دي.
له طالبانو سره د نوي ډیلي تعاملات په لومړیو کلونو کې یوازې دوه موارد وو، خو په پنځم کال کې ۳۹ مواردو ته رسېدلي دي.
له پاکستان سره د طالبانو بدلې شوې اړیکې
له پاکستان سره د طالبانو اړیکو د نورو ګاونډیو هېوادونو په پرتله بېل مسیر خپل کړی دی.
د دواړو لورو دیپلوماتیک تعاملات په څلورم کال کې ۸۶ مواردو ته رسېدلي وو، خو په پنځم کال کې، د امنیتي اختلافونو او سرحدي نښتو له زیاتېدو سره هممهاله، ۳۳ مواردو ته راکم شوي دي.
د واشنګټن د نږدې ختیځ د پالیسۍ انسټیټیوټ په راپور کې ویل شوي چې پاکستان په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو له یوه مهم ملاتړي څخه د دې ډلې پر یوه سیمهییز سیال بدل شوی دی.
د راپور د لیکوال په وینا، د طالبانو له بېلابېلو هېوادونو سره په ټولو اړیکو کې یوه ګډه موضوع لیدل کېږي او هغه دا ده چې نوي افغانستان ته لاسرسی تر ډېره پر ایډیالوژیکې نږدېوالي نه، بلکې پر جغرافیایي ګاونډیتوب او مادي ګټو ولاړ دی.
د هغه په باور، هغه هېوادونه چې له طالبانو سره تر ټولو ډېر تعامل لري، هماغه هېوادونه دي چې د امریکا او د هغې د متحدانو لپاره د مهمو مسئلو له راپورته کولو سره لږه لېوالتیا لري.
طالبان د شته اړیکو پر ساتلو تمرکز کوي
څېړنه ښيي چې له نویو هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو د جوړولو چټکتیا هم کمه شوې ده.
طالبانو په لومړي او دویم کال کې په ترتیب سره له ۳۵ او ۳۷ نویو هېوادونو سره اړیکې پیل کړې وې، خو په پنځم کال کې یوازې درې نوي هېوادونه د دې ډلې د تعاملاتو نوملړ ته ور زیات شوي دي.
دا بهیر ښيي چې طالبان اوس د خپلو اړیکو د شبکې د پراخولو پر ځای، تر ډېره د موجودو اړیکو پر ساتلو او ټینګولو تمرکز کوي.
په همدې موده کې د طالبانو په دیپلوماتیکو تعاملاتو کې د قونسلي چارو ونډه له دوو سلنې څخه ۱۴ سلنې ته لوړه شوې ده.
سوداګریزې او پانګونې اړوند موضوعګانې هم اوس د دې ډلې په څه باندې ۴۰ سلنه دیپلوماتیکو راپورونو کې مطرح کېږي.
له سوریې سره پرتله
د واشنګټن د نږدې ختیځ د پالیسۍ انسټیټیوټ په خپله څېړنه کې د طالبانو دیپلوماتیک فعالیتونه د سوریې له نوي حکومت سره هم پرتله کړي دي.
د څېړنې د معلوماتو له مخې، د سوریې نوي حکومت په ۲۰ میاشتو کې له څلورو زرو څخه ډېر دیپلوماتیک تعاملونه کړي دي.
د سوریې د دیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا چټکتیا د طالبانو د ادارې په پرتله تر درې برابره ډېره وه.
په همدې حال کې، سوریې په چټکۍ سره له لوېدیځو مهمو هېوادونو، په ځانګړي ډول له امریکا، سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي؛ هغه کار چې طالبان تر اوسه په ترسره کولو کې پاتې راغلي دي.
طالبان لا هم لوېديځ ته اړتیا لري
سره له دې چې طالبانو له سیمهییزو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي، خو د افغانستان د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره لا هم د لوېدیځو هېوادونو مرستو او همکاریو ته اړتیا لري.
په افغانستان کې له ۴۵ میلیونو څخه د ډېر نفوس له نیمايي څخه زیاته برخه بشري مرستو ته اړتیا لري. په میلیونونو افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي او د افغانستان د بهرنیو اسعارو میلیاردونه ډالر زېرمې لا هم په امریکا کې کنګل شوې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم په دې وروستیو کې له «نیویارک ټایمز» سره په مرکه کې له امریکا وغوښتل چې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او د افغانستان په لویو اقتصادي پروژو کې پانګونه وکړي.
خو طالبانو تر اوسه داسې کومه څرګنده نښه نه ده ښودلې چې وښيي د ښځو د حقونو، د نجونو د زده کړو او له سختدریځو ډلو سره د خپلو اړیکو په اړه به د لوېدیځو هېوادونو سره د اړیکو د ښه کېدو په بدل کې په خپلو تګلارو کې بدلون راولي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا او یو شمېر نور هېوادونه له طالبانو غواړي چې له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي، د بشري حقونو درناوی وکړي او د ښځو او نجونو د زده کړو او نورو اساسي حقونو په برخه کې محدودیتونه پای ته ورسوي.
د نوې څېړنې عمومي پایله دا ده چې طالبان هڅه کوي له لوېدیځ سره د ژورو اختلافونو تر څنګ، له سیمهییزو هېوادونو سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو له لارې د خپل حکومت د نړیوال تعامل لپاره بدیلې لارې پیاوړې کړي؛ خو د افغانستان د اقتصادي اړتیاوو او نړیوال مشروعیت د مسئلې له امله، له لوېدیځ سره اړیکې لا هم د طالبانو لپاره مهمې پاتې دي.