افغانستان انټرنشنل ته څو سرچینو ویلي چې د تېرې اونۍ په ترڅ کې د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو د طالبانو امنیه قوماندانانو له خپلو اړوندو کسانو سره جلا جلا ناستې کړې او هغوی ته یې له سوداګرو سره د چلند په تړاو تازه سپارښتنې کړې دي.
د سرچینو په وینا، په دغو ناستو کې د ولسوالیو امنیه قوماندانانو، د پولیسو د حوزو امرینو او د طالبانو د پولیسو او امنیتي ادارو یو شمېر مسوولانو ګډون کړی و.
سرچینې وايي، طالبانو ته په ټینګه ویل شوي چې د سوداګرو په مېلمستیاوو کې له ګډون، د مدرسې، جومات یا کتابونو په نوم د پیسو له غوښتلو او له سوداګرو څخه د هر ډول شخصي امتیاز اخیستو ډډه وکړي.
«موږ له وېرې پیسې ورکوو»
په جنوبي ولایتونو کې یو شمېر سوداګر وايي، د طالبانو د بېلابېلو کسانو له خوا د مالي مرستو غوښتنې د دوی لپاره یو ستر سرخوږ دی.
دوو سوداګرو چې په یادو ناستو کې ګډون کړی، افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو امنیه قوماندانانو ورته ویلي، چې نور دې له طالبانو سره مالي مرسته نه کوي، ځکه د دوی په باور، د سوداګرو له لوري دومدارې مالي مرستې طالبان په پیسو متکي کوي.
یو سوداګر چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، وویل:« موږ د کندهار امینه قوماندان ته په ځواب کې وویل، هر طالب چې موږ ته راځي د مشرانو په نوم راځي، د مدرسې، جومات او کتابونو په نوم پیسې غواړي».
د دغه سوداګر په وینا، ځینې وخت د امنیتي حوزو مسوولان هم د سوداګرو په قانوني چارو کې خنډونه جوړوي او سوداګر اړ کېږي چې د ستونزې د حل لپاره د چارواکو غوښتنې ومني.
نوموړي زیاته کړه، « موږ مجبور یو د هغوی خبره ومنو، موږ ور څخه په تکلیف یو، موږ هغوی ته په خپله خوښه پیسې نه ورکوو».
د هغه په وینا، د کندهار امنیه قوماندان ته یې وویل، چې « تاسې باید خپل کسان په دې وپوهوئ».
د «مرستې» او غیررسمي فشار ترمنځ کرښه
په افغانستان کې د مدرسو، جوماتونو او دیني چارو لپاره له سوداګرو او شتمنو کسانو څخه مالي مرستې راټولول نوې خبره نه ده، خو سوداګر وايي، ستونزه هغه مهال جدي کېږي چې دا غوښتنې د دولتي واک او امنیتي ادارو له نامه نه په استفادې مطرح کیږي.
طالبان د خپلې ادارې د چلولو لپاره مالیاتي نظام پلی کوي او پر دې سربېره له خلکو نه عشر او زکات هم ټولوي.
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وینا، هرکال په ټول هېواد کې شاوخوا یو میلیارد افغانۍ د عشر او زکات له درکه راټولیږي او ددې چارې د مدیریت لپاره د کرنې او مالدارۍ وزارت په چوکاټ کې یو خپلواک کمیسیون هم جوړ شوی. خو سوداګر وايي، چې پر مالیاتو او عشر او زکات سربېره، د مدرسو جوړولو په نامه پیسو اخېستلو ددوی لګښتونه لوړ کړي دي.
سوداګر ادعا کوي چې له خلکو او سوداګرو څخه د پیسو غوښتلو موضوع یوازې د طالبانو د امنیه قوماندانیو په اړوندو کسانو پورې محدوده نه ده. دوی وايي، په ځینو سکتوري ادارو او هغو دولتي ادارو کې هم له مراجعینو څخه د پیسو غوښتنې کېږي چې خلک ورته د خپلو ورځنیو اداري چارو لپاره مراجعه کوي.
په مرکز کابل او ولایتونو کې د طالبانو د ځینو چارواکو په اړه ویل کیږي، چې د قراردادونو او پروژو په بدل کې له سوداګرو نه د مدرسې د جوړولو په نامه پیسې غواړي او دا مساله له صدقې، مرستې او ددین په چارو کې د ونډې له مسالې سره تړي.
خو سوداګر دا «خیریه او اختیاري مرسته» نه بولي او وايي، چې د فشار له امله ورکول کیږي.
د کندهار یو تن سوداګر افغانستان انټرنشنل ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې «که یو سوداګر د غوښتل شوې مرستې له ورکولو ډډه وکړي، ښايي د هغه جوازونو، اسنادو، سوداګریزو چارو یا نورو اداري موضوعاتو ته ستونزې پیدا شي».
تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د سوداګرو د شکایتونو، د دغو ناستو او د خپلو چارواکو د تازه سپارښتنو په اړه څرګندونې نه دي کړې.