مرادیان په یوه مقاله کې چې د اګست پر ۲۲مه د منځني ختیځ فورم له خوا خپره شوې، لیکي چې د طالبانو د واک ته رسېدو د پنځمې کلیزې پر مهال نیویارک ټایمز له طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره مرکه، د عبیدالله باهیر یوه نظرپوښتنه او د افغان ښځو په اړه یوه ځانګړې مقاله خپره کړه.
د نوموړي په وینا، له واکمنو، ان د استبدادي حکومتونو له چارواکو سره مرکې او د جنجالي نظرونو خپرول په خپله د ژورنالېزم سرغړونه نه ده، خو ستونزه هغه مهال رامنځته کېږي چې رسنۍ د اشخاصو د معرفي کولو پر مهال مهم حقایق حذف کړي او د هغوی د کړنو او تېر تاریخ بشپړ انځور وړاندې نه کړي.
مرادیان استدلال کوي چې نیویارک ټایمز له ۲۰۲۱ کال وړاندې هم د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو او له طالبانو سره د هوکړې له مهمو ملاتړ کوونکو لوېدیځو رسنیو څخه و. هغه د طالبانو د اوسني مشر مرستیال او د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني هغه مقاله هم یادوي چې په ۲۰۲۰ کال کې په همدې ورځپاڼه کې خپره شوې وه او پکې د ښځو او نجونو د ونډې په ګډون د یوه ټولشموله سیاسي نظام ژمنه شوې وه.
د هغه په باور، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دغو ژمنو عملي کېدل باید د رسنیو د اوسني پوښښ مهمه برخه وای. مرادیان د ملګرو ملتونو د بندیزونو، په کابل کې د القاعدې د پخواني مشر ایمن الظواهري د اوسېدنې او د طالبانو د ښځو ضد سیاستونو په ګډون یو شمېر موارد د هغو معلوماتو په توګه یادوي چې د طالبانو د مشرانو د معرفي کولو پر مهال باید ورته پام وشي.
هغه د نیویارک ټایمز د افغانستان او پاکستان د نوي خبریالې الیان پلتیر له خوا له امیرخان متقي سره شوې مرکه هم ارزوي او وايي، ورځپاڼې متقي یوازې د «افغانستان د بهرنیو چارو وزیر» په توګه معرفي کړی، حال دا چې د هغه په وینا، د متقي د طالبانو په مشرتابه کې رول، د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ فعالیتونه او د ملګرو ملتونو بندیزونه هغه معلومات دي چې لوستونکي یې باید له مرکې سره یوځای ترلاسه کړي.
مرادیان زیاتوي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ښځینه کارکوونکو سره هم محدودیتونه وضع کړي او ښځې یې له خپلو مرکزي او بهرنیو ماموریتونو څخه ایستلې دي، له همدې امله، د ده په اند، د دغه وزارت د مشر معرفي کول پرته له دې شالید څخه د موضوع بشپړ انځور نه وړاندې کوي.
هغه د عبیدالله باهیر په اړه هم وايي چې نیویارک ټایمز نوموړی د «فعال» په توګه معرفي کړی، خو د ده په وینا، باهیر له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو لپاره د انګلیسي ژبې ویاند او د اړیکو منځګړی پاتې شوی دی. مرادیان ټینګار کوي چې دا موضوع باید لوستونکو ته روښانه شوې وای، څو هغوی د باهیر د نظر ارزونې پر مهال بشپړ معلومات ولري.
د ښځو په اړه د نیویارک ټایمز پوښښ د مرادیان د نیوکو بله مهمه برخه ده. نوموړی وايي، ورځپاڼې د افغانستان د ښځو په اړه د خپلې کلیزې لومړنۍ مقالې کې د طالبانو محدودیتونه د «خطر» په توګه مطرح کړي وو، خو وروسته یې د نیوکو له امله سرلیک بدل کړ.
د مرادیان په باور، د طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د نجونو د منځنۍ او لوړو زده کړو بندول، د ښځو له کاره ایستل، د هغوی پر تګ راتګ محدودیتونه او د جامو او چلند په اړه پراخ مقررات «قصدي او منظم نظام» جوړوي، نه یوازې د یوه جانبي اغېز په توګه باید وکتل شي.
نوموړی وايي: «طالبان خطر دی؛ افغان ښځې قربانیانې دي.»
مرادیان د نیویارک ټایمز د پخوانیو پوښښونو په تړاو هم د ۱۹۷۹ کال یوه بېلګه وړاندې کوي او ادعا کوي چې دغه ورځپاڼې هغه مهال هم د ایران د انقلاب د مشر روحالله خمیني د یوه ملاتړي نظر خپور کړی و، چې نوموړي خمیني په مثبتو اصطلاحاتو معرفي کړی و، خو د بشري حقونو اړوند اندېښنې یې پکې نه وې روښانه کړې.
د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ عمومي رییس په پای کې وايي، ستونزه یوازې تبلیغات نه دي، بلکې د معلوماتو د وړاندې کولو له لارې د یوه سیاسي نظام «عادي کول» دي.
هغه زیاتوي: «د ژورنالېزم لپاره شالید اختیاري برخه نه ده؛ شالید خپله ژورنالېزم دی.»
مرادیان استدلال کوي چې طالبان د خپلې واکمنۍ د عادي ښودلو لپاره د لوېدیځو رسنیو له مستقیم ملاتړ څخه اړتیا نه لري، بلکې د ده په وینا، هره مرکه، ستایونکی پروفایل او رسمي عنوان کولای شي د دغه ډلې انځور له یوه منزوي اسلامپاله خوځښت څخه د یوه عادي حکومت په لور بدل کړي.
هغه ټینګار کوي چې رسنۍ باید د طالبانو د چارواکو خبرې یوازې نقل نه کړي، بلکې د هغوی ادعاوې د ډلې له ایډیالوژۍ، تېر تاریخ او عملي کړنو سره هم پرتله کړي.