• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ۵ ورځني سفر په موخه لندن ته رسېدلی دی

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۳ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۴۷ GMT+۱تازه شوی: ۲ وږی ۱۴۰۵ - ۲۴ اګست ۲۰۲۶، ۰۱:۲۹ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ۵ ورځني سفر په موخه نن لندن ته ورسېد. اسحاق ډار به له خپل بریتانوي سیال او نورو حکومتي چارواکو سره له کتنو سربېره د ختیځې سیمې د سمندري امنیت په اړه د خبرو لپاره د نړیوال سمندري سازمان له عمومي منشي سره هم وګوري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې ورځې په ناوخته (د وږي لومړۍ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، اسحاق ډار د اګست له ۲۴مې تر ۲۸مې انګلستان ته د خپل رسمي سفر په موخه لندن ته رسېدلی او په بریتانیا کې د پاکستان سفیر ټيپو عثمان د لندن په هیټرو هوايي ډګر کې یې هرکلی کړی دی.

د خبرپاڼې پر بنسټ، اسحاق ډار به په دې سفر کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ایډ میلیبانډ او د پاکستان لپاره د FCDO د دولت وزیر سټیفن ډوټي او همدارنګه د بریتانیا حکومت له نورو لوړپوړو غړو سره لیدنې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې هغه به د ختیځې سیمې د سمندري امنیت په اړه د خبرو اترو لپاره د نړیوال سمندري سازمان له عمومي منشي ارسینیو ډومینګیز سره هم وګوري او همداراز به د کامن ویلت (نړیوالې ټولنې) له عمومي منشي شیرلي ایورکور بوچوي سره هم لیدنه ولري.

په خبرپاڼه کې د دغو لیدنو د اجنډا په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د شرطې قانون: د افغانستان په قلمرو کې هر ډول مظاهرې منع دي
۱

د طالبانو د شرطې قانون: د افغانستان په قلمرو کې هر ډول مظاهرې منع دي

۲

په افغانستان کې د دین او عقیدې ازادي؛ له مذهبي محدودیتونو تر افراطي تاوتریخوالي

۳

د طالبانو د پولیسو نوی قانون؛ د پراخو واکونو په اړه اندېښنې

۴

د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته هم افغانان هېواد پرېږدي

۵

پاکستاني پولیسو په اسلام‌اباد کې دوه افغان محصلینې نیولې دي

•
•
•

نور خبرونه

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۳ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۲۷ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

له افغانستان څخه په قاچاقي لارو کراچۍ ته تللی افغان وايي، په هېواد کې د کار او روزګار نشتوالي، لوړو بیو او بې‌وزلۍ له امله هغه کډوال چې له پاکستان او ایران څخه هېواد ته ستانه کړل شوي، یو ځل بیا د کار او ډوډۍ پیدا کولو لپاره دغو هېوادونو ته په قاچاقي لارو د تګ هڅه کوي.

د کندوز ۳۵ کلن احمدالله (مستعار نوم) افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، د اګست په ۱۴مه له کوره روان شوی او له ۱۲ ورځو سختو او ستونزمنو سفرونو وروسته، د پیسو په بدل کې کراچۍ ته رسېدلی دی.

هغه وویل، افغانانو ته د پاکستان ویزې نه ورکول کېږي او له همدې امله اړ کېږي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته ولاړ شي.

احمدالله وویل، کورنۍ یې له پخوا په کراچۍ کې د کډوالۍ ژوند کولو، دی هم هلته زېږېدلی او لوی شوی او ډېره برخه ژوند یې په کراچۍ کې تېر کړی دی. د هغه په وینا، بل هېواد ته د تلو زمینه نه لري او د ژوند او کار لپاره بېرته کراچۍ ته ستون شوی دی.

هغه پاکستان ته د تګ د لارې په اړه وویل، له خپلو درېیو کوچنیانو سره یې په بولدک کې د چمن له لارې د تېرېدو لپاره پیسې ورکړې: «د هر کوچني پر سر مې ۳۰زره کلدارې او زما نه یې ۵۰زره کلدارې اخیستې دي». هغه وويل ګڼ کسان دي چې خلک په پيسو را اړوي.

نوموړي وویل، سفر یې ځکه ۱۲ ورځې اوږد شو چې هغه کسان چې دوی یې پاکستان ته راوستل، څو ورځې په کندهار کې پاتې شول او بیا په پوله کې هم څو ورځې بند پاتې شول. وروسته یې کوچنیان د چمن له کرښې واړول، خو دی د پولې بلې غاړې ته پاتې شو او څو ورځې یې نورې هم په انتظار کې تېرې شوې.

احمدالله وايي، په کندهار او بولدک کې یې سلګونه کسان ولیدل چې پاکستان ته روان وو. د هغه په وینا، یوازې بې‌وزله او د مزدورۍ په لټه کې کسان نه، بلکې ناروغان د درملنې لپاره او ګڼې کورنۍ هم پاکستان ته روانې وې. نوموړي وویل: «ډېری کسان نه یوازې کراچۍ، بلکې پنجاب ته هم تلل او ویل یې چې په پاکستان کې یې کورونه او کاروبارونه پاتې دي او بېرته په هغو پسې ځي».

هغه زیاته کړه چې ځینې هغه کسان هم شته چې په پوله بېرته افغانستان ته اړول شوي، خو بیا د پاکستان د تګ لپاره د نوې لارې په لټه کې دي. د هغه په وینا، «د هر يو کس څخه په پوله له اړولو لپاره له ۱۰زرو تر ۵۰ زرو کلدارو پورې اخېستل کيږي».

احمدالله په افغانستان کې د ورځني ژوند په اړه وویل، د مزدورۍ زمینه ډېره کمه ده. هغه وویل، که سهار څوک بازار ته ولاړ شي چې ورځنۍ مزدوري پیدا کړي نو هلته په لسګونو کسان ولاړ وي، ښايي یوازې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کسانو پورې ته د کار زمینه برابره شي او پاتې کسان بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

هغه زیاته کړه چې د خوراکي توکو بیې لوړې دي او ډېری خلک په فقر کې ژوند کوي. د نوموړي په وینا: «په افغانستان کې د هغو کسانو اقتصادي وضعیت یو څه ښه دی چې د کرنې لپاره ډېرې ځمکې، پخواني کاروبارونه یا رسمي دندې او معاشونه لري، خو د عامو خلکو ژوند ډېر ستونزمن دی».

احمدالله وویل: «له پاکستان او ایران څخه بېرته ستانه شوي کډوال له لا سخت وضعیت سره مخ دي. د کورنۍ د اړتیاوو د نه پوره کېدو له امله به مو په کور کې هره ورځ ستونزې او شخړې رامنځته کېدې او اوس دپاسه ژمی هم راروان دی» د راتلونکو ورځو په اړه اندېښمن دي.

نوموړي د روغتیايي خدمتونو په اړه هم شکایت وکړ او ویې ویل، په دولتي روغتونونو کې ډېره ګڼه ګوڼه ده او له خلکو څخه هلته هم پیسې اخیستل کېږي. د هغه په وینا، که څوک شخصي ډاکټر ته ولاړ شي، یوازې د درملو لګښت یې هم لږ تر لږه زر افغانۍ کېږي، په داسې حال کې چې ډېری خلک د خوړو د پیدا کولو لپاره اندېښمن دي.

احمدالله د کډوالو لپاره د اسنادو د جوړولو په برخه کې هم د طالبانو له چلند شکایت وکړ او ویې ویل، هغه کډوال چې په پاکستان کې زېږېدلي او بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي، د هویتي اسنادو د ترلاسه کولو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه ادعا وکړه چې د موټر د اسنادو او نورو چارو لپاره د طالبانو لخوا خلک بېلابېلو دولتي دفترونو ته لېږل کېږي او د لنډمهالو، دوه کلنو اسنادو لپاره ترې دومره پیسې اخیستل کېږي چې د کوچني موټر خاوند یې ښايي په دوو کلونو کې هم پوره نه شي ګټلی.

نوموړي وویل، په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او بېرته ستنولو له وضعیت څخه خبر دی، خو د ده په وینا، بله لاره نه لري او اړ دی چې په پټه مزدوري وکړي، ځکه په افغانستان کې یې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو ته محتاج دي.

احمدالله وايي: «که مو ونیسي او بېرته مو افغانستان ته ولېږي، بیا به هم د مزدورۍ لپاره پاکستان ته راځو».

په پاکستان کې د افغان محصلینو نیول؛ د نجونو زده‌کړې له نوي ګواښ سره مخ دي

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۲۸ GMT+۱
100%

په پاکستان کې د دوو افغان محصلو خوېندو له نیول کېدو وروسته د دغه هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو کې د زده‌کړو پر دوام د افغان محصلینو، په ځانګړي ډول ښځینه محصلینو، اندېښنې زیاتې شوې دي.

د افغان محصلینو د سازمان مشر صدیق‌الله شریعتي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، نیول شوې دواړه افغان محصلې خوېندې دي او د پاکستان په یوه پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس په برخه کې زده‌کړې کوي.

د نوموړي په وینا، دواړه محصلې د پاکستان پولیسو له‌خوا له خپل کوره نیول شوي او اوس د ایستلو په یوه مرکز کې ساتل کېږي.

شریعتي وايي، د افغان محصلینو د نیول کېدو او احتمالي ایستلو دوام کولای شي د محصلینو پر رواني وضعیت ناوړه اغېز وکړي، په ځانګړي ډول هغه نجونې چې په پاکستان کې د خپلو زده‌کړو لپاره له سختو شرایطو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه چې په پاکستان کې زرګونه افغان نجونې په شخصي لګښت په بېلابېلو پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي او پاکستان د هغو افغان نجونو لپاره چې په افغانستان کې له لوړو زده‌کړو بې برخې دي، د زده‌کړو له محدودو موجودو فرصتونو څخه یو دی.

د شریعتي په وینا، د افغان محصلینو د نیول کېدو په اړه د منفي خبرونو خپرېدل د نورو محصلینو پر رواني وضعیت هم اغېز کوي او هغوی نه شي کولی په ډاډمنه فضا کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

نوموړي وویل، که د افغان محصلینو د نیول کېدو او ایستلو اوسنی وضعیت دوام وکړي، ډېرې افغان کورنۍ به زړه ونه کړي چې خپلې لوڼې د زده‌کړو لپاره پاکستان ته ولېږي.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه باید د افغان محصلینو لپاره ځانګړی میکانیزم جوړ کړي، څو د ویزو، اقامې او زده‌کړو اړوند ستونزې یې په منظم ډول حل شي.

د شریعتي په وینا، د افغانستان سفارت په اسلام‌اباد کې هم کولای شي د دې ستونزې د حل لپاره له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي او د افغان محصلینو د خوندیتوب او زده‌کړو د دوام لپاره زمینه برابره کړي.

هغه وړاندیز وکړ چې د افغان محصلینو د ویزو بهیر دې له عادي ویزو جلا او د یوه ځانګړي سیستم له لارې ترسره شي، څو محصلین وکولای شي له روښانه او ثابتو شرایطو سره پاکستان ته د زده‌کړو لپاره سفر وکړي.

نوموړي وویل، د ویزو د پروسې د اسانتیا لپاره کولای شي د پوهنتونونو، اړوندو ادارو او یا خصوصي شرکتونو له لارې د محصلینو اسناد او غوښتنلیکونه په منظم ډول تعقیب شي.

شریعتي خبرداری ورکړ چې که د افغان محصلینو پر وړاندې اوسني محدودیتونه دوام وکړي، د زرګونو محصلینو تعلیمي راتلونکی به له جدي ګواښ سره مخ شي.

هغه له افغان او پاکستاني چارواکو، په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او لوړو زده‌کړو له وزارتونو وغوښتل چې د افغان محصلینو ستونزې جدي ونیسي او د حل لپاره یې ګډې خبرې پیل کړي.

محسن رضايي: که شاوخوا هېوادونه له امریکا سره اقتصادي جګړه کې ملګرتیا وکړي دښمن به یې وګڼو

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۱:۰۹ GMT+۱
100%

د ایران د ملي امنیت شورا منشي مُحسن رضايي د سیمې او شاوخوا هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې له امریکا سره په اقتصادي جګړه کې شریک نه‌شي، ګنې بیا د دښمن په څېر ورسره چلند کوي. امریکا تېره اونۍ د ایران پر وړاندې د «اقتصادي عملیاتو» له پیلولو خبر ورکړ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۸مه) اعلان وکړ، چې متحده ایالات د ایران پر وړاندې «تر ټولو درانه اقتصادي عملیات» پیلوي.

هغه دا اقدام «اقتصادي جګړه او بې سارې انزوا» وبلله او ادعا یې وکړه، چې د ایران پوځي وړتیا، د ملي پیسو ارزښت او نظامي تاسیسات یې سخت کمزوري شوي دي.

ټرمپ همدارنګه خبرداری ورکړ، هر هغه هېواد چې د مالي موسسو، شرکتونو، هوایي ډګرونو یا دولتي ادارو له لارې د ایران پر وړاندې د اقتصادي فشارونو د مخنیوي لارې چارې برابرې کړي، له «خورا درنو اقتصادي پایلو» سره به مخ شي. هغه ټینګار وکړ، چې د تېلو قاچاق، د نغدو پیسو لېږد، صرافۍ، د بېړیو ثبتول او د پوښښي شرکتونو چارې باید سمدستي ودرول شي.

د ایران د ملي امنیت شورا منشي مُحسن رضایي د شنبې په ورځ (د زمري ۳۱مه) وویل: «د سیمې او شاوخوا ټولو هېوادونو ته وایو چې له امریکا سره په اقتصادي جګړه کې شریک نه‌شي، ګنې موږ به هغوی دښمن وګڼو. موږ د جګړې د پراخولو په لټه کې نه یو، خو که د ایران شاوخوا هېوادونه له امریکایانو سره په اقتصادي جګړه کې همکاري وکړي، موږ به د هغوی ګټې په نښه کړو».

مُحسن رضایي په یوه ټلویزیوني خپرونه کې څرګنده کړه، چې د ایران د اسلامي جمهوریت په ډیپلوماټیک چلند کې باید اصلاحات رامنځته شي او زیاته یې کړه: «زموږ په دفاعي ستراتیژیو کې تکامل رامنځته شوی او د جګړې له وخت راهیسې موږ په مسلسل ډول د دفاعي- سیاسي تکامل په حال کې یو او د امریکا له څو ځله مذاکراتو او د ژمنو له تر پښو لاندې کولو وروسته، باید له نړۍ سره د اسلامي جمهوریت په ډیپلوماټیک چلند کې اصلاحات رامنځته شي».

رضایي په ډاګه کړه: «نننی ایران، له جګړې مخکې ایران نه‌دی؛ دا خبره د پرېمانه ادعاوو لرونکې امریکا په اړه هم سمه خېژي او د ځوانانو په ذهن کې د امریکا د سوله غوښتونکي او سینګار شوي انځور بڼه بدله شوې ده».

رضایي همدارنګه وویل: «د تېر یوه کال ټولې تجربې به خامخا په راتلونکې جګړه کې وکاروو او په ډاډ سره به راتلونکې جګړه له درېیمې جګړې څخه متمایزه او توپیر ولري».

د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت شورا منشي مُحسن رضایي په یاده ټلویزیوني خپرونه کې د مجتبی خامنه‌يي په اړه وویل، سره له دې چې هغه له ستر غم سره مخ دی او خپله کورنۍ یې له لاسه ورکړې، خو په خورا ځواکمنۍ سره یې هېواد اداره کړ او د جګړې پر وړاندې یې ترې دفاع وکړه.

رضایي زیاته کړه، چې مجتبی خامنه‌يي په «مېړانه» د ډیپلوماسۍ او جګړې په ډګر کې حاضر شو او سرلوړی ترې بهر راووت.

د ملي امنیت شورا منشي زیاته کړه: «هغه پرېکړه چې رهبرۍ د تجربه لرونکو قوماندانانو د راتګ په اړه وکړه، په دې معنا ده، چې موږ به خامخا په راتلونکې جګړه کې دا تجربې وکاروو».

رویټرز: د ایران پر وړاندې د اقتصادي فشار د زیاتولو لپاره د ټرمپ غوراوي څه دي؟

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۲۹ GMT+۱
100%

رویټرز په یوه راپور کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه لارې چارې څېړلي، چې پر ایران د اقتصادي فشار د زیاتولو لپاره یې کارولی شي. دا موضوع وروسته له هغې لا ډېره مهمه شوې، چې واشنګټن پر تهران د تر ټولو سخت او بې ساري «اقتصادي عملیاتو» له پیلولو خبر ورکړی دی.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسېنټ ویلي، واشنګټن به ډېر ژر د تهران پر وړاندې داسې اقدامات وکړي، چې د ده په وینا، «تر دې وړاندې نه‌وي لیدل شوي».

له دې سر ه سم، د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت شورا منشي مُحسن رضايي ګواښ کړی، که اقتصادي جګړه روانه وي، تهران چمتو دی په سیمه کې د امریکا د تېلو او اقتصادي شرکتونو ګټې په نښه کړي او د هر هغه هېواد ګټې به هم په نښه کړي چې په دغو بندیزونو کې ونډه واخلي.

د رویټرز د راپور له مخې، د ټرمپ د حکومت له مهمو غوراویو څخه یو دا دی چې د چین هغه خپلواک نفت‌چاڼي په نښه کړي چې په «ټي‌پاټ» یا «چاینایي چاینې» مشهور دي. دغه نفت‌چاڼي د چین د ټول نفت‌چاڼۍ ظرفیت شاوخوا یوه پر څلورمه برخه جوړوي.

چین د ایران د صادراتي تېلو له ۸۰ سلنې څخه ډېره برخه اخلي او د چین خپلواک نفت‌چاڼي د دې سوداګرۍ ډېره برخه جذبوي. له همدې امله، دغه نفت‌چاڼي د امریکا د ثانوي بندیزونو له ګواښ سره مخ کېدای شي. خو شنونکي وايي، دغه نفت‌چاڼي د امریکا له مالي نظام سره د محدودو اړیکو له امله تر یوه بریده د بندیزونو پر وړاندې خوندي دي.

پر چینايي بانکونو بندیزونه او ورسره تړلې ستونزې

د واشنګټن بل غوراوی پر سترو چینايي بانکونو د ثانوي بندیزونو لګول دي. د امریکا د خزانې وزارت تر دې مخکې د چین دوو سترو بانکونو ته خبرداری ورکړی وو، که د دوی له مالي نظامونو څخه د ایران شتمنۍ ولېږدول شي، دغه بانکونه به له بندیزونو سره مخ شي.

شنونکي خبرداری ورکوي، چې پر دغو بانکونو بندیز به پر نورو سترو مالي بنسټونو هم د پام وړ مخنیوی کوونکی اغېز ولري. خو په ورته وخت کې، دا کار ښايي د بیجینګ غبرګون هم راوپاروي او لویدیځ ته د اړینو مهمو کانونو او منرالونو صادرات له ستونزو سره مخ کړي.

د ګاونډیو هېوادونو په همکارۍ د ځمکنۍ کلابندۍ سناریو

یو شمېر امریکايي او اسراییلي چارواکو د ایران د ځمکنۍ کلابندۍ مفکوره هم مطرح کړې ده. د دې طرحې پلي کول به د ایران د ګاونډیو هېوادونو، لکه عراق، ترکیې، پاکستان، افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان او ارمنستان همکارۍ ته اړتیا ولري.

ټرمپ ښايي پر پاکستان او ترکیې خپل نفوذي فشارونه د دې موخې لپاره وکاروي. پاکستان د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د اسعارو د تبادلې د کرښې غوښتنه لري، په داسې حال کې چې ترکیه غواړي د اېف-۳۵ جنګي الوتکو پروګرام ته بېرته وګرځي.

خو شنونکي باور لري، چې د ایران ځمکنۍ کلابندي به ډېر ستونزمن کار وي او د دې طرحې عملي کول به له ګڼو خنډونو سره مخ شي.

د هرمز تنګي تړل کېدل

د راپور له مخې، د هرمز تنګی اوس مهال تړلی دی او د امریکا پوځ د ایران د بندرونو د سمندري کلابندۍ هڅه کوي. دغه اقدام د ایران د تېلو صادرات په عملي توګه له جدي خنډ سره مخ کړي دي.

ایران ویلي، د دې مهمې سمندري لارې د دایمي بېرته پرانېستلو شرط د تېلو پر صادراتو د بندیزونو لرې کول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول دي.

خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی، چې د هرمز تنګی به «ډېر ژر» بېرته پرانیستل شي او همداراز یې په دوو څرګندونو کې هرمز تنګی د امریکا سیمه بللې ده.

پاکستاني پولیسو په اسلام‌اباد کې دوه افغان محصلینې نیولې دي

۳۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۲ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۰۸ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د پاکستان پلازمېنه کې د افغان محصلينو ټولنه وايي، ۲ افغان محصلینې د پولیسو له‌خوا په خپل کور کې نیول شوې دي. دغه ټولنه وايي، دغو محصلینو د خپلو ویزو د تمديد لپاره پر وخت غوښتنلیکونه سپارلي، خو تر اوسه ویزې نه‌دي ورکړل شوي. ویل کېږي دغه محصلينې خویندې دي او سروده او حسینه نومېږي.

د اسلام‌اباد په نړۍوال اسلامي پوهنتون کې د افغان محصلینو د ټولنې مشر صدیق شریعتي افغانستان انټرنشنل– پښتو ته وويل، دغه محصلينې د شنبې په ورځ (د زمري ۳۱مه) په خپل کور کې له نیول کېدو وروسته په ټېکسلا کې د پوليسو مرکز ته لېږدول شوي او له هغه ځايه بيا د اټک مهاجرينو کمپ ته انتقال شوې دي.

هغه زیاته کړه، د افغان محصلينو حالت له تېرو څو مياشتو راهېسې ډېر بد دی «او د ډېر خفګان خبره دا ده، چې دوی [پاکستاني پولیس] اوس پر ښځينه محصلينو هم رحم نه‌کوي».

شريعتی زياته کړه: «د محصلينو غږ هېڅوک هم نه‌اوري نه سفارت، نه د افغانستان او نه د پاکستان چارواکي د دوی غږ اوري، بيخي نااميده شوي یو».

دغه نیول شوې زده‌کړیالانې سره خویندې دي او ویل کېږي سروده رحیمي او حسینه رحیمي نومېږي او په اسلام‌اباد کې د نړیوال اسلامي پوهنتون محصلینې دي.

د افغان محصلینو ټولنه د پولیسو له لوري د هغوی نیول کېدل، د محصلینو پر وړاندې د ناعادلانه چلند او ښکاره تبعیض یوه جدي بېلګه بولي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې: «له کوره د محصلینو نیول، په ځانګړې توګه د ښځینه محصلینو نیول، نه یوازې د هغوی پر شخصي او تحصیلي ژوند ناوړه اغېز کوي، بلکې د ټولو افغان محصلینو په ځانګړې توګه د ښځینه محصلینو پر رواني وضعیت هم ژوره او ناوړه اغېزه لري».

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغو محصلینو د خپلو ویزو د تمديدلپاره پر وخت غوښتنلیکونه اړوندو ادارو ته سپارلي، خو تر اوسه ورته ویزې نه‌دي ورکړل شوي.

په پاکستان کې د محصلينو په وينا، افغان زده‌کړیالان له تېرو شاوخوا څوارلسو میاشتو راهیسې د ویزو له جدي ستونزې سره مخ دي.

د افغان محصلینو ټولنې په ټینګار سره ویلي: «محصلین د سیاست برخه نه‌دي. محصلین ترهګر نه‌دي.محصلین د زده‌کړې لپاره راغلي دي.تحصیل د هر انسان اساسي حق دی».

د افغان محصلینو ټولنه په اسلام‌اباد کې د طالبانو له سفارت، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت، د پاکستان له اړوندو حکومتي ادارو، د لوړو زده‌کړو کمېسیون (HEC)، د نړیوال اسلامي پوهنتون له مسوولینو او نورو اړوندو ادارو څخه په جدي توګه غوښتنه کړې، چې د یادو دوو محصلینو د ژر تر ژره خوشې کېدو لپاره لازم او عاجل اقدامات وکړي.

دوی همدارنګه غوښتنه کړې، چې د افغان محصلینو د ویزو ستونزه دې د یوه جدي تحصیلي بحران په توګه وکتل شي او د حل لپاره یې عملي ګامونه واخیستل شي، څو افغان محصلین وکولای شي له ډار او رواني فشار پرته خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت له تېر څه باندې یوه کال راهیسې له هېڅ ډول توضېحاتو ورکړې پرته د افغانانو لپاره د هر ډول ویزو د تمدید بهیر درولی او له نږدې دوو میاشتو راهیسې یې په ټول پاکستان کې د ناقانونه افغانانو د نیولو بهیر پراخ او ګړندی کړی دی.
په پاکستان کې مېشت افغانان او زده‌کړیالان وايي، چې غواړي په قانوني توګه په دغه هېواد کې واوسي او په وینا یې، حکومت باید د ویزو د تمدید بهیر پیل کړي، څو په قانوني توګه خپلې چارې او زده‌کړې پر مخ یوسي.