• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر د دوشنبې په ورځ تهران ته ځي

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۳ اګست ۲۰۲۶، ۱۱:۵۵ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د یکشنبې په ورځ وویل، چې د پاکستان لوی درستیز عاصم د منیر ددوشنبې په ورځ تهران ته ځي. منیر به له ایراني چارواکو سره د ټرمپ د وروستي خبرداري او د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان د هوکړې په اړه خبرې وکړي.

پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د هغو خبرو په بهیر کې د منځګړي رول لوبوي چې هدف یې د روانې جګړې پای ته رسول دي.

د پاکستان یوې سرچینې رویټرز ته ویلي چې ایران او پاکستان په مستقیم تماس کې دي. بلې سرچینې ویلي چې د عاصم منیر خبرې به د جګړې د وروستیو تحولاتو ترڅنګ پر ایران د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لا سختو بندیزونو پر ګواښ هم متمرکزې وي.

سرچینې ویلي، منیر به له ایراني چارواکو سره د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک له مخې د سولې، د ټرمپ د وروستي خبرداري، د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان د هوکړې له وضعیت وروسته د سیمې د شرایطو او د حوثیانو اړوند مسایلو په اړه خبرې وکړي.

د پاکستان د پوځ د مشر سفر داسې مهال کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

تهران ګواښ کړی چې که امریکا نوي او سخت بندیزونه ولګوي، ښايي سخت غبرګون وښيي.

تمه ده چې د دوشنبې په ورځ د هغو بندیزونو د جزئیاتو په اړه اعلان وشي چې امریکايي چارواکو یې په اړه ویلي. دا به پر ایران «په تاریخ کې تر ټولو سخت بندیزونه» وي.

ډېر لیدل شوي

له ازادۍ جبهې سره د اړیکو په نوم؛ طالبانو جمعه خان فاتح ته منسوب غږیز فایل رسنیز کړ
۱

له ازادۍ جبهې سره د اړیکو په نوم؛ طالبانو جمعه خان فاتح ته منسوب غږیز فایل رسنیز کړ

۲

د طالبانو د شرطې قانون: د افغانستان په قلمرو کې هر ډول مظاهرې منع دي

۳

مقاومت جبهه: حسیب پنجشیری په تېرو پنځو کلونو کې هېڅکله له افغانستان څخه نه‌وو وتلی

۴

د امریکا فډرالي محکمې د ۷۵ هېوادونو د کډوالۍ ویزو ځنډول لغوه کړل

۵

پاکستان کې بند افغانان د استرالیا بشري ویزو ته په تمه؛ د شړل کېدو وېره یې زیاته شوې

•
•
•

نور خبرونه

د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته هم افغانان هېواد پرېږدي

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۳۳ GMT+۱
100%

طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته هم افغانستان د کډوالۍ له دوامداره څپې سره مخ دی او زرګونه افغانان د کار، امنیت او ښه راتلونکي په لټه کې له هېواده وځي.

ایرش ټایمز په خپل خپور شوي راپور کې د هغو افغان ځوانانو کیسې را خیستي چې د قاچاقبرو په مرسته د افغانستان، ایران او ترکیې له خطرناکو لارو اروپا ته د رسېدو هڅه کوي. د راپور له مخې، ګڼ شمېر ځوانان لومړی ایران ته ځي او بیا د قاچاقي لارو له لارې د ترکیې پولې ته د اوښتو هڅه کوي.

د راپور په وینا، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته سلګونه زره افغانان د لوېدیځو هېوادونو د تخلیې او بیا مېشتېدو پروګرامونو له لارې له افغانستانه ووتل.

راپور وايي، شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان د ۲۰۲۱ کال د هوايي تخلیې او ورپسې د کډوالۍ د پروګرامونو له لارې لوېدیځو هېوادونو ته انتقال شول.

د راپور له مخې، ډېری هغه افغانان چې لوېدیځو هېوادونو ته تللي، اوس د خپلو کورنیو او خپل هېواد له وضعیت سره نږدې اړیکې ساتي او د افغانستان پېښې له لرې څاري.

راپور د کابل پوهنتون د یوه پخواني استاد خبرې هم رااخیستي چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته اروپا ته تللی دی. نوموړي ویلي چې د طالبانو له واکمنېدو سره سم له هېواده د وتلو هڅه یې کړې وه او اوس د خپلې کورنۍ له ډېرو غړو سره په اروپا کې ژوند کوي.

راپور زیاتوي چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې خپل سختدریځ سیاستونه عملي کړي او د ټولنې پر بېلابېلو برخو یې محدودیتونه لګولي دي.

په راپور کې په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو پر حقونو تمرکز شوی او ویل شوي چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د نجونو د منځنیو او لوړو زده‌کړو بندیز پر خپل ځای ساتلی او د نړیوالو نیوکو سربېره یې په دې برخه کې خپل دریځ نه دی بدل کړی.

همدا راز راپور د ښځو له زده‌کړو او کار څخه محرومول د طالبانو د واکمنۍ تر ټولو جنجالي پالیسي بولي او یادونه کوي چې دغه محدودیتونه د نړیوالو له لوري د «جنسیتي اپارتاید» په نوم یاد شوي دي.

راپور زیاتوي چې که څه هم طالبان توانېدلي پر افغانستان خپل کنټرول ټینګ کړي، خو د هېواد د وګړو د وتلو بهیر لا نه دی درېدلی او ګڼ شمېر ځوانان لا هم له افغانستانه بهر د ژوند او کاري فرصتونو په لټه کې دي.

د راپور کې راغلي چې د طالبانو د واکمنۍ پنځه کلنه دوره د افغانانو لپاره د پراخو محدودیتونو، اقتصادي ستونزو او دوامدارې کډوالۍ له واقعیتونو سره مل وه او افغانستان لا هم د خپلو وګړو د وتلو له بهیر سره مخ دی.

خرم: د کابل بې‌رویه ودانول ښايي ښار د اوبو له سخت بحران سره مخ کړي

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۱۶ GMT+۱
100%

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبد‌الکریم خرم وايي، په کابل کې د بې‌رویه ودانیو جوړول او د ځمکې لاندې اوبو بې‌سارې کارونه ښايي دغه ښار په راتلونکې کې د اوبو له کمښت سره مخ کړي او د اوسېدونکو ژوند له جدي ستونزو سره مخامخ کړي.

خرم د اېکس په یوه لیکنه کې ویلي، عموماً ښارونه د جګړو او ویجاړیو له امله له خلکو تشېږي، خو په کابل کې د چټک او بې‌پلانې ودانیزې پراختیا له امله د ښار د راتلونکي په اړه اندېښمن دی.

هغه لیکلي: «داسې وېره شته چې خدای مه کړه، کابل د جګړې له امله نه، بلکې د بې‌رویه ابادۍ له امله له اوسېدونکو تش شي.»

خرم وايي، یوه ځوان چې د اوبو په برخه کې تخصص لري ورته ویلي چې په کابل کې د څاه‌ګانو کیندنه تر هغې کچې ژوره شوې چې د واورې او باران له اوبو بېرته ډکېدونکې ځمکلاندې زېرمو له کچې ښکته تللې ده.

د هغه په وینا، دغه متخصص هغه سیمې هم ورښودلې چې د اړوندو ادارو له خوا د اوبو «بحراني سیمې» بلل کېږي او د نوموړي په خبره، نږدې د کابل ټول ښار په دغو سیمو کې شاملېږي.

د کابل د اوبو د وضعیت په اړه د نړیوال بانک پخواني ارزونې هم ښيي چې د ښار د اوبو رسولو سیستم تر ډېره پر ځمکلاندې اوبو ولاړ دی او د دغو اوبو ایستل له دوامدارې بېرته ډکېدنې ډېر زیات شوي دي. د نړیوال بانک د ۲۰۲۰ کال په یوه ارزونه کې ویل شوي چې په کابل کې هر کال شاوخوا ۸۰ میلیونه متره مکعبه ځمکلاندې اوبه ایستل کېږي، چې د طبیعي بېرته ډکېدنې له وړتیا نږدې دوه برابره ده.

د نړیوال بانک په یوه بله ارزونه کې خبرداری ورکړل شوی و چې د کابل د نفوس له زیاتېدو سره د اوبو غوښتنه هم لوړېږي او د ښار اوسني ځمکلاندې زېرمتونونه د دوامدارې اړتیا د پوره کولو لپاره تر فشار لاندې دي. په دې ارزونه کې د اوبو د کچې کمېدل او د ځمکلاندې اوبو د ککړېدو خطر هم یاد شوی دی.

ملګرو ملتونو هم په خپل وروستي راپور کې ویلي چې افغانستان د اوبو رسولو له جدي ستونزو سره مخ دی او کابل په ځانګړي ډول د ځمکلاندې اوبو له چټک کمېدو او د اوبو د لاسرسي له محدودیتونو سره مخ دی؛ دغه وضعیت پر ښځو او ماشومانو هم سخت اغېز کوي.

د ملګرو ملتونو د افغانستان د ۲۰۲۵ کال د ارزونې له مخې، دغه هېواد په ۲۰۲۵ کال کې پرله‌پسې څلورم کال له وچکالۍ سره مخ و او د وچکالۍ له امله د اوبو کمښت او د ځمکلاندې اوبو د کچې ټیټېدل لا پسې زیات شوي دي.

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي په ۲۰۲۵ کال کې د امنیت شورا غونډې ته ویلي وو چې کابل ښايي د اوبو د بشپړ کمښت له خطر سره مخ شي؛ د نوموړي په وینا، د ښاري پراختیا او اقلیمي بدلون له امله د کابل د ځمکلاندې اوبو کچه په تېره یوه لسیزه کې تر ۳۰ مترو پورې راټیټه شوې او نږدې نیمايي ژورې څاه‌ګانې وچې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د مېشت ځایونو ادارې یا «یو این هبیتات» په یوه وروستي معلوماتي مطلب کې هم ویلي چې د کابل د ودانیزې سیمې پراخوالی د ۲۰۰۸ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ ۷۲ سلنه زیات شوی دی. د دغې ادارې په وینا، د ښار چټکه پراختیا ډېری خلک بې‌پلانې او له لومړنیو خدمتونو بې‌برخې سیمو ته ټېل وهي، چې له اوبو کمښت، سېلابونو او نورو چاپېریالي ګواښونو سره مخ دي.

د اوبو د سرچینو د کمېدو ترڅنګ، د کابل د نفوس زیاتوالی هم د ستونزې د پراخېدو یو مهم لامل بلل کېږي. نړیوال بانک مخکې خبرداری ورکړی و چې د کابل د نفوس له چټک زیاتېدو سره د اوبو اړتیا هم په چټکۍ لوړېږي، په داسې حال کې چې د ښار ځمکلاندې زېرمتونونه د اوسني فشار د دوام وړتیا نه لري.

د اوبو د کمښت ستونزه یوازې د څښاک اوبو تر لاسرسي محدوده نه ده. د اوبو د کچې ټیټېدل د کرنې، روغتیا، حفظ‌الصحې او د ښاري ژوند پر نورو برخو هم اغېز کولی شي. ملګري ملتونه وايي، د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو له امله د افغانستان د اوبو کمښت په وروستیو کلونو کې لا زیات شوی او په ګڼو سیمو کې یې د خلکو پر ژوند او معیشت فشار راوړی دی.

د کابل د اوبو د ستونزې د حل لپاره د ځمکلاندې اوبو د بې‌رویه ایستلو د مخنیوي، د باراني اوبو د زېرمه کولو، د اوبو د سرچینو د منظم مدیریت او د ښاري ودانیزې پراختیا د تنظیم اړتیا له کلونو راهیسې د نړیوالو ادارو په ارزونو کې مطرح شوې ده. نړیوال بانک هم د کابل لپاره د ځمکلاندې اوبو د فشار د کمولو او د سطحي اوبو د سرچینو د کارولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

په همدې حال کې، خرم وايي، که د کابل د بې‌رویه ودانیزې پراختیا او د ځمکلاندې اوبو د کمېدو مخه ونه نیول شي، د ښار اوسېدونکي ښايي په راتلونکو کلونو کې له داسې بحران سره مخ شي چې د کابل د استوګنې وړتیا به هم تر پوښتنې لاندې راولي.

راپور: د افغانستان په اړه د ټولنیزو رسنیو ښکلی انځور د ښځو د ژوند له واقعیت سره توپیر لري

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۱۲ GMT+۱
100%

افغان مېرمنې وايي، په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د ښکلا او ګرځندوی له ویډیوګانو وړاندې کېدونکی انځور د دوی له هغه ورځني ژوند سره هېڅ ورته‌والی نه لري چې پکې له زده‌کړو، کار، تګ‌راتګ او ګڼو نورو حقونو محرومې دي.

پر ټیک‌ټاک، انسټاګرام او د ټولنیزو رسنیو په نور پلیټفارمونو کې یو شمېر بهرني سیلانیان او د سفر محتوا جوړونکي افغانستان د یوه خوندي او ښکلي هېواد په توګه معرفي کوي او د کابل بازارونه، تاریخي سیمې او طبیعي منظرې خپلو لیدونکو ته ښيي.

ډيپلوماټ خپل راپور کې وايي، په داسې حال کې چې سیلانیان افغانستان خوندي بولي، میلیونونه افغانې ښځې د زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور له محدودیتونو سره مخ دي.

د راپور له مخې، طالبان له ۲۰۲۱ کال راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو منع کړي، پر ښځو یې د کار محدودیتونه لګولي او په ۲۰۲۲ کال کې یې د ښځو پر لوړو زده‌کړو هم بندیز ولګاوه.

راپور کې یادونه شوې چې طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې د «امر بالمعروف» نوی قانون نافذ کړ چې پکې پر ښځو د جامو، تګ راتګ او عامه حضور په اړه تازه محدودیتونه وضع شوي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري او د هېواد ډېری وګړي له فقر سره مخ دي.

په راپور کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو د یو شمېر ښځو خبرې راخیستل شوې دي.
طنین، چې د بلخ ولایت یوه ښوونکې او د ښځو د حقونو فعاله بلل شوې، ویلي چې بهرني سیلانیان د هغه افغانستان انځور ویني چې د افغان ښځو له ورځني واقعیت سره توپیر لري.

مشیده، چې د طالبانو د بیا واکمنېدو پر مهال ۱۴ کلنه وه، ویلي چې د لوړو زده‌کړو او راتلونکې لپاره یې هیلې له منځه تللې دي.

یوې بلې نجلۍ فاطمې ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته بریالۍ شوې وه، خو د ښځو پر زده‌کړو له بندیز وروسته ونه توانېده چې خپلې زده‌کړې پیل کړي.

زینب، چې د بدخشان اوسېدونکې ده، ویلي د پوهنتون د بندېدو او د کار د فرصتونو د نشتوالي له امله یې کورنۍ اړ کړه چې واده وکړي او اوس له درېیو ماشومانو سره ژوند کوي.

په راپور کې د مینا په نوم یوې بلې افغانې ویلي چې ځان د «څلورو دېوالونو په زندان» کې احساسوي او د ورځني ژوند ډېره برخه یې په کور کې تېرېږي.

هغې ویلي، تر ټولو ستره اندېښنه یې دا ده چې نوې نسل نجونې له زده‌کړو بې‌برخې کېږي او دا وضعیت به د افغانستان پر راتلونکې هم ژور اغېز وکړي.

راپور د مرضیه په نوم د یوې ښځې کیسه هم را اخلي چې لا هم له کوره بهر کار کوي، خو وایي هره ورځ له دې وېرې سره مخ وي چې طالبان به پرې کوم نوی محدودیت ولګوي.

راپور کې ویل شوي، هغه افغانستان چې سیلانیان یې ویني او هغه افغانستان چې ګڼې افغانې ښځې پکې ژوند کوي، یو شان نه دي. د راپور په وینا، د افغانستان اصلي کیسه د هغو ښځو په ورځني مقاومت کې نغښتې ده چې د محدودیتونو سره سره د خپل هویت، زده‌کړو او حقونو د ساتلو لپاره مبارزه کوي.

کارپوه: په افغانستان کې عیسویان د نسل وژنې له جدي ګواښ سره مخ دي

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۵۹ GMT+۱
100%

د مذهبي ازادۍ او اسلامي افراطیت کارپوه مارتین پارسنز خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې عیسوي ټولنه د طالبانو تر واک لاندې د ارتداد د سختو قوانینو، مذهبي افراطیت او د دې ټولنې د نه رسمي پېژندنې له امله د نسل وژنې له جدي ګواښ سره مخ ده.

د «کریسچن ټوډې» د راپور له مخې، پارسنز چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې یې په افغانستان کې د مرستندویه کارکوونکي په توګه دنده ترسره کړې، وايي چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال هغه عیسویان چې له خپل دین څخه د لاس اخیستو لپاره یې د طالبانو غوښتنه نه منله، له اعدام سره مخ کېدل.

نوموړي ویلي چې د طالبانو د هغه وخت په واکمنۍ کې موسیقي هم د «غیر اسلامي عمل» په توګه منع شوې وه او هغه ښځې چې د «غیراخلاقي کړنو» تور به پرې لګېده، وژل کېدې.

طالبانو له شاوخوا دوو لسیزو وسله‌والې مبارزې وروسته په ۲۰۲۱ کال کې یو ځل بیا واک ترلاسه کړ او د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن د ادارې د ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان پخوانی حکومت سقوط وکړ.

پارسنز وايي، د طالبانو اوسنی حکومت د ۱۹۹۰مو کلونو په پرتله تر ډېره د نړیوال مشروعیت او منلو د ترلاسه کولو هڅه کوي او په ځینو برخو کې یې چلند هم بدل شوی، خو د عیسویانو وضعیت لا هم د جدي اندېښنې وړ دی.

د هغه په وینا، د عیسویانو لپاره یوه له تر ټولو جدي اندېښنو څخه د ارتداد اړوند قوانین دي. نوموړی وايي، د دغو قوانینو له مخې که یو بالغ او سالم مسلمان نارینه له اسلام څخه واوړي، درې ورځې وخت ورکول کېږي چې له خپلې پرېکړې تېر شي؛ که توبه ونه باسي، د اعدام له سزا سره مخ کېدای شي.

د پارسنز په وینا، ښځې د ورته عمل په صورت کې د اوږدمهاله بند او وهلو ټکولو له خطر سره مخ دي، په داسې حال کې چې ماشومان تر بلوغ پورې ساتل کېږي او له بلوغ وروسته پرې د ورته سزا د پلي کېدو امکان شته.

راپور وايي، په یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې هم له اسلام څخه بل دین ته د اوښتو پر وړاندې سخت قوانین شته. د بېلګې په توګه، په ایران کې عیسویت په خپله جرم نه ګڼل کېږي، خو له اسلام څخه عیسویت ته اوښتل د قانون له مخې د اعدام سزا لرلی شي.

په افغانستان کې د عیسویانو د کره شمېر په اړه رسمي معلومات نشته، خو د راپور له مخې اټکل کېږي چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۱۰ زره عیسویان ژوند کوي.

پارسنز وايي، د افغانستان عیسوي ټولنه ځکه لا زیاته زیانمنه ده چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د افغانستان پخوانیو حکومتونو د افغان عیسویانو موجودیت په رسمي ډول نه و منلی.

د هغه په وینا، همدې وضعیت طالبانو ته زمینه برابره کړې چې افغان عیسویان په رسمیت ونه پېژني او هر هغه کس چې عیسویت یې اختیار کړی وي، «مرتد» وبولي، حال دا چې د پارسنز په خبره، د دغو کسانو یوه برخه د عیسوي کورنیو دویم یا درېیم نسل دی.

یاده دې وي چې په دغه راپور کې، د طالبانو له خوا د کوم عیسایي د وژنې یا ورته د سزا د ورکولو کوم شواهد ندي وړاندې شوي؛ خو اندېښه یې شریکه شوې ده.

پارسنز خبرداری ورکوي چې د عیسویانو نه رسمي پېژندنه، د ارتداد سخت قوانین او د مذهبي افراطیت دوام کولای شي د افغانستان دغه کوچنۍ مذهبي ټولنه له جدي خطر سره مخ کړي او نړیواله ټولنه باید دې وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

مرادیان: نیویارک ټایمز د طالبانو واک عادي ښيي؛ مهم حقایق له پامه غورځوي

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۳۳ GMT+۱
100%

د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ مشر داوود مرادیان وايي، نیویارک ټایمز د طالبانو په اړه په خپلو وروستیو لیکنو کې د دغه ډلې د واک مهم اړخونه له پامه غورځولي او په دې توګه یې د طالبانو واک د یوه عادي حکومت په توګه ښودلی دی.

مرادیان په یوه مقاله کې چې د اګست پر ۲۲مه د منځني ختیځ فورم له خوا خپره شوې، لیکي چې د طالبانو د واک ته رسېدو د پنځمې کلیزې پر مهال نیویارک ټایمز له طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره مرکه، د عبیدالله باهیر یوه نظرپوښتنه او د افغان ښځو په اړه یوه ځانګړې مقاله خپره کړه.

د نوموړي په وینا، له واکمنو، ان د استبدادي حکومتونو له چارواکو سره مرکې او د جنجالي نظرونو خپرول په خپله د ژورنالېزم سرغړونه نه ده، خو ستونزه هغه مهال رامنځته کېږي چې رسنۍ د اشخاصو د معرفي کولو پر مهال مهم حقایق حذف کړي او د هغوی د کړنو او تېر تاریخ بشپړ انځور وړاندې نه کړي.

مرادیان استدلال کوي چې نیویارک ټایمز له ۲۰۲۱ کال وړاندې هم د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو او له طالبانو سره د هوکړې له مهمو ملاتړ کوونکو لوېدیځو رسنیو څخه و. هغه د طالبانو د اوسني مشر مرستیال او د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني هغه مقاله هم یادوي چې په ۲۰۲۰ کال کې په همدې ورځپاڼه کې خپره شوې وه او پکې د ښځو او نجونو د ونډې په ګډون د یوه ټول‌شموله سیاسي نظام ژمنه شوې وه.

د هغه په باور، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دغو ژمنو عملي کېدل باید د رسنیو د اوسني پوښښ مهمه برخه وای. مرادیان د ملګرو ملتونو د بندیزونو، په کابل کې د القاعدې د پخواني مشر ایمن الظواهري د اوسېدنې او د طالبانو د ښځو ضد سیاستونو په ګډون یو شمېر موارد د هغو معلوماتو په توګه یادوي چې د طالبانو د مشرانو د معرفي کولو پر مهال باید ورته پام وشي.

هغه د نیویارک ټایمز د افغانستان او پاکستان د نوي خبریالې الیان پلتیر له خوا له امیرخان متقي سره شوې مرکه هم ارزوي او وايي، ورځپاڼې متقي یوازې د «افغانستان د بهرنیو چارو وزیر» په توګه معرفي کړی، حال دا چې د هغه په وینا، د متقي د طالبانو په مشرتابه کې رول، د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ فعالیتونه او د ملګرو ملتونو بندیزونه هغه معلومات دي چې لوستونکي یې باید له مرکې سره یوځای ترلاسه کړي.

مرادیان زیاتوي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ښځینه کارکوونکو سره هم محدودیتونه وضع کړي او ښځې یې له خپلو مرکزي او بهرنیو ماموریتونو څخه ایستلې دي، له همدې امله، د ده په اند، د دغه وزارت د مشر معرفي کول پرته له دې شالید څخه د موضوع بشپړ انځور نه وړاندې کوي.

هغه د عبیدالله باهیر په اړه هم وايي چې نیویارک ټایمز نوموړی د «فعال» په توګه معرفي کړی، خو د ده په وینا، باهیر له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو لپاره د انګلیسي ژبې ویاند او د اړیکو منځګړی پاتې شوی دی. مرادیان ټینګار کوي چې دا موضوع باید لوستونکو ته روښانه شوې وای، څو هغوی د باهیر د نظر ارزونې پر مهال بشپړ معلومات ولري.

د ښځو په اړه د نیویارک ټایمز پوښښ د مرادیان د نیوکو بله مهمه برخه ده. نوموړی وايي، ورځپاڼې د افغانستان د ښځو په اړه د خپلې کلیزې لومړنۍ مقالې کې د طالبانو محدودیتونه د «خطر» په توګه مطرح کړي وو، خو وروسته یې د نیوکو له امله سرلیک بدل کړ.

د مرادیان په باور، د طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د نجونو د منځنۍ او لوړو زده کړو بندول، د ښځو له کاره ایستل، د هغوی پر تګ راتګ محدودیتونه او د جامو او چلند په اړه پراخ مقررات «قصدي او منظم نظام» جوړوي، نه یوازې د یوه جانبي اغېز په توګه باید وکتل شي.

نوموړی وايي: «طالبان خطر دی؛ افغان ښځې قربانیانې دي.»

مرادیان د نیویارک ټایمز د پخوانیو پوښښونو په تړاو هم د ۱۹۷۹ کال یوه بېلګه وړاندې کوي او ادعا کوي چې دغه ورځپاڼې هغه مهال هم د ایران د انقلاب د مشر روح‌الله خمیني د یوه ملاتړي نظر خپور کړی و، چې نوموړي خمیني په مثبتو اصطلاحاتو معرفي کړی و، خو د بشري حقونو اړوند اندېښنې یې پکې نه وې روښانه کړې.

د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ عمومي رییس په پای کې وايي، ستونزه یوازې تبلیغات نه دي، بلکې د معلوماتو د وړاندې کولو له لارې د یوه سیاسي نظام «عادي کول» دي.

هغه زیاتوي: «د ژورنالېزم لپاره شالید اختیاري برخه نه ده؛ شالید خپله ژورنالېزم دی.»

مرادیان استدلال کوي چې طالبان د خپلې واکمنۍ د عادي ښودلو لپاره د لوېدیځو رسنیو له مستقیم ملاتړ څخه اړتیا نه لري، بلکې د ده په وینا، هره مرکه، ستایونکی پروفایل او رسمي عنوان کولای شي د دغه ډلې انځور له یوه منزوي اسلامپاله خوځښت څخه د یوه عادي حکومت په لور بدل کړي.

هغه ټینګار کوي چې رسنۍ باید د طالبانو د چارواکو خبرې یوازې نقل نه کړي، بلکې د هغوی ادعاوې د ډلې له ایډیالوژۍ، تېر تاریخ او عملي کړنو سره هم پرتله کړي.