د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې۱۰۴ ټنه غیرمعیاري توکي بېرته ایران ته ګرځولي

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې ویلي، چې د بې کیفیته بېټریو او غالیو څلور بارونه یې، چې ټولټال ۱۰۴ ټنه وزن یې درلود، له هرات ولایت څخه بېرته ایران ته ګرځولي دي.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې ویلي، چې د بې کیفیته بېټریو او غالیو څلور بارونه یې، چې ټولټال ۱۰۴ ټنه وزن یې درلود، له هرات ولایت څخه بېرته ایران ته ګرځولي دي.
د طالبانو د معیار او کیفیت اداری د معلوماتو له مخې، په دغو بارونو کې ۸۰ زره او ۵۱۰ کیلوګرامه بېټرۍ او ۲۳ زره او ۸۶۰ کیلوګرامه غالۍ شاملې وې، چې د لوېدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست د برېښنایي تجهیزاتو او نساجۍ په مرکزي لابراتوارونو کې له څېړنو او اړینو ازموینو وروسته غیرمعیاري وپېژندل شوې.
د یادې ادارې په وینا، هغه توکي چې له ټاکل شویو معیارونو سره سمون ونه لري، له ازموینو وروسته بېرته واردوونکي هېواد ته مسترد کیږي.

د افغانستان د قیمتي ډبرو سوداګر وايي، د دغو ډبرو لوړ کیفیت او په بهرنیو بازارونو کې د تقاضا له زیاتېدو سره سره، د استخراج، تراشلو او پروسس محدود ظرفیتونه لا هم د صادراتو او کورني صنعت د پراختیا پر وړاندې له عمده خنډونو څخه دي.
د کابل د لرغونو توکو د پلورونکو په کوڅه کې د ښیښو تر شا نیلي لاجورد، زمرد او یاقوت د هغه بازار رڼا منعکسوي چې له ډېرې مودې راهیسې د افغانستان له کاني پلوه بډایه غرنیو سیمو څخه قیمتي ډبرې له نړیوالو پېرودونکو سره نښلوي.
د پلازمېنې د قیمتي ډبرو د سوداګرو او د ګاڼو د طراحانو لپاره دغه ډبرې د افغانستان د کلتوري میراث یوه برخه او په بالقوه توګه د کارموندنې، صادراتي عاید او نړیوال شهرت سرچینه هم ګڼل کېږي.
خالد حیدري، چې له ۱۸ کلونو راهیسې د کابل د لرغونو توکو بازار کې کار کوي، وویل: « ډېری پېرودونکي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې افغانستان ته له بهره راځي، له زمرد، یاقوت او تورمالین سره ډېره لېوالتیا لري».
خو د هغه په وینا، د ډېرو پېرودونکو لپاره د افغان ګاڼو جذابیت یوازې په قیمتي ډبرو پورې محدود نه دی، بلکې دودیزې طرحې هم ځانګړی محبوبیت لري.
ځايي سوداګر وايي چې د افغان قیمتي ډبرو ګاڼو په بهرنیو بازارونو کې محبوبیت موندلی او چین د دغو توکو له مهمو صادراتي بازارونو څخه دی.
انلاین پلاتفورمونو هم افغان پلورونکو او طرحه کوونکو ته نوې لارې برابرې کړې دي، څو خپل محصولات بهرنیو پېرودونکو ته وړاندې او د صادراتو چارې تنظیم کړي.
خو د افغانستان طبیعي قیمتي ډبرې په اتومات ډول د یوه پرمختللي کورني صنعت د رامنځته کېدو سبب نه دي شوې.
حیدري وايي: « د افغانستان ډبرې ډېر لوړ کیفیت لري، خو اصلي ستونزه دا ده چې د استخراج او تراشلو لپاره اړین تجهیزات او معیارونه په کافي اندازه نشته».
دا موضوع د صنعت پر وړاندې یو لوی خنډ دی، ځکه د قیمتي ډبرو سوداګریز ارزښت تر ډېره له استخراج وروسته رامنځته کېږي. تراشل، صیقلول، ډیزاین، تصدیق، بستهبندي او بازارموندنه کولای شي یوه خامه معدني ډبره په لوړ ارزښت لرونکي بشپړ محصول بدله کړي.
نادر خان، چې له ۳۰ کلونو راهیسې د قیمتي ډبرو په سوداګرۍ کې کار کوي او ۱۵ کاله کېږي چې د لرغونو توکو په همدې کوڅه کې فعالیت لري، وايي، افغان ډبرې لا هم په بهرنیو بازارونو کې د پام وړ سیالي کولای شي.
هغه وویل: « افغان لاجورد، زمرد او یاقوت داسې کیفیت لري چې په نورو ځایونو کې یې موندل ستونزمن دي».
نادر خان وايي، پېرودونکي لاسي کار او کورني ډیزاینونه هم ډېر مهم ګڼي. د هغه په اند، که د افغانستان دننه پر لا زیاتو ډبرو کار وشي، نو له یوې خوا به د ډبرو اصلي ځانګړتیا وساتل شي او له بلې خوا به د ځايي خلکو لپاره د کار زمینه برابره شي.
هغه شینهوا اژانس ته وویل، « موږ دلته د شته ماشینونو په وسیله پر ډبرو کار کوو او په بېلابېلو ډیزاینونو یې بدلوو».
خان خبرداری هم ورکوي چې د لا پرمختللي پروسس لپاره بهر ته د ډبرو لېږل لګښتونه زیاتولای شي او د ډبرو پر اصلي کیفیت د اغېز خطر هم لري. د هغه په وینا، د هېواد دننه د پروسس ظرفیت لوړول به افغان تولیدوونکو ته اجازه ورکړي چې د محصول له ارزښت څخه زیاته برخه په هېواد کې وساتي او په ورته کې د خپلو محصولاتو ځانګړی کلتوري هویت هم خوندي کړي.
نړیوال بازارونه مهم دي
د افغانستان د قیمتي ډبرو د سوداګرۍ راتلونکی تر ډېره له نړیوالو پېرودونکو سره د اړیکې له امکاناتو سره تړلی دی.
خان وايي: « نړیوالو نندارتونونو پخوا پلورونکو ته مهم فرصتونه برابرول چې خپل محصولات نندارې ته وړاندې او خپل پلور پراخ کړي. د دغو نندارتونونو کمېدو له پېرودونکو سره مستقیمې اړیکې کمې کړې دي».
هغه زیاته کړه: « چینايي پېرودونکي لا هم د کابل د قیمتي ډبرو په بازار کې له تر ټولو فعالو پېرودونکو څخه دي، په ځانګړي ډول د لاجوردو او نفرایټ ».
په ورته وخت کې، انلاین پلور له پېرودونکو سره د اړیکې یوه نوې لار رامنځته کړې ده. افغان پلورونکي او ډیزاینران له ډیجیټلي پلاتفورمونو څخه استفاده کوي، څو خپلې ګاڼې نندارې ته وړاندې، له پېرودونکو سره اړیکه پیدا کړي او محصولات بهر ته ولېږي.
دا بدلون کوچنیو کاروبارونو ته نوي فرصتونه برابروي، خو ورسره د محصولاتو د باکیفیته عکسونو، د قیمتي ډبرو د دقیقو معلوماتو، خوندي لېږد او ثابت کیفیت اړتیا هم زیاتوي.
احمد، چې انلاین پلورونکی دی، وايي: « زه له خپل کار څخه ډېر راضي یم، او ډېری پېرودونکي مې په ځانګړي ډول له لاجوردو، زمردو او یاقوتو سره ډېره لېوالتیا لري».
احمد شینهوا ته وویل چې ځینې پېرودونکي په کورونو کې د ښې طرحې لرونکې قیمتي ډبرې د خپل مزاج د ښه کولو او د ځینو روغتیايي ستونزو د له منځه وړلو لپاره کاروي، ځکه د ډبرې لیدل ورته د ارامۍ او خوښۍ احساس ورکوي.
سوله، چې بازار ته د یوه ملګري لپاره د ډالۍ اخیستلو په موخه راغلې وه، د تورمالین لاسبندونه یې انتخاب کړل او ویې ویل چې دا ورته ښکلي، د یاد وړ او ارزښتناک ښکاري.
په بګرام محبس کې د بندیانو یوشمېر کورنۍ وايي، له بندي خپلوانو سره د لیدنې لپاره له اوږده او پېچلي اداري بهیر، د اجازې له ستونزو، اوږد انتظار او سختو شرایطو سره مخ دي. دوی وايي، د خپلو بندیانو د لیدلو لپاره باید د نظامي محکمې اجازه ترلاسه کړي او د اجازې ترلاسه کول میاشتې وخت نیسي.
دغه زندانیان چې ګڼ شمېر یې پخواني نظامیان دي او تر ډېره د خپلو پخوانیو پوځي دندو له امله بندیان شوي، په زندان کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي. د دغه زندانیانو کورنۍ وايي، له اوږده انتظار او لرو ولایتونو څخه د سفر سربېره په بګرام کې د خپلو زنداني خپلوانو سره د لیدو تر وخته مناسب انتظار ځای هم نهشته. محمد اکرم چې د بګرام د یوه بندي پایواز دی وايي، له بندیانو سره لیدنه په اسانۍ نه ترسره کېږي.
هغه وویل: «په بګرام کې د بندیانو کورنۍ له خپلو بندیانو سره په اسانۍ نهشي لیدلای، کله ناکله باید میاشتې میاشتې انتظار وکړو، له نظامي محکمې پرته بل داسې ادرس نهشته چې د لیدنې اجازه ترې واخیستل شي».
د نوموړي په خبره، کله چې محکمې د ملاقات اجازه ورکړي پایوازان بګرام ته ځي؛ خو هلته هم د لیدنې ترسره کېدو مخکې د ساعتونو لپاره انتظار کوي. حاجي سردارمحمد چې د خپل بندي زوی د لیدلو لپاره له کندهار نه کابل ته تللی وايي، شاوخوا یوه میاشت یې په کابل کې د اجازې ترلاسه کولو لپاره تېره کړې ده.
هغه زیاتوي: «زه سپین ږېری او ناروغ یم، له کندهاره کابل ته راغلی یم، تر میاشت ډېر وخت کېږي چې دلته مساپر یم له یوې ادارې بلې ته ځم پیسې مې هم خلاصې شوې، له سهاره تر ماښامه د اجازې لپاره انتظار کوم؛ خو واضح ځواب نه راکول کېږي».
د یادو کورنیو په وینا، په ځانګړي ډول په ګرمو او سړو موسمونو کې دغه وضعیت د سپین ږېرو، ښځو، ماشومانو او ناروغانو لپاره ستونزمن دی. د بندیانو ځینې پایوازان د ملاقات پرمهال د دوی د انتقال پر څرنګوالي هم نیوکه کوي.
دوی وايي، کله چې خپلو بندي دوستانو ته د ملاقات لپاره وروستل کېږي پر سر یې تورې کڅوړې اغوستل کېږي او له ټاکلي ځای څخه د ملاقات تر ساحې پورې په داسې حالت کې انتقالېږي چې څه نه ویني.
د یوه بندي پایواز بریالی وايي، د خپل کشر ورور د لیدلو پرمهال یې په سر کڅوړه واغوستل شوه او بیا تر ټاکلي ځایه وروستل شو. هغه وویل: «کله چې یې زما سر په کڅوړه وپوښلو ډېر سخت اغېزمن شوم، فکر مې کاوه چې یو لوی مجرم یم. موږ نه پوهېږو چې ولې له موږ سره داسې چلند کېږي».
د بندیانو کورنۍ همداراز وايي، د ملاقات پرمهال د دوی او بندیانو خبرې د امنیتي کسانو له لوري څارل کېږي. د د دوی به خبره، د امنیتي څارنې له امله دوی د خپلو بندیانو د روغتیا، د قضیې، د کورنۍ د ستونزو او نورو شخصي مسایلو په اړه په ازاد ډول خبرې نهشي کولای.
د بندیانو پایوازان زیاتوي، دوی د امنیتي تدابیرو له اړتیا سره مخالفت نهلري، خو غوښتنه کوي چې د ملاقات لپاره دې روښانه او منظم مېکانیزم جوړ شي، د اجازې بهیر دې لنډ شي او د اوږده انتظار لپاره دې مناسب ځای برابر شي.
دوی همداراز غواړي، چې د بندیانو د کورنیو لپاره د ملاقات وخت، اجازې، اسنادو او نورو شرایطو په اړه روښانه معلومات ورکړل شي؛ څو خلک د میاشتو لپاره له یوې ادارې څخه تر بلې ادارې پورې له تګراتګ څخه خلاص شي.
که څه هم د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو تازه شمېرې تراوسه نهدي اعلان شوې؛ خو د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴کال د اکتوبر تر میاشتې په څرخي پله زندان کې له پنځو زرو ډېر بندیان ساتل کېدل. د ۲۰۲۳کال په پیل کې د طالبانو یوه چارواکي ویلي و، چې په شاوخوا ۱۸ میاشتو کې تر ۲۹زره ډېر کسان په بېلابېلو تورونو نیول شوي دي.
د بلخ پخواني والي عطامحمد نور د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د وروستیو څرګندونو په غبرګون پر طالبانو سختې نیوکې کړې او دغه ډله یې «جاهله» او «وحشي» بللې ده. نوموړي د متقي لهخوا مخالفانو ته د «کولابي» کلیمې کارولو په ځواب کې ویلي، دا د هغه د «اخلاقي سقوط» څرګندونه کوي.
هغه د سېشنبې په ورځ (د وږي ۳مه) پر اېکس پاڼه په خپور شوي یادښت کې لیکلي: «په رېښتیا هم جاهل او وحشي ښه او بد نهلري، دواړه د یو رخت دوه خواوې دي». عطامحمد نور د مخالفو ډلو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وروستیو څرګندونو او همداراز د حسیب پنچشېري مړي ته د سپکاوي په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې د هغه «ادبیات» ښیي. نوموړي زیاته کړې، چې یادې ډلې د مقاومت جبهې غړي حسیب پنجشېري مړي ته سپکاوی کړی.
نور همداراز ویلي، مخکې یې فکر کاوه چې امیرخان متقي د طالبانو په منځ کې «یو څه مودب او روڼ اندی» دی؛ خو متقي هم وښوده چې د یادې ډلې د نورو کسانو په څېر دی. ښاغلي نور وړاندې ویلي: «کله چې ستاسو قضاوت دومره سپک وي، نو بیا د نصرتالله بابر، بېنظیر بوټو او پروېز مشرف نافرمانه اولادونه تاسو یاست او تاسو به اوسئ! د اکوره خټک، حقانیه مدرسو او د لاهور، کوټې او مانسهرې د پوځي پټنځایونو روزل شوي کسان تاسو یاست او تاسو به اوسئ! لاهم ستاسو سوداګري، لوړپوړې ودانۍ او د کورنیو ډېره برخه په پېښور، میرانشاه، کراچۍ او کوټه کې پاتې ده».
عطامحمد نور ادعا کړې، چې طالبانو د بهرني ملاتړ په مرسته پر پخواني نظام بریدونه کول او د تېر حکومت د جګړو پرمهال دوی د پاکستاني، عرب، چیچني، نمنګاني او نورو بهرنیو وګړو په ګډون د طالبانو یوشمېر کسان نیولي وو.
نور طالبانو ته ویلي :«دا تاسو وئ، چې د خپلو بادارانو په ملاتړ او د پردیو کرنیلانو او جرنیلانو پر اوږو سپاره، د هېواد پر مشروع حکومت مو برید او بغاوت وکړ. هغه ستاسو ځانمرګي بریدګر در په یاد دي، چې د تاجکستان او کشمیر وګړي وو او ما ژوندي نیولي وو؟»
نور وايي، هغه مهال چې دوی په واک کې وو، د طالبانو د کورنیو، اولادونو، خپلوانو او مړو او ژوندیو ساتنه یې کړې؛ خو طالبانو برعکس د احمدشاه مسعود، جنرال عبدالرازق اڅکزي او عبدالعلي مزاري قبرونو ته بېاحترامي کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو د مخالفو ډلو د فعالیتونو په غبرګون کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دوی ته د «لچک» او د «پلار او مور ازار وهلي» الفاظ کارولي وو او ویلي یې و، چې دغه ډلې د بهرنیو استخباراتي ګړیو په لمسون پر دوی بریدونه کوي او دا هغه ډلې دي چې د دوی مشر تر (کولابه) جارو کړې وې.
په پېښور کې د دولتي ښوونځیو لپاره د افغان ماشومانو د داخلې په اړه نوې پرېکړه اعلان شوې ده. د یادې پرېکړې له مخې، افغان ماشومان نور په دولتي ښوونځیو کې د زدهکړو اجازه نهلري.
د سرچینو په وینا، له هغو خصوصي ښوونځیو څخه هم د زدهکوونکو معلومات غوښتل شوي چې افغان ماشومان پهکې زدهکړې کوي. د هغو افغان زدهکوونکو معلومات هم غوښتل شوي، چې تر دې مخکې له خصوصي ښوونځیو اېستل شوي دي.
د پېښور د خصوصي ښوونځیو د تنظیم ادارې له ښوونځیو غوښتي، چې د افغان زدهکوونکو اړوند ټول معلومات او ریکارډونه ورکړي. سرچینې وايي، د اوسمهال په خصوصي ښوونځیو کې د افغان زدهکوونکو او له ښوونځیو څخه د اېستل شویو افغان زدهکوونکو ریکارډونه جلا، جلا غوښتل شوي دي.
له یوې خوا په دولتي ښوونځیو کې د افغان ماشومانو پر داخلې بندیز لګېدلی او له بلې خوا هغو خصوصي ښوونځیو ته هم د اقدام خبرداری ورکړل شوی، که کوم خصوصي ښوونځی د ادارې لارښوونې عملي نهکړي قانوني اقدام پرې کېدای شي او ان د ښوونځي ثبت یا جواز یې هم د لغوه کېدو امکان لري.
په پېښور ګې مېشت افغان ادریس افغانستان انټرنیشنل پښتو ته ویلي، چې زامن او لوڼې یې په پېښور کې په ښوونځیو کې زدهکړې کوي؛ خو د افغان ماشومانو د داخلېدو په اړه وروستۍ پرېکړې د هغوی د زدهکړو راتلونکې له ستونزو سره مخ کړې.
د هغه ماشومان چې د اتم او نهم ټولګي زدهکوونکي دي، په وروستیو ازموینو کې یې ګډون کړی او پایلې یې هم اعلان شوې دي. هغه وایي، د نوي ښوونیز کال لپاره د سپټمبر په میاشت کې د داخلې بهیر پیلېږي؛ خو د افغان ماشومانو پر نوي داخلېدو د بندیز له امله یې کورنۍ له سختې اندېښنې سره مخ شوې ده.
ادریس وايي: «موږ خپل ماشومان په ډېرو هیلو د پاکستان په ښوونځیو کې شامل کړي وو. هغوی زدهکړې کولې ازموینې یې ورکولې او د خپل راتلونکي لپاره یې خوبونه لرل. اوس نه پوهېږو چې زدهکړې به یې چېرته دوام کوي.
نوموړی وايي، په افغانستان کې هم په ځانګړي ډول د نجونو د زدهکړو په برخه کې محدودیتونه شته او افغان کورنۍ له ډېرو ستونزو سره مخ دي؛ که په پاکستان کې هم د افغان ماشومانو پر زدهکړو لارې محدودې شي، نو د کورنیو اندېښنې به لا زیاتې شي.
ادریس وايي: «موږ له افغانستان نه په دې هیله پاکستان ته راغلي وو، چې لږ تر لږه زموږ ماشومان به زدهکړې وکړي. زموږ لوڼې ښوونځي ته تللې، کتابونه یې لوستل او د راتلونکي خوبونه یې لرل. که دلته هم د هغوی پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شي؛ نو موږ به یې چېرته یوسو؟»
ډېری افغان کورنۍ لا له وړاندې له اقتصادي ستونزو، د کورونو له لوړو کرایو، د کار له کمښت او د راتلونکي په اړه له ناروښانه وضعیت سره مخ دي او د ماشومانو د زدهکړو په اړه تازه پرېکړې د دوی ستونزې لا زیاتوي.
د پېښور د یوه ښوونځي ښوونکي اویس حسین افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د افغان ماشومانو پر مخ د زدهکړو دروازې تړل ډېر خواشینوونکی او ناعادلانه کار دی؛ ماشومان د هېڅ هېواد د سیاست، د هېوادونو ترمنځ د اختلافونو او یا د حکومتونو د پرېکړو مسوول نهدي، د دوی یوازینی تړاو دا دی چې د افغان کورنیو ماشومان دي او له زدهکړو څخه د هغوی محرومول د دوی له راتلونکي سره لویه ناانصافي ده.
هغه وايي: «زدهکړه د هر ماشوم بنسټیز حق دی او هېڅ ماشوم باید یوازې د خپل تابعیت یا اوسنیو شرایطو له امله له دې حقه محروم نهشي. هغه افغان ماشومان چې له څو کلونو راهیسې په پاکستان کې زدهکړې کوي، ناڅاپه له ازموینو منع کول نه یوازې د هغوی د څو کلونو زدهکړې او هڅې زیانمنوي؛ بلکې د هغوی راتلونکی هم له جدي ستونزو سره مخ کوي».
هغه له پاکستان نه غوښتنه کړې، چې د افغان زدهکوونکو د زدهکړو راتلونکی له سیاسي او اداري ستونزو جلا وساتي او هغوی ته په ازموینو کې د ګډون بشپړ حق ورکړي.
د افغان زدهکوونکو پر داخلې بندیز
په پېښور کې د مسلم عالي لېسې مدیر فهیم له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې په تېرو کلونو کې د دغه ښوونځي ګڼ شمېر افغان زدهکوونکي او زدهکوونکې په زدهکړو بوخت وو؛ په دغه زدهکوونکو کې هلکان او نجونې دواړه شامل وو چې په منظم ډول یې زدهکړې کولې او خپلې ښوونیزې چارې یې پر مخ وړلې، د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د پاکستان د حکومت د تګلارو او اوسني وضعیت له امله افغان زدهکوونکي له جدي ستونزو سره مخ دي.
هغه وویل، اوس چې حکومت په پېښور کې د سپټمبر له لومړۍ نېټې د افغان زدهکوونکو پر داخلو د بندیز پرېکړه کړې وضعیت لا ستونزمن شوی دی؛ ځکه هره ورځ ګڼ شمېر افغان زدهکوونکي له خپلو مور او پلار سره ښوونځي ته ورځي او د داخلې غوښتنه کوي.
د هغه په وینا، دغه ماشومان او د هغوی مور او پلار په وار وار ډاډ ورکوي چې دوی یوازې غواړي خپلې زدهکړې وکړي؛ خو د حکومتي تګلارې له امله ښوونځی نهشي کولی هغوی ته داخله ورکړي.
فهیم وویل، دغه وضعیت د ښوونځي لپاره هم ډېر دردونکی او اندېښمنوونکی دی؛ ځکه د یوه ښوونیز بنسټ اساسي دنده ماشومانو ته د زدهکړې زمینه برابرول دي، خو کله چې د حکومتي پالیسۍ له مخې خنډونه رامنځته شي د ښوونځي اداره هم بېوسه کېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې افغان زدهکوونکي له وړاندې هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي. فهیم وویل، په داسې شرایطو کې د افغان زدهکوونکو پر داخلو بندیز به د دغه ماشومانو ستونزې لا زیاتې کړي او د هغوی پر ښوونیز پرمختګ به جدي اغېز وکړي.
فهیم د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې، چې د افغان زدهکوونکو پر نویو داخلو د لګېدلي بندیز په اړه دې له سره غور وشي او د افغان ماشومانو لپاره دې د زدهکړو په برخه کې روښانه تګلاره جوړه شي.
امریکا ته د افغانانو لېږد همکار بنسټ افغان ایواک وايي، په پاکستان کې بند پاتې ګڼو افغان کورنیو د کلونو انتظار، د کډوالۍ دوسیو د ځنډ، د ویزو او اسنادو د اعتبار د ختمېدو، د ماشومانو د زدهکړو د ستونزو او د شړلو له فشارونو شکایت کړی دی.
دغې ادارې د دوشنبې په ورځ، د اګست ۲۴مه، په خپل اونیز راپور کې ویلي چې په تېره اوونۍ کې د لومړیتوب لومړۍ او دویمې درجې ګڼو افغان کورنیو، چې په پاکستان کې بندې پاتې دي، په ګډه لسګونه لیکونه ورلېږلي دي. د دغو کورنیو په وینا، دوی له کلونو راهیسې د خپلو دوسیو د پرمخ تګ په تمه دي او د اوږدې مودې ځنډ له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
افغان ایواک وايي، د پاکستان د شړلو بهیر، چې د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې پیل شوی، له هغې وروسته له ۲۱۳ زرو ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
په راپور کې د یوه افغان ځانګړې کډوالۍ ویزې غوښتونکي لیک هم خپور شوی چې په پېښور کې له څلورو کلونو راهیسې د خپلې مرکې د وخت په تمه دی. نوموړي په خپل لیک کې یوازې د خپلې مرکې د ټاکل کېدو په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې یوې بلې ځوانې افغانې ښځې هم افغان ایواک ته په استول شوي لیک کې د خپل امنیت، زدهکړو او راتلونکي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. هغې ویلي: «زه د ځانګړي امتیاز غوښتنه نه کوم، یوازې هڅه کوم پوه شم چې زما لپاره کومه خوندي او عملي لاره شته.»
افغان ایواک وايي، د دې ښځې د پوښتنې صادقانه ځواب دا مهال «نږدې هېڅ» دی، خو ټینګار کوي چې دا وضعیت طبیعي نه دی او د بدلون وړ پرېکړو پایله ده.
د راپور بله مهمه برخه په امریکا کې د افغانانو د ویزو له وضعیت سره تړاو لري. افغان ایواک وايي، د نیویارک سویلي ولسوالۍ فدرال قاضي ژانت وېرګاس د اګست پر ۲۱مه د بهرنیو چارو وزارت هغه تګلاره لغوه کړه چې د افغانستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره یې د کډوالۍ ویزو پروسس درولی و.
د ادارې په وینا، د محکمې پرېکړه د ویزو د قضیو انفرادي ارزونه بېرته فعالوي، خو افغانانو ته امریکا ته د ننوتلو اوسنی بندیز نه ختموي. افغان ایواک خبرداری ورکړی چې افغانان دې یوازې د دې پرېکړې پر بنسټ سفر نه بک کوي، خپله دنده نه پرېږدي او خپل کور نه خالي کوي.
دغه اداره وايي، د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر پر ۱۶مه د امریکا د ولسمشر له خوا صادر شوی د ننوتلو فرمان لا هم پر ځای دی او د اګست ۲۱مې محکمې پرېکړه هغه فرمان ته نه ده متوجه شوې.
افغان ایواک همداراز د هغو افغانانو په اړه اندېښنه ښودلې چې د ځانګړو کډوالۍ ویزو له لارې امریکا ته تللي او اوس دایمي استوګنې کارتونه لري. د ادارې په وینا، ځینو کسانو ته د امریکا د ملي ویزو له مرکز څخه داسې برېښنالیکونه استول شوي چې پکې د «ماموریت د مشر د تایید» د بېرته اخیستو خبر ورکړل شوی دی.
د افغان ایواک په وینا، دا موضوع یوازې عادي اداري پروسه نه ده، بلکې د ویزې د لغوه کېدو او وروسته د ایستلو له احتمالي بهیر سره تړاو لرلای شي. اغېزمن کسان له برېښنالیک وروسته ۱۲۰ ورځې وخت لري چې ځواب ورکړي او اداره سپارښتنه کوي چې هغوی دې دا بهیر یوازې نه تعقیبوي.
افغان ایواک په خپل اونیز راپور کې د اګست ۲۶مه هم یاده کړې، چې د کابل هوايي ډګر د «ابي ګېټ» د برید پنځمه کلیزه ده. ادارې د دغه برید د وژل شویو کسانو د نومونو د یادولو غوښتنه کړې ده.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۷ مالي کال لپاره د امریکا د کډوالو د منلو په اړه د ولسمشر پرېکړه هم راتلونکې میاشت تمه کېږي. افغان ایواک وايي، په قطر کې د السلیه کمپ هم د سپټمبر پر ۳۰مه د تړل کېدو لپاره ټاکل شوی او دواړه موضوعات په لنډ وخت کې د پام وړ اقدام ته اړتیا لري.
افغان ایواک په داسې حال کې د افغانانو د کډوالۍ، ویزو او سفر وضعیت په اړه دا اندېښنې مطرح کوي چې په پاکستان کې ګڼ افغانان لا هم د خپلو دوسیو د برخلیک، د اسنادو د اعتبار او د شړلو د ګواښونو ترمنځ د نامعلوم برخلیک په تمه دي.