• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د کډوالۍ ادارې په دوو ایالتونو کې تر ۱۳۰۰ ډېر کډوال نیولي دي

۳ وږی ۱۴۰۵ - ۲۵ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۳۴ GMT+۱

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې ویلي، د دوو اوونیو په موده کې یې د مریلنډ او ویرجینیا په ایالتونو کې ۱۳۲۸ هغه کډوال نیولي چې «له قانوني وضعیت پرته» یې په دغه هېواد کې ژوند کاوه.

د امریکا د کورني امنیت وزارت د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲مه) وویل، چې دغه عملیات د اګست له لومړۍ نیټې تر ۱۴مې نېټې پورې د واشنګټن ډي‌سي شاوخوا سیمو دغه دوو ایالتونو کې ترسره شوي دي.

د امریکايي چارواکو په وینا، له نیول شویو کسانو نږدې ۴۰۰ یې د جنايي جرمونو مخینه یا روانې جنايي دوسیې لرلې. په هغوی کې هغه کسان هم شامل دي، چې د وژنې هڅې، جنسي تېري، تښتونې، غلا او د نشې په حال کې د موټر چلولو په څېر جرمونو تورن یا محکوم شوي دي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت د نیول شویو کسانو له ډلې د محدودو کسانو نومونه او تابعیتونه د بېلګې په توګه خپاره کړي دي. په خپور شوي نوملړ کې د السلوادور، هایټي، هندوراس، جمیکا او مکسیکو د وګړو نومونه لیدل کېږي.
په دغه نوملړ کې د کوم افغان نوم نه‌شته، خو له دې امله چې د ټولو نیول شویو کسانو بشپړ نوملړ نه‌دی خپور شوی، نه‌شي ویل کېدای چې په هغوی کې هېڅ افغان وګړی نه‌شته.

فدرالي سرچینو دغه عملیات د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې له وروستیو تر ټولو بریالیو عملیاتو بللي دي. دغه عملیات داسې مهال ترسره شوي، چې د ډونالډ ټرمپ حکومت د کډوالۍ قوانینو پلي کول او د هغو کډوالو اېستل چې قانوني وضعیت نه‌لري، لا سخت کړي دي.

ډېر لیدل شوي

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي
۱

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟

۳

طالبانو یو وار بیا په هرات کې یوشمېر ښځې او نجونې نیولې دي

۴

له افغانستان سره د سوداګرۍ بندښټ؛ د خیبر پښتونخوا صنعت او سوداګري له جدي ګواښ سره مخ ده

۵

طالبانو د حسیب پنجشېري مړی د هغه کورنۍ ته وسپاره

•
•
•

نور خبرونه

پېښور کې د افغان زده‌کوونکو پر زده‌کړو بندیز؛ افغان کډوال وایي د زده‌کړو حق ترې اخیستل شوی

۳ وږی ۱۴۰۵ - ۲۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۲۲ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

په پېښور کې د دولتي ښوونځیو لپاره د افغان ماشومانو د داخلې په اړه نوې پرېکړه اعلان شوې ده. د یادې پرېکړې له مخې، افغان ماشومان نور په دولتي ښوونځیو کې د زده‌کړو اجازه نه‌لري.

د سرچینو په وینا، له هغو خصوصي ښوونځیو څخه هم د زده‌کوونکو معلومات غوښتل شوي چې افغان ماشومان په‌کې زده‌کړې کوي. د هغو افغان زده‌کوونکو معلومات هم غوښتل شوي، چې تر دې مخکې له خصوصي ښوونځیو اېستل شوي دي.

د پېښور د خصوصي ښوونځیو د تنظیم ادارې له ښوونځیو غوښتي، چې د افغان زده‌کوونکو اړوند ټول معلومات او ریکارډونه ورکړي. سرچینې وايي، د اوس‌مهال په خصوصي ښوونځیو کې د افغان زده‌کوونکو او له ښوونځیو څخه د اېستل شویو افغان زده‌کوونکو ریکارډونه جلا، جلا غوښتل شوي دي.
له یوې خوا په دولتي ښوونځیو کې د افغان ماشومانو پر داخلې بندیز لګېدلی او له بلې خوا هغو خصوصي ښوونځیو ته هم د اقدام خبرداری ورکړل شوی، که کوم خصوصي ښوونځی د ادارې لارښوونې عملي نه‌کړي قانوني اقدام پرې کېدای شي او ان د ښوونځي ثبت یا جواز یې هم د لغوه کېدو امکان لري.

په پېښور ګې مېشت افغان ادریس افغانستان انټرنیشنل پښتو ته ویلي، چې زامن او لوڼې یې په پېښور کې په ښوونځیو کې زده‌کړې کوي؛ خو د افغان ماشومانو د داخلېدو په اړه وروستۍ پرېکړې د هغوی د زده‌کړو راتلونکې له ستونزو سره مخ کړې.
د هغه ماشومان چې د اتم او نهم ټولګي زده‌کوونکي دي، په وروستیو ازموینو کې یې ګډون کړی او پایلې یې هم اعلان شوې دي. هغه وایي، د نوي ښوونیز کال لپاره د سپټمبر په میاشت کې د داخلې بهیر پیلېږي؛ خو د افغان ماشومانو پر نوي داخلېدو د بندیز له امله یې کورنۍ له سختې اندېښنې سره مخ شوې ده.

ادریس وايي: «موږ خپل ماشومان په ډېرو هیلو د پاکستان په ښوونځیو کې شامل کړي وو. هغوی زده‌کړې کولې ازموینې یې ورکولې او د خپل راتلونکي لپاره یې خوبونه لرل. اوس نه پوهېږو چې زده‌کړې به یې چېرته دوام کوي.

نوموړی وايي، په افغانستان کې هم په ځانګړي ډول د نجونو د زده‌کړو په برخه کې محدودیتونه شته او افغان کورنۍ له ډېرو ستونزو سره مخ دي؛ که په پاکستان کې هم د افغان ماشومانو پر زده‌کړو لارې محدودې شي، نو د کورنیو اندېښنې به لا زیاتې شي.

ادریس وايي: «موږ له افغانستان نه په دې هیله پاکستان ته راغلي وو، چې لږ تر لږه زموږ ماشومان به زده‌کړې وکړي. زموږ لوڼې ښوونځي ته تللې، کتابونه یې لوستل او د راتلونکي خوبونه یې لرل. که دلته هم د هغوی پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شي؛ نو موږ به یې چېرته یوسو؟»

ډېری افغان کورنۍ لا له وړاندې له اقتصادي ستونزو، د کورونو له لوړو کرایو، د کار له کمښت او د راتلونکي په اړه له ناروښانه وضعیت سره مخ دي او د ماشومانو د زده‌کړو په اړه تازه پرېکړې د دوی ستونزې لا زیاتوي.

د پېښور د یوه ښوونځي ښوونکي اویس حسین افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د افغان ماشومانو پر مخ د زده‌کړو دروازې تړل ډېر خواشینوونکی او ناعادلانه کار دی؛ ماشومان د هېڅ هېواد د سیاست، د هېوادونو ترمنځ د اختلافونو او یا د حکومتونو د پرېکړو مسوول نه‌دي، د دوی یوازینی تړاو دا دی چې د افغان کورنیو ماشومان دي او له زده‌کړو څخه د هغوی محرومول د دوی له راتلونکي سره لویه ناانصافي ده.

هغه وايي: «زده‌کړه د هر ماشوم بنسټیز حق دی او هېڅ ماشوم باید یوازې د خپل تابعیت یا اوسنیو شرایطو له امله له دې حقه محروم نه‌شي. هغه افغان ماشومان چې له څو کلونو راهیسې په پاکستان کې زده‌کړې کوي، ناڅاپه له ازموینو منع کول نه یوازې د هغوی د څو کلونو زده‌کړې او هڅې زیانمنوي؛ بلکې د هغوی راتلونکی هم له جدي ستونزو سره مخ کوي».

هغه له پاکستان نه غوښتنه کړې، چې د افغان زده‌کوونکو د زده‌کړو راتلونکی له سیاسي او اداري ستونزو جلا وساتي او هغوی ته په ازموینو کې د ګډون بشپړ حق ورکړي.

د افغان زده‌کوونکو پر داخلې بندیز

په پېښور کې د مسلم عالي لېسې مدیر فهیم له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې په تېرو کلونو کې د دغه ښوونځي ګڼ شمېر افغان زده‌کوونکي او زده‌کوونکې په زده‌کړو بوخت وو؛ په دغه زده‌کوونکو کې هلکان او نجونې دواړه شامل وو چې په منظم ډول یې زده‌کړې کولې او خپلې ښوونیزې چارې یې پر مخ وړلې، د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د پاکستان د حکومت د تګلارو او اوسني وضعیت له امله افغان زده‌کوونکي له جدي ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل، اوس چې حکومت په پېښور کې د سپټمبر له لومړۍ نېټې د افغان زده‌کوونکو پر داخلو د بندیز پرېکړه کړې وضعیت لا ستونزمن شوی دی؛ ځکه هره ورځ ګڼ شمېر افغان زده‌کوونکي له خپلو مور او پلار سره ښوونځي ته ورځي او د داخلې غوښتنه کوي.
د هغه په وینا، دغه ماشومان او د هغوی مور او پلار په وار وار ډاډ ورکوي چې دوی یوازې غواړي خپلې زده‌کړې وکړي؛ خو د حکومتي تګلارې له امله ښوونځی نه‌شي کولی هغوی ته داخله ورکړي.

فهیم وویل، دغه وضعیت د ښوونځي لپاره هم ډېر دردونکی او اندېښمنوونکی دی؛ ځکه د یوه ښوونیز بنسټ اساسي دنده ماشومانو ته د زده‌کړې زمینه برابرول دي، خو کله چې د حکومتي پالیسۍ له مخې خنډونه رامنځته شي د ښوونځي اداره هم بې‌وسه کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغان زده‌کوونکي له وړاندې هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي. فهیم وویل، په داسې شرایطو کې د افغان زده‌کوونکو پر داخلو بندیز به د دغه ماشومانو ستونزې لا زیاتې کړي او د هغوی پر ښوونیز پرمختګ به جدي اغېز وکړي.

فهیم د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې، چې د افغان زده‌کوونکو پر نویو داخلو د لګېدلي بندیز په اړه دې له سره غور وشي او د افغان ماشومانو لپاره دې د زده‌کړو په برخه کې روښانه تګلاره جوړه شي.

افغان ایواک: په پاکستان کې پاتې افغانې کورنۍ د کلونو انتظار او د شړلو له فشارونو شکایت کوي

۳ وږی ۱۴۰۵ - ۲۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۱۷ GMT+۱
100%

امریکا ته د افغانانو لېږد همکار بنسټ افغان ایواک وايي، په پاکستان کې بند پاتې ګڼو افغان کورنیو د کلونو انتظار، د کډوالۍ دوسیو د ځنډ، د ویزو او اسنادو د اعتبار د ختمېدو، د ماشومانو د زده‌کړو د ستونزو او د شړلو له فشارونو شکایت کړی دی.

دغې ادارې د دوشنبې په ورځ، د اګست ۲۴مه، په خپل اونیز راپور کې ویلي چې په تېره اوونۍ کې د لومړیتوب لومړۍ او دویمې درجې ګڼو افغان کورنیو، چې په پاکستان کې بندې پاتې دي، په ګډه لسګونه لیکونه ورلېږلي دي. د دغو کورنیو په وینا، دوی له کلونو راهیسې د خپلو دوسیو د پرمخ تګ په تمه دي او د اوږدې مودې ځنډ له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

افغان ایواک وايي، د پاکستان د شړلو بهیر، چې د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې پیل شوی، له هغې وروسته له ۲۱۳ زرو ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

په راپور کې د یوه افغان ځانګړې کډوالۍ ویزې غوښتونکي لیک هم خپور شوی چې په پېښور کې له څلورو کلونو راهیسې د خپلې مرکې د وخت په تمه دی. نوموړي په خپل لیک کې یوازې د خپلې مرکې د ټاکل کېدو په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې یوې بلې ځوانې افغانې ښځې هم افغان ایواک ته په استول شوي لیک کې د خپل امنیت، زده‌کړو او راتلونکي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. هغې ویلي: «زه د ځانګړي امتیاز غوښتنه نه کوم، یوازې هڅه کوم پوه شم چې زما لپاره کومه خوندي او عملي لاره شته.»

افغان ایواک وايي، د دې ښځې د پوښتنې صادقانه ځواب دا مهال «نږدې هېڅ» دی، خو ټینګار کوي چې دا وضعیت طبیعي نه دی او د بدلون وړ پرېکړو پایله ده.

د راپور بله مهمه برخه په امریکا کې د افغانانو د ویزو له وضعیت سره تړاو لري. افغان ایواک وايي، د نیویارک سویلي ولسوالۍ فدرال قاضي ژانت وېرګاس د اګست پر ۲۱مه د بهرنیو چارو وزارت هغه تګلاره لغوه کړه چې د افغانستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره یې د کډوالۍ ویزو پروسس درولی و.

د ادارې په وینا، د محکمې پرېکړه د ویزو د قضیو انفرادي ارزونه بېرته فعالوي، خو افغانانو ته امریکا ته د ننوتلو اوسنی بندیز نه ختموي. افغان ایواک خبرداری ورکړی چې افغانان دې یوازې د دې پرېکړې پر بنسټ سفر نه بک کوي، خپله دنده نه پرېږدي او خپل کور نه خالي کوي.

دغه اداره وايي، د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر پر ۱۶مه د امریکا د ولسمشر له خوا صادر شوی د ننوتلو فرمان لا هم پر ځای دی او د اګست ۲۱مې محکمې پرېکړه هغه فرمان ته نه ده متوجه شوې.

افغان ایواک همداراز د هغو افغانانو په اړه اندېښنه ښودلې چې د ځانګړو کډوالۍ ویزو له لارې امریکا ته تللي او اوس دایمي استوګنې کارتونه لري. د ادارې په وینا، ځینو کسانو ته د امریکا د ملي ویزو له مرکز څخه داسې برېښنالیکونه استول شوي چې پکې د «ماموریت د مشر د تایید» د بېرته اخیستو خبر ورکړل شوی دی.

د افغان ایواک په وینا، دا موضوع یوازې عادي اداري پروسه نه ده، بلکې د ویزې د لغوه کېدو او وروسته د ایستلو له احتمالي بهیر سره تړاو لرلای شي. اغېزمن کسان له برېښنالیک وروسته ۱۲۰ ورځې وخت لري چې ځواب ورکړي او اداره سپارښتنه کوي چې هغوی دې دا بهیر یوازې نه تعقیبوي.

افغان ایواک په خپل اونیز راپور کې د اګست ۲۶مه هم یاده کړې، چې د کابل هوايي ډګر د «ابي ګېټ» د برید پنځمه کلیزه ده. ادارې د دغه برید د وژل شویو کسانو د نومونو د یادولو غوښتنه کړې ده.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۷ مالي کال لپاره د امریکا د کډوالو د منلو په اړه د ولسمشر پرېکړه هم راتلونکې میاشت تمه کېږي. افغان ایواک وايي، په قطر کې د السلیه کمپ هم د سپټمبر پر ۳۰مه د تړل کېدو لپاره ټاکل شوی او دواړه موضوعات په لنډ وخت کې د پام وړ اقدام ته اړتیا لري.

افغان ایواک په داسې حال کې د افغانانو د کډوالۍ، ویزو او سفر وضعیت په اړه دا اندېښنې مطرح کوي چې په پاکستان کې ګڼ افغانان لا هم د خپلو دوسیو د برخلیک، د اسنادو د اعتبار او د شړلو د ګواښونو ترمنځ د نامعلوم برخلیک په تمه دي.

د بېځایه شویو سازمان: په امریکا کې د افغان ښځو د بشپړ ادغام بهیر لا هم بشپړ شوی نه دی

۲ وږی ۱۴۰۵ - ۲۴ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۴۵ GMT+۱
100%

د بې‌ځایه شویو نړیوالې سازمان په خپل یوه نوي راپور کې ویلي چې امریکا ته د افغان ښځو له رسېدو پنځه کاله وروسته هم ګڼې یې د زده‌کړو، کار، ماشومانو پالنې، ترانسپورټ، ثابت کور او قانوني خوندیتوب له ستونزو سره مخ دي او د بشپړ ادغام لپاره لا هم اوږدمهاله ملاتړ ته اړتیا لري.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو او د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته لسګونه زره افغانان له هېواده وتلو ته اړ شول. د امریکا د کډوالۍ د پالیسۍ د انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې، په امریکا کې د افغان کډوالو شمېر په ۲۰۱۰ کال کې له شاوخوا ۵۴ زرو څخه په ۲۰۲۲ کال کې ۱۹۵ زرو ته لوړ شوی دی.

د «متحدینو د هرکلي عملیاتو» له لارې هم شاوخوا ۷۶ زره افغانان د بشري دلایلو پر بنسټ امریکا ته انتقال شوي دي. راپور وايي، د دغو کسانو ډېری د کډوالۍ د رسمي موقف پر ځای د بشري موقتي پاتې کېدو له اجازې سره امریکا ته داخل شوي، چې د دایمي استوګنې لپاره یې اتوماتیکه لاره نه ده برابره کړې.

د بې‌ځایه شویو نړیوالې ادارې په وینا، د جګړې، ناڅاپي تېښتې او له خپلو عزیزانو د بېلتون تر څنګ قانوني نامعلوم وضعیت هم د افغان ښځو لپاره پر یوه اضافي فشار بدل شوی دی.

راپور وايي، د افغان ښځو د ستونزې اصلي لامل د کار کولو د لېوالتیا یا وړتیا نشتوالی نه دی، بلکې په یوه نوي هېواد کې د ژوند د بیا پیلولو ټولیز لګښت دی.

د امریکا د کډوالۍ د پالیسۍ د انسټیټیوټ د ۲۰۲۲ کال د معلوماتو له مخې، یوازې ۳۷ سلنه افغان کډوالو ښځو په ملکي کاري ځواک کې ونډه لرله، په داسې حال کې چې د ټولو کډوالو ښځو دغه کچه ۵۷ سلنه وه. د همدې معلوماتو له مخې، ۳۹ سلنه افغان کډوال د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کاوه.

په کالیفورنیا کې د ۳۴ افغان ښځو او ۱۸ هغو کسانو په ګډون چې د کډوالو له خدمتونو سره کار کوي، یوې څېړنې موندلې چې یوازې ۲۳،۵ سلنه ګډون کوونکې ښځې په دندو بوختې وې. د راپور له مخې، د انګلیسي ژبې محدود مهارت، د ماشومانو پالنه، د ترانسپورټ نشتوالی، د استخدام له پروسو سره نابلدتیا او د مسلکي وړتیاوو نه پېژندل د کار موندنې له مهمو خنډونو څخه وو.

د امریکا د ټکساس ایالت په هوسټن ښار کې د مېشتو ۷۳ افغانانو د اړتیاوو په یوه ارزونه کې، چې ۷۴ سلنه ګډونوالې یې ښځې وې، هم ډېری کسانو ویلي چې بې‌کاره دي او کلنی عاید یې له ۲۰ زرو ډالرو کم دی. په دغه ارزونه کې کار، خوراکي توکي او ترانسپورټ د تر ټولو عاجلو اړتیاوو په توګه یاد شوي دي.

راپور وايي، د یوې افغانې ښځې لپاره د کار موندل ښايي د انګلیسي ژبې زده‌کړې، د ماشومانو لپاره د ساتنې زمینه برابرولو، د موټر چلولو جواز ترلاسه کولو، مسلکي اړیکو جوړولو او د امریکا د کاري چاپېریال له اصولو سره د بلدتیا اړتیا ولري.

د راپور په وینا، ان یوه پخوانۍ افغانه ښوونکې، خبریاله، دولتي کارکوونکې یا روغتیايي کارکوونکې ښايي یوازې له دې امله ټیټ معاش لرونکې دنده ترسره کړي چې په افغانستان کې ترلاسه شوې مسلکي وړتیاوې یې په امریکا کې نه پېژندل کېږي.

راپور ټینګار کوي چې دا وضعیت د ادغام پر ځای د بشري وړتیاوو ضایع کېدل دي.

د بې‌ځایه شویو نړیوالې ادارې په راپور کې د انګلیسي ژبې زده‌کړه هم د افغان ښځو د ادغام له مهمو خنډونو څخه بلل شوې ده. د امریکا د سرشمېرنې د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۶۰ سلنه افغان ښځو او نجونو ویلي چې انګلیسي ژبه «ډېره ښه» نه شي ویلی. د هغو کسانو ترمنځ چې له ۲۰۱۲ کال وروسته امریکا ته تللي، دغه کچه ۶۸ سلنې ته رسېږي.

راپور وايي، د انګلیسي ژبې کمزوری مهارت باید د یوې ښځې د پوهې، وړتیا یا هوډ د کمښت په معنا ونه ګڼل شي. د کالیفورنیا په څېړنه کې نږدې درېیمه برخه ښځو د دویمې درجې یا تر هغې لوړې زده‌کړې لرلې، خو ۵۸.۸ سلنه یې ویلي چې په انګلیسي ژبه هېڅ مهارت نه لري.

د راپور له مخې، د انګلیسي ژبې پروګرامونه باید د ماشومانو له پالنې، ترانسپورټ، انعطاف‌منو مهالوېشونو او ډیجیټلي زده‌کړو سره یوځای وړاندې شي، ځکه هغه پروګرام چې ښځې ورته د رسېدو توان نه لري، په عملي ډول ورته فرصت نه بلل کېږي.

راپور د ویرجینیا ایالت د یوې ځوانې افغانې نجلۍ کیسه هم د زده‌کړو د پرې کېدو او اداري ستونزو د بېلګې په توګه رااخلي. نوموړې په ۲۰۲۱ کال کې په کابل کې د دولسم ټولګي د بشپړولو په درشل کې وه، خو د طالبانو له خوا د نجونو د منځنیو زده‌کړو له بندېدو وروسته یې زده‌کړې نیمګړې پاتې شوې او د فراغت سند یې ترلاسه نه کړ.

د راپور له مخې، د هغې تجربه د افغانستان د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو یوه بېلګه ده. د یونسکو د معلوماتو له مخې، افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له منځنیو او لوړو زده‌کړو څخه په رسمي ډول منع دي او تر ۲۰۲۶ کال پورې شاوخوا ۲،۴ میلیونه نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

نوموړې په ۲۰۲۲ کال کې ویرجینیا ته له کډه کېدو وروسته له یوې بلې ستونزې سره هم مخ شوه. د هغې په افغان تذکره کې عمر تر واقعي عمر لوړ ثبت شوی و، چې د ښوونځي د مناسب ټولګي په ټاکلو کې یې ستونزه پیدا کړه. د دولسم ټولګي د بشپړولو د رسمي سند د نشتوالي له امله یې لوړو زده‌کړو ته د تګ روښانه لاره هم ونه موندله.

راپور وايي، نوموړې اوس د ورځې کار کوي او د شپې د لویانو لپاره د انګلیسي ژبې په ټولګیو کې زده‌کړه کوي او هڅه کوي هغه زده‌کړې بېرته ترلاسه کړي چې په افغانستان کې نیمګړې پاتې شوې دي.

د بې‌ځایه شویو نړیوالې ادارې په وینا، ښوونځي او پوهنتونونه باید د هغو زده‌کوونکو لپاره انعطاف‌منې لارې رامنځته کړي چې زده‌کړې یې د جګړې، کډوالۍ یا نورو شرایطو له امله پرې شوې دي. د راپور له مخې، د اسنادو د توپیرونو د حل، د پخوانیو زده‌کړو د بدیلو شواهدو د منلو او لوړو زده‌کړو یا مسلکي روزنې ته د لارښوونې لپاره ځانګړي میکانیزمونه اړین دي.

راپور ثابت کور د افغان ښځو د ادغام لپاره هم بنسټیز شرط بولي او وايي، یوه ښځه هغه مهال کولای شي انګلیسي زده کړي، کار پیدا کړي، خپل ماشومان ښوونځي ته ولېږي او روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي چې د اوسېدو لپاره باثباته کور ولري.

د امریکا د ښاري انسټیټیوټ څېړنې په شیکاګو، سان انتونیو او شمالي ویرجینیا کې د افغان کډوالو ترمنځ پرله‌پسې کډه کول، د کورونو نامناسب شرایط، د کار خنډونه، له کورنیو بېلتون او د کډوالۍ اړوند فشارونه ثبت کړي دي.

راپور وايي، د افغان کورنیو لپاره د بیا مېشتېدو لومړني خدمتونه تر ډېره د لومړیو ۳۰ تر ۹۰ ورځو پورې متمرکز وو، خو د ټولنې له نوي چاپېریال سره ادغام کلونه وخت نیسي، نه یوازې څو اوونۍ. له همدې امله د اوږدمهاله کور موندنې، د کورونو له مالکانو سره د همکارۍ، د مالي پوهاوي او د کرایې له هدفمند ملاتړ سره دوامداره مرستې ته اړتیا ده.

د راپور په وینا، د ماشومانو د پالنې او ترانسپورټ نشتوالی هم د افغان ښځو د ټولنیز انزوا لامل کېږي. یوه ښځه ښايي د ماشوم د ساتنې د ځای د نشتوالي له امله د انګلیسي ټولګي ته لاړه نه شي؛ له ژبې پرته د کار موندل ورته ستونزمنېږي، له کار پرته د ترانسپورټ لګښت نه شي ورکولای او په دې توګه له زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او کاري فرصتونو څخه لا لرې پاتې کېږي.

راپور وايي، د کالیفورنیا څېړنې ماشومانو پالنه، ترانسپورټ، د ژبې زده‌کړه، ټولنیزې ناستې او د کار لپاره چمتووالی د افغان ښځو د ادغام مهم عناصر بللي دي. څېړنې دا هم موندلې چې هغه ښځې چې په افغانستان کې یې د درناوي وړ مسلکونه درلودل، په امریکا کې د خپلو وړتیاوو د نه منل کېدو له امله د هویت له دردناک بدلون سره مخ شوې دي.

د بې‌ځایه شویو نړیوالې ادارې په وینا، ګڼې افغان ښځې د خپلو خپلوانو، مسلکونو، کورونو او هغو راتلونکو پلانونو د له لاسه ورکولو له امله هم له رواني فشار سره مخ دي چې تمه یې لرله. له همدې امله د کلتوري او ژبني شرایطو په پام کې نیولو سره د رواني روغتیا خدمتونه باید د ادغام یوه اساسي برخه وبلل شي.

راپور ټینګار کوي چې افغان ښځې یوازې د مرستو ترلاسه کوونکې نه دي، بلکې زده‌کوونکې، کارکوونکې، سوداګرې، میندې، ژباړونکې، ښوونکې او د ټولنې مشرانې دي او باید د هغو پروګرامونو په طرحه کې ونډه ولري چې د دوی د ملاتړ لپاره جوړېږي.

د راپور له مخې، د افغان ښځو د بریالي ادغام لپاره څو کلن او ښځینه‌محور ملاتړ، د انګلیسي او ډیجیټلي زده‌کړو اسانه پروګرامونه، د ماشومانو د پالنې خدمتونه، ترانسپورټ، د مسلکي اسنادو ارزونه، د مسلکي کار بازار ته د داخلېدو پروګرامونه، ثابت کور او د رواني روغتیا او قانوني مرستې خدمتونه اړین دي.

راپور د قانوني وضعیت ثبات هم مهم بولي او د امریکا د ښاري انسټیټیوټ یوې څېړنې ته په اشاره وايي، د افغان موقتي کډوالو په اسنادو کې تېروتنې، د ژباړې ستونزې، د کار اجازې ترلاسه کولو خنډونه او اوږدمهاله قانوني نامعلوم وضعیت ثبت شوی دی.

د بې‌ځایه شویو نړیوالې ادارې په وینا، یوه ښځه هغه مهال نه شي کولای خپل تعلیم، مسلک او د کورنۍ راتلونکی په ډاډه زړه پلان کړي چې د هغې قانوني وضعیت لا هم نامعلوم وي.

راپور له حکومتي ادارو، ښوونځیو، کار ورکوونکو، مرستندویو بنسټونو، د کډوالو د بیا مېشتولو له ادارو او سیمه‌ییزو ټولنو غواړي چې داسې اوږدمهاله ملاتړ ته پانګونه وکړي چې افغان ښځو ته له ساده راتګ څخه د ټولنې تر بشپړ غړیتوب او له ژوندي پاتې کېدو څخه تر ځان‌بسیاینې پورې د تګ زمینه برابره کړي.

د راپور په پای کې ویل شوي چې د بې‌ځایه شویو کسانو په مشرۍ جوړ شوي بنسټونه ځانګړی اهمیت لري، ځکه دغه بنسټونه د بې‌ځایه کېدو ستونزې د خپلو عملي تجربو له مخې درک کوي.

د بې‌ځایه شویو نړیواله اداره چې په امریکا کې مېشته او د بې‌ځایه شویو کسانو له خوا اداره کېږي، د خپلو اصلي پروګرامونو له ډلې د «ادغام او ځان‌بسیاینې» پروګرام لري چې د بیا مېشتو او انتقال شویو کسانو لپاره د زده‌کړې، کار، حقوقي مرستې، رواني روغتیا او ټولنیزو اړیکو له لارې د خپلواک ژوند د جوړولو په برخه کې کار کوي.

د ادارې په وینا، ورته بې‌ځایه شویو کسانو په مشرۍ پروګرامونه دوامدارې دولتي، خیریه او ټولنیزې مرستې ته اړتیا لري.

راپور ټینګار کوي چې د امریکا لپاره د افغان ښځو د هرکلي اصلي معیار یوازې دا نه دی چې څومره افغان ښځې دغه هېواد ته انتقال شوې دي، بلکې دا دی چې څومره یې د خپلواک ژوند د جوړولو، زده‌کړې، کار او په ټولنه کې د بشپړې ونډې اخیستو فرصت ترلاسه کړی دی.

«موږ بې‌ځایه شوې یو، خو ماتې خوړلې نه یو»؛ د راپور په وینا، د افغان ښځو د مقاومت او بیاځلي ژوند جوړونې تجربه باید د دې لامل شي چې د دوی پر وړاندې جوړښتي خنډونه له منځه یووړل شي، نه دا چې یوازې د هغوی پر زغم او مقاومت تکیه وشي.

امریکا له ۴۷ کلونو وروسته سوریه د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو هېوادونو له نوملړه وایسته

۲ وږی ۱۴۰۵ - ۲۴ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۲۵ GMT+۱
100%

امریکا د دوشنبې په ورځ له ۴۷ کلونو وروسته سوریه د «ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو هېوادونو» له نوملړه وایسته او د هیئت تحریر الشام د «ځانګړي نومول شوي نړیوال ترهګریز سازمان» حیثیت یې هم لغوه کړ.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت ویلي، دغه اقدام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې ژمنې عملي کېدل دي چې سوریې خلکو ته د اقتصادي ودې او ثبات لپاره زمینه برابره کړي.

بسنت په یوه اعلامیه کې ویلي: «د نن ورځې اقدام به په سوریه کې د لا ډېرو پانګونو د رامنځته کېدو او د سیاسي او اقتصادي ثبات د پیاوړتیا لپاره مرسته وکړي.»

سوریه په ۱۹۷۹ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو هېوادونو په نوملړ کې شامله شوې وه. دغه نوملړ کې تر دې مخکې سوریه، کیوبا، ایران او شمالي کوریا شامل وو. د نوملړ له امله پر سوریې د امریکا د بهرنۍ مرستې، دفاعي تجهیزاتو د پلور او د ځینو دوه‌ګونې کارونې توکو د صادراتو محدودیتونه لګېدلي وو.

د امریکا د یوه چارواکي په وینا، د ولسمشر ټرمپ او د سوریې د ولسمشر احمد الشرع ترمنځ د تېرې میاشتې په انقره کې له لیدنې وروسته، واشنګټن د سوریې د نوملړ څخه د ایستلو په اړه کانګرس ته خبر ورکړی و. د ۴۵ ورځني ارزونې موده تېره جمعه پای ته ورسېده او د امریکا د چارواکي په وینا، د کانګرس له لوري د دې پرېکړې د مخنیوي هڅه ونه شوه.

د ټرمپ ادارې همداراز هیئت تحریر الشام د «ځانګړي نومول شوي نړیوال ترهګریز سازمان» له نوملړه وایست. دغه ډله چې احمد الشرع یې پخوانی مشر و، تر دې مخکې د امریکا له خوا ترهګره بلل کېده، خو وروسته منحل شوه.

الشرع، چې پخوا د یوه وسله‌وال مخالف ایتلاف مشر و، د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د بشار الاسد د حکومت د نسکورولو په عملیاتو کې د وسله‌والو ډلو مشري کوله. ټرمپ وروسته د الشرع له نوي حکومت سره نږدې اړیکې پیل کړې او د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې یې د دواړو مشرانو په لومړۍ لیدنه کې ژمنه وکړه چې پر سوریې ټول امریکايي بندیزونه به لرې کړي.

د تېر یوه کال په ترڅ کې د ټرمپ ادارې د اجرایوي فرمانونو له لارې د سوریې پر وړاندې د امریکا ګڼ بندیزونه لغوه کړي، د صادراتو محدودیتونه یې کم کړي او له کانګرس سره یې د «قیصر قانون» له مخې د سوریې د بندیزونو د لرې کولو لپاره کار کړی دی.

د سوریې د «ترهګرۍ د ملاتړ کوونکي هېواد» نوملړ کې پاتې کېدل د هغو حقوقي خنډونو له مهمو لاملونو څخه وو چې له امله یې سوریې ته د ټکنالوژۍ ګڼ محصولات، تجهیزات او سافټویر د صادراتو لپاره ځانګړو جوازونو ته اړتیا لرله.

د امریکا یوه بل چارواکي ویلي، د سوداګرۍ وزارت ښايي د روانې میاشتې تر پایه سوریې ته د صادراتو د کنټرول په اړه نوې لارښوونې خپرې کړي، خو زیاته کړې یې ده چې دغه بهیر ښايي تر دې هم اوږد شي.

د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته هم افغانان هېواد پرېږدي

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۳۳ GMT+۱
100%

طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته هم افغانستان د کډوالۍ له دوامداره څپې سره مخ دی او زرګونه افغانان د کار، امنیت او ښه راتلونکي په لټه کې له هېواده وځي.

ایرش ټایمز په خپل خپور شوي راپور کې د هغو افغان ځوانانو کیسې را خیستي چې د قاچاقبرو په مرسته د افغانستان، ایران او ترکیې له خطرناکو لارو اروپا ته د رسېدو هڅه کوي. د راپور له مخې، ګڼ شمېر ځوانان لومړی ایران ته ځي او بیا د قاچاقي لارو له لارې د ترکیې پولې ته د اوښتو هڅه کوي.

د راپور په وینا، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته سلګونه زره افغانان د لوېدیځو هېوادونو د تخلیې او بیا مېشتېدو پروګرامونو له لارې له افغانستانه ووتل.

راپور وايي، شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان د ۲۰۲۱ کال د هوايي تخلیې او ورپسې د کډوالۍ د پروګرامونو له لارې لوېدیځو هېوادونو ته انتقال شول.

د راپور له مخې، ډېری هغه افغانان چې لوېدیځو هېوادونو ته تللي، اوس د خپلو کورنیو او خپل هېواد له وضعیت سره نږدې اړیکې ساتي او د افغانستان پېښې له لرې څاري.

راپور د کابل پوهنتون د یوه پخواني استاد خبرې هم رااخیستي چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته اروپا ته تللی دی. نوموړي ویلي چې د طالبانو له واکمنېدو سره سم له هېواده د وتلو هڅه یې کړې وه او اوس د خپلې کورنۍ له ډېرو غړو سره په اروپا کې ژوند کوي.

راپور زیاتوي چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې خپل سختدریځ سیاستونه عملي کړي او د ټولنې پر بېلابېلو برخو یې محدودیتونه لګولي دي.

په راپور کې په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو پر حقونو تمرکز شوی او ویل شوي چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د نجونو د منځنیو او لوړو زده‌کړو بندیز پر خپل ځای ساتلی او د نړیوالو نیوکو سربېره یې په دې برخه کې خپل دریځ نه دی بدل کړی.

همدا راز راپور د ښځو له زده‌کړو او کار څخه محرومول د طالبانو د واکمنۍ تر ټولو جنجالي پالیسي بولي او یادونه کوي چې دغه محدودیتونه د نړیوالو له لوري د «جنسیتي اپارتاید» په نوم یاد شوي دي.

راپور زیاتوي چې که څه هم طالبان توانېدلي پر افغانستان خپل کنټرول ټینګ کړي، خو د هېواد د وګړو د وتلو بهیر لا نه دی درېدلی او ګڼ شمېر ځوانان لا هم له افغانستانه بهر د ژوند او کاري فرصتونو په لټه کې دي.

د راپور کې راغلي چې د طالبانو د واکمنۍ پنځه کلنه دوره د افغانانو لپاره د پراخو محدودیتونو، اقتصادي ستونزو او دوامدارې کډوالۍ له واقعیتونو سره مل وه او افغانستان لا هم د خپلو وګړو د وتلو له بهیر سره مخ دی.