په دغه راپور کې راغلي، روایتونه ښيي د طالبانو هغه سیاستونه چې د ښځو زدهکړو او کار ته یې لاسرسی په جدي ډول محدود کړی؛ د هغوی د عاید ډېرې لارې یې لهمنځه وړې دي. راپور زیاتوي، د هغه کورنیو لپاره چې نارینه سرپرست نهلري وضعیت ډېر نهیلي کوونکی دی.
دغه راپور چې له کړکېچ ځپلو افغانانو سره د باوري مرکو پر بنسټ چمتو شوی ښيي، چې کورنۍ په لومړي سر کې د دې لپاره چې د خوړو دسترخوان یې تش نهشي، خپلې سپماوې مصرفوي، شته شتمني پلوري، پور اخلي او غیررسمي کارونو ته مخه کوي.
خو کله چې کړکېچ دوام ومومي او بېوزلي لا ژوره شي، دغه لارې ډېر ژر خپل اغېز له لاسه ورکوي او کورنۍ اړ اېستل کېږي چې سختې او نه جبرانېدونکې پرېکړې وکړي. د مالي فشار کمښت لپاره له لومړنیو عامو لارو څخه یوه دا ده، چې ماشومان له ښوونځیو وباسي او په سختو او لږو عاید لرونکو کارونو کې یې شامل کړي.
هلکان د سړکونو پر سر د توکو پلورلو، بټیو او کارخانو کې کار کولو ته استول کېږي. کمعمره نجونې هم په کورونو کې په کورني کار، ګلدوزۍ او ګنډلو بوختېږي او یا د نورو خلکو په کورونو کې د خدمتکارو په توګه کار کوي؛ څو لږ عاید ترلاسه او د ډوډۍ او ساده وریجو د پېرلو لپاره ترې ګټه واخلي.
د کار لپاره ایران ته په قاچاقي او له ګواښه ډکو لارو د تنکیو هلکانو استول او له هغه ځایه د کورنۍ لپاره د پیسو لېږل، د کور کرایې او خوراکي توکو د برابرولو له مهمو لارو څخه بلل شوي دي. خو د نیول کېدو او په جبري ډول د اېستلو لوړ ګواښ دغه عایداتي سرچینه ډېره نازکه کړې ده.
په راپور کې همداراز راغلي، چې په ځینو سیمو کې کورنۍ خپل هلکان لیلیه لرونکو مدرسو ته استوي؛ څو لږ تر لږه هغوی ته سرپناه او هره ورځ خواړه برابر شي او په دې توګه د کورنۍ له دسترخوانه یو کس کم شي.
په تر ټولو سختو او دردناکه پړاوونو په ځانګړي ډول په هغو کورنیو کې چې نارینه سرپرست نهلري یا یې مشري کونډې ښځې کوي اقتصادي ستونزې کورنۍ داسې اندېښمنوونکو او ناوړه پرېکړو ته اړ کوي، چې کمعمره نجونې د پورونو د ادا کولو او خوراکي توکو د پېرلو لپاره د «ولور» په بدل کې واده کړي.
د راپور له مخې، په تر ټولو سختو حالاتو کې چې کورنۍ له مطلقې لوږې او بېعایدۍ سره مخ وي داسې موارد هم ثبت شوي، چې مېندې د خپلو نورو ماشومانو د ژغورلو لپاره اړې شوې چې نوي زېږېدلي ماشومان یا کمعمره اولادونه نورو کورنیو ته وسپاري یا یې په لږو پیسو وپلوري.
راپور ټینګار کوي، چې دغه ډول پرېکړې د دې له امله رامنځته کېږي چې د کورنیو ټولې مرستندویه شبکې کمزورې شوې او د ژوندي پاتې کېدو لپاره نورې بدیلې لارې نهدي پاتې.