• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمني ۳۰ نور افغانان کابل ته ستانه کړل

۳ وږی ۱۴۰۵ - ۲۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۴۷ GMT+۱

د جرمني حکومت د سې‌شنبې په ورځ (د وږي ۳مه) د لایپزګ هوايي ډګر څخه د یوې چارټر الوتکې له لارې ۳۰ افغان کډوال کابل ته ستانه کړي. جرمني وړاندې اعلان کړی و، هغه کسان بېرته افغانستان ته ستنوي چې جرمي دوسیې لري؛ خو د راپورونو له مخې په دې ډله کې هغه کسان شامل دي چې جرمي دوسیې نه‌لري.

په دې وروستیو میاشتو کې د دویم ځل لپاره جرمني د سې‌شنبې په سهار د کابل په لور په یوه الوتکه کې د افغان پناه‌غوښتونکو یوه ډله، چې جرمي دوسیه نه‌لري ستنه کړه.
دغه پناه‌غوښتونکي لومړی په امنیتي موټرو کې هوايي ډګر ته ولېږدول شول او بیا په الوتکه کې سپاره شول. د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې ده چې الوتکه د ترکیې په ترابزون ښار کې ناسته وکړي او وروسته د کابل په لور حرکت وکړي.
کله چې کډوال د لایپزیګ هوايي ډګر ترمینل ته لېږدول کېده، یوشمېر لاریون ي د ترمینل شاوخوا راټول شوي وو او د دغه کډوالو د جبري اېستلو پرضد یې اعتراض وکړ. د بشري حقونو فعالانو د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه خبرداری ورکړی.
لاریون کوونکو د افغان پناه‌غوښتونکو د اېستلو پایلو او د هغوی د ځورونې، شکنجې او نیونې احتمال په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه. له جولای میاشتې راهیسې د افغان کډوالو د اېستلو په اړه د جرمني پالیسي بدله شوې ده.
په دې لړۍ کې هغه کسان هم شامل دي، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي او په جرمني کې د اوسېدو اجازه نه‌لري. د روان کال په اګست میاشت کې برلین ۳۱ هغه افغانان کابل ته واېستل، چې په‌کې هغه کسان هم شامل وو چې جرمي دوسیه یې نه‌لرله. د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینډټ منلې، چې له اېستل شویو کسانو څخه یو یې جرمي سابقه نه‌لرله.

ډېر لیدل شوي

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي
۱

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟

۳

طالبانو یو وار بیا په هرات کې یوشمېر ښځې او نجونې نیولې دي

۴

له افغانستان سره د سوداګرۍ بندښټ؛ د خیبر پښتونخوا صنعت او سوداګري له جدي ګواښ سره مخ ده

۵

طالبانو د حسیب پنجشېري مړی د هغه کورنۍ ته وسپاره

•
•
•

نور خبرونه

عطامحمد نور امیر خان متقي ته: «رېښتیا هم چې جاهل او وحشي، ښه او بد نه‌لري»

۳ وږی ۱۴۰۵ - ۲۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۳۲ GMT+۱
100%

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د وروستیو څرګندونو په غبرګون پر طالبانو سختې نیوکې کړې او دغه ډله یې «جاهله» او «وحشي» بللې ده. نوموړي د متقي له‌خوا مخالفانو ته د «کولابي» کلیمې کارولو په ځواب کې ویلي، دا د هغه د «اخلاقي سقوط» څرګندونه کوي.

هغه د سې‌شنبې په ورځ (د وږي ۳مه) پر اېکس پاڼه په خپور شوي یادښت کې لیکلي: «په رېښتیا هم جاهل او وحشي ښه او بد نه‌لري، دواړه د یو رخت دوه خواوې دي». عطامحمد نور د مخالفو ډلو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وروستیو څرګندونو او همداراز د حسیب پنچشېري مړي ته د سپکاوي په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې د هغه «ادبیات» ښیي. نوموړي زیاته کړې، چې یادې ډلې د مقاومت جبهې غړي حسیب پنجشېري مړي ته سپکاوی کړی.

نور همداراز ویلي، مخکې یې فکر کاوه چې امیرخان متقي د طالبانو په منځ کې «یو څه مودب او روڼ اندی» دی؛ خو متقي هم وښوده چې د یادې ډلې د نورو کسانو په څېر دی. ښاغلي نور وړاندې ویلي: «کله چې ستاسو قضاوت دومره سپک وي، نو بیا د نصرت‌الله بابر، بې‌نظیر بوټو او پروېز مشرف نافرمانه اولادونه تاسو یاست او تاسو به اوسئ! د اکوره خټک، حقانیه مدرسو او د لاهور، کوټې او مانسهرې د پوځي پټنځایونو روزل شوي کسان تاسو یاست او تاسو به اوسئ! لاهم ستاسو سوداګري، لوړپوړې ودانۍ او د کورنیو ډېره برخه په پېښور، میرانشاه، کراچۍ او کوټه کې پاتې ده».

عطامحمد نور ادعا کړې، چې طالبانو د بهرني ملاتړ په مرسته پر پخواني نظام بریدونه کول او د تېر حکومت د جګړو پرمهال دوی د پاکستاني، عرب، چیچني، نمنګاني او نورو بهرنیو وګړو په ګډون د طالبانو یوشمېر کسان نیولي وو.
نور طالبانو ته ویلي :«دا تاسو وئ، چې د خپلو بادارانو په ملاتړ او د پردیو کرنیلانو او جرنیلانو پر اوږو سپاره، د هېواد پر مشروع حکومت مو برید او بغاوت وکړ. هغه ستاسو ځانمرګي بریدګر در په یاد دي، چې د تاجکستان او کشمیر وګړي وو او ما ژوندي نیولي وو؟»

نور وايي، هغه مهال چې دوی په واک کې وو، د طالبانو د کورنیو، اولادونو، خپلوانو او مړو او ژوندیو ساتنه یې کړې؛ خو طالبانو برعکس د احمدشاه مسعود، جنرال عبدالرازق اڅکزي او عبدالعلي مزاري قبرونو ته بې‌احترامي کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو د مخالفو ډلو د فعالیتونو په غبرګون کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دوی ته د «لچک» او د «پلار او مور ازار وهلي» الفاظ کارولي وو او ویلي یې و، چې دغه ډلې د بهرنیو استخباراتي ګړیو په لمسون پر دوی بریدونه کوي او دا هغه ډلې دي چې د دوی مشر تر (کولابه) جارو کړې وې.

پېښور کې د افغان زده‌کوونکو پر زده‌کړو بندیز؛ افغان کډوال وایي د زده‌کړو حق ترې اخیستل شوی

۳ وږی ۱۴۰۵ - ۲۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۲۲ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

په پېښور کې د دولتي ښوونځیو لپاره د افغان ماشومانو د داخلې په اړه نوې پرېکړه اعلان شوې ده. د یادې پرېکړې له مخې، افغان ماشومان نور په دولتي ښوونځیو کې د زده‌کړو اجازه نه‌لري.

د سرچینو په وینا، له هغو خصوصي ښوونځیو څخه هم د زده‌کوونکو معلومات غوښتل شوي چې افغان ماشومان په‌کې زده‌کړې کوي. د هغو افغان زده‌کوونکو معلومات هم غوښتل شوي، چې تر دې مخکې له خصوصي ښوونځیو اېستل شوي دي.

د پېښور د خصوصي ښوونځیو د تنظیم ادارې له ښوونځیو غوښتي، چې د افغان زده‌کوونکو اړوند ټول معلومات او ریکارډونه ورکړي. سرچینې وايي، د اوس‌مهال په خصوصي ښوونځیو کې د افغان زده‌کوونکو او له ښوونځیو څخه د اېستل شویو افغان زده‌کوونکو ریکارډونه جلا، جلا غوښتل شوي دي.
له یوې خوا په دولتي ښوونځیو کې د افغان ماشومانو پر داخلې بندیز لګېدلی او له بلې خوا هغو خصوصي ښوونځیو ته هم د اقدام خبرداری ورکړل شوی، که کوم خصوصي ښوونځی د ادارې لارښوونې عملي نه‌کړي قانوني اقدام پرې کېدای شي او ان د ښوونځي ثبت یا جواز یې هم د لغوه کېدو امکان لري.

په پېښور ګې مېشت افغان ادریس افغانستان انټرنیشنل پښتو ته ویلي، چې زامن او لوڼې یې په پېښور کې په ښوونځیو کې زده‌کړې کوي؛ خو د افغان ماشومانو د داخلېدو په اړه وروستۍ پرېکړې د هغوی د زده‌کړو راتلونکې له ستونزو سره مخ کړې.
د هغه ماشومان چې د اتم او نهم ټولګي زده‌کوونکي دي، په وروستیو ازموینو کې یې ګډون کړی او پایلې یې هم اعلان شوې دي. هغه وایي، د نوي ښوونیز کال لپاره د سپټمبر په میاشت کې د داخلې بهیر پیلېږي؛ خو د افغان ماشومانو پر نوي داخلېدو د بندیز له امله یې کورنۍ له سختې اندېښنې سره مخ شوې ده.

ادریس وايي: «موږ خپل ماشومان په ډېرو هیلو د پاکستان په ښوونځیو کې شامل کړي وو. هغوی زده‌کړې کولې ازموینې یې ورکولې او د خپل راتلونکي لپاره یې خوبونه لرل. اوس نه پوهېږو چې زده‌کړې به یې چېرته دوام کوي.

نوموړی وايي، په افغانستان کې هم په ځانګړي ډول د نجونو د زده‌کړو په برخه کې محدودیتونه شته او افغان کورنۍ له ډېرو ستونزو سره مخ دي؛ که په پاکستان کې هم د افغان ماشومانو پر زده‌کړو لارې محدودې شي، نو د کورنیو اندېښنې به لا زیاتې شي.

ادریس وايي: «موږ له افغانستان نه په دې هیله پاکستان ته راغلي وو، چې لږ تر لږه زموږ ماشومان به زده‌کړې وکړي. زموږ لوڼې ښوونځي ته تللې، کتابونه یې لوستل او د راتلونکي خوبونه یې لرل. که دلته هم د هغوی پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شي؛ نو موږ به یې چېرته یوسو؟»

ډېری افغان کورنۍ لا له وړاندې له اقتصادي ستونزو، د کورونو له لوړو کرایو، د کار له کمښت او د راتلونکي په اړه له ناروښانه وضعیت سره مخ دي او د ماشومانو د زده‌کړو په اړه تازه پرېکړې د دوی ستونزې لا زیاتوي.

د پېښور د یوه ښوونځي ښوونکي اویس حسین افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د افغان ماشومانو پر مخ د زده‌کړو دروازې تړل ډېر خواشینوونکی او ناعادلانه کار دی؛ ماشومان د هېڅ هېواد د سیاست، د هېوادونو ترمنځ د اختلافونو او یا د حکومتونو د پرېکړو مسوول نه‌دي، د دوی یوازینی تړاو دا دی چې د افغان کورنیو ماشومان دي او له زده‌کړو څخه د هغوی محرومول د دوی له راتلونکي سره لویه ناانصافي ده.

هغه وايي: «زده‌کړه د هر ماشوم بنسټیز حق دی او هېڅ ماشوم باید یوازې د خپل تابعیت یا اوسنیو شرایطو له امله له دې حقه محروم نه‌شي. هغه افغان ماشومان چې له څو کلونو راهیسې په پاکستان کې زده‌کړې کوي، ناڅاپه له ازموینو منع کول نه یوازې د هغوی د څو کلونو زده‌کړې او هڅې زیانمنوي؛ بلکې د هغوی راتلونکی هم له جدي ستونزو سره مخ کوي».

هغه له پاکستان نه غوښتنه کړې، چې د افغان زده‌کوونکو د زده‌کړو راتلونکی له سیاسي او اداري ستونزو جلا وساتي او هغوی ته په ازموینو کې د ګډون بشپړ حق ورکړي.

د افغان زده‌کوونکو پر داخلې بندیز

په پېښور کې د مسلم عالي لېسې مدیر فهیم له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې په تېرو کلونو کې د دغه ښوونځي ګڼ شمېر افغان زده‌کوونکي او زده‌کوونکې په زده‌کړو بوخت وو؛ په دغه زده‌کوونکو کې هلکان او نجونې دواړه شامل وو چې په منظم ډول یې زده‌کړې کولې او خپلې ښوونیزې چارې یې پر مخ وړلې، د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د پاکستان د حکومت د تګلارو او اوسني وضعیت له امله افغان زده‌کوونکي له جدي ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل، اوس چې حکومت په پېښور کې د سپټمبر له لومړۍ نېټې د افغان زده‌کوونکو پر داخلو د بندیز پرېکړه کړې وضعیت لا ستونزمن شوی دی؛ ځکه هره ورځ ګڼ شمېر افغان زده‌کوونکي له خپلو مور او پلار سره ښوونځي ته ورځي او د داخلې غوښتنه کوي.
د هغه په وینا، دغه ماشومان او د هغوی مور او پلار په وار وار ډاډ ورکوي چې دوی یوازې غواړي خپلې زده‌کړې وکړي؛ خو د حکومتي تګلارې له امله ښوونځی نه‌شي کولی هغوی ته داخله ورکړي.

فهیم وویل، دغه وضعیت د ښوونځي لپاره هم ډېر دردونکی او اندېښمنوونکی دی؛ ځکه د یوه ښوونیز بنسټ اساسي دنده ماشومانو ته د زده‌کړې زمینه برابرول دي، خو کله چې د حکومتي پالیسۍ له مخې خنډونه رامنځته شي د ښوونځي اداره هم بې‌وسه کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغان زده‌کوونکي له وړاندې هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي. فهیم وویل، په داسې شرایطو کې د افغان زده‌کوونکو پر داخلو بندیز به د دغه ماشومانو ستونزې لا زیاتې کړي او د هغوی پر ښوونیز پرمختګ به جدي اغېز وکړي.

فهیم د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې، چې د افغان زده‌کوونکو پر نویو داخلو د لګېدلي بندیز په اړه دې له سره غور وشي او د افغان ماشومانو لپاره دې د زده‌کړو په برخه کې روښانه تګلاره جوړه شي.

افغان ایواک: په پاکستان کې پاتې افغانې کورنۍ د کلونو انتظار او د شړلو له فشارونو شکایت کوي

۳ وږی ۱۴۰۵ - ۲۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۱۷ GMT+۱
100%

امریکا ته د افغانانو لېږد همکار بنسټ افغان ایواک وايي، په پاکستان کې بند پاتې ګڼو افغان کورنیو د کلونو انتظار، د کډوالۍ دوسیو د ځنډ، د ویزو او اسنادو د اعتبار د ختمېدو، د ماشومانو د زده‌کړو د ستونزو او د شړلو له فشارونو شکایت کړی دی.

دغې ادارې د دوشنبې په ورځ، د اګست ۲۴مه، په خپل اونیز راپور کې ویلي چې په تېره اوونۍ کې د لومړیتوب لومړۍ او دویمې درجې ګڼو افغان کورنیو، چې په پاکستان کې بندې پاتې دي، په ګډه لسګونه لیکونه ورلېږلي دي. د دغو کورنیو په وینا، دوی له کلونو راهیسې د خپلو دوسیو د پرمخ تګ په تمه دي او د اوږدې مودې ځنډ له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

افغان ایواک وايي، د پاکستان د شړلو بهیر، چې د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې پیل شوی، له هغې وروسته له ۲۱۳ زرو ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

په راپور کې د یوه افغان ځانګړې کډوالۍ ویزې غوښتونکي لیک هم خپور شوی چې په پېښور کې له څلورو کلونو راهیسې د خپلې مرکې د وخت په تمه دی. نوموړي په خپل لیک کې یوازې د خپلې مرکې د ټاکل کېدو په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې یوې بلې ځوانې افغانې ښځې هم افغان ایواک ته په استول شوي لیک کې د خپل امنیت، زده‌کړو او راتلونکي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. هغې ویلي: «زه د ځانګړي امتیاز غوښتنه نه کوم، یوازې هڅه کوم پوه شم چې زما لپاره کومه خوندي او عملي لاره شته.»

افغان ایواک وايي، د دې ښځې د پوښتنې صادقانه ځواب دا مهال «نږدې هېڅ» دی، خو ټینګار کوي چې دا وضعیت طبیعي نه دی او د بدلون وړ پرېکړو پایله ده.

د راپور بله مهمه برخه په امریکا کې د افغانانو د ویزو له وضعیت سره تړاو لري. افغان ایواک وايي، د نیویارک سویلي ولسوالۍ فدرال قاضي ژانت وېرګاس د اګست پر ۲۱مه د بهرنیو چارو وزارت هغه تګلاره لغوه کړه چې د افغانستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره یې د کډوالۍ ویزو پروسس درولی و.

د ادارې په وینا، د محکمې پرېکړه د ویزو د قضیو انفرادي ارزونه بېرته فعالوي، خو افغانانو ته امریکا ته د ننوتلو اوسنی بندیز نه ختموي. افغان ایواک خبرداری ورکړی چې افغانان دې یوازې د دې پرېکړې پر بنسټ سفر نه بک کوي، خپله دنده نه پرېږدي او خپل کور نه خالي کوي.

دغه اداره وايي، د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر پر ۱۶مه د امریکا د ولسمشر له خوا صادر شوی د ننوتلو فرمان لا هم پر ځای دی او د اګست ۲۱مې محکمې پرېکړه هغه فرمان ته نه ده متوجه شوې.

افغان ایواک همداراز د هغو افغانانو په اړه اندېښنه ښودلې چې د ځانګړو کډوالۍ ویزو له لارې امریکا ته تللي او اوس دایمي استوګنې کارتونه لري. د ادارې په وینا، ځینو کسانو ته د امریکا د ملي ویزو له مرکز څخه داسې برېښنالیکونه استول شوي چې پکې د «ماموریت د مشر د تایید» د بېرته اخیستو خبر ورکړل شوی دی.

د افغان ایواک په وینا، دا موضوع یوازې عادي اداري پروسه نه ده، بلکې د ویزې د لغوه کېدو او وروسته د ایستلو له احتمالي بهیر سره تړاو لرلای شي. اغېزمن کسان له برېښنالیک وروسته ۱۲۰ ورځې وخت لري چې ځواب ورکړي او اداره سپارښتنه کوي چې هغوی دې دا بهیر یوازې نه تعقیبوي.

افغان ایواک په خپل اونیز راپور کې د اګست ۲۶مه هم یاده کړې، چې د کابل هوايي ډګر د «ابي ګېټ» د برید پنځمه کلیزه ده. ادارې د دغه برید د وژل شویو کسانو د نومونو د یادولو غوښتنه کړې ده.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۷ مالي کال لپاره د امریکا د کډوالو د منلو په اړه د ولسمشر پرېکړه هم راتلونکې میاشت تمه کېږي. افغان ایواک وايي، په قطر کې د السلیه کمپ هم د سپټمبر پر ۳۰مه د تړل کېدو لپاره ټاکل شوی او دواړه موضوعات په لنډ وخت کې د پام وړ اقدام ته اړتیا لري.

افغان ایواک په داسې حال کې د افغانانو د کډوالۍ، ویزو او سفر وضعیت په اړه دا اندېښنې مطرح کوي چې په پاکستان کې ګڼ افغانان لا هم د خپلو دوسیو د برخلیک، د اسنادو د اعتبار او د شړلو د ګواښونو ترمنځ د نامعلوم برخلیک په تمه دي.

ملي بسیج جبهه: له طالبانو سره د سیاسي او ډیپلوماتیک تعامل بشپړ بندول دایمي ثبات تضمینوي

۲ وږی ۱۴۰۵ - ۲۴ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۱۴ GMT+۱
100%

د افغانستان ملي بسیج جبهې له طالبانو سره د هر ډول سیاسي او ډیپلوماتیک تعامل د بشپړ بندېدو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د دې ډلې سره د اړیکو عادي کول به د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښونه رامنځته کړي.

د ملي بسیج جبهې سیاسي دفتر په خپله تازه اعلامیه کې ویلي چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د ترهګرۍ د تولید، روزنې او صادرولو پر مرکز بدل شوی او ادعا یې کړې چې القاعده، داعش خراسان او طالبان له یو بل سره «بشپړ ستراتیژیک او عملیاتي» اړیکې لري.

جبهې ویلي چې دغه ډلې نه یوازې په افغانستان کې ګډ جغرافیایي حضور لري، بلکې د پنجشېر، کندز، بدخشان، ننګرهار، بغلان او کونړ په ولایتونو کې له ګډو قوماندې مرکزونو او عملیاتي اډو څخه هم کار اخلي.

په اعلامیه کې د روسیې له خوا د طالبانو د ترهګرو ډلو له نوملړه د نوم ایستلو او له دې ډلې سره د سیاسي او ډیپلوماتیک مشروعیت د تعامل په اړه هم نیوکه شوې ده. جبهې ویلي چې دا اقدام «لویه او نه بښونکې تېروتنه» ده او د روسیې د ملي امنیت لپاره مستقیم ګواښ جوړوي.

د ملي بسیج جبهې په وینا، طالبان او القاعده ایډیالوژیکې اړیکې او نه بېلېدونکي ګډې ګټې لري او د القاعدې له خوا له طالبانو څخه ښکاره ملاتړ د دواړو ترمنځ اړیکې لا څرګندې کړې دي.

جبهې خبرداری ورکړی چې د سیمه‌ییز توازن لپاره د ترهګرۍ د وسیلې په توګه کارول به «د ورانونکي اور» په څېر پایلې ولري او ادعا یې کړې چې په لومړي ګام کې به د هغو هېوادونو پلازمېنې زیانمنې کړي چې د طالبانو د ترهګرۍ د سپینولو ملاتړ کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې طالبان د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو په «سیستماتیک او هر اړخیز» نقض، د جدي سرغړونو په ترسره کولو او د نشه‌یي توکو د کښت، تولید او قاچاق په پراخه کچه تورن دي.

جبهې ادعا کړې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د القاعدې او داعش د لوړپوړو غړو او نورو نړیوالو ترهګرو عناصرو لپاره د پاسپورټونو، تذکرو او نورو افغان هویتي اسنادو د منظم وېش له لارې د هغوی د «مرګ سفیرانو» د قانوني او لوژستیکي بیا جوړونې په مرکز بدل شوی دی.

د ملي بسیج جبهې ویلي: «د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان نن د بحران او سازمان‌یافته ترهګرۍ په یوه فابریکه بدل شوی دی.»

جبهې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي او خبرداری یې ورکړی چې له دې ډلې سره چوپتیا، بې‌تفاوتي او د اړیکو عادي کول به د ۱۹۹۰مې لسیزې د پېښو په پرتله «لا خونړۍ او ویجاړوونکې فاجعه» رامنځته کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو د حکومت په اړه د افغانستان د «ازادي‌پالو جبهاتو» خبرداریو ته نه پاملرنه به د نړیوالو امنیتي جوړښتونو د کمزوري کېدو لامل شي.

د ملي بسیج جبهې سیاسي دفتر په پای کې ویلي چې په ملي، سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د دایمي ثبات او امنیت د تضمین «یوازینۍ لار» له طالبانو سره د هر ډول سیاسي، ډیپلوماتیک او سفارتي تعامل بشپړ بندول دي.

جبهې همداراز د افغانستان د خلکو او د بشري حقونو او ښځو د حقونو د مدافعانو له مبارزو څخه د هر اړخیز مادي او معنوي ملاتړ، د سیاسي او پوځي «ازادي‌پالو جبهاتو» د په رسمیت پېژندلو او د یوه «مشروع، متکثر، ډیموکراتیک او په بشپړ ډول له ترهګرۍ پاک حکومت» د جوړېدو لپاره د افغانانو د ارادې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو؛ د تورخم پرانیستې پاتې کېدل د طرحې مهمه ازموینه

۲ وږی ۱۴۰۵ - ۲۴ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۳۴ GMT+۱
100%

پاکستانۍ ورځپاڼې «ډان» په یوه مقاله کې ویلي، د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز د دویم پړاو تر ټولو مهمه ازموینه به د تورخم دروازې فعالیت وي، ځکه د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د سوداګرۍ طرحه هغه مهال عملي کېدای شي چې پاکستان د تورخم له لارې د توکو د دوامداره تګ راتګ ضمانت وکړای شي.

ډان د مجتبی ارشد په قلم په خپره شوې مقاله کې لیکلي چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز د دویم پړاو طرحه د جغرافیایي پراختیا درې اړخیز هدف لري، چې له مخې یې افغانستان باید له دغه دهلېز سره ونښلول شي او منځنۍ اسیا ته مستقیمه ځمکنۍ سوداګریزه لار رامنځته شي.

د مقالې له مخې، د دې پروژې په اړه ډېری بحثونه پر نویو سړکونو او رېل پټلیو راڅرخي، خو د تورخم دروازه به وښيي چې دغه ستره طرحه په عملي ډګر کې څومره بریالۍ کېدای شي.

مقاله تورخم د خیبر په غرونو کې یوه تنګه دروازه بللې چې سوداګریز موټر پکې کله ناکله څو ورځې په کتار کې ولاړ وي او موټرچلوونکي د خپلو بارونو تر څنګ شپه تېروي. د مقالې په وینا، په بیجینګ او اسلام‌اباد کې چارواکي اوس په دې پوهېږي چې د اقتصادي دهلېز د افغانستان پر لور د پراختیا ډېره برخه د همدې دروازې پر فعالیت پورې تړلې ده.

مقاله لیکلي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې تورخم لږ تر لږه پنځه ځله د پام وړ مودې لپاره تړل شوی دی. د لیکوال په وینا، د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز د طرحه کوونکو لپاره د اندېښنې وړ وضعیت دا دی چې د افغانستان د غځونې په اړه هر ډیپلوماتیک پرمختګ وروسته د هماغې دروازې په تړل کېدو سره له نوې ستونزې سره مخ شوی چې د دې پراختیا اصلي مسیر پرې تېرېږي.

مقاله زیاتوي چې پاکستان په عملي توګه د تورخم د تړل کېدو پر مهال د بدیلې لارې د وړاندې کولو توان نه لري.

د مقالې د لیکوال په وینا، د پاکستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګرۍ ډېره برخه له پخوا راهیسې د افغانستان له لارې ترسره شوې، ځکه د چین له لارې قزاقستان ته د تېرېدونکې موازي سوداګریزې لارې د پام وړ تجارتي پرمختګ نه دی کړی. له همدې امله، د تورخم تړل کېدل د سوداګرۍ لپاره د عملي بدیل نشتوالی رامنځته کوي.

مقاله وايي، بله لاره دا ده چې سوداګري د ایران د چابهار بندر له لارې یا د ازبکستان او قزاقستان پر لور د نویو رېل پټلیو له لارې د تل لپاره واړول شي. د مقالې په وینا، د سوداګرۍ د مسیرونو دغه بدلون لا له وړاندې د پراختیا په حال کې دی او یوازې د تورخم له یوې تړل کېدو سره تړاو نه لري، بلکې سوداګریز لوري دې پایلې ته رسېدلي چې نور ښايي د پاکستان پر خاوره د باور وړ لارې په توګه حساب ونه کړي.

د مقالې لیکوال لیکلي چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له تړل کېدو مخکې هم په پاکستان کې د سرحدي دروازو د تصفیې منځنی وخت په یوه کال کې ۱۵ سلنه زیات شوی و او ۳۸ ساعتونو ته رسېدلی و. د مقالې له مخې، د لګښتونو او ځنډونو وضعیت هم خراب شوی او د تورخم د تېرېدو دهلېز په ټوله سیمه کې د شپږو مهمو لارو ترمنځ د فعالیت له پلوه تر ټولو ورو مسیر بلل شوی دی.

مقاله خبرداری ورکوي چې د افغانستان پر لور د اقتصادي دهلېز په پراختیا کې د لا زیاتو پانګونو، لکه د پېښور-کابل موټروې، د «ایم‌اېل-۱» رېل پټلۍ او د قراقرم لویې لارې د مسیر د بدلون، له عملي ستونزو سره د مخ کېدو خطر شته؛ که ورسره د سوداګرۍ د دوام لپاره اړین اداري او سرحدي اقدامات ترسره نه شي.

د مقالې د لیکوال په وینا، د دغو پروژو ترڅنګ باید داسې دایمي میکانیزم رامنځته شي چې د سیاسي اړیکو د خرابېدو پر مهال هم له مخکې تصفیه شوي سوداګریز بارونه په خوندي او دوامداره توګه تېر شي. د ګمرکي اسنادو بشپړ ډیجیټلي کول او د چمن په ګډون د نورو سرحدي دروازو فعالول هم د اړتیا وړ اقدامات بلل شوي، څو یوه سیاسي شخړه د ټولې سوداګریزې شبکې د فلج کېدو لامل نه شي.

مقاله وايي، د ګوادر او کراچۍ بندرونه لا هم منځنۍ اسیا ته د سمندر تر ټولو لنډ جغرافیایي مسیر برابروي، خو د سوداګرو لپاره اصلي پوښتنه اوس دا ده چې ایا پاکستان به دغه لاره هغه مهال هم پرانیستې وساتي چې د سیاسي اختلافونو له امله یې تړل ورته اسانه وي.

لیکوال لیکلي چې هره اوونۍ د تورخم دروازې تړل کېدل د کابل، تاشکند او الماتي سوداګر دې ته نږدې کوي چې د پاکستان پر مسیر د اوږدمهاله باور پر ځای بدیلې لارې غوره کړي.

د مقالې په پای کې ویل شوي چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو باید یوازې د سړکونو او ودانیو له جوړولو څخه د سیالۍ او اعتبار پر لور د بدلون پروژه وي، خو د دې طرحې ریښتینې ازموینه به تورخم وي؛ هغه مهال چې سیاست او سوداګري یو ځل بیا د همدې سرحدي دروازې پر سر له یو بل سره ټکر وکړي.