د سرچینو په وینا، له هغو خصوصي ښوونځیو څخه هم د زدهکوونکو معلومات غوښتل شوي چې افغان ماشومان پهکې زدهکړې کوي. د هغو افغان زدهکوونکو معلومات هم غوښتل شوي، چې تر دې مخکې له خصوصي ښوونځیو اېستل شوي دي.
د پېښور د خصوصي ښوونځیو د تنظیم ادارې له ښوونځیو غوښتي، چې د افغان زدهکوونکو اړوند ټول معلومات او ریکارډونه ورکړي. سرچینې وايي، د اوسمهال په خصوصي ښوونځیو کې د افغان زدهکوونکو او له ښوونځیو څخه د اېستل شویو افغان زدهکوونکو ریکارډونه جلا، جلا غوښتل شوي دي.
له یوې خوا په دولتي ښوونځیو کې د افغان ماشومانو پر داخلې بندیز لګېدلی او له بلې خوا هغو خصوصي ښوونځیو ته هم د اقدام خبرداری ورکړل شوی، که کوم خصوصي ښوونځی د ادارې لارښوونې عملي نهکړي قانوني اقدام پرې کېدای شي او ان د ښوونځي ثبت یا جواز یې هم د لغوه کېدو امکان لري.
په پېښور ګې مېشت افغان ادریس افغانستان انټرنیشنل پښتو ته ویلي، چې زامن او لوڼې یې په پېښور کې په ښوونځیو کې زدهکړې کوي؛ خو د افغان ماشومانو د داخلېدو په اړه وروستۍ پرېکړې د هغوی د زدهکړو راتلونکې له ستونزو سره مخ کړې.
د هغه ماشومان چې د اتم او نهم ټولګي زدهکوونکي دي، په وروستیو ازموینو کې یې ګډون کړی او پایلې یې هم اعلان شوې دي. هغه وایي، د نوي ښوونیز کال لپاره د سپټمبر په میاشت کې د داخلې بهیر پیلېږي؛ خو د افغان ماشومانو پر نوي داخلېدو د بندیز له امله یې کورنۍ له سختې اندېښنې سره مخ شوې ده.
ادریس وايي: «موږ خپل ماشومان په ډېرو هیلو د پاکستان په ښوونځیو کې شامل کړي وو. هغوی زدهکړې کولې ازموینې یې ورکولې او د خپل راتلونکي لپاره یې خوبونه لرل. اوس نه پوهېږو چې زدهکړې به یې چېرته دوام کوي.
نوموړی وايي، په افغانستان کې هم په ځانګړي ډول د نجونو د زدهکړو په برخه کې محدودیتونه شته او افغان کورنۍ له ډېرو ستونزو سره مخ دي؛ که په پاکستان کې هم د افغان ماشومانو پر زدهکړو لارې محدودې شي، نو د کورنیو اندېښنې به لا زیاتې شي.
ادریس وايي: «موږ له افغانستان نه په دې هیله پاکستان ته راغلي وو، چې لږ تر لږه زموږ ماشومان به زدهکړې وکړي. زموږ لوڼې ښوونځي ته تللې، کتابونه یې لوستل او د راتلونکي خوبونه یې لرل. که دلته هم د هغوی پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شي؛ نو موږ به یې چېرته یوسو؟»
ډېری افغان کورنۍ لا له وړاندې له اقتصادي ستونزو، د کورونو له لوړو کرایو، د کار له کمښت او د راتلونکي په اړه له ناروښانه وضعیت سره مخ دي او د ماشومانو د زدهکړو په اړه تازه پرېکړې د دوی ستونزې لا زیاتوي.
د پېښور د یوه ښوونځي ښوونکي اویس حسین افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د افغان ماشومانو پر مخ د زدهکړو دروازې تړل ډېر خواشینوونکی او ناعادلانه کار دی؛ ماشومان د هېڅ هېواد د سیاست، د هېوادونو ترمنځ د اختلافونو او یا د حکومتونو د پرېکړو مسوول نهدي، د دوی یوازینی تړاو دا دی چې د افغان کورنیو ماشومان دي او له زدهکړو څخه د هغوی محرومول د دوی له راتلونکي سره لویه ناانصافي ده.
هغه وايي: «زدهکړه د هر ماشوم بنسټیز حق دی او هېڅ ماشوم باید یوازې د خپل تابعیت یا اوسنیو شرایطو له امله له دې حقه محروم نهشي. هغه افغان ماشومان چې له څو کلونو راهیسې په پاکستان کې زدهکړې کوي، ناڅاپه له ازموینو منع کول نه یوازې د هغوی د څو کلونو زدهکړې او هڅې زیانمنوي؛ بلکې د هغوی راتلونکی هم له جدي ستونزو سره مخ کوي».
هغه له پاکستان نه غوښتنه کړې، چې د افغان زدهکوونکو د زدهکړو راتلونکی له سیاسي او اداري ستونزو جلا وساتي او هغوی ته په ازموینو کې د ګډون بشپړ حق ورکړي.
د افغان زدهکوونکو پر داخلې بندیز
په پېښور کې د مسلم عالي لېسې مدیر فهیم له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې په تېرو کلونو کې د دغه ښوونځي ګڼ شمېر افغان زدهکوونکي او زدهکوونکې په زدهکړو بوخت وو؛ په دغه زدهکوونکو کې هلکان او نجونې دواړه شامل وو چې په منظم ډول یې زدهکړې کولې او خپلې ښوونیزې چارې یې پر مخ وړلې، د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د پاکستان د حکومت د تګلارو او اوسني وضعیت له امله افغان زدهکوونکي له جدي ستونزو سره مخ دي.
هغه وویل، اوس چې حکومت په پېښور کې د سپټمبر له لومړۍ نېټې د افغان زدهکوونکو پر داخلو د بندیز پرېکړه کړې وضعیت لا ستونزمن شوی دی؛ ځکه هره ورځ ګڼ شمېر افغان زدهکوونکي له خپلو مور او پلار سره ښوونځي ته ورځي او د داخلې غوښتنه کوي.
د هغه په وینا، دغه ماشومان او د هغوی مور او پلار په وار وار ډاډ ورکوي چې دوی یوازې غواړي خپلې زدهکړې وکړي؛ خو د حکومتي تګلارې له امله ښوونځی نهشي کولی هغوی ته داخله ورکړي.
فهیم وویل، دغه وضعیت د ښوونځي لپاره هم ډېر دردونکی او اندېښمنوونکی دی؛ ځکه د یوه ښوونیز بنسټ اساسي دنده ماشومانو ته د زدهکړې زمینه برابرول دي، خو کله چې د حکومتي پالیسۍ له مخې خنډونه رامنځته شي د ښوونځي اداره هم بېوسه کېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې افغان زدهکوونکي له وړاندې هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي. فهیم وویل، په داسې شرایطو کې د افغان زدهکوونکو پر داخلو بندیز به د دغه ماشومانو ستونزې لا زیاتې کړي او د هغوی پر ښوونیز پرمختګ به جدي اغېز وکړي.
فهیم د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې، چې د افغان زدهکوونکو پر نویو داخلو د لګېدلي بندیز په اړه دې له سره غور وشي او د افغان ماشومانو لپاره دې د زدهکړو په برخه کې روښانه تګلاره جوړه شي.