• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کراچۍ کې د افغانانو پر ضد د پولیسو عملیات؛ له ۶۰ ډېر کسان نیول شوي

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۴۱ GMT+۱

د پاکستان د کراچۍ پولیسو ویلي، په دغه ښار کې د مېشتو افغان وګړو پر ضد د عملیاتو پر مهال له ۶۰ ډېر کسان نیول شوي او د قانوني اسنادو د ارزونې لپاره د افغان کډوالو یوه مرکز ته لېږدول شوي دي.

د پولیسو په وینا، دغه عملیات د کراچۍ په پي‌اې‌بي کالونۍ، بریګېډ، ټیپو سلطان، محموداباد، بلوچ کالونۍ، سایټ سوپر هایوې او یو شمېر نورو سیمو کې ترسره شوي دي.

پولیس وايي، نیول شوي افغان وګړي د نورو قانوني اقداماتو لپاره د جي‌سي‌ټي کالج افغان کمپ ته انتقال شوي دي.

د پولیسو په وینا، په نیول شویو کسانو کې یو تن د «اسانتیا برابرونکي» په توګه پېژندل شوی او پر ضد یې قضیه هم ثبت شوې ده.

د کراچۍ پولیسو ویلي، د افغان وګړو پر ضد عملیات لا هم روان دي او په بېلابېلو سیمو کې د افغانانو شتون او د هغوی قانوني اسناد ارزول کېږي.

ډېر لیدل شوي

له ازادۍ جبهې سره د اړیکو په نوم؛ طالبانو جمعه خان فاتح ته منسوب غږیز فایل رسنیز کړ
۱

له ازادۍ جبهې سره د اړیکو په نوم؛ طالبانو جمعه خان فاتح ته منسوب غږیز فایل رسنیز کړ

۲

د طالبانو د شرطې قانون: د افغانستان په قلمرو کې هر ډول مظاهرې منع دي

۳

مقاومت جبهه: حسیب پنجشیری په تېرو پنځو کلونو کې هېڅکله له افغانستان څخه نه‌وو وتلی

۴

د امریکا فډرالي محکمې د ۷۵ هېوادونو د کډوالۍ ویزو ځنډول لغوه کړل

۵

پاکستان کې بند افغانان د استرالیا بشري ویزو ته په تمه؛ د شړل کېدو وېره یې زیاته شوې

•
•
•

نور خبرونه

د افغان کډوالو له وتلو سره پېښور کې د کورونو بیې تر ۵۰ سلنې راکمې شوي

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۰۲ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا ستر ښار پېښور کې د جایدادونو سوداګر وايي، له خیبر پښتونخوا د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو سره په دغه ښار کې د کورونو او ځمکو غوښتنه کمه شوې او په ځینو څنډه‌ییزو سیمو کې د جایدادونو بیې تر ۵۰ سلنې راټیټې شوې دي.

د پېښور د جایدادونو سوداګر عتیق خان افغانستان انټرنېشنل پښتو ته ویلي، د افغان کورنیو له وتلو وروسته په ګڼو سیمو کې کورونه تش پاتې شوي او د کورونو او ځمکو د پېرلو غوښتنه هم کمه شوې ده.

عتیق خان وايي: «د افغان کډوالو له وتلو وروسته په ځینو څنډه‌ییزو سیمو کې د جایدادونو بیې له ۳۰ تر ۵۰ سلنې پورې راکمې شوې دي.»

د هغه په وینا، هغه ځمکه چې پخوا به یې بیه شاوخوا ۴۰ زره پاکستانۍ روپۍ پر مربع ګام وه، اوس له ۲۰ تر ۳۰ زره روپیو هم موندل کېږي. همدارنګه هغه کورونه چې پخوا به شاوخوا یو کروړ او ۴۰ لکه روپۍ پلورل کېدل، اوس د یوه کروړ تر یوه کروړ او ۱۰ لکو روپیو پورې وړاندې کېږي.

نوموړی وايي: «د کورونو پر کرایو هم اغېز شوی دی. درې‌کوټې کورونه چې پخوا به په میاشت کې تر ۴۰ زره روپیو کرایه ورکول کېدل، اوس په ۲۵ تر ۳۰ زره روپیو هم موندل کېږي.»

عتیق خان زیاتوي: «په بازار کې د کورونو شمېر زیات شوی، خو د کور اخیستونکو او کرایه‌کوونکو شمېر کم شوی دی. له همدې امله د کورونو مالکانو ته اړینه شوې چې د خپلو جایدادونو بیې راکمې کړي.»

بل د جایدادونو سوداګر احمد فضل، چې له ۱۵ تر ۲۰ کلونو راهیسې په دې برخه کې کار کوي، وايي چې د خپل کاري ژوند په اوږدو کې یې د جایدادونو په بیو کې دومره چټک کمښت نه دی لیدلی.

هغه وايي: «په ځینو سیمو کې هغه کور چې مخکې به په ۳۰ لکو روپیو پلورل کېده، اوس په ۲۰ لکو روپیو هم ورته د اخیستونکي پیدا کول سخت دي. خلک د کورونو لیدلو لپاره راځي، خو د اخیستو پرېکړه نه کوي.»

احمد فضل زیاتوي: «د مرکزي سړکونو ترڅنګ ځینې پخې ودانۍ چې د جوړولو لګښت یې تر یوه کروړ او ۷۰ لکو روپیو رسېږي، اوس یې مالکانو د ۹۰ لکو تر یوه کروړ او ۱۰ لکو روپیو پورې د پلور لپاره وړاندې کړې دي؛ خو د اخیستونکو د کمښت له امله ډېرې راکړې ورکړې نه ترسره کېږي.»

د پېښور د تاج‌اباد سیمې یو بل د جایدادونو سوداګر وايي، افغان کرایه‌کوونکو له څو کلونو راهیسې په دې سیمه کې په ګڼو کورونو کې ژوند کاوه، خو د هغوی له بېرته ستنېدو وروسته لسګونه کورونه تش پاتې شوي دي.

هغه وايي: «پخوا به د تشو کورونو لپاره ژر کرایه‌کوونکي پیدا کېدل، خو اوس ځینې کورونه څو اوونۍ او ان څو میاشتې هم تش پاتې کېږي.»

د جایدادونو سوداګر وايي، د افغان کورنیو له وتلو سره په یو وخت کې ګڼ کورونه د پلور او کرایې لپاره بازار ته وړاندې شوي او د غوښتنې په پرتله د کورونو زیاتوالي د کرایو او جایدادونو پر بیو فشار زیات کړی دی.

خو د پېښور اوسېدونکی حمزه خان وايي، د جایدادونو د بیو کمښت د منځنۍ طبقې لپاره د کور اخیستو فرصت هم رامنځته کوي.

حمزه خان وايي: «هغه کسان چې د لوړو بیو له امله یې مخکې د کور اخیستو توان نه درلود، اوس کولی شي په نسبي ټیټه بیه کور واخلي.»

اقتصادي کارپوهان وايي، د جایدادونو په بازار کې د بیو کمښت یوازې پر کورونو او ځمکو اغېز نه کوي، بلکې د ودانیزو چارو، د کورونو د کرایې او له جایدادونو سره تړلو نورو کاروبارونو اغېز هم کولی شي.

د دوی په وینا، که تش کورونه نور هم زیات شي او نوي اخیستونکي بازار ته داخل نه شي، د جایدادونو پر بیو به د کمېدو فشار دوام وکړي؛ خو که ټیټې شوې بیې د منځنۍ طبقې اخیستونکي بېرته بازار ته راولي، ښايي په راتلونکو میاشتو کې د پېښور د جایدادونو بازار یو څه بېرته ښه شي.

اوس مهال د پېښور د جایدادونو سوداګر وايي چې د بازار راکړې ورکړې کمې شوې، اخیستونکي له احتیاطه کار اخلي او ډېری مالکین د خپلو جایدادونو د ژر پلورلو لپاره بیې راکموي.

پاکستاني پولیسو په اسلام‌اباد کې دوه افغان محصلینې نیولې دي

۳۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۲ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۰۸ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د پاکستان پلازمېنه کې د افغان محصلينو ټولنه وايي، ۲ افغان محصلینې د پولیسو له‌خوا په خپل کور کې نیول شوې دي. دغه ټولنه وايي، دغو محصلینو د خپلو ویزو د تمديد لپاره پر وخت غوښتنلیکونه سپارلي، خو تر اوسه ویزې نه‌دي ورکړل شوي. ویل کېږي دغه محصلينې خویندې دي او سروده او حسینه نومېږي.

د اسلام‌اباد په نړۍوال اسلامي پوهنتون کې د افغان محصلینو د ټولنې مشر صدیق شریعتي افغانستان انټرنشنل– پښتو ته وويل، دغه محصلينې د شنبې په ورځ (د زمري ۳۱مه) په خپل کور کې له نیول کېدو وروسته په ټېکسلا کې د پوليسو مرکز ته لېږدول شوي او له هغه ځايه بيا د اټک مهاجرينو کمپ ته انتقال شوې دي.

هغه زیاته کړه، د افغان محصلينو حالت له تېرو څو مياشتو راهېسې ډېر بد دی «او د ډېر خفګان خبره دا ده، چې دوی [پاکستاني پولیس] اوس پر ښځينه محصلينو هم رحم نه‌کوي».

شريعتی زياته کړه: «د محصلينو غږ هېڅوک هم نه‌اوري نه سفارت، نه د افغانستان او نه د پاکستان چارواکي د دوی غږ اوري، بيخي نااميده شوي یو».

دغه نیول شوې زده‌کړیالانې سره خویندې دي او ویل کېږي سروده رحیمي او حسینه رحیمي نومېږي او په اسلام‌اباد کې د نړیوال اسلامي پوهنتون محصلینې دي.

د افغان محصلینو ټولنه د پولیسو له لوري د هغوی نیول کېدل، د محصلینو پر وړاندې د ناعادلانه چلند او ښکاره تبعیض یوه جدي بېلګه بولي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې: «له کوره د محصلینو نیول، په ځانګړې توګه د ښځینه محصلینو نیول، نه یوازې د هغوی پر شخصي او تحصیلي ژوند ناوړه اغېز کوي، بلکې د ټولو افغان محصلینو په ځانګړې توګه د ښځینه محصلینو پر رواني وضعیت هم ژوره او ناوړه اغېزه لري».

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغو محصلینو د خپلو ویزو د تمديدلپاره پر وخت غوښتنلیکونه اړوندو ادارو ته سپارلي، خو تر اوسه ورته ویزې نه‌دي ورکړل شوي.

په پاکستان کې د محصلينو په وينا، افغان زده‌کړیالان له تېرو شاوخوا څوارلسو میاشتو راهیسې د ویزو له جدي ستونزې سره مخ دي.

د افغان محصلینو ټولنې په ټینګار سره ویلي: «محصلین د سیاست برخه نه‌دي. محصلین ترهګر نه‌دي.محصلین د زده‌کړې لپاره راغلي دي.تحصیل د هر انسان اساسي حق دی».

د افغان محصلینو ټولنه په اسلام‌اباد کې د طالبانو له سفارت، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت، د پاکستان له اړوندو حکومتي ادارو، د لوړو زده‌کړو کمېسیون (HEC)، د نړیوال اسلامي پوهنتون له مسوولینو او نورو اړوندو ادارو څخه په جدي توګه غوښتنه کړې، چې د یادو دوو محصلینو د ژر تر ژره خوشې کېدو لپاره لازم او عاجل اقدامات وکړي.

دوی همدارنګه غوښتنه کړې، چې د افغان محصلینو د ویزو ستونزه دې د یوه جدي تحصیلي بحران په توګه وکتل شي او د حل لپاره یې عملي ګامونه واخیستل شي، څو افغان محصلین وکولای شي له ډار او رواني فشار پرته خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت له تېر څه باندې یوه کال راهیسې له هېڅ ډول توضېحاتو ورکړې پرته د افغانانو لپاره د هر ډول ویزو د تمدید بهیر درولی او له نږدې دوو میاشتو راهیسې یې په ټول پاکستان کې د ناقانونه افغانانو د نیولو بهیر پراخ او ګړندی کړی دی.
په پاکستان کې مېشت افغانان او زده‌کړیالان وايي، چې غواړي په قانوني توګه په دغه هېواد کې واوسي او په وینا یې، حکومت باید د ویزو د تمدید بهیر پیل کړي، څو په قانوني توګه خپلې چارې او زده‌کړې پر مخ یوسي.

ناامني او سانسور؛ بلوچستان کې د خبریالانو د کار ساحه ورځ تر بلې تنګېږي

۳۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۱۲ GMT+۱
100%

په پاکستان کې د بلوچستان خراب امنیتي وضعیت د خبریالانو پر کار هم دروند اغېز کړی. د دغه ایالت د ژورنالیستانو اتحادیه وايي، تر اوسه ۴۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د خپلو دندو پر مهال یا د خپلو راپورونو له امله وژل شوي او یا هم د بریدونو او ګواښونو هدف ګرځېدلي دي.

د بلوچستان د ژورنالیستانو اتحادیې مشر منظور احمد بلوڅ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، په بلوچستان کې پر رسنیو سانسور زیات شوی او خبریالان نه شي کولی په ازاد ډول د امنیتي پېښو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه راپورونه جوړ کړي.

نوموړي وویل، په ولسوالیو کې د پېښو د معلوماتو د تایید ستونزه هم د خبریالانو پر وړاندې لوی خنډ دی.

د هغه په وینا، ډېر ځله د ولسوالۍ مرستیال کمېشنر، د پولیسو لوړپوړي چارواکي او نور مسوولین له خبریالانو سره خبرې نه کوي او یا د هغوی ټیلیفونونو ته ځواب نه ورکوي.

د منظور احمد بلوڅ په وینا، ځینې چارواکي د خپل هویت د نه افشا کېدو په شرط معلومات ورکوي، خو دغه ډول معلومات پر ټلوېزیوني رسنیو نه شي خپرېدای، ځکه د تلویزیوني خبرونو لپاره د سرچینې څرګندول اړین دي.

هغه وویل، په بلوچستان کې د جګړه‌ییزو او امنیتي موضوعاتو د پوښښ لپاره مسلکي روزنې هم کمې دي او د دې برخې خبریالان له ځانګړو ستونزو سره مخ دي.

منظور احمد بلوڅ د معلوماتو نه لاسرسي د عواملو په اړه وویل چې کمزورې حکومتولي او اداري فساد هم د دې وضعیت له مهمو لاملونو څخه دي. د هغه په وینا، په ۲۰۲۱ کال کې د معلوماتو ته د لاسرسي قانون تصویب شوی، خو د دغه قانون د عملي کولو په برخه کې لا هم جدي ستونزې شته.

نوموړي وویل، د معلوماتو د کمېسیون د بشپړ جوړېدو ستونزه لا نه ده حل شوې او د معلوماتو د افسرانو د دوو دندو ترسره کول هم د معلوماتو د غوښتنو د بهیر د ټکني کېدو لامل شوي دي.

په بلوچستان کې خبریالان خوندي نه دي

منظور احمد بلوڅ وايي، په اوسنیو شرایطو کې نه شي ویل کېدای چې خبریالان په بلوچستان کې خوندي دي.

د هغه په وینا، خبریالانو د ځان ساتنې لپاره خپلې سرې کرښې ټاکلي او په ډېرو مواردو کې ځان‌سانسوري کوي.

هغه وویل، د بلوچستان د ژورنالیستانو اتحادیه د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د ژورنالیستانو د ساتنې پر قانون هم کار کوي او غواړي دغه طرحه د ایالتي حکومت او اسمبلۍ له لارې تصویب کړي.


ځان‌سانسوري د بلوچستان د خبریالۍ تر ټولو لویه ستونزه ده
هزار خان بلوڅ، چې له شاوخوا ۲۳ کلونو راهیسې په بلوچستان کې خبریالي کوي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، اوس داسې وضعیت دی چې خبریالان ډېری پېښې ویني، اوري او احساسوي، خو د امنیتي ګواښونو له امله یې د راپور ورکولو جرئت نه کوي.

د هغه په وینا، خبریالان له جبر، د نیول کېدو او د خپل ژوند د له لاسه ورکولو له وېرې پر ځان سانسور لګوي.

هزار خان بلوڅ وویل، په بلوچستان کې د نړیوالو رسنیو د خبریالانو او دایمي استازو شمېر هم ډېر کم شوی او د دې وضعیت له امله د سیمې ډېرې مهمې پېښې نړیوالو رسنیو ته نه رسېږي.

هغه د ناسم او قصدي ناسم معلوماتو د پراخ خپرېدو ستونزه هم یاده کړه او ویې ویل چې د معلوماتو د دومره ګډوډ چاپېریال له امله د اصلي او کره خبر موندل د خبریالانو لپاره ډېر ستونزمن شوي دي.

نوموړي وویل، خبریالان له اقتصادي ستونزو سره هم مخ دي، د کار او عاید سرچینې یې کمې شوې او په ډیجیټل رسنیو کې هم د بلوچستان د خبریالانو حضور محدود دی.

خلک وژل کېږي او نیول کېږي، خو چوپتیا حاکمه ده

هزار خان بلوڅ ادعا وکړه چې په بلوچستان کې خلک وژل کېږي، نیول کېږي او لادرکه کېږي، خو د وېرې او فشار له امله پر دغو پېښو پراخ راپورونه نه خپرېږي.

هغه وویل، خبریالان د اوسني وضعیت تر ټولو کمزوری قشر دی او هر وخت د نیول کېدو او لادرکه کېدو له خطر سره مخ دي.

د نوموړي په وینا، د خبریالانو د ملاتړ ډېری ادارې یوازې په اعلامیو او غندنو بسنه کوي او خبریالانو ته د قانوني مرستې لپاره کافي امکانات نه شته.

هزار خان بلوڅ وویل، که یو خبریال په رښتینې توګه د مهمو امنیتي پېښو راپور ورکړي، خپله د ناامنۍ له خطر سره مخ کېږي.

هغه زیاته کړه چې په بلوچستان کې ان د یوه عادي پولیس افسر واک هم دومره دی چې یو خبریال ونیسي، په هغه قضیه جوړه کړي او یا یې لادرکه کړي.

نوموړي وویل، د همدې وضعیت له امله «هم خبریالي او هم خبریال» د بلوچستان له اوسني رسنیز چاپېریال څخه تر ډېره حده ورک شوي دي.

هزار خان بلوڅ وايي، فریلانس خبریالان هم له ستونزو سره مخ دي، ځکه رسنۍ یوازې د ځانګړي راپور لپاره حق‌الزحمه ورکوي، خو هغوی د خپلو دایمي استازو په توګه نه پېژني.

د هغه په وینا، ځینې نړیوالې رسنۍ په بلوچستان کې یوازې عمومي او ټولنیزې موضوعګانې پوښي، خو د جرمونو، امنیتي پېښو او روانو چارو راپورونه یا نه خپرېږي او یا یوازې په دوو کرښو کې محدود پاتې کېږي.
هغه ټینګار وکړ چې د حکومتي سانسور، ځان‌سانسورۍ، امنیتي ګواښونو، اقتصادي ستونزو او معلوماتو ته د نه لاسرسي له امله د بلوچستان د خلکو ډېرې مهمې ستونزې له رسنیو پټې پاتې کېږي.

د افغانستان او پاکستان سوداګریزې لارې؛ پاکستاني صادرونکو ته میلیاردونه ډالره زیان اوښتی

۳۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۲۹ GMT+۱
100%

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو اوږدمهاله بندښت پاکستاني صادرونکو ته د شاوخوا ۴.۵ میلیارد ډالرو احتمالي زیان اړولی. د پاکستان د پرمختیايي اقتصاد انسټیټیوټ وايي، دې وضعیت د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ سخت منفي اغېز کړی دی.

ددغه انسټيټيوټ د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو دوه اړخیزه سوداګري په ۲۰۲۴ کال کې له ۲،۴۶ میلیارد ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۱،۷۷ میلیارد ډالرو ته راټیټه شوې چې شاوخوا ۲۸ سلنه کموالی ښيي.

راپور وايي، د سوداکریزو له تړل کېدو وروسته پاکستاني صادراتو ته هره میاشت په اوسط ډول شاوخوا ۱۷۷ میلیونه ډالره زیان اوښتی او د ۲۰۲۶ کال تر پیل پورې د صادراتو کچه نږدې ۵۶ سلنه کمه شوې ده.

خو د پاکستان د پرمختیايي اقتصاد انسټیټیوټ ټینګار کوي چې د ۴،۵ میلیارد ډالرو اټکل باید د وروستي او په بشپړ ډول تایید شوي زیان په توګه ونه ګڼل شي، ځکه د دغه رقم د محاسبې بشپړ جزیات په څېړنیز راپور کې نه دي وړاندې شوي.

د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په جنوري او فبرورۍ کې د دواړو هېوادونو پر مهمو سوداګریزو لارو له ۱۰ زرو تر ۱۲ زرو پورې باروړونکي کانټینرونه بند پاتې وو. د دغې خونې د اټکل له مخې، د ډيورنډ کرښې د تړل کېدو له امله هره میاشت شاوخوا ۵۰ میلیارد پاکستانۍ کلدارې اقتصادي زیان اوړي، چې د ورځې نږدې ۱،۷ میلیارد کلدارو سره برابرېږي.

د سوداګریزو لارو بندښت له امله د سوداګرو لوژستیکي لګښتونه هم لوړ شوي دي. د راپور له مخې، د یخچالي کانټینرونو کرایه، د تېلو لګښت او د کانټینرونو د ځنډ فیسونه د سوداګرو پر اوږو اضافي بار اچوي او په ځینو مواردو کې یوازې د کانټینر د درولو ورځنی فیس له ۱۵۰ تر ۲۰۰ ډالرو پورې رسېږي.

د سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ د کوریډور د فعالیتونو د څارنې د معلوماتو له مخې، تورخم او چمن لا هم د سیمې له هغو دروازو څخه دي چې د مالونو د لېږد او ګمرکي تصفیې بهیر پکې ډېر وخت نیسي. په راپور کې ویل شوي چې پېچلې تلاشي، د قاچاق ضد اقدامات او د اړینو زیربناوو کمښت ان په عادي شرایطو کې هم د سوداګرۍ لګښتونه لوړوي، خو د امنیتي کړکېچونو پر مهال دغه ستونزې لا پسې پراخېږي.

د پاکستان د پرمختیايي اقتصاد انسټیټیوټ په وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې له اوږدې مودې راهیسې د مېوو، سبزیو او نورو ژر خرابېدونکو خوراکي توکو د لېږد لپاره مهمې دي. د ډيورنډ کرښې اوږدمهاله تړل کېدل د دغو توکو د خرابېدو، د سوداګرو د عوایدو د کمېدو او په دواړو هېوادونو کې د بازار د عرضې او تقاضا د ګډوډېدو لامل کېدای شي.

راپور خبرداری ورکوي چې د سوداکریزو لارو بندښت اقتصادي اغېزې یوازې لنډمهاله سوداګریز زیانونه نه دي، بلکې که دا وضعیت دوام وکړي، ښايي د دواړو هېوادونو پر تولیدي پرېکړو، سوداګریزو اړیکو او د خوراکي توکو پر خوندیتوب هم اوږدمهاله منفي اغېز وکړي.

محمود خان اڅکزي د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د دښمنۍ د ثبوت غوښتنه کړې ده

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۵۵ GMT+۱
100%

د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د حکومت پر سیاستونو په نیوکو سره ویلي، «له افغانستان سره کومه دښمني ده؟ دا دې ثابته کړل شي چې افغانستان له پاکستان سره د دښمنۍ پر لاره روان دی».

د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د جمعې په ماښام (د زمري ۳۰مه) د تحریک انصاف ګوند له پارلماني غړو سره یو ځای د جمعیت علمای اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمان سره تر کتنې وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې خبرې هم وکړې.

اڅکزي وویل، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې دې هم د نړۍ د نورو ادارو په څېر چلند وکړي. هغه وویل، حکومت په خپل سر اقدامات کوي، اپوزیسیون ته پام نه‌کوي او پارلمان کمزوری کوي.

هغه زیاته کړه: «په پاکستان کې چې دا مهال څه روان دي، په داسې وضعیت کې هېواد نه‌شي چلول کېدای، خو موږ به د پاکستان د بربادۍ اجازه ورنه‌کړو او که موږ اړ شو، نړیوال عدالت ته به لاړ شو».

اڅکزي همداراز د پارلمان د سرلوړۍ، پر اساسي قانون د توافق او د طبیعي زېرمو له عوایدو څخه سیمه‌ییزو خلکو ته د حق ورکولو غوښتنه وکړه.

له افغانستان سره د پاکستان د دښمنۍ په تړاو اڅکزي وویل، په اسلام‌اباد کې د طالبانو په غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو ګډون کړي وو او په وینا یې، سره له دې چې د طالبانو حکومت تر اوسه له روسیې پرته هېڅ هېواد په رسمي توګه په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي هم په دغې غونډه کې ګډون کړی وو.

هغه د پوښتنې په توګه مطرح کړه: «له افغانستان سره کومه دښمني ده»؟ او په وینا یې، پاکستان دې دا ثبوت وړاندې کړي او بیا به دوی هم ورسره ودرېږي.

مولانا فضل الرحمان هم په دې خبري غونډه کې وویل، دوی موافقه کړې چې په پارلمان کې به په ګډه اپوزیسیون کوي.

هغه وویل، پاکستان له جدي امنیتي ستونزې سره مخ دی او په ځانګړي ډول په دوو ایالتونو، خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې جګړییز وضعیت دی. د نوموړي په وینا، له شاوخوا ۲۰ کلونو راهیسې د ترهګرۍ پر وړاندې د عملیاتو او د امنیت د ټینګښت په نوم یوازې باورونه ورکول کېږي.

فضل الرحمان زیاته کړه، چې ناامنۍ د پاکستان اقتصاد سخت اغېزمن کړی، سوداګر او په ځانګړي ډول د قبایلي سیمو سوداګر له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

هغه وویل، پاکستان له افغانستان سره، او ختیځې پولې سره د تګ راتګ او سوداګرۍ د بندښت له امله له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دی.

هغه وویل: «ناسمو سیاستونو پاکستان محاصره کړی او په سیمه کې پاکستان د یوه ناامنه او محاصره شوي هېواد بڼه خپله کړې ده».

له افغان طالبانو سره د پاکستان د دښمنۍ مسئله شاوخوا یو کال مخکې وروسته له هغې جدي شوه، چې د یو بل پر پلازمینو یې هوايي بریدونه وکړل. د دغو دوو خواوو تر منځ د منځګړو په ګډون د ډېریو هېوادونو هڅو هم د پام وړ لاسته راوړنه نه‌ده درلودلې، خو یوازې له څو میاشتو راهیسې پر یو بل د بریدونو بهیر درول شوی دی.