• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مکرون اوکراین ته د فرانسوي تجهیزاتو او توغندیو د چټک لېږد ژمنه کړې

۳۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۵۴ GMT+۱

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون اوکراین ته د نويو فرانسوي پوځي تجهیزاتو او توغندیو د لېږد د چټکولو ژمنه کړې ده. د اوکراین ولسمشر ویلي، چې له مکرون سره یې نږدې دوه ساعته خبرې کړې او د اوکراین د هوايي دفاعي سیستمونو، په ځانګړي ډول د «پاتریوت» توغندیو د کمښت په اړه یې بحث کړی دی.

د زېلېنسکي په وینا، مکرون چمتو دی له هغو متحدانو سره هم خبرې وکړي چې د امریکا جوړ «پاتریوت» توغندي لري، څو له اوکراین سره مرسته وکړي.

ډېر لیدل شوي

له ازادۍ جبهې سره د اړیکو په نوم؛ طالبانو جمعه خان فاتح ته منسوب غږیز فایل رسنیز کړ
۱

له ازادۍ جبهې سره د اړیکو په نوم؛ طالبانو جمعه خان فاتح ته منسوب غږیز فایل رسنیز کړ

۲

د پاکستان د استخباراتي ادارې پخوانی مشر: د طالبانو له جوړېدو پښېمانه نه یم

۳

د جرمونو نړیواله محکمه د طالبانو له لوري د جنسیتي ځورونې قضیه په جلا توګه څېړي

۴

د امریکا فډرالي محکمې د ۷۵ هېوادونو د کډوالۍ ویزو ځنډول لغوه کړل

۵

د خاص روزګان اوسېدونکي: وچکالۍ باغونه وچ کړي او د ناروغیو کچه یې لوړه کړې

•
•
•

نور خبرونه

ملګري ملتونه د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د روغتیا، اقلیم او زده‌کړو برخو کې نوې لارې پرانیزي

۳۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۲۹ GMT+۱
100%

ملګري ملتونه وايي، مصنوعي ځیرکتیا یې د بشري حقونو د ملاتړ، روغتیا، زده‌کړو او اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره په بېلابېلو برخو کې کارولې ده. د ملګرو ملتونو په وینا، دغه ټکنالوژي د خلکو د ژوند د ښه کولو ترڅنګ د بېړنیو ستونزو د ژر حل لپاره هم نوې لارې برابروي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په جمیکا کې مصنوعي ځیرکتیا د شپږ کلن اري په څېر هغو ماشومانو ته د زده‌کړې زمینه برابروي چې د زده‌کړو ستونزې لري. د یونیسف له لوري کتابونه د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د ماشومانو اړتیاوو ته په کتو په متقابلو او اسانه بڼو بدلېږي.

د یونیسف د زده‌کړو او تنکیو ځوانانو د پراختیا نړیوالې مشرې پیا رېبلو برېټو ویلي: «اصلي اغېز یې پر ماشومانو دی، داسې بې‌شمېره بېلګې شته چې ښيي، کله چې ډیجیټلي زده‌کړه هر ماشوم ته د رسېدو لپاره طرحه شي، څه ډول امکانات رامنځته کېږي.»

یونیسف وايي، د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د لاسرسي وړ ډیجیټلي درسي کتابونو پروګرام اوس په ۱۷ هېوادونو کې نږدې دوه میلیونه ماشومانو ته رسېدلی او ټاکل شوې تر ۲۰۳۰ کال پورې ۵۰ هېوادونو ته وغځول شي.

ملګري ملتونه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره هم له مصنوعي ځیرکتیا کار اخلي. د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام د ۳۰ سپوږمکیو معلومات د مصنوعي ځیرکتیا له لارې شنني، څو د میتان ګاز لویې چاودنې او لیکې ومومي او حکومتونو او شرکتونو ته یې په اړه خبر ورکړي.

د دغه پروګرام د اقلیمي بدلون د څانګې مشر مارتین کراوس ویلي: «د اقلیمي بدلون په اړه هر اندېښمن کس باید د نړۍ د تودوخې د کمولو لپاره لېوالتیا ولري، د میتان د لیکو بندول د بېړني تم‌کوونکي په څېر دي.»

د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام په وینا، له ۲۰۲۴ کال راهیسې د میتان د لیکو د موندنې له لارې د شاوخوا ۲۴ میلیونه پټرولي موټرو د کلنیو اخراجونو معادل د میتان د خپرېدو مخه نیول شوې ده. دغه پروګرام وايي، مصنوعي ځیرکتیا د انسانانو په پرتله د میتان لیکې ۱۲ تر ۱۵ برابره چټکې او دقیقې موندلی شي.

د روغتیا په برخه کې هم د روغتیا نړیوال سازمان په مرسته په مخ پر ودې هېوادونو کې مصنوعي ځیرکتیا د سینې د ایکس‌رې انځورونه شنني، څو د نري رنځ نښې ژر وموندل شي. د روغتیا نړیوال سازمان د یوې څېړونکې وانېسا ورونیزې په وینا، دا کار ناروغانو ته اجازه ورکوي چې د تشخیص له پړاو څخه درملنې ته ډېر ژر ورسېږي.

ملګري ملتونه وايي، په اېتوپیا کې د سرو زرو کان‌کیندونکي د دوړو او سیلیکا له امله د نري رنځ له لوړ خطر سره مخ دي او مصنوعي ځیرکتیا د دوی د ژر تشخیص لپاره کارول کېږي.

د ملګرو ملتونو ادارې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ځمکنیو ماینونو د موندلو، د طبیعي پېښو د زیانونو ارزولو، د مشکوکو مالي معاملو د پېژندلو، د راډیواکټیف ککړتیا د څارنې او د اټومي یوځای کېدو د څېړنو د چټکتیا لپاره هم کار اخلي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش مصنوعي ځیرکتیا «په ۲۱مه پېړۍ کې د بشریت تر ټولو ستر فرصت» او په ورته وخت کې «له سترو خطرونو څخه یو» بللی او ټینګار یې کړی چې د دې ټکنالوژۍ د کارونې لپاره باید پراخ او ټول‌شموله څار موجود وي.

ګوترېش ویلي: «باید ډاډ ترلاسه کړو چې مصنوعي ځیرکتیا د بشریت خدمت کوي، نه دا چې بشریت د هغې خدمت وکړي.»

د سویډن یوه ښوونځي کې د تورې برید؛ یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۰۲ GMT+۱
100%

د سویډن پولیسو ویلي، د دغه هېواد د فاګرستا ښار په یوې لېسه کې د یوه ۱۸ کلن ځوان له‌خوا پر زده‌کوونکو د تورې په وسیله برید شوی، چې له امله یې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه پېښه د جمعې په ماسپښین (د زمري ۳۰مه) د فاګرستا ښار په برینل لېسه کې رامنځته شوې ده. په دغه ښوونځي کې شاوخوا ۴۵۰ زده‌کوونکي دي، چې د ۱۶ او ۲۰ کلونو ترمنځ عمرونه لري. ښوونځی د اوړي له رخصتیو وروسته تازه بیا پیل شوی وو او د یو شمېر زده‌کوونکو لپاره دا د نوي ښوونیز کال لومړۍ ورځ وه.

ځايي پولیسو ویلي، چې د پېښې ځای ته تر رسېدو وروسته یې بریدګر نیولی دی. د سویډن دولتي ټلویزیون «اېس‌وې‌ټي» راپور ورکړی، چې بریدګر له خولۍ او تورې سره ښوونځي ته ننوتلی وو. نوموړی پخوا د همدې لېسې زده‌کوونکی وو او د وهلو ټکولو له امله د محکومیت سابقه هم لري.

ځايي روغتیايي چارواکو ویلي، چې د برید له درېیو ټپیانو څخه دوه یې تنکي ځوانان دي، چې سخت ټپیان شوي او درېیم ټپي کس تر درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوی دی.

له پېښې وروسته، په فاګرستا ښار کې یو شمېر نور ښوونځي او عامه ودانۍ هم د لنډې مودې لپاره تړل شوې دي. فاګرستا شاوخوا ۱۳ زره وګړي لري.

د سویډني چارواکو غبرګون

د سویډن لومړي وزیر اولف کریسترسون د پېښې له قربانیانو او ټپیانو سره خپله خواخوږي شریکه کړې او د شنبې ورځې خپله وینا یې لغوه کړې ده.

د سویډن پاچا کارل شپاړسم ګوستاو هم په یوې اعلامیه کې د دغه برید په تړاو ژوره خواشیني او خپګان څرګند کړی دی.

د سوسیال ډیموکراټ ګوند مشرې مګدالینا اندرسون هم د فاګرستا له خلکو سره د ټول هېواد پر یووالي او پیوستون ټینګار کړی دی.

پولیس د بریدګر د ټولنیزو رسنیو حساب څېړي

د سویډن «افتونبلادت» ورځپاڼې د راپور له مخې، پولیس د بریدګر د ټېک‌ټاک پر یوه حساب هم پلټنه کوي. په دغه حساب کې د برید له پېښې شاوخوا ۲۰ دقیقې مخکې د یوې تورې انځور خپور شوی وو.

د «داګنز نیهتر» ورځپاڼې د راپور له مخې، د انځور د شالید له جزییاتو داسې ښکاري چې دغه انځور ښايي د همدې ښوونځي په تشناب کې اخیستل شوی وي.

د یاد ټېک‌ټاک حساب تر تړل کېدو مخکې داسې ویډیوګانې هم په‌کې خپرې شوې وې، چې په سویډن کې د دوو پخوانیو خونړیو بریدونو او همدارنګه د ناروې د ښي اړخي افراطي او ډله‌ییز قاتل اندرس برېویک په اړه په‌کې اشاره شوې وه.

پولیسو تر اوسه د برید د اصلي انګېزې په اړه وروستی معلومات نه‌دي خپاره کړي او د پلټنو له دوامه یې خبر ورکړی دی.

د اروپا ګرمه څپه؛ جرمني کې ۱۴زره او په هسپانیا کې تر ۴زره ډېر کسان مړه شوي دي

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۵۷ GMT+۱
100%

د روان کال په دوبي کې ګرمې څپې په اروپا کې زرګونه کسان مړه کړي دي. د جرمني روغتیايي چارواکو اټکل کړی، چې د سختې ګرمۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر شاوخوا ۱۴زرو ته رسېږي. د اټکل له مخې؛ په هسپانیا کې د غبرګولي له لومړۍ د زمري تر ۲۸مې پورې د ګرمۍ له امله ۴زره او ۴۵۸ کسان مړه شوي.

د جرمني د عامې روغتیا فدرالي ادارې رابرټ کوخ انسټیټیوټ د پنجشنبې په ورځ د (زمري ۲۹مه) اعلان وکړ، چې اټکل کېږي یوازې د چنګاښ له لومړۍ تر اوومې نېټې پورې شاوخوا ۹زره او ۶۰۰ کسان د سختې ګرمۍ له امله مړه شوي وي؛ دا هغه موده وه چې د جرمني په ځینو سیمو کې تودوخه نږدې ۴۰ درجې سانتي‌ ګرادو ته رسېدلې وه. دغه شمېرې د روان کال د ګرمۍ له امله د مړینې لویه برخه جوړوي.

د یاد انسټیټیوټ د زمري تر ۴مې نېټې پورې په اټکل کې د ګرمۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر شاوخوا ۱۱زره او ۹۰۰ ښودل شوی و؛ خو د نویو معلوماتو له ترلاسه کېدو وروسته په روان کال کې د دغه مړینو ټول‌ټال شمېر شاوخوا ۱۴زرو ته لوړ شوی دی.

د ګرمۍ له امله د مړینو تر ټولو لوړه کچه د سپین‌ږېرو کسانو ترمنځ اټکل شوې ده. په جرمني کې د روان کال شمېرې د تېرو کلونو پرتله په څرګند ډول لوړې دي. تر ۲۰۲۶کال مخکې په تېره یوه لسیزه کې په یوه کال کې د ګرمۍ له امله د مړینو تر ټولو لوړه شمېره په ۲۰۱۸کال کې ثبت شوې وه، چې شاوخوا ۹زره کسان اټکل شوي وو.

په هسپانیا او فرانسه کې ګرمې څپې

په هسپانیا کې هم د کارلوس درېیم روغتیايي انسټیټیوټ د مړینو د څار سیستم اټکل کړی، چې د غبرګولي له ۱۱مې د زمري تر ۲۸مې پورې ۴زره او ۴۵۸ کسان د ګرمۍ له امله مړه شوي دي؛ دا له ۲۰۲۲کال راهیسې د همدې مودې تر ټولو لوړه شمېره ده.

فرانسه هم له ګرم دوبي سره مخ ده. د چنګاښ تر پایه پورې په دغه هېواد کې د ګرمۍ څپو پرمهال شاوخوا ۷زره او ۳۰۰ اضافي مړینې ثبت شوې دي؛ خو په دغه شمېر کې د زمري میاشتې د ګرمې څپې له امله رامنځته شوې مړینې لا نه‌دي شاملې.

د فنلنډ د هواپوهنې انسټیټیوټ د څېړونکي مېکا رانتانن د ارزونې له مخې، فرانسه د مئ له میاشتې څخه تر جولای پورې په نړۍ کې د تودوخې تر ټولو لوړه حپه تجربه کړې ده.

په دې موده کې د فرانسې منځنۍ تودوخه د ۱۹۹۱ تر ۲۰۲۰ کلونو له منځنۍ کچې څخه ۲.۸ درجې سانتي‌ګرادو لوړه وه. له فرانسې وروسته لوکزامبورګ، سویس، بلجیم او هسپانیا سختې ګرمۍ ځپلي دي.

د «ورلډ ویدر اټریبوشن» ډلې څېړونکو د جون میاشتې د ګرمې څپې په اړه په یوه څېړنه کې ویلي، چې د فرانسې، جرمني، اېټالیا، هسپانیا او د برېتانیا په سویلي برخو کې تودوخه د موسمي منځنۍ کچې پرتله له ۵ تر ۱۲ درجو سانتي‌ګرادو لوړه وه.

اسراییل په سوریه کې یوه «هوایي اډه» بمبار کړه

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۳۰ GMT+۱
100%

وای‌ نېټ وېب پاڼې راپور ورکړی، چې د موساد د مشر او د سوریې د بهرنیو چارو وزیر تر ټېلیفوني خبرو څلور ورځې وروسته اسراییل د سوریې د ابوظهور هوايي اډه په هوايي بریدونو کې په نښه کړې.

​​د راپور له مخې، دغه برید د ترکیې د پوځي پلاوي له‌خوا د اډې تر لیدنې وروسته ترسره شو او موخه یې په سوریه کې د انقرې د پوځي حضور د پراختیا مخنیوی و. د وای‌ نېټ په خپور شوي مطلب کې راغلي، چې د موساد مشر رومان ګافمن (د زمري په ۲۳مه) د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر اسعد الشیباني سره په ټېلیفوني خبرو کې په سوریه کې د ترکیې د مخ پر زیاتېدونکي پوځي حضور په اړه خبرې کړې وې.

وای‌ نېټ دغه اړیکه د ۲۰۲۴کال په ډسمبر کې د بشار الااسد د حکومت تر سقوط وروسته د اسراییلي او سوریایي چارواکو ترمنځ له تر ټولو لوړو کچو مستقیمو اړیکو څخه یوه بللې ده. د راپور له مخې، د دمشق او اسراییل ترمنځ د تاریخي اختلافاتو سره، سره د ترکیې د نفوذ د پراختیا په اړه ګډې اندېښنې د داسې اړیکې لپاره لاره هواره کړې ده.

دغه رسنۍ ټینګار کوي، چې یاد تماس د دواړه خواوو ترمنځ د یوه پټ اېتلاف نښه نه‌ده؛ بلکې د سوریې دننه د انقرې د مخ پر زیاتېدونکي نفوذ پر وړاندې د اسراییل او سوریې د ګټو یو محدوده او لنډمهاله همغږي ده.

وروستي راپورونه هم ښيي، چې اسراییل د اګست په ۱۸مه د ابوظهور هوايي اډه وېشتلې وه؛ خو سوریې او ترکیې د اسراییل هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې په اډه کې د ترکي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو پلان موجود و.

اسراییل د ابوظهور هوايي اډه په نښه کړه

د وای نېټ د راپور له مخې، اسراییل د زمري په ۲۷مه د موساد د مشر رومان ګافمن او د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني ترمنځ له ټېلیفوني تماس څلور ورځې وروسته د سوریې په شمال لوېدیځ کې د ابوظهور پر پوځي هوايي اډه اته هوايي بریدونه وکړل.

د راپورونو له مخې، په دغه بریدونو کې د هوايي اډې اصلي ځغاست لیکه او د پوځي تجهیزاتو د زېرمه کولو تاسیسات په نښه شوي دي. برید څو ساعته وروسته له هغه وشو، چې یوه ترکي پوځي پلاوي له اډې لیدنه کړې وه او د هغې د بیارغونې، امکاناتو او عملیاتي ظرفیت ارزونه یې کړې وه.

اسراییل ادعا کړې، چې د سوریې له‌خوا په اډه کې د ترکي ځواکونو د احتمالي ځای پرځای کېدو مخنیوی یې موخه وه؛ خو سوریې او ترکیې دغه ادعا رد کړې ده. د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې ترکي پوځي چارواکي یوازې د روزنې او پوځي همکاریو په تړاو له اډې لیدنه کړې وه او هلته د دایمي ترکي پوځي حضور کوم پلان نه و. په بریدونو کې د مرګ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی.

د اوکراین ګوښه شوي دفاع وزیر د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه

۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۰۶ GMT+۱
100%

په اوکراین کې له دندې ګوښه شوي دفاع وزیر میخایلو فېدوروف د جګړې پرمهال د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده. فېدوروف په یوه ویډیو کې چې په یوټیوب کې یې خپره کړې ویلي: «دیموکراسي باید د روسیې له‌خوا یرغمل نه‌شي. موږ د همدې لپاره جګړه کوو، چې غواړو یو ازاد اروپايي هېواد پاتې شو».

د روسیې د پراخ یرغل له پیل راهیسې اوکراین د پوځي حکومت له‌خوا اداره کېږي. د دغه وضعیت له مخې، د اوکراین د قوانینو پر بنسټ د ټاکنو ترسره کول ځنډول شوي دي.

فېدوروف د جولای په وروستیو کې تر شپږ میاشتنۍ دندې وروسته له دفاع وزارت څخه په ناڅاپي ډول ګوښه شو. د هغه ګوښه کېدو په اوکراین کې پراخ لاریونونه او اعتراضونه راوپارول. زېلېنسکي تراوسه د فېدوروف د دغه ویډیو په اړه کومه څرګندونه نه‌ده کړې. د فېدوروف د ګوښه کېدو لامل په پراخه کچه د اوکراین د پوځ د قوماندان اولکساندر سیرسکي سره اختلافات او ترینګلتیا بلل شوې ده. خو سیرسکي هم د لاریونونو او سیاسي فشارونو تر زیاتېدو څو اونۍ وروسته له خپلې دندې ګوښه شو.

فېدوروف په دغه ویډیو کې د خپلو شخصي سیاسي پلانونو په اړه جزییات نه‌دي وړاندې کړي؛ خو ټینګار یې کړی چې باید «یو داسې قانوني، خوندي او عملي مېکانیزم رامنځته شي، چې اوکراین ته اجازه ورکړي، حتی د اوږدې جګړې پرمهال هم خپل بشپړ دیموکراتیک بهیر رامنځته کړي».

هغه همداراز په حکومتولۍ کې د «سیسټماټیک ناورین» او له بدلونونو څخه د وېرې په اړه خبرې کړې دي. نوموړي مالي فساد هم له هغه عواملو بللی چې د اوکراین د جګړې هڅو ته زیان رسوي.

فېدوروف د دفاع وزارت د مشر په توګه د خپلې دندې پرمهال د فساد پر وړاندې د مبارزې، ډیجیټلي کولو او د معلوماتو د کارولو له لارې د جګړه‌ییزو جبهو د فعالیت د ښه‌والي له امله مشهور شوی و.

هغه چې تر دې مخکې د ډیجیټلي بدلون وزیر هم پاتې شوی، د جګړې په لومړیو ورځو کې یې د «اوکراین د معلوماتي ټکنالوژۍ پوځ» جوړ کړ. د «ډرونونو پوځ» بریالی کمپاین یې رهبري کړ او په دې وروستیو کې یې له اېلان ماسک وغوښتل، چې روسیه د اوکراین پر وړاندې د ډرون بریدونو لپاره د سټارلنک سپوږمکۍ له کارولو منع کړي؛ د هغه په وینا دغه اقدام د روسیې د پوځي عملیاتو په پرمختتګ د پام وړ اغېز کړی و.

د فېدوروف له ګوښه کېدو وروسته زېلېنسکي یوګني خمارا چې د استخباراتي ادارو له لوړپوړو چارواکو څخه دی، د دفاع وزارت د سرپرست په توګه وټاکه. که څه هم فېدوروف ته د پوځي نوښتونو په برخه کې د لومړي وزیر د مرستیال په توګه د نورو دندو وړاندیزونه هم شوي؛ خو هغه ټینګار کړی چې یوازې د دفاع وزیر په توګه بېرته دندې ته ستنېدو ته چمتو دی.