• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مقاومت جبهې په بدخشان کې د طالبانو په یوه رنجر د ماین چاودنې خبر ورکړی

۳ وږی ۱۴۰۵ - ۲۵ اګست ۲۰۲۶، ۱۴:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۳ وږی ۱۴۰۵ - ۲۵ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۳۳ GMT+۱

د بدخشان په مرکز فیض‌اباد کې د طالبانو یو رنجر موټر د ماین په چاودنه کې په نښه شوی. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې پېښه غرمه مهال د فیض‌اباد ـ کشم پر عمومي سړک، د ښار د پنځمې حوزې اړوند «سمتي» سیمه کې شوې ده. مقاومت جبهې د پېښې مسوولیت پرغاړه اخېستی.

سرچینو ویلي، چې د چاودنې له امله د طالبانو درې سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلې ویډیو کې ښکاري چې د طالبانو په یوه رنجر چاودنه کیږي.

طالبانو تراوسه ددې چاودنې او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

ډېر لیدل شوي

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟

۲

طالبانو یو وار بیا په هرات کې یوشمېر ښځې او نجونې نیولې دي

۳

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو؛ د تورخم پرانیستې پاتې کېدل د طرحې مهمه ازموینه

۴

له افغانستان سره د سوداګرۍ بندښټ؛ د خیبر پښتونخوا صنعت او سوداګري له جدي ګواښ سره مخ ده

۵

په بامیان کې د طالبانو پخوانی والي: د بودا مجسمې مې په خپلو لاسونو ویجاړې کړې

•
•
•

نور خبرونه

سرچینې: په هرات کې د طالبانو امربالمعروف ښځې جریمه کوي او ۴ توقیف‌ځایونه یې ورته جوړ کړي

۳ وږی ۱۴۰۵ - ۲۵ اګست ۲۰۲۶، ۱۳:۵۹ GMT+۱
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو امربالمعروف په هرات ښار کې د حجاب او اوږده پړوني نه درلودو په تور ښځې او نجونې نیسي، نغدي جریمې پرې لګوي او د هغوی د ساتلو لپاره یې د ښار په څلورو برخو کې توقیف‌ځایونه جوړ کړي دي.

د سرچینو په وینا، دغه توقیف‌ځایونه د هرات په ګازرګاه، شیدايي، غیبتان او چهارسوق سیمو کې جوړ شوي او نیول شوې ښځې او نجونې ورته لېږدول کېږي.

سرچینو وویل، چې د طالبانو امربالمعروف شاوخوا دوه میاشتې مخکې د اوږده پړوني د نه اغوستلو جریمه ۱۳ زره افغانۍ ټاکلې وه، خو اوس ویل کېږي چې دا اندازه ۵۰ زره افغانیو ته لوړه شوې ده.

دوی وايي، که څه هم د طالبانو په مقرراتو کې نغدي جریمه ممنوع بلل شوې، خو د امربالمعروف کارکوونکي د نیول شویو ښځو له کورنیو څخه د خوشې کېدو په بدل کې پیسې اخلي.

یوې سرچینې ویلي چې په دې وروستیو کې د هرات پر دېرش متره سړک یوه ۱۲ کلنه نجلۍ، چې د اوږې حجاب یې اغوستی و، د اوږده پړوني د نه لرلو له امله ونیول شوه. د سرچینې په وینا، نجلۍ نږدې نانوایۍ ته د ډوډۍ اخیستو لپاره تللې وه.

د سیمې خلکو د امربالمعروف له کارکوونکو غوښتي وو، چې د کم عمر له امله یې خوشې کړي، خو هغوی نجلۍ له ځان سره بیولې وه. سرچینه زیاتوي چې پلار یې هم د نیولو مخه ونه شوای نیولی او نجلۍ د جریمې تر ورکولو وروسته خوشې شوه.

سرچینې ادعا کړې چې دې نجلۍ له خوشې کېدو شاوخوا دوه ورځې وروسته ځان‌وژنه کړې ده.

افغانستان انټرنشنل ونه کړای شول، چې د نجلۍ د ځانوژنې ادعا په خپلواکه توګه تایید کړي.

په هرات کې یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د یکشنبې په ورځ د څلورو نیول شویو ښځو په ډله کې د رویا محمدي په نامه د ښځو یوه فعاله هم نیولې ده.

سرچینه وايي، محمدي د ۲۰۲۵ کال له فبرورۍ راهیسې په ایران کې د افغان ښځو د حقونو لپاره فعالیت کاوه او تر دې مخکې هم طالبانو نیولې وه.

د سرچینې په وینا، رویا له ایران څخه افغانستان ته له بېرته ستنېدو ۳۵ ورځې وروسته طالبانو ونیوله او ورته یې ویلي وو چې خپل فعالیت ته دوام ورنه کړي. طالبانو د هغې له ټولنیزې پاڼې د ښځو د حقونو د فعالیتونو اړوند څو خپرونې هم حذف کړې او د هغې ټیلیفون، لپټاپ او نور توکي یې له ځان سره وړي دي.

سرچینې وايي، په یوه بله پېښه کې د امربالمعروف کارکوونکو یوه ښځینه ډاکټره د ماسک د نه اغوستلو په تور نیولې ده. د هغې مېړه ویلي چې مېرمن یې حجاب درلود او دواړه د کور د اړتیا وړ توکو اخیستو ته روان وو، خو د امربالمعروف کارکوونکو شخړه ورسره وکړه.

د سرچینې په وینا، د ښځې مېړه وهل شوی، څو ورځې توقیف شوی او د ۳۰ زره افغانیو جریمې له ورکولو او بښنې غوښتلو وروسته خوشې شوی دی.

د افغانستان نوې سوداګریزې لارې د خیبر پښتونخوا اقتصاد له ستونزو سره مخ کوي

۳ وږی ۱۴۰۵ - ۲۵ اګست ۲۰۲۶، ۱۱:۵۰ GMT+۱
100%

له پاکستان نه د ایران او مرکزي اسیا پر لور د افغانستان د سوداګریزو لارو په بدلېدو سره، د پاکستان له لارې د افغان ترانزیټي سوداګرۍ بهیر په بې‌ساري ډول کم شوی چې له امله یې د خیبر پښتونخوا پر صنعت، ترانسپورټ، سوداګرو او د کرښې دواړو غاړو پر اقتصادي فعالیتونو فشار زیات شوی دی.

د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې له بنسټیز بدلون سره مخ دي.

د پاکستان له لارې د افغانستان د ترانزیټي سوداګرۍ کمېدل د دې بدلون تر ټولو څرګنده نښه ده. د ګمرکي معلوماتو له مخې، د کانتینرونو شمېر چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې نږدې ۸۹زره و او په ۲۰۲۳ مالي کال کې یې ریکارډ ۱۰۲،۸۸۶کانتینرو ته ورسېد، په ۲۰۲۴ مالي کال کې ۵۴،۱۱۴ او په ۲۰۲۵ مالي کال کې ۴۲،۹۵۹ ته راکم شو.

په ۲۰۲۶ مالي کال کې دغه سوداګري په بې‌ساري ډول راټیټه شوې او یوازې ۱۱،۵۹۲کانتینرو ته رسېدلې چې ارزښت یې ۳۶۷میلیونه ډالره و.

د راپور په وینا، د پاکستان د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر میاشتې سرحدي محدودیتونو دغه کمښت نه و پیل کړی، بلکې هغه بهیر یې لا چټک کړی و چې له وړاندې روان و.

افغانستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

افغانستان په قصدي ډول خپلې سوداګریزې لارې متنوع کوي او ایران یې تر ټولو مهم بدیل ګرځېدلی دی.

د نړیوال بانک د افغانستان اقتصادي څار له مخې، د ایران دهلېز د افغانستان د وارداتو د اکمالاتي شبکې پر مهمې برخې بدل شوی دی.

په ۲۰۲۵ مالي کال کې د افغانستان د وارداتو ۳۱.۳سلنه له ایران څخه وو، په داسې حال کې چې له ایران څخه مستقیم واردات او د ایران له لارې ترانزیټي واردات په ګډه د ټولو وارداتو ۴۸.۶سلنه جوړوي. د مرکزي اسیا لارې هم ارزښتناکې شوې دي.

د دې بدلون معنا دا ده چې پاکستان یوازې د ترانزیټ فیسونه له لاسه نه ورکوي بلکې د نړیوالو بازارونو پر لور د افغانستان د اصلي دروازې په توګه خپل پخوانی موقعیت هم له لاسه ورکوي.

د افغان صادراتو لپاره د پاکستان د لارې کارول لا ډېر کم شوي دي. د ګمرکي معلوماتو له مخې، هغه افغان صادرات چې د پاکستان له لارې درېیمو هېوادونو ته تلل، په ۲۰۲۵ مالي کال کې له ۴۵۴میلیونو ډالرو څخه په ۲۰۲۶ مالي کال کې یوازې ۷میلیونو ډالرو ته راټیټ شوي دي.

د لسیزو لپاره د افغانستان تقاضا د کراچۍ له بندرونو څخه تر پېښور او سرحدي بازارونو پورې یو پراخ اقتصادي ځنځیر فعال ساتلی و. تولیدوونکو، عمده پلورونکو، ترانسپورټي شرکتونو، د ګمرکي تصفیې اجنټانو، ګودامونو او مالي منځګړو ټولو له دې سوداګریز جریان څخه ګټه اخیسته.

اوس چې دغه جریان کم شوی، اغېز یې یوازې تر سرحدي ګمرک پورې نه محدودېږي.

سمنټ، ساختماني مواد، خوراکي توکي، درمل، ټوکران او مصرفي توکي هغه محصولات دي چې په افغانستان کې یې له اوږدې مودې راهیسې بازار درلود.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د افغان فرمایشونو دوامدار کمښت د پاکستان پر تولیدوونکو او عمده پلورونکو فشار زیاتوي. یوه لارۍ چې له پولې نه اوړي، د ترانسپورټي شرکت عاید کموي؛ تش ګودام د کارګرو اړتیا کموي؛ عمده پلورونکی چې افغان مشتریان له لاسه ورکوي، له تولیدوونکو څخه لږ مال اخلي او فابریکه چې فرمایشونه یې کم شي، تولید راټیټوي.

د سوداګرۍ ګډوډي یوازې پر صادراتو اغېز نه کوي. د صنعتي خامو موادو، د بېلګې په توګه سکرو، واردات هم له ستونزو سره مخ کېږي.

که له یوې خوا د افغانستان د بازار تقاضا کمه شي او له بلې خوا د تولیدي موادو بیې لوړې شي، د پاکستاني تولیدوونکو د سیالۍ توان لا کمېږي.

د راپور له مخې، دا ستونزه یوازې د افغانستان په بازار کې نه، بلکې د پاکستان په کورني بازار او نورو صادراتي بازارونو کې هم د پاکستاني صنعتونو پر سیالۍ اغېز کولی شي.

د کرښې دواړو غاړو کرنیز بازارونه هم د سرحدي ځنډونو پر وړاندې ډېر حساس دي، ځکه مېوې او سبزي ژر خرابېدونکي محصولات دي.

په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د انګورو د تولید په مهمو سیمو کې پنځو جنوبي ولایتونو ۴۴،۲۲۵ټنه انګور د شاوخوا ۱۳.۸میلیونو ډالرو په ارزښت صادر کړي وو. نږدې ۴۳زره ټنه یې پاکستان ته تللي وو.

خو د ۲۰۲۶ کال تر دې مهاله صادرات یوازې ۲۵۶ټنو ته راټیټ شوي چې ارزښت یې شاوخوا ۱۰۰زره ډالره ښودل شوی.

د دې زیان اغېز یوازې پر افغان بزګرانو نه دی؛ پاکستاني ترانسپورټي شرکتونه، کمېشن‌کاران، عمده پلورونکي او پرچون پلورونکي هم د سرحدي سوداګرۍ له ګډوډۍ زیان ویني.

100%

د ترانزیټي سوداګرۍ تړون

د افغانستان او پاکستان د ترانزیټي سوداګرۍ تړون اپټاد دې لپاره جوړ شوی و چې د دواړو هېوادونو جغرافیایي موقعیت په اقتصادي فرصت بدل کړي. پاکستان افغانستان ته سمندري بندرونو ته د لاسرسي زمینه برابروي او افغانستان د مرکزي اسیا پر لور د پاکستان لپاره د ځمکني دهلېز په توګه مطرح کېدای شي.

خو امنیتي اندېښنو، قاچاق، اداري اختلافاتو او سیاسي ترینګلتیاوو د دغه تړون اقتصادي ارزښت کم کړی دی.

پاکستان وايي چې د افغانستان لپاره انتقالېدونکي ځینې توکي د پاکستان په بازارونو کې پلورل کېږي، چې حکومت ته د عوایدو د ضایع کېدو او کورنیو سوداګرو ته د نابرابرې سیالۍ ستونزه جوړوي.

له همدې امله پاکستان په ۲۰۲۳ کال اکتوبر کې پر ځینو افغان ترانزیټي توکو، لکه جامو، بوټانو، ماشینونو، کمپلو او ټوکرانو، ۱۰سلنه د پروسس فیس ولګاوه.

له بلې خوا، افغانستان هم سوداګریزې اندېښنې لري. هر نوی سند، مالي شرط، تلاشي یا په پوله کې ځنډ د سوداګرۍ لګښت او ناڅرګندتیا زیاتوي. که د ایران له لارې بدیله لاره له اقتصادي پلوه مناسبه شي، سوداګر طبیعي ده چې هغې لارې ته مخه کوي او کله چې یو سوداګر نوې سوداګریزه شبکه جوړه کړي، بېرته یې پخوانۍ لارې ته راګرځول اسانه نه وي.

د ډان د رپوټ له مخې، افغانستان هم له دې بدلون څخه په بشپړ ډول بې‌زیانه نه وځي. اوږدې سوداګریزې لارې د ترانسپورټ او لوژستیک لګښتونه لوړولی شي، په داسې حال کې چې پاکستان د بندرونو فعالیت، ترانسپورټ، ګودامونو، ګمرکي خدماتو او بازار ته د لاسرسي عواید له لاسه ورکوي.

د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې د اټکل له مخې، پاکستاني صادروونکو د روان کال په اتو میاشتو کې د سوداګریزو محدودیتونو او بندیزونو له امله شاوخوا ۲۲۵میلیونه ډالر زیان لیدلی دی.

دغه اداره وايي، افغانستان ته د پاکستان کلني صادرات شاوخوا ۱.۵میلیارد ډالر دي، په داسې حال کې چې د افغانستان له لارې مرکزي اسیا ته د پاکستان کلني صادرات شاوخوا ۸۰۰میلیونه ډالر اټکل کېږي.

د راپور په تحلیل کې ویل شوي چې پاکستان نور نه شي کولای د افغان ترانزیټي سوداګرۍ کمېدل یوازې امنیتي یا دیپلوماتیکه موضوع وګڼي. له بلې خوا، افغانستان هم نه شي کولای داسې تصور وکړي چې د پاکستان د لارو پر ځای د ایران او مرکزي اسیا لارې غوره کول هېڅ اقتصادي لګښت نه لري.

ډان وايي، دواړه هېوادونه د یوه باثباته، د روښانه قوانینو پر بنسټ او د وړاندوینې وړ ترانزیټي سوداګریز نظام ته اړتیا لري.

تازه رپوټ: طالبانو په څلورو کلونو کې نږدې ۳ زره کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي

۳ وږی ۱۴۰۵ - ۲۵ اګست ۲۰۲۶، ۱۱:۴۰ GMT+۱
100%

د افغانستان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ سازمان په خپل تازه څېړنیز راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال د اپرېل تر ۲۱مې پورې د طالبانو له خوا په عامه ځایونو کې د درو وهلو ۶۳۳ پېښې ثبت شوې دي، چې ۲۷۴۵ کسان ترې اغیزمن شوي.

د افغانستان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ سازمان په یوه تازه څېړنیز راپور کې ویلي، چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو وروسته په عامه ځایونو کې په درو وهل د خپل ټولنیز نظم د پلي کولو مهمه وسیله ګرځولې او دغه سزاوې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې عملي شوې دي.

یاد سازمان د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال د اپرېل تر ۲۱مې پورې د طالبانو د رسمي اعلانونو پر بنسټ د عامه در وهلو ۶۳۳ پېښې او ۲۷۴۵ اغیزمن کسان ثبت کړي، چې ۱۷۶۱ یې نارینه او ۴۲۲ ښځې دي او د ۵۶۲ کسانو جنسیت نه دی مشخص شوی.

د راپور د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې ۳۴۷ کسان د در وهلو په قضیو کې ثبت شوي وو، په ۲۰۲۳ کال کې دا شمېر ۱۷۸ ته راکم شوی، خو په ۲۰۲۴ کال کې ۵۹۳ او په ۲۰۲۵ کال کې ۱۰۷۴ کسانو ته لوړ شوی دی. د ۲۰۲۶ کال د اپرېل تر ۲۱مې پورې بیا ۵۵۳ کسان ثبت شوي دي. راپور وايي، په ۲۰۲۵ کال کې له ۹۲ سلنې څخه ډېر کسان په ډله ییزو قضیو کې مجازات شوي او ۴۲،۶ سلنه یې د لسو یا له لسو د ډېرو کسانو په ډلو کې شامل وو.

راپور زیاتوي چې په عامه ځایونو کې درو وهلو تر ټولو ډېرې ثبت شوې پېښې په کابل، غزني، بلخ او خوست کې وې، خو د نفوس له شمېر سره د تناسب له مخې خوست، زابل، پکتیا او کاپیسا تر ټولو لوړې کچې لرلې.

د افغانستان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ سازمان وايي، د درو وهلو ډېری قربانیان له عادلانه محاکمې او قانوني دفاع څخه محروم شوي دي. د سازمان د ۲۳ قربانیانو له شهادتونو څخه، چې ۱۵ ښځې، اووه د همجنس پالو او جنسیتي لږکیو اړوند کسان او یو د یوې ښځینه قرباني پلار دی، څرګندېږي چې په ډېرو قضیو کې تورنو کسانو وکیل نه درلود، د ځان د دفاع اجازه نه ورکول کېده او نه یې شوای کولای د وړاندې شویو شواهدو او شاهدانو په اړه اعتراض وکړي.

په راپور کې د یوې ښځې قضیه هم یاده شوې چې د مېړه له جبر او ناوړه چلند څخه د تېښتې وروسته نیول شوې. نوموړې له محرم پرته له کوره د وتلو او له یوه کس سره د اړیکې په تور په ۳۹ درو او نهو میاشتو بند محکومه شوې.

په یوه بله قضیه کې یوه ښځه چې له جبري واده څخه د تېښتې هڅه یې کړې وه، د ۲۶ درو او یو کال بند په سزا محکومه شوه. د راپور له مخې، د در وهلو پر مهال یې پر شا، اوږو او ملا سخت ټپونه پیدا شوي او وروسته له اوږدمهالو رواني ستونزو، بد خوبۍ، اضطراب، وېرې او ټولنیزې انزوا سره مخ شوې.

د راپور له مخې، په یوه بله قضیه کې یوې ذهني معلولې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي له خوا د جنسي تېري وروسته د عدالت غوښتنه کړې وه، خو طالبانو پر هغې د له واده بهر اړیکې تور ولګاوه او په ۲۰ درو او دوه میاشتني بند یې محکومه کړه. راپور وايي، د در وهلو له امله یې سخت ټپونه ولیدل او وروسته له شدید خپګان سره مخ شوه.

د افغانستان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ سازمان وايي، په ځینو قضیو کې یوازې دره وهل نه، بلکې شکنجه، جبري اعتراف، سپکاوی او له لومړنیو حقونو څخه محرومیت هم ثبت شوی دی. په یوه قضیه کې د یوه قرباني د شهادت له مخې، هغه لوڅ کړای شوی، په یوه لاس ځړول شوی، پرې یخې اوبه اچول شوې، برقي شاک ورکړل شوی او د مېز پر سر په درو وهل شوی، څو اعتراف وکړي.

راپور د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت معلومات هم رااخلي او وايي، ملګرو ملتونو له ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې وروسته د طالبانو له خوا د بدني مجازاتو بېلابېلې بڼې ثبت کړې دي، چې په درو وهل، سنګسار، د وهلو نور ډولونه ، په سړو اوبو کې په زور درول او د سر ویښتانو په زور خرېیل پکې شامل دي.

د راپور په وینا، طالبانو د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې او بیا د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې د شرعي بدني مجازاتو پلي کول په رسمي ډول تایید کړي دي. راپور وايي، د طالبانو له خوا د ۲۰۲۴ کال د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون له تصویب وروسته د عامه در وهلو پېښې لا ډېرې شوې دي؛ د ثبت شویو ۵۱۶ اعلانونو له ډلې ۳۵۲ یې، چې ۶۸،۲ سلنه جوړوي، د دغه قانون له تصویب وروسته ترسره شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ سازمان له طالبانو غوښتي چې په دُرو وهل سملاسي او د تل لپاره ودروي او ټول هغه فرمانونه، قوانین او پالیسۍ لغوه کړي چې د شکنجې، تبعیض او د خلکو د بنسټیزو بشري حقونو د نقض زمینه برابروي.

د افغان قیمتي ډبرو د صادراتو پر وړاندې په کوردننه د پروسس محدود ظرفیت لا هم لوی خنډ دی

۳ وږی ۱۴۰۵ - ۲۵ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۳۵ GMT+۱
100%

د افغانستان د قیمتي ډبرو سوداګر وايي، د دغو ډبرو لوړ کیفیت او په بهرنیو بازارونو کې د تقاضا له زیاتېدو سره سره، د استخراج، تراشلو او پروسس محدود ظرفیتونه لا هم د صادراتو او کورني صنعت د پراختیا پر وړاندې له عمده خنډونو څخه دي.

د کابل د لرغونو توکو د پلورونکو په کوڅه کې د ښیښو تر شا نیلي لاجورد، زمرد او یاقوت د هغه بازار رڼا منعکسوي چې له ډېرې مودې راهیسې د افغانستان له کاني پلوه بډایه غرنیو سیمو څخه قیمتي ډبرې له نړیوالو پېرودونکو سره نښلوي.

د پلازمېنې د قیمتي ډبرو د سوداګرو او د ګاڼو د طراحانو لپاره دغه ډبرې د افغانستان د کلتوري میراث یوه برخه او په بالقوه توګه د کارموندنې، صادراتي عاید او نړیوال شهرت سرچینه هم ګڼل کېږي.

خالد حیدري، چې له ۱۸ کلونو راهیسې د کابل د لرغونو توکو بازار کې کار کوي، وویل: « ډېری پېرودونکي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې افغانستان ته له بهره راځي، له زمرد، یاقوت او تورمالین سره ډېره لېوالتیا لري».

خو د هغه په وینا، د ډېرو پېرودونکو لپاره د افغان ګاڼو جذابیت یوازې په قیمتي ډبرو پورې محدود نه دی، بلکې دودیزې طرحې هم ځانګړی محبوبیت لري.

ځايي سوداګر وايي چې د افغان قیمتي ډبرو ګاڼو په بهرنیو بازارونو کې محبوبیت موندلی او چین د دغو توکو له مهمو صادراتي بازارونو څخه دی.

انلاین پلاتفورمونو هم افغان پلورونکو او طرحه کوونکو ته نوې لارې برابرې کړې دي، څو خپل محصولات بهرنیو پېرودونکو ته وړاندې او د صادراتو چارې تنظیم کړي.

خو د افغانستان طبیعي قیمتي ډبرې په اتومات ډول د یوه پرمختللي کورني صنعت د رامنځته کېدو سبب نه دي شوې.

حیدري وايي: « د افغانستان ډبرې ډېر لوړ کیفیت لري، خو اصلي ستونزه دا ده چې د استخراج او تراشلو لپاره اړین تجهیزات او معیارونه په کافي اندازه نشته».

دا موضوع د صنعت پر وړاندې یو لوی خنډ دی، ځکه د قیمتي ډبرو سوداګریز ارزښت تر ډېره له استخراج وروسته رامنځته کېږي. تراشل، صیقلول، ډیزاین، تصدیق، بسته‌بندي او بازارموندنه کولای شي یوه خامه معدني ډبره په لوړ ارزښت لرونکي بشپړ محصول بدله کړي.

نادر خان، چې له ۳۰ کلونو راهیسې د قیمتي ډبرو په سوداګرۍ کې کار کوي او ۱۵ کاله کېږي چې د لرغونو توکو په همدې کوڅه کې فعالیت لري، وايي، افغان ډبرې لا هم په بهرنیو بازارونو کې د پام وړ سیالي کولای شي.

هغه وویل: « افغان لاجورد، زمرد او یاقوت داسې کیفیت لري چې په نورو ځایونو کې یې موندل ستونزمن دي».

نادر خان وايي، پېرودونکي لاسي کار او کورني ډیزاینونه هم ډېر مهم ګڼي. د هغه په اند، که د افغانستان دننه پر لا زیاتو ډبرو کار وشي، نو له یوې خوا به د ډبرو اصلي ځانګړتیا وساتل شي او له بلې خوا به د ځايي خلکو لپاره د کار زمینه برابره شي.

هغه شینهوا اژانس ته وویل، « موږ دلته د شته ماشینونو په وسیله پر ډبرو کار کوو او په بېلابېلو ډیزاینونو یې بدلوو».

100%

خان خبرداری هم ورکوي چې د لا پرمختللي پروسس لپاره بهر ته د ډبرو لېږل لګښتونه زیاتولای شي او د ډبرو پر اصلي کیفیت د اغېز خطر هم لري. د هغه په وینا، د هېواد دننه د پروسس ظرفیت لوړول به افغان تولیدوونکو ته اجازه ورکړي چې د محصول له ارزښت څخه زیاته برخه په هېواد کې وساتي او په ورته کې د خپلو محصولاتو ځانګړی کلتوري هویت هم خوندي کړي.

نړیوال بازارونه مهم دي

د افغانستان د قیمتي ډبرو د سوداګرۍ راتلونکی تر ډېره له نړیوالو پېرودونکو سره د اړیکې له امکاناتو سره تړلی دی.

خان وايي: « نړیوالو نندارتونونو پخوا پلورونکو ته مهم فرصتونه برابرول چې خپل محصولات نندارې ته وړاندې او خپل پلور پراخ کړي. د دغو نندارتونونو کمېدو له پېرودونکو سره مستقیمې اړیکې کمې کړې دي».

هغه زیاته کړه: « چینايي پېرودونکي لا هم د کابل د قیمتي ډبرو په بازار کې له تر ټولو فعالو پېرودونکو څخه دي، په ځانګړي ډول د لاجوردو او نفرایټ ».

په ورته وخت کې، انلاین پلور له پېرودونکو سره د اړیکې یوه نوې لار رامنځته کړې ده. افغان پلورونکي او ډیزاینران له ډیجیټلي پلاتفورمونو څخه استفاده کوي، څو خپلې ګاڼې نندارې ته وړاندې، له پېرودونکو سره اړیکه پیدا کړي او محصولات بهر ته ولېږي.

دا بدلون کوچنیو کاروبارونو ته نوي فرصتونه برابروي، خو ورسره د محصولاتو د باکیفیته عکسونو، د قیمتي ډبرو د دقیقو معلوماتو، خوندي لېږد او ثابت کیفیت اړتیا هم زیاتوي.

احمد، چې انلاین پلورونکی دی، وايي: « زه له خپل کار څخه ډېر راضي یم، او ډېری پېرودونکي مې په ځانګړي ډول له لاجوردو، زمردو او یاقوتو سره ډېره لېوالتیا لري».

احمد شینهوا ته وویل چې ځینې پېرودونکي په کورونو کې د ښې طرحې لرونکې قیمتي ډبرې د خپل مزاج د ښه کولو او د ځینو روغتیايي ستونزو د له منځه وړلو لپاره کاروي، ځکه د ډبرې لیدل ورته د ارامۍ او خوښۍ احساس ورکوي.

سوله، چې بازار ته د یوه ملګري لپاره د ډالۍ اخیستلو په موخه راغلې وه، د تورمالین لاس‌بندونه یې انتخاب کړل او ویې ویل چې دا ورته ښکلي، د یاد وړ او ارزښتناک ښکاري.

د بګرام محبس؛ د پخوانیو نظامیانو کورنۍ په زندان کې د ملاقات له سختو شرایطو شکایت کوي

۳ وږی ۱۴۰۵ - ۲۵ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۰۴ GMT+۱
100%

په بګرام محبس کې د بندیانو یوشمېر کورنۍ وايي، له بندي خپلوانو سره د لیدنې لپاره له اوږده او پېچلي اداري بهیر، د اجازې له ستونزو، اوږد انتظار او سختو شرایطو سره مخ دي. دوی وايي، د خپلو بندیانو د لیدلو لپاره باید د نظامي محکمې اجازه ترلاسه کړي او د اجازې ترلاسه کول میاشتې وخت نیسي.

دغه زندانیان چې ګڼ شمېر یې پخواني نظامیان دي او تر ډېره د خپلو پخوانیو پوځي دندو له امله بندیان شوي، په زندان کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي. د دغه زندانیانو کورنۍ وايي، له اوږده انتظار او لرو ولایتونو څخه د سفر سربېره په بګرام کې د خپلو زنداني خپلوانو سره د لیدو تر وخته مناسب انتظار ځای هم نه‌شته. محمد اکرم چې د بګرام د یوه بندي پایواز دی وايي، له بندیانو سره لیدنه په اسانۍ نه ترسره کېږي.

هغه وویل: «په بګرام کې د بندیانو کورنۍ له خپلو بندیانو سره په اسانۍ نه‌شي لیدلای، کله ناکله باید میاشتې میاشتې انتظار وکړو، له نظامي محکمې پرته بل داسې ادرس نه‌شته چې د لیدنې اجازه ترې واخیستل شي».

د نوموړي په خبره، کله چې محکمې د ملاقات اجازه ورکړي پایوازان بګرام ته ځي؛ خو هلته هم د لیدنې ترسره کېدو مخکې د ساعتونو لپاره انتظار کوي. حاجي سردارمحمد چې د خپل بندي زوی د لیدلو لپاره له کندهار نه کابل ته تللی وايي، شاوخوا یوه میاشت یې په کابل کې د اجازې ترلاسه کولو لپاره تېره کړې ده.

هغه زیاتوي: «زه سپین ږېری او ناروغ یم، له کندهاره کابل ته راغلی یم، تر میاشت ډېر وخت کېږي چې دلته مساپر یم له یوې ادارې بلې ته ځم پیسې مې هم خلاصې شوې، له سهاره تر ماښامه د اجازې لپاره انتظار کوم؛ خو واضح ځواب نه راکول کېږي».

د یادو کورنیو په وینا، په ځانګړي ډول په ګرمو او سړو موسمونو کې دغه وضعیت د سپین ږېرو، ښځو، ماشومانو او ناروغانو لپاره ستونزمن دی. د بندیانو ځینې پایوازان د ملاقات پرمهال د دوی د انتقال پر څرنګوالي هم نیوکه کوي.

دوی وايي، کله چې خپلو بندي دوستانو ته د ملاقات لپاره وروستل کېږي پر سر یې تورې کڅوړې اغوستل کېږي او له ټاکلي ځای څخه د ملاقات تر ساحې پورې په داسې حالت کې انتقالېږي چې څه نه ویني.

د یوه بندي پایواز بریالی وايي، د خپل کشر ورور د لیدلو پرمهال یې په سر کڅوړه واغوستل شوه او بیا تر ټاکلي ځایه وروستل شو. هغه وویل: «کله چې یې زما سر په کڅوړه وپوښلو ډېر سخت اغېزمن شوم، فکر مې کاوه چې یو لوی مجرم یم. موږ نه پوهېږو چې ولې له موږ سره داسې چلند کېږي».

د بندیانو کورنۍ همداراز وايي، د ملاقات پرمهال د دوی او بندیانو خبرې د امنیتي کسانو له لوري څارل کېږي. د د دوی به خبره، د امنیتي څارنې له امله دوی د خپلو بندیانو د روغتیا، د قضیې، د کورنۍ د ستونزو او نورو شخصي مسایلو په اړه په ازاد ډول خبرې نه‌شي کولای.

د بندیانو پایوازان زیاتوي، دوی د امنیتي تدابیرو له اړتیا سره مخالفت نه‌لري، خو غوښتنه کوي چې د ملاقات لپاره دې روښانه او منظم مېکانیزم جوړ شي، د اجازې بهیر دې لنډ شي او د اوږده انتظار لپاره دې مناسب ځای برابر شي.

دوی همداراز غواړي، چې د بندیانو د کورنیو لپاره د ملاقات وخت، اجازې، اسنادو او نورو شرایطو په اړه روښانه معلومات ورکړل شي؛ څو خلک د میاشتو لپاره له یوې ادارې څخه تر بلې ادارې پورې له تګ‌‌راتګ څخه خلاص شي.

که څه هم د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو تازه شمېرې تراوسه نه‌دي اعلان شوې؛ خو د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴کال د اکتوبر تر میاشتې په څرخي پله زندان کې له پنځو زرو ډېر بندیان ساتل کېدل. د ۲۰۲۳کال په پیل کې د طالبانو یوه چارواکي ویلي و، چې په شاوخوا ۱۸ میاشتو کې تر ۲۹زره ډېر کسان په بېلابېلو تورونو نیول شوي دي.