د کابل یو اوسېدونکی: طالبانو زما خور د وېښتانو ښکاره کېدو له امله زنداني کړه

د کابل یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو یې خور له دې امله نیولې او زنداني کړې چې د وېښتانو یوه برخه یې ښکاره شوې وه. د کابل دغه اوسېدونکي د طالبانو لهخوا د ښځو پر نیولو او د خلکو پر چوپتیا سختې نیوکې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې: «زه په کابل کې ژوند کوم او له افغان نارینهو شکایت لرم، چې ولې دومره بېپروا شوي دي؟ طالبان د خلکو ناموس، عزت او ابرو ته لاس اچوي، خو ټول د وېرې له امله چوپه خوله دي. د کابل څرخي پله زندان د بېګناه ښځو او نجونو شاهد دی. زما خور هم د هغوی په منځ کې ده».
د هغه په خبره، طالبانو یې خور یوازې له دې امله په بازار کې نیولې ده چې د وېښتانو یوه برخه یې ښکاره شوې وه. د نوموړي په خبره، د خور زنداني کول یې د خپلوانو او کورنیو په منځ کې ګڼې پوښتنې راپورته کړې او دوی یې سخت اندېښمن کړي دي.
هغه وايي: «موږ ډېر خپلوان لرو. هر څوک پوښتنه کوي، چې زما خور چېرته ده خو موږ د شرم له امله هېچا ته نه شو ویلی، چې هغه په زندان کې ده. که ووایو ټول به بد فکرونه وکړي».
هغه دا هم ویلي، چې یوه میاشت کېږي هېچا یې د مور عذر، زارۍ او ژړا او د پلار او ورور اوښکو ته پام نهدی کړی. د کابل دغه اوسېدونکي له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې ورسره مرسته وکړي.
هغه افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «نور په دغه هېواد کې هېڅ شی نهدی پاتې. هغه لږ عزت چې لاهم په کورنیو کې پاتې و، هغه یې هم د ځوانو نجونو په زنداني کولو لهمنځه وړی».
