• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بشرا ګوهر: د طالبانو د افغان هویت پر ضد غږېږو، خو د خپلو ښځو هویت له پامه غورځوو

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۳ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۵۴ GMT+۱

د پاکستان د پارلمان پخوانۍ غړې بشرا ګوهر وايي، هغه کسان چې د طالبانو له لوري د افغان هویت د له منځه وړلو مخالفت کوي، په خپلو کورنیو او خپلوانو کې د ښځو د هویت، کرامت او خپلواکۍ د ردولو پر وړاندې چوپ پاتې کېږي.

ګوهر په خپله اېکس پاڼه کې ویلي، په پاکستان کې ښځې او نجونې له داسې ټولنیز چاپېریال سره مخ دي چې پر وړاندې یې تبعیض کېږي او د تاوتریخوالي عاملان یې «ساتل، بښل، ستایل او ان نمانځل» کېږي.

هغې لیکلي: «زما په اند، ښځې او نجونې په پاکستان کې خوندي نه دي. دوی یوازې په داسې کورونو او ټولنه کې د ژوند کولو له امله بې‌ساري زړورتیا ښيي چې په ښکاره ډول له هغوی سره دښمني لري.»

ګوهر په ځانګړي ډول د پښتني ټولنې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې ښځې نه یوازې له برابر حقونو او ازادیو بې‌برخې دي، بلکې له خپل هویت څخه هم محرومېږي.

هغې ویلي: «حتا په مرګ کې هم ښځه بې‌نومه خښېږي او یوازې د خپلو نارینه خپلوانو له لارې پېژندل کېږي.»

د پاکستان پخوانۍ پارلماني غړې وايي، ځینې کسان د طالبانو له لوري د افغان هویت د له منځه وړلو غندنه کوي، خو په خپلو کورونو او پراخو کورنیو کې د ښځو د هویت، کرامت او خپلواکۍ د له منځه وړلو پر وړاندې چوپ دي.

ګوهر زیاته کړې چې ځینې کسان د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او «وحشت» د کلتور، دود یا دین په نوم توجیه کوي، په داسې حال کې چې نور ځانونه د بدلون لپاره بې‌وسه ګڼي.

ډېر لیدل شوي

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟

۲

طالبانو یو وار بیا په هرات کې یوشمېر ښځې او نجونې نیولې دي

۳

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو؛ د تورخم پرانیستې پاتې کېدل د طرحې مهمه ازموینه

۴

له افغانستان سره د سوداګرۍ بندښټ؛ د خیبر پښتونخوا صنعت او سوداګري له جدي ګواښ سره مخ ده

۵

په بامیان کې د طالبانو پخوانی والي: د بودا مجسمې مې په خپلو لاسونو ویجاړې کړې

•
•
•

نور خبرونه

د افغان کډوالو له وتلو سره پېښور کې د کورونو بیې تر ۵۰ سلنې راکمې شوي

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۰۲ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا ستر ښار پېښور کې د جایدادونو سوداګر وايي، له خیبر پښتونخوا د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو سره په دغه ښار کې د کورونو او ځمکو غوښتنه کمه شوې او په ځینو څنډه‌ییزو سیمو کې د جایدادونو بیې تر ۵۰ سلنې راټیټې شوې دي.

د پېښور د جایدادونو سوداګر عتیق خان افغانستان انټرنېشنل پښتو ته ویلي، د افغان کورنیو له وتلو وروسته په ګڼو سیمو کې کورونه تش پاتې شوي او د کورونو او ځمکو د پېرلو غوښتنه هم کمه شوې ده.

عتیق خان وايي: «د افغان کډوالو له وتلو وروسته په ځینو څنډه‌ییزو سیمو کې د جایدادونو بیې له ۳۰ تر ۵۰ سلنې پورې راکمې شوې دي.»

د هغه په وینا، هغه ځمکه چې پخوا به یې بیه شاوخوا ۴۰ زره پاکستانۍ روپۍ پر مربع ګام وه، اوس له ۲۰ تر ۳۰ زره روپیو هم موندل کېږي. همدارنګه هغه کورونه چې پخوا به شاوخوا یو کروړ او ۴۰ لکه روپۍ پلورل کېدل، اوس د یوه کروړ تر یوه کروړ او ۱۰ لکو روپیو پورې وړاندې کېږي.

نوموړی وايي: «د کورونو پر کرایو هم اغېز شوی دی. درې‌کوټې کورونه چې پخوا به په میاشت کې تر ۴۰ زره روپیو کرایه ورکول کېدل، اوس په ۲۵ تر ۳۰ زره روپیو هم موندل کېږي.»

عتیق خان زیاتوي: «په بازار کې د کورونو شمېر زیات شوی، خو د کور اخیستونکو او کرایه‌کوونکو شمېر کم شوی دی. له همدې امله د کورونو مالکانو ته اړینه شوې چې د خپلو جایدادونو بیې راکمې کړي.»

بل د جایدادونو سوداګر احمد فضل، چې له ۱۵ تر ۲۰ کلونو راهیسې په دې برخه کې کار کوي، وايي چې د خپل کاري ژوند په اوږدو کې یې د جایدادونو په بیو کې دومره چټک کمښت نه دی لیدلی.

هغه وايي: «په ځینو سیمو کې هغه کور چې مخکې به په ۳۰ لکو روپیو پلورل کېده، اوس په ۲۰ لکو روپیو هم ورته د اخیستونکي پیدا کول سخت دي. خلک د کورونو لیدلو لپاره راځي، خو د اخیستو پرېکړه نه کوي.»

احمد فضل زیاتوي: «د مرکزي سړکونو ترڅنګ ځینې پخې ودانۍ چې د جوړولو لګښت یې تر یوه کروړ او ۷۰ لکو روپیو رسېږي، اوس یې مالکانو د ۹۰ لکو تر یوه کروړ او ۱۰ لکو روپیو پورې د پلور لپاره وړاندې کړې دي؛ خو د اخیستونکو د کمښت له امله ډېرې راکړې ورکړې نه ترسره کېږي.»

د پېښور د تاج‌اباد سیمې یو بل د جایدادونو سوداګر وايي، افغان کرایه‌کوونکو له څو کلونو راهیسې په دې سیمه کې په ګڼو کورونو کې ژوند کاوه، خو د هغوی له بېرته ستنېدو وروسته لسګونه کورونه تش پاتې شوي دي.

هغه وايي: «پخوا به د تشو کورونو لپاره ژر کرایه‌کوونکي پیدا کېدل، خو اوس ځینې کورونه څو اوونۍ او ان څو میاشتې هم تش پاتې کېږي.»

د جایدادونو سوداګر وايي، د افغان کورنیو له وتلو سره په یو وخت کې ګڼ کورونه د پلور او کرایې لپاره بازار ته وړاندې شوي او د غوښتنې په پرتله د کورونو زیاتوالي د کرایو او جایدادونو پر بیو فشار زیات کړی دی.

خو د پېښور اوسېدونکی حمزه خان وايي، د جایدادونو د بیو کمښت د منځنۍ طبقې لپاره د کور اخیستو فرصت هم رامنځته کوي.

حمزه خان وايي: «هغه کسان چې د لوړو بیو له امله یې مخکې د کور اخیستو توان نه درلود، اوس کولی شي په نسبي ټیټه بیه کور واخلي.»

اقتصادي کارپوهان وايي، د جایدادونو په بازار کې د بیو کمښت یوازې پر کورونو او ځمکو اغېز نه کوي، بلکې د ودانیزو چارو، د کورونو د کرایې او له جایدادونو سره تړلو نورو کاروبارونو اغېز هم کولی شي.

د دوی په وینا، که تش کورونه نور هم زیات شي او نوي اخیستونکي بازار ته داخل نه شي، د جایدادونو پر بیو به د کمېدو فشار دوام وکړي؛ خو که ټیټې شوې بیې د منځنۍ طبقې اخیستونکي بېرته بازار ته راولي، ښايي په راتلونکو میاشتو کې د پېښور د جایدادونو بازار یو څه بېرته ښه شي.

اوس مهال د پېښور د جایدادونو سوداګر وايي چې د بازار راکړې ورکړې کمې شوې، اخیستونکي له احتیاطه کار اخلي او ډېری مالکین د خپلو جایدادونو د ژر پلورلو لپاره بیې راکموي.

د خیبرپښتونخوا د ميرانشاه پر پرېس کلب له برید وروسته خبریالانو پراخ اعتراض کړی دی

۳۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۲ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۰۱ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د خيبرپښتونخواد شمالي وزیرستان ولسوالۍ د مرکز میرانشاه پرېس کلب ویلي، پر دغه پرېس کلب یو شمېر کسانو چې په لرګیو او ډنډو سمبال وو، برید کړی، ودانۍ یې زیانمنه کړې او خبریالان یې ګواښلي دي. ویل کېږي، دغه بریدګر د پښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ د تحریک انصاف ګوند د یوه غړي د ورور کسان دي.

د دغه پرېس کلب غړي او پخواني مشر صفدر داوړ د شنبې ورځې په ناوخته (د زمري ۳۱مه) افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، د پښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ د تحریک انصاف ګوند د غړي نېک محمد ورور نور محمد شاوخوا ۱۵ کسانو نن په پرېس کلب بريد وکړ او له ځايي خبریالانو سره یې تاوتریخجن چلند کړی دی.

هغه وويل، يو سيمه‌ييز خبریال د اسمبلۍ د یوه غړي د فساد په تړاو په خپلو خواله رسنیو کې راپورونه خپروي او په وینا یې، دا پر پرېس کلب د برید لپاره نه‌شي توجیه کېدای.

هغه وويل: «موږ غوښتنه کوو چې د نور محمد پر ضد دې قضيه ثبت شي».

پرېس کلب د دغې پېښې په تړاو يوې خبرپاڼه کې ويلي، پر یاد پرېس کلب له برید سمدستي وروسته د وزیرستان د خبریالانو اتحادیې او د میرانشاه پرېس کلب بېړنۍ غونډه کړې او په ترڅ کې یې دغه اقدام په کلکو ټکو غندلی دی.

د وزیرستان د خبریالانو اتحادیې او میرانشاه پرېس کلب غوښتنه کړې، چې په برید کې ښکېل ټول کسان دې سمدستي ونیول شي او د قانون پر بنسټ دې ورسره جدي چلند وشي.

د پښتونخوا د خبريالانو اتحادیې «خیبر یونین اف جرنلسټس» د میرانشاه پر پرېس کلب د یوه سیاسي ګوند د کارکوونکو د برید، ورانکارۍ او له خبریالانو سره ناوړه چلند غندلی او د خیبر پښتونخوا له حکومت څخه یې غوښتنه کړې، چې په پېښه کې د ښکېلو کسانو پر ضد قانوني چلند وکړي.

د خیبرپښتونخوا ځايي حکومت لا تر اوسه په دې تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

پاکستان د خبریالانو لپاره د نړۍ له خطرناکو هېوادونو څخه بلل کېږي

له دې سربېره د بلوچستان ایالت خبريالانو ویلي، په پاکستان کې د بلوچستان ایالت ناسم امنیتي وضعیت د خبریالانو پر کار هم اغېز کړی او د دغه ایالت د ژورنالیستانو اتحادیې ویلي، تر اوسه ۴۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د خپلو دندو پر مهال یا د خپلو راپورونو له امله وژل شوي او یا هم د بریدونو او ګواښونو هدف ګرځېدلي دي.

د بې پولې خبريالانو سازمان (RSF) د ۲۰۲۶ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په شاخص کې پاکستان د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې په ۱۵۳م ځای کې ښودلی دی. دغه اداره وايي، خبریالان په پاکستان کې له ګواښونو، نیونو او فشارونو سره مخ دي او د حکومت او پوځ پر کړنو د راپور ورکولو پر وړاندې له ګڼو محدودیتونه سره مخ دي.

د خبریالانو د ساتنې کمېټې (CPJ) په وینا، په ۲۰۲۶ کال کې پر نړیوالو او پاکستاني خبریالانو د راپور ورکولو پر مهال محدودیتونه زیات شوي دي.

نړیوالې ادارې ټینګار کوي، چې د خبریالانو نیول، ګواښل، سانسور او د رسنیو پر فعالیتونو محدودیتونه د پاکستان د مطبوعاتو د ازادۍ وضعیت لا خرابوي.

په اورکزیو ولسوالۍ کې د وسله والو ډلو د نفوذ له امله سلګونه کورنۍ کډوالۍ ته اړې شوې دي

۳۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۳:۴۳ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا د اورکزۍ ولسوالۍ په مرکزي او پاس اورکزۍ سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان او داعـ.ـش ډلې ترمنځ نښتو سلګونه کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړې کړې دي. ځایي خلک وایي چې په ځینو سیمو کې د حکومت واکمني کمزورې شوې او وسله‌وال په ښکاره ګرځي.

د خیبر پښتونخوا د اورکزۍ قبایلي ولسوالۍ چارواکي وايي چې د منع شویو ډلو ترمنځ د نښتو او په سیمه کې د دوی د مخ پر ودې نفوذ له امله، د ولسوالۍ د دوو تحصیلونو خلک په لویه کچه کډوال شوي او خوندي ځایونو ته یې پناه وړې ده.

په اورکزۍ کې څو رسمي او سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په دې وروستیو کې د سیمې په دوو تحصیلونو، مرکزي او پاس اورکزۍ کې د منع شویو ډلو تحریک طالبان پاکستان او اسلامي دولت (داعش) جنګیالیو ترمنځ په څو ځایونو کې نښتې شوې دي، چې له امله یې عام خلک له سیمې نه وتلو ته اړ شوي دي.

یوه قومي مشر د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د اپر یا پاس اورکزۍ په ډیری سیمو کې حکومتي واکمني نشته او ځینې داسې ځایونه هم شته چې د وسله والو په کنټرول کې دي او حتا امنیتي پرسونل هلته له تګ څخه ډډه کوي.

هغه وویل چې په دې وروستیو ورځو کې تحریک طالبان پاکستان او داعش جنګیالیو د ماموندزۍ، اخیل او ملاخیل قبیلو په سیمو کې یو بل په نښه کړي دي، چې د دواړو خواوو شاوخوا اته جنګیالي پکې وژل شوي دي.

تر دې مخکې دواړو ډلو د مرکزي اورکزۍ په سیمه کې د یو بل په پټنځایونو بریدونه کړي وو، چې شاوخوا پنځه جنګیالي پکې وژل شوي وو، په داسې حال کې چې دواړو ډلو د یو بل د جنګیالیو د یرغمل نیولو ادعا هم کړې وه.

سربیره پردې، په سیمه کې له نامعلومو ځایونو څخه د هاوان ګولیو او ډرون څرخکو بریدونه هم عام شوي دي، چې ملکي وګړي پکې په نښه کیږي، خو دا معلومه نه ده چې دا بریدونه څوک کوي ځکه ډرون ټیکنالوژي اوس له وسله والو ډلو سره هم ده.

د حکومتي چارواکو په وینا، د مرکزي اورکزۍ له ځینو سیمو څخه خلک بې ځایه شوي دي، مګر په ځینو سیمو کې امنیتي وضعیت یو څه ښه دی، نو خلک هلته په خپلو سیمو کې دي.

د سیمې یوه خبریال افغانستان انټرنشنل ته وویل چې له هنګو سره نږدې له شاهوخیل سیمې څخه د اپر اورکزۍ د اخیل قبیلې سیمې پورې، هیڅ دولتي واکمني نشته، بلکې د وسله والو ډلو غړي په ښکاره ډول په دې سیمو کې په موټرسایکلونو ګرځي.

هغه وویل چې د منع شویو ډلو غړي هم په ښکاره ډول په دې سیمو کې ګزمې کوي.

څو میاشتې وړاندې د اورکزۍ ولسوالۍ ادارې په سیمه کې د وسله والو د زیاتیدونکي نفوذ له امله د اپر یا پاس اورکزۍ په ځینو ځایونو کې د حکومتي چارواکو د کار کولو او لیدنو بندیز لګولی و او په دې اړه رسمي اعلامیه هم خپره شوې وه.

یو قبایلي مشر وویل، « په اورکزۍ کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او که چیرې یو کس د مجبوریت له امله په سیمه کې ودرول شي، نو هره ورځ د مختلفو سازمانونو له خوا د باج اخیستنې سلېپونه لیږل کیږي او که څوک باج نه ورکوي، نو هلته یې بندول له خطر څخه خالي نه دي، له همدې امله خلک په ډلو ډلو سیمه پریږدي».

یوه حکومتي چارواکي وویل چې ظاهرا په اورکزۍ کې جګړه د ټي ټي پي او داعش جنګیالیو ترمنځ ده، خو له دې پرته، نورې ډلې هم شته او هره ډله هڅه کوي چې د امکان تر حده په ډیره سیمه کنټرول ترلاسه کړي.

هغه وویل چې پر ټي ټي پي او داعش سربیره، د جماعت الاحرار، لشکر اسلام او حافظ ګل بهادر ګروپ جنګیالي هم د مرکزي او پاس اورکزۍ په سیمو کې فعال دي.

د هغه په وینا، د اورکزۍ او کورمې ولسوالۍ ترمنځ اصلي سړک هم له څه مودې راهیسې ناامنه شوی دی ځکه چې دلته هم وسله وال په ښکاره ډول ګرځي.

د خیبر پښتونخوا اورکزۍ ولسوالۍ له څلورو تحصیلونو څخه جوړه ده او په ۲۰۰۷ کال کې چې تحریک طالبان پاکستان جوړشو، طالبان لومړی دلته د ماموزي قبیلې په سیمه کې راڅرګند شول.

ځایي خلک وايي چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ په اورکزۍ کې درې پوځي عملیات شوي او هر ځل ادعا کیږي چې سیمه پاکه شوې ده، خو له څه مودې وروسته وسله والې ډلې بیا دلته راڅرګندېږي.

په ۲۰۰۸ کال کې د پوځي عملیاتو په پایله کې زرګونه خلک له ماموزي سیمې څخه بې ځایه شوي وو، خو د دې کورنیو ډیری یې لاهم د اتلس کلونو اوږدې مودې تېرېدو سره سره بې برخلیکه دي.

د خیبر پښتونخوا په جنوبي ولسوالیو او خیبر کې پولیس ولې لاریونونو ته اړ شول؟

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۱
•
رفعت الله اورکزی
100%

په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو د اعتراضونو لړۍ په ځانګړې توګه په خیبر، لکي مروت او بنو ولسوالیو کې زیاته شوې ده. د سیمې پولیس چارواکي وایي چې له ایالت سره د قبایلي سیمو له یوځای کېدو اته کاله تېر شوي، خو لا هم د دوی کاري جوړښت او حقوق نه دي تایید شوي.

په داسې حال کې چې د خیبر پښتونخوا په جنوبي او قبایلي ولسوالیو کې د ناکرارۍ پیښې په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو دي، له ترهګرۍ سره په جګړه کې په لومړۍ کرښه کې جنګیدونکي پولیس پرسونل د خپلو غوښتنو په حق کې لاریون ته راوتلي دي. دا د پولیسو د نظم او ضابطې په اړه اندیښنې راپورته کوي.

په جنوبي ولسوالیو لکي مروت او بنو کې د پولیسو له لاریون وروسته، اوس د خیبر ولسوالۍ پولیس هم له تیرو پنځو ورځو راهیسې د خپلو غوښتنو په حق کې لاریون کوي.

د خیبر پولیس ادعا کوي چې اته کاله وړاندې له خیبر پښتونخوا سره د فاټا له یوځای کیدو وروسته، دوی سره ژمنه شوې وه چې د دوی د خدماتو جوړښت به منظم شي، مګر دا تر اوسه پورې نه دی پلي شوی، چې په ځواک کې یې لویه مایوسي رامینځته کړې ده.

د باړې سرکل ډی ایس پي ملک مظهر اپریدي له افغانستان انټرنیشنل سره په خبرو کې وویل چې « له ډیرو ژمنو سره سره، د یوځای کیدو وروسته په ټولو قبایلي ولسوالیو کې د پولیسو د خدماتو جوړښت نه دی جوړ شوی. بلکې، موږ لاهم د ورته زاړه سیسټم لاندې کار کوو».

هغه وویل چې په تیرو اتو کلونو کې دوی ته نه ترفیع ورکړل شوې او نه هم له تقاعد وروسته تقاعد او نور امتیازات ورکړل شوي دي. هغه زیاتوي، « موږ هم د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې په ميدان کې ولاړ يو، موږ هم هغه کسان يو چې تر ټولو ډېر وژل کېږو، حتا ترهګر زموږ نومونه پېژني خو له بلې خوا موږ ته په خدمت کې کوم تحفظ نه را کول کیږي».

د پوليسو افسر خبرداری ورکړ چې که ددوی د خدماتو جوړښت ته په خواخوږۍ پام ونه شي، نو د ادغام ضد سياسي غورځنګ سره د يوځای کېدو پرته بله چاره نه لري.

کله چې فاټا په ۲۰۱۸ کال کې له خيبر پښتونخوا سره يوځای شوه، نو په ټولو اوو قبايلي ادارو او اتو ايف آر یا سرحدي سیمو کې اته ويشت زره کسان د خاصه دار او ليوي ځواک برخه وه. له ادغام سره، ليوي او خاصه دار ځواکونه له پوليسو سره يوځای شول او په دې توګه، يو څه وخت وروسته، دوی ته اړينه روزنه هم ورکړل شوه، خو د قبايلي ولسواليو پوليس لا تر اوسه د منظم پوليس قانون لاندې نه دي راوستل شوي، چې دا د مدغم شويو ولسواليو په پوليسو کې لويه مايوسي رامنځته کوي.

د خيبر ولسوالۍ د مرکزي دفتر ډي اېس پي حکمت اپریدي وويل چې له ادغام وروسته، ددوی عزت زیانمن شوی دی. هغه زیاتوي، « کله چې موږ پېښور ته ځو، نو لومړی شی چې دوی له موږ څخه پوښتنه کوي دا ده چې ایا موږ د خاصه دار یا لیوي ځواک څخه یو، په دې معنا، چې موږ د پولیسو افسرانو په توګه نه پیژندل کیږو».

کله چې له هغه څخه وپوښتل شول چې ایا پولیس به په دې ډول احتجاج وکړي، ایا دا ممکنه ده چې دوی خپل پام د ترهګرۍ پر وړاندې له جګړې څخه واړوي؟ دې ته، حکمت اپریدي په ځواب کې وویل، چې د ترهګرو پر وړاندې جګړه د دوی په خاوره کې د دوی جګړه ده او دا به په هر قیمت دوام وکړي، په دې اړه هیڅ جوړجاړی نه شي کیدی.

په تیرو څو کلونو کې، په پښتونخوا کې د پولیسو له خوا د دوی د غوښتنو په حق کې په لاریونونو کې زیاتوالی راغلی دی. دوه کاله دمخه، د لومړي ځل لپاره، پولیسو د لکي مروت ولسوالۍ په اصلي انډس لویه لاره کې د خیمې په لګولو سره د څلورو ورځو لپاره پرلت وکړ. د لکي مروت پولیسو غوښتنه وکړه چې ترهګر عصري وسلې لري، په داسې حال کې چې دوی عصري وسلې نه لري او دا د ډیرو مرګونو لامل کیږي.

په ورته ډول، د بنو پولیسو هم دوه ځله احتجاج کړی دی. دوه میاشتې وړاندې، په بنو کې د احتجاج په جریان کې، پولیسو ټولې لویې لارې د دریو ورځو لپاره بندې کړې او سخته مظاهره یې وکړه، چې وروسته د یوې سیمه ییزې جرګې له لارې خبرې اترې وشوې او د پولیسو ځینې غوښتنې ومنل شوې. په دې سیمو کې د پولیسو او نورو امنیتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د نشتوالي راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د خیبر ولسوالۍ یو مشهور خبریال ابراهیم شینواري افغانستان انټرنیشنل ته وویل چې له څه مودې راهیسې په پښتونخوا او قبایلي ولسوالیو کې د پولیسو احتجاجونه مخ په زیاتیدو دي، چې یقینا د پولیسو سیسټم ته زیان رسوي.

هغه وویل چې دا په بشپړ ډول ریښتیا ده چې د ادغام په وخت کې د خاصه دار او لیویز ځواکونو د منظم پولیس ځواک برخه کولو ژمنې لا نه دي پلي شوي.

هغه وویل، « زه فکر کوم چې پولیس افسران شاید د دې احتجاج کونکو پولیسو غړو په وړاندې د اقدام کولو څخه ډډه وکړي ځکه چې لومړی، دوی وژل کیږي او دوهم، دا ویره شته چې که پولیس پرسونل د منع شویو سازمانونو په وړاندې له جګړې څخه انکار وکړي، نو ممکن یوه نوې ستونزه رامینځته شي».

د بونیر ۱۹ کلن لقمان احمد د زده‌کړو د پراختیا لپاره ولسي حرکت پیل کړی

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۴۰ GMT+۱
100%

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په بونیر کې چې د ښځو د سواد کچه پکې یوازې ۲۷،۴۰ سلنه ده، یو ۱۹ کلن محصل وایي د زده‌کړو د پراختیا لپاره یې ولسي حرکت پیل کړی او په تېر یوه کال کې یې ۱۵۲ له ښوونځیو پاتې ماشومان بېرته ښوونځیو ته شامل کړي دي.

د پاکستان د ۲۰۲۳ کال د سرشمېرنې له مخې، په بونیر کې د سواد عمومي کچه ۴۳،۷۵ سلنه ده. د نارینه‌وو د سواد کچه ۶۰،۶۱ سلنه، خو د ښځو یوازې ۲۷،۴۰ سلنه ده، چې د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ پراخ تعلیمي واټن ښيي.

په داسې وضعیت کې د بونیر د بامپوخې کلي اوسېدونکی لقمان احمد وایي، له تېر یوه کال راهیسې هڅه کوي چې له زده‌کړو پاتې ماشومان ښوونځیو ته ورسوي او په سیمه کې د تعلیم په اړه عامه پوهاوی زیات کړي.

لقمان احمد افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په رالېږل شوي پیغام کې ویلي، ۱۹ کلن دی، د بونیر پوهنتون د مینجمنټ ساینس څانګې د لومړي سمسټر محصل دی او د «وایس اف ایجوکیشن تحریک» په نوم د یوه تعلیمي حرکت بنسټګر دی.

هغه وایي، په تېر یوه کال کې یې له خپلو ملګرو سره ۱۵۲ له ښوونځیو پاتې ماشومان په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې شامل کړي دي.

د نوموړي په وینا، په دغو ماشومانو کې یتیمان، معلول ماشومان او د بې‌وزلو کورنیو ماشومان هم شامل دي.

لقمان احمد وویل: «زموږ هدف دا دی چې هر ماشوم زده‌کړو ته لاسرسی ولري، له ښوونځیو پاتې ماشومان بېرته ښوونځیو ته راوګرځوو او د تعلیم په اړه پوهاوی زیات کړو».

100%

له کتابتونه تر وړیا زده‌کړو

لقمان وایي، د دوی فعالیت یوازې د ماشومانو تر ښوونځیو رسولو محدود نه دی. د هغه په وینا، په خپل کلي کې یې لومړنی عامه کتابتون جوړ کړی او دې کار د نورو کلیو ځوانان هم هڅولي چې ورته کتابتونونه جوړ کړي.

هغه همداراز د خپلې سیمې تر ۴۰ ډېرو ماشومانو ته وړیا درس ورکوي.

د «وایس اف ایجوکیشن تحریک» بنسټګر وایي، د تېر یوه کال په ترڅ کې یې تر ۱۶۰ ډېرې تعلیمي جرګې، پریزنټېشنونه او سیمینارونه هم جوړ کړي، څو کورنۍ وهڅوي چې خپل ماشومان ښوونځیو ته ولېږي.

100%

د نجونو د زده‌کړو پراخ واټن

د بونیر د زده‌کړو په وضعیت کې د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ توپیر د پام وړ دی. د ۲۰۲۳ کال د سرشمېرنې شمېرې ښيي چې په دې ولسوالۍ کې د نارینه‌وو او ښځو د سواد د کچې ترمنځ څه باندې ۳۳ سلنه‌ واټن شته.

لقمان احمد هم د نجونو د زده‌کړو ټیټه کچه د بونیر له مهمو تعلیمي ستونزو ګڼي. نوموړی وایي، د ښوونځیو او ښوونکو کمښت او د اړینو تعلیمي اسانتیاوو نشتوالی نورې ستونزې دي چې د سیمې ماشومان ورسره مخ دي.

هغه زیاتوي چې د دغو ستونزو په اړه یې اړوندو چارواکو او ادارو ته وړاندیزونه او غوښتنې هم سپارلې دي، خو په وینا یې حکومت عملي مرسته نه ده کړې.

لقمان احمد وایي، د دوی ټول فعالیتونه په محدودو امکاناتو پر مخ ځي او د حکومت له خوا یې تر اوسه عملي مرسته نه ده ترلاسه کړې.

100%

په عین حال کې، د خیبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې د دولتي ښوونځیو د زده‌کړیز چاپېریال، بشري سرچینو او زیربناوو د ښه کولو لپاره د ۲۱،۸ میلیاردو پاکستانیو روپیو منظوري ورکړې وه. د دې پروګرام یوه برخه له ښوونځیو پاتې ماشومانو د جذب او په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو د ساتلو لپاره ځانګړې شوې ده.

لقمان او د هغه ملګري وایي، غواړي بونیر داسې یوې ولسوالۍ ته واړوي چې د زده‌کړو په برخه کې د نورو سیمو لپاره بېلګه شي.