د طالبانو یوه پلاوي د افغانستان او تاجکستان له پولې لیدنه کړې
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، د یاد وزارت د سرحدي پلټنو مرستيال تېره ورځ د يوه پلاوي په مشرۍ د کندز امام صيب ولسوالۍ اړوند شېرخان بندر ته سفر کړی.
یاد طالب چارواکي پر پوله له پرتو خلکو او د طالبانو د کميسارۍ او سرحدي لوا له مسوولانو سره هم کتلي.
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت نن سې شنبه، د وږي پر ۳مه په اېکس کې لیکلي، چې د دغه سفر په ترڅ کې طالب پلاوي د شېرخان بندر له یو شمېر مهمو نقطو څخه هم لیدنه او څارنه وکړه.
د یاد وزارت په وینا، دې پلاوي د سیمې د عمومي وضعیت، سرحدي شرایطو او د خلکو د ژوند د څرنګوالي په اړه لازم معلومات ترلاسه کړل او د هغه ځای د اوسېدونکو ستونزې او غوښتنې یې په مستقیم ډول واورېدلې.
دوه ورځې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې وضعیت تر کنټرول لاندې دی او هېڅ ټول نظامي خوځښتونو ته به اجازه ور نه کړل شي.
له پاکستان نه د ایران او مرکزي اسیا پر لور د افغانستان د سوداګریزو لارو په بدلېدو سره، د پاکستان له لارې د افغان ترانزیټي سوداګرۍ بهیر په بېساري ډول کم شوی چې له امله یې د خیبر پښتونخوا پر صنعت، ترانسپورټ، سوداګرو او د کرښې دواړو غاړو پر اقتصادي فعالیتونو فشار زیات شوی دی.
د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې له بنسټیز بدلون سره مخ دي.
د پاکستان له لارې د افغانستان د ترانزیټي سوداګرۍ کمېدل د دې بدلون تر ټولو څرګنده نښه ده. د ګمرکي معلوماتو له مخې، د کانتینرونو شمېر چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې نږدې ۸۹زره و او په ۲۰۲۳ مالي کال کې یې ریکارډ ۱۰۲،۸۸۶کانتینرو ته ورسېد، په ۲۰۲۴ مالي کال کې ۵۴،۱۱۴ او په ۲۰۲۵ مالي کال کې ۴۲،۹۵۹ ته راکم شو.
د راپور په وینا، د پاکستان د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر میاشتې سرحدي محدودیتونو دغه کمښت نه و پیل کړی، بلکې هغه بهیر یې لا چټک کړی و چې له وړاندې روان و.
افغانستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي
افغانستان په قصدي ډول خپلې سوداګریزې لارې متنوع کوي او ایران یې تر ټولو مهم بدیل ګرځېدلی دی.
د نړیوال بانک د افغانستان اقتصادي څار له مخې، د ایران دهلېز د افغانستان د وارداتو د اکمالاتي شبکې پر مهمې برخې بدل شوی دی.
په ۲۰۲۵ مالي کال کې د افغانستان د وارداتو ۳۱.۳سلنه له ایران څخه وو، په داسې حال کې چې له ایران څخه مستقیم واردات او د ایران له لارې ترانزیټي واردات په ګډه د ټولو وارداتو ۴۸.۶سلنه جوړوي. د مرکزي اسیا لارې هم ارزښتناکې شوې دي.
د دې بدلون معنا دا ده چې پاکستان یوازې د ترانزیټ فیسونه له لاسه نه ورکوي بلکې د نړیوالو بازارونو پر لور د افغانستان د اصلي دروازې په توګه خپل پخوانی موقعیت هم له لاسه ورکوي.
د افغان صادراتو لپاره د پاکستان د لارې کارول لا ډېر کم شوي دي. د ګمرکي معلوماتو له مخې، هغه افغان صادرات چې د پاکستان له لارې درېیمو هېوادونو ته تلل، په ۲۰۲۵ مالي کال کې له ۴۵۴میلیونو ډالرو څخه په ۲۰۲۶ مالي کال کې یوازې ۷میلیونو ډالرو ته راټیټ شوي دي.
د لسیزو لپاره د افغانستان تقاضا د کراچۍ له بندرونو څخه تر پېښور او سرحدي بازارونو پورې یو پراخ اقتصادي ځنځیر فعال ساتلی و. تولیدوونکو، عمده پلورونکو، ترانسپورټي شرکتونو، د ګمرکي تصفیې اجنټانو، ګودامونو او مالي منځګړو ټولو له دې سوداګریز جریان څخه ګټه اخیسته.
اوس چې دغه جریان کم شوی، اغېز یې یوازې تر سرحدي ګمرک پورې نه محدودېږي.
سمنټ، ساختماني مواد، خوراکي توکي، درمل، ټوکران او مصرفي توکي هغه محصولات دي چې په افغانستان کې یې له اوږدې مودې راهیسې بازار درلود.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د افغان فرمایشونو دوامدار کمښت د پاکستان پر تولیدوونکو او عمده پلورونکو فشار زیاتوي. یوه لارۍ چې له پولې نه اوړي، د ترانسپورټي شرکت عاید کموي؛ تش ګودام د کارګرو اړتیا کموي؛ عمده پلورونکی چې افغان مشتریان له لاسه ورکوي، له تولیدوونکو څخه لږ مال اخلي او فابریکه چې فرمایشونه یې کم شي، تولید راټیټوي.
د سوداګرۍ ګډوډي یوازې پر صادراتو اغېز نه کوي. د صنعتي خامو موادو، د بېلګې په توګه سکرو، واردات هم له ستونزو سره مخ کېږي.
که له یوې خوا د افغانستان د بازار تقاضا کمه شي او له بلې خوا د تولیدي موادو بیې لوړې شي، د پاکستاني تولیدوونکو د سیالۍ توان لا کمېږي.
د راپور له مخې، دا ستونزه یوازې د افغانستان په بازار کې نه، بلکې د پاکستان په کورني بازار او نورو صادراتي بازارونو کې هم د پاکستاني صنعتونو پر سیالۍ اغېز کولی شي.
د کرښې دواړو غاړو کرنیز بازارونه هم د سرحدي ځنډونو پر وړاندې ډېر حساس دي، ځکه مېوې او سبزي ژر خرابېدونکي محصولات دي.
د دې زیان اغېز یوازې پر افغان بزګرانو نه دی؛ پاکستاني ترانسپورټي شرکتونه، کمېشنکاران، عمده پلورونکي او پرچون پلورونکي هم د سرحدي سوداګرۍ له ګډوډۍ زیان ویني.
د ترانزیټي سوداګرۍ تړون
د افغانستان او پاکستان د ترانزیټي سوداګرۍ تړون اپټاد دې لپاره جوړ شوی و چې د دواړو هېوادونو جغرافیایي موقعیت په اقتصادي فرصت بدل کړي. پاکستان افغانستان ته سمندري بندرونو ته د لاسرسي زمینه برابروي او افغانستان د مرکزي اسیا پر لور د پاکستان لپاره د ځمکني دهلېز په توګه مطرح کېدای شي.
خو امنیتي اندېښنو، قاچاق، اداري اختلافاتو او سیاسي ترینګلتیاوو د دغه تړون اقتصادي ارزښت کم کړی دی.
پاکستان وايي چې د افغانستان لپاره انتقالېدونکي ځینې توکي د پاکستان په بازارونو کې پلورل کېږي، چې حکومت ته د عوایدو د ضایع کېدو او کورنیو سوداګرو ته د نابرابرې سیالۍ ستونزه جوړوي.
له همدې امله پاکستان په ۲۰۲۳ کال اکتوبر کې پر ځینو افغان ترانزیټي توکو، لکه جامو، بوټانو، ماشینونو، کمپلو او ټوکرانو، ۱۰سلنه د پروسس فیس ولګاوه.
له بلې خوا، افغانستان هم سوداګریزې اندېښنې لري. هر نوی سند، مالي شرط، تلاشي یا په پوله کې ځنډ د سوداګرۍ لګښت او ناڅرګندتیا زیاتوي. که د ایران له لارې بدیله لاره له اقتصادي پلوه مناسبه شي، سوداګر طبیعي ده چې هغې لارې ته مخه کوي او کله چې یو سوداګر نوې سوداګریزه شبکه جوړه کړي، بېرته یې پخوانۍ لارې ته راګرځول اسانه نه وي.
د ډان د رپوټ له مخې، افغانستان هم له دې بدلون څخه په بشپړ ډول بېزیانه نه وځي. اوږدې سوداګریزې لارې د ترانسپورټ او لوژستیک لګښتونه لوړولی شي، په داسې حال کې چې پاکستان د بندرونو فعالیت، ترانسپورټ، ګودامونو، ګمرکي خدماتو او بازار ته د لاسرسي عواید له لاسه ورکوي.
د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې د اټکل له مخې، پاکستاني صادروونکو د روان کال په اتو میاشتو کې د سوداګریزو محدودیتونو او بندیزونو له امله شاوخوا ۲۲۵میلیونه ډالر زیان لیدلی دی.
دغه اداره وايي، افغانستان ته د پاکستان کلني صادرات شاوخوا ۱.۵میلیارد ډالر دي، په داسې حال کې چې د افغانستان له لارې مرکزي اسیا ته د پاکستان کلني صادرات شاوخوا ۸۰۰میلیونه ډالر اټکل کېږي.
د راپور په تحلیل کې ویل شوي چې پاکستان نور نه شي کولای د افغان ترانزیټي سوداګرۍ کمېدل یوازې امنیتي یا دیپلوماتیکه موضوع وګڼي. له بلې خوا، افغانستان هم نه شي کولای داسې تصور وکړي چې د پاکستان د لارو پر ځای د ایران او مرکزي اسیا لارې غوره کول هېڅ اقتصادي لګښت نه لري.
ډان وايي، دواړه هېوادونه د یوه باثباته، د روښانه قوانینو پر بنسټ او د وړاندوینې وړ ترانزیټي سوداګریز نظام ته اړتیا لري.
یاد سازمان د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال د اپرېل تر ۲۱مې پورې د طالبانو د رسمي اعلانونو پر بنسټ د عامه در وهلو ۶۳۳ پېښې او ۲۷۴۵ اغیزمن کسان ثبت کړي، چې ۱۷۶۱ یې نارینه او ۴۲۲ ښځې دي او د ۵۶۲ کسانو جنسیت نه دی مشخص شوی.
د راپور د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې ۳۴۷ کسان د در وهلو په قضیو کې ثبت شوي وو، په ۲۰۲۳ کال کې دا شمېر ۱۷۸ ته راکم شوی، خو په ۲۰۲۴ کال کې ۵۹۳ او په ۲۰۲۵ کال کې ۱۰۷۴ کسانو ته لوړ شوی دی. د ۲۰۲۶ کال د اپرېل تر ۲۱مې پورې بیا ۵۵۳ کسان ثبت شوي دي. راپور وايي، په ۲۰۲۵ کال کې له ۹۲ سلنې څخه ډېر کسان په ډله ییزو قضیو کې مجازات شوي او ۴۲،۶ سلنه یې د لسو یا له لسو د ډېرو کسانو په ډلو کې شامل وو.
راپور زیاتوي چې په عامه ځایونو کې درو وهلو تر ټولو ډېرې ثبت شوې پېښې په کابل، غزني، بلخ او خوست کې وې، خو د نفوس له شمېر سره د تناسب له مخې خوست، زابل، پکتیا او کاپیسا تر ټولو لوړې کچې لرلې.
د افغانستان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ سازمان وايي، د درو وهلو ډېری قربانیان له عادلانه محاکمې او قانوني دفاع څخه محروم شوي دي. د سازمان د ۲۳ قربانیانو له شهادتونو څخه، چې ۱۵ ښځې، اووه د همجنس پالو او جنسیتي لږکیو اړوند کسان او یو د یوې ښځینه قرباني پلار دی، څرګندېږي چې په ډېرو قضیو کې تورنو کسانو وکیل نه درلود، د ځان د دفاع اجازه نه ورکول کېده او نه یې شوای کولای د وړاندې شویو شواهدو او شاهدانو په اړه اعتراض وکړي.
په راپور کې د یوې ښځې قضیه هم یاده شوې چې د مېړه له جبر او ناوړه چلند څخه د تېښتې وروسته نیول شوې. نوموړې له محرم پرته له کوره د وتلو او له یوه کس سره د اړیکې په تور په ۳۹ درو او نهو میاشتو بند محکومه شوې.
په یوه بله قضیه کې یوه ښځه چې له جبري واده څخه د تېښتې هڅه یې کړې وه، د ۲۶ درو او یو کال بند په سزا محکومه شوه. د راپور له مخې، د در وهلو پر مهال یې پر شا، اوږو او ملا سخت ټپونه پیدا شوي او وروسته له اوږدمهالو رواني ستونزو، بد خوبۍ، اضطراب، وېرې او ټولنیزې انزوا سره مخ شوې.
د راپور له مخې، په یوه بله قضیه کې یوې ذهني معلولې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي له خوا د جنسي تېري وروسته د عدالت غوښتنه کړې وه، خو طالبانو پر هغې د له واده بهر اړیکې تور ولګاوه او په ۲۰ درو او دوه میاشتني بند یې محکومه کړه. راپور وايي، د در وهلو له امله یې سخت ټپونه ولیدل او وروسته له شدید خپګان سره مخ شوه.
د افغانستان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ سازمان وايي، په ځینو قضیو کې یوازې دره وهل نه، بلکې شکنجه، جبري اعتراف، سپکاوی او له لومړنیو حقونو څخه محرومیت هم ثبت شوی دی. په یوه قضیه کې د یوه قرباني د شهادت له مخې، هغه لوڅ کړای شوی، په یوه لاس ځړول شوی، پرې یخې اوبه اچول شوې، برقي شاک ورکړل شوی او د مېز پر سر په درو وهل شوی، څو اعتراف وکړي.
راپور د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت معلومات هم رااخلي او وايي، ملګرو ملتونو له ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې وروسته د طالبانو له خوا د بدني مجازاتو بېلابېلې بڼې ثبت کړې دي، چې په درو وهل، سنګسار، د وهلو نور ډولونه ، په سړو اوبو کې په زور درول او د سر ویښتانو په زور خرېیل پکې شامل دي.
د راپور په وینا، طالبانو د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې او بیا د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې د شرعي بدني مجازاتو پلي کول په رسمي ډول تایید کړي دي. راپور وايي، د طالبانو له خوا د ۲۰۲۴ کال د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون له تصویب وروسته د عامه در وهلو پېښې لا ډېرې شوې دي؛ د ثبت شویو ۵۱۶ اعلانونو له ډلې ۳۵۲ یې، چې ۶۸،۲ سلنه جوړوي، د دغه قانون له تصویب وروسته ترسره شوي دي.
د افغانستان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ سازمان له طالبانو غوښتي چې په دُرو وهل سملاسي او د تل لپاره ودروي او ټول هغه فرمانونه، قوانین او پالیسۍ لغوه کړي چې د شکنجې، تبعیض او د خلکو د بنسټیزو بشري حقونو د نقض زمینه برابروي.
نادر خان وايي، پېرودونکي لاسي کار او کورني ډیزاینونه هم ډېر مهم ګڼي. د هغه په اند، که د افغانستان دننه پر لا زیاتو ډبرو کار وشي، نو له یوې خوا به د ډبرو اصلي ځانګړتیا وساتل شي او له بلې خوا به د ځايي خلکو لپاره د کار زمینه برابره شي.
هغه شینهوا اژانس ته وویل، « موږ دلته د شته ماشینونو په وسیله پر ډبرو کار کوو او په بېلابېلو ډیزاینونو یې بدلوو».
خان خبرداری هم ورکوي چې د لا پرمختللي پروسس لپاره بهر ته د ډبرو لېږل لګښتونه زیاتولای شي او د ډبرو پر اصلي کیفیت د اغېز خطر هم لري. د هغه په وینا، د هېواد دننه د پروسس ظرفیت لوړول به افغان تولیدوونکو ته اجازه ورکړي چې د محصول له ارزښت څخه زیاته برخه په هېواد کې وساتي او په ورته کې د خپلو محصولاتو ځانګړی کلتوري هویت هم خوندي کړي.
نړیوال بازارونه مهم دي
د افغانستان د قیمتي ډبرو د سوداګرۍ راتلونکی تر ډېره له نړیوالو پېرودونکو سره د اړیکې له امکاناتو سره تړلی دی.
خان وايي: « نړیوالو نندارتونونو پخوا پلورونکو ته مهم فرصتونه برابرول چې خپل محصولات نندارې ته وړاندې او خپل پلور پراخ کړي. د دغو نندارتونونو کمېدو له پېرودونکو سره مستقیمې اړیکې کمې کړې دي».
هغه زیاته کړه: « چینايي پېرودونکي لا هم د کابل د قیمتي ډبرو په بازار کې له تر ټولو فعالو پېرودونکو څخه دي، په ځانګړي ډول د لاجوردو او نفرایټ ».
په ورته وخت کې، انلاین پلور له پېرودونکو سره د اړیکې یوه نوې لار رامنځته کړې ده. افغان پلورونکي او ډیزاینران له ډیجیټلي پلاتفورمونو څخه استفاده کوي، څو خپلې ګاڼې نندارې ته وړاندې، له پېرودونکو سره اړیکه پیدا کړي او محصولات بهر ته ولېږي.
دا بدلون کوچنیو کاروبارونو ته نوي فرصتونه برابروي، خو ورسره د محصولاتو د باکیفیته عکسونو، د قیمتي ډبرو د دقیقو معلوماتو، خوندي لېږد او ثابت کیفیت اړتیا هم زیاتوي.
احمد، چې انلاین پلورونکی دی، وايي: « زه له خپل کار څخه ډېر راضي یم، او ډېری پېرودونکي مې په ځانګړي ډول له لاجوردو، زمردو او یاقوتو سره ډېره لېوالتیا لري».
نور همداراز ویلي، مخکې یې فکر کاوه چې امیرخان متقي د طالبانو په منځ کې «یو څه مودب او روڼ اندی» دی؛ خو متقي هم وښوده چې د یادې ډلې د نورو کسانو په څېر دی. ښاغلي نور وړاندې ویلي: «کله چې ستاسو قضاوت دومره سپک وي، نو بیا د نصرتالله بابر، بېنظیر بوټو او پروېز مشرف نافرمانه اولادونه تاسو یاست او تاسو به اوسئ! د اکوره خټک، حقانیه مدرسو او د لاهور، کوټې او مانسهرې د پوځي پټنځایونو روزل شوي کسان تاسو یاست او تاسو به اوسئ! لاهم ستاسو سوداګري، لوړپوړې ودانۍ او د کورنیو ډېره برخه په پېښور، میرانشاه، کراچۍ او کوټه کې پاتې ده».
عطامحمد نور ادعا کړې، چې طالبانو د بهرني ملاتړ په مرسته پر پخواني نظام بریدونه کول او د تېر حکومت د جګړو پرمهال دوی د پاکستاني، عرب، چیچني، نمنګاني او نورو بهرنیو وګړو په ګډون د طالبانو یوشمېر کسان نیولي وو. نور طالبانو ته ویلي :«دا تاسو وئ، چې د خپلو بادارانو په ملاتړ او د پردیو کرنیلانو او جرنیلانو پر اوږو سپاره، د هېواد پر مشروع حکومت مو برید او بغاوت وکړ. هغه ستاسو ځانمرګي بریدګر در په یاد دي، چې د تاجکستان او کشمیر وګړي وو او ما ژوندي نیولي وو؟»
نور وايي، هغه مهال چې دوی په واک کې وو، د طالبانو د کورنیو، اولادونو، خپلوانو او مړو او ژوندیو ساتنه یې کړې؛ خو طالبانو برعکس د احمدشاه مسعود، جنرال عبدالرازق اڅکزي او عبدالعلي مزاري قبرونو ته بېاحترامي کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو د مخالفو ډلو د فعالیتونو په غبرګون کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دوی ته د «لچک» او د «پلار او مور ازار وهلي» الفاظ کارولي وو او ویلي یې و، چې دغه ډلې د بهرنیو استخباراتي ګړیو په لمسون پر دوی بریدونه کوي او دا هغه ډلې دي چې د دوی مشر تر (کولابه) جارو کړې وې.