• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو ستره محکمه: په تېرو پنځو کلونو کې نږدې ۸۰۰ زره قضیو ته رسېدنه شوې

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۲۶ اګست ۲۰۲۶، ۱۵:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۴ وږی ۱۴۰۵ - ۲۶ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د سترې محکمې د ویاند مرستیال قاري منصور احمد حمزه ویلي، په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد په کچه ۷۹۷ زره او ۶۷۸ قضیو ته رسېدنه شوې ده.

د طالبانو د سترې محکمې مرستیال ویاند په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې په همدې موده کې ۷۲۳ زره او ۵۳۰ شرعي وثیقو ته هم رسېدنه شوې ده. د نوموړي په وینا، په دغو شرعي وثیقو کې د شرعي قبالو او نکاح خطونو ورکړه او نور هغه شرعي اسناد شامل دي چې هېوادوالو ورته اړتیا لرله او د شرعي قوانینو په پام کې نیولو سره په بشپړ دقت اجرا شوي دي.

قاري منصور احمد حمزه زیاتوي چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د سترې محکمې د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني په امر په تېرو پنځو کلونو کې ۱۶ زره او ۴۶۸ زندانیانو ته عفو شوې او د ۱۱ زره او ۱۵۹ نورو زندانیانو د بند په موده کې تخفیف راغلی دی.

هغه وایي، د دوی اداره هڅه کوي چې د اسلامي شریعت د احکامو او نافذه قوانینو په رڼا کې عدالت تامین او د هېواد قضايي سیستم لا پیاوړی کړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له واک ته له رسېدو وروسته د افغانستان قضايي نظام په پراخه کچه بدل کړ او د پخواني جمهوري نظام محکمې او عدلي جوړښتونه یې د خپلې قضايي ادارې له مخې چې دوی یې شرعي نظام بولي تنظیم کړل.

دا په داسی حال کې ده چې ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري حقونو سازمانونو د طالبانو پر قضايي نظام نیوکې کړې او د قضايي بهیر د شفافیت، عادلانه محاکمې، د مدافع وکیلانو د حضور او د ښځینه قاضیانو او څارنوالانو د لېرې کېدو په اړه یې اندېښنې ښودلې دي. دوی ویلي چې دغه وضعیت د عادلانه محاکمې او بشري حقونو له نړیوالو معیارونو سره د طالبانو د قضايي نظام د مطابقت په اړه جدي پوښتنې راولاړوي.

ډېر لیدل شوي

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو؛ د تورخم پرانیستې پاتې کېدل د طرحې مهمه ازموینه
۱

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو؛ د تورخم پرانیستې پاتې کېدل د طرحې مهمه ازموینه

۲

پېښور کې د افغان زده‌کوونکو پر زده‌کړو بندیز؛ افغان کډوال وایي د زده‌کړو حق ترې اخیستل شوی

۳

د بېځایه شویو سازمان: په امریکا کې د افغان ښځو د بشپړ ادغام بهیر لا هم بشپړ شوی نه دی

۴

ملي بسیج جبهه: له طالبانو سره د سیاسي او ډیپلوماتیک تعامل بشپړ بندول دایمي ثبات تضمینوي

۵

عطامحمد نور امیر خان متقي ته: «رېښتیا هم چې جاهل او وحشي، ښه او بد نه‌لري»

•
•
•

نور خبرونه

غني: په افغانستان کې زما پاتې کېدو طالبانو ته مشروعیت ورکاوه

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۲۶ اګست ۲۰۲۶، ۱۳:۲۳ GMT+۱
100%

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني ویلي، که د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۴مه په افغانستان کې پاتې شوی وای نیول کېده، شکنجه کېده او اړ کېده چې د طالبانو واک ته رسېدل مشروع وبولي. هغه وایي، له وتلو پښېمانه نه دی او غوښتل یې د تاریخ «ژوندی شاهد» پاتې شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني له اروپايي ټلویزیوني شبکې «ارته» سره په تازه مرکه کې د افغانستان له وتلو څخه د خپل روایت په وړاندې کولو سره ویلي: «ما ته دقیقا دوه دقیقې وخت راکړل شو او خبر راکړل شو چې ماڼۍ محاصره شوې ده. که پاتې شوی وای، نیول کېدم، شکنجه کېدم او اړ کېدم چې اعلان وکړم د طالبانو واک ته رسېدل مشروع دي. له هغې وروسته نه پوهېږم چې څه به راسره شوي وای».

اشرف غني ویلي: «زه یوازې په هغو جامو کې چې پر تن مې وې، له هغه ځایه ووتلم کله چې چورلکي ته پورته شوم، نه پوهېدم چې زموږ مقصد چېرته دی.»

غني ټینګار کړی: «زه هېڅکله له خپل وتلو پښېمانه نه شوم. نه مې غوښتل چې جمهوریت په داسې حال کې پای ته ورسېږي چې ټوپک مې پر سر نیول شوی وي او ویل شوي واي: هغه تسلیم شو.»

د افغانستان پخواني ولسمشر زیاته کړې: «ما غوښتل د تاریخ ژوندی شاهد واوسم. ما غوښتل ناټو او امریکا ته وښیم چې د دوی پرېکړه به څه پایلې ولري. زه یو ژوندی شاهد یم چې خپله خبرې کولی شم. نه مې غوښتل چې نور زما پر ځای خبرې وکړي.»

غني په دغه مستند کې له کابل څخه د خپل وتلو د څرنګوالي په اړه هم معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې هغه ورځ یې غوښتل د دفاع وزارت ته لاړ شي.

هغه ویلي: «دفاع وزیر زنګ وواهه او راته یې وویل چې طالبانو د کابل په شمال او جنوب کې دوه زندانونه نیولي دي. ما وویل چې وزارت ته درځم. امنیتي ځواکونه د دفاع وزارت ته ولاړل او پوه شول چې ودانۍ تشه ده د قوماندې لړۍ له منځه تللې وه.»

همدارنګه غني د دوحې پر تړون نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه تړون له افغان حکومت سره د واشنګټن د همکارۍ د پای ته رسېدو په معنا و.

هغه ویلي، په دغه تړون کې د طالبانو د پنځه زره بندیانو پر خوشې کولو ټینګار شوی و، په داسې حال کې چې د نوموړي په وینا، افغان امنیتي ځواکونو د دغو کسانو د نیولو لپاره «ډېرې وینې او ډېر لګښت» ورکړی و.

غني ویلي چې د دغو بندیانو خوشې کول «د افغانستان د امنیتي ځواکونو پای» و.

نوموړي همداراز ویلي چې د ۲۰۱۹ کال له مې میاشتې راهیسې د امریکا دیپلوماتیکه برخه نور د افغانستان د حکومت شریک نه وه. د هغه په وینا، افغان حکومت د سولې له بهیر څخه څنګ ته کړل شو او وروسته له هغې چې زلمي خلیلزاد د امریکا د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو، دغه بهیر عملا د واشنګټن له خوا په خپل لاس کې واخیستل شو.

امریکا د دوحې له تړون وروسته د افغان امنیتي ځواکونو لپاره پوځي مرستې کمې کړې.

د افغانستان پخواني ولسمشر د افغان هوايي ځواک د امریکا پر ملاتړ د تړاو په اړه ویلي: «زموږ هوايي ځواک د امریکا له خوا د تجهیزاتو او دوامدار ملاتړ پر برابرولو متکي و. زموږ اتکا ډېره زیاته وه. کله چې دغه ملاتړونه ودرول شول، زموږ هوايي ځواک له ډېرو لویو ستونزو سره مخ شو.»

د اشرف غني دغه څرګندونې د افغانستان د ۲۱ کلنې جګړې په اړه په یوه درې برخیز فرانسوي ـ جرمني مستند فلم کې شوې دي. دغه مستند د بنسه ماته او لوچو مولیکا له خوا جوړ شوی او درې برخې لري: «له لاسه ورکړل شوی هېواد»، «د امریکا جګړه» او «د کابل سقوط».

ملګري ملتونه: د وسله‌والو فعالیت او په بدخشان کې نښتو د بې‌ځایه کېدو اندېښنې زیاتې کړې

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۲۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۴۴ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې د وسله‌والو مخالفو ډلو فعالیت، په بدخشان او ځینو نورو سیمو کې نښتو د داخلي بې‌ځایه کېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.

راپور زیاتوي، له همدې امله اداري او عملیاتي محدودیتونو د بشري مرستو پر رسېدو او د پروګرامونو پر پلي کېدو اغېز کړی. یادې ادارې د تېرې جولای میاشتې په راپور کې چې د سې‌شنبې په ورځ (د وږي ۳مه) خپور شوی ویلي، په دې موده کې له پاکستان او ایران نه د راستنېدونکو افغان کډوالو څپې پراخې وې.

په راپور کې راغلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تر نښتو وروسته اړیکې لاهم ترینګلې پاتې دي. دوی زیاته کړې: «په افغانستان کې د وسله‌والو مخالفینو د فعالیتونو زیاتېدل، په بدخشان او نورو سیمو کې نښتو او هرات کې د ښځو پر وړاندې پراخو محدودیتونو د نورو داخلي بې‌ځایه کېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې او د ځینو پروګرامونو د لنډمهاله درېدلو لامل شوي».

په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت

یونسیار په ایران کې د افغان کډوالو په اړه ویلي، چې په جولای میاشت کې له دغه هېواده د افغانانو اېستل دوام لاره او پر بې‌اسناده افغانانو د قوانینو پلي کول هم سخت شوي وو. په راپور کې راغلي، چې پوځي بریدونو او د ترانسپورټ او لوژستیکي زېربناوو زیانمنېدو هم د بشري مرستو رسېدل، د اکمالاتو لړۍ او سوداګریز فعالیتونه ګډوډ کړي وو.

د یونسیار د راپور د معلوماتو له مخې؛ د ایران په کرمان، سیستان او بلوچستان کې د سرحدي امنیتي تدابیرو پیاوړتیا او د ناقانونه لارو د تېرېدو ګواښونو د هغه افغانانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې کړې، چې هڅه یې کوله په خطرناکو شرایطو کې له پولې واوړي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت

د یونسیار په راپور کې راغلي، په پاکستان کې هغه افغانان چې معتبرې ویزې نه‌لري د جولای له ۱۰مې وروسته یې پر وړاندې عملیات پراخ شوي. په راپور کې د افغانانو د نیولو، توقیف، د کورونو تالاشي او جبري اېستلو خبر هم ورکړل شوی.

راپور وايي، هغه افغان محصلین چې د (پي او ار) کارت یې لاره د حقونو لپاره د هڅې او غوښتنې سره، سره هم د نیول کېدو او اېستل کېدو له پېښو سره مخ شوي. په راپور کې راغلي، چې د پاکستاني چارواکو له‌خوا د افغانانو پر وړاندې اقدامات په ځانګړي ډول په بلوچستان او سند کې ډېر جدي وو.

د کډوالو دغه اداره وايي، په تورخم کې امنیتي تدابیرو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه ترینګلتیاوو هم د خلکو د تګ‌راتګ او د بشري مرستو رسېدل اغېزمن کړي وو.

راپور؛ د امریکا د مرستو کمښت افغانستان کې د مېندو او ماشومانو روغتیايي وضعیت اغېزمن کړی

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۲۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۴۳ GMT+۱
100%

د پي‌بي‌اېس نیوز په راپور کې راغلي، د امریکا د بهرنیو مرستو د کمښت له امله افغانستان تر ټولو زیات اغېزمن شوی او د روغتیايي خدمتونو د کمښت له امله د افغان مېندو او ماشومانو وضعیت لا کړکېچن شوی دی. د راپور له مخې، د مرستو د کمښت له امله په افغانستان کې تر ۱۶۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

راپور د هرات ولایت د لرو پرتو سیمو بېلګې وړاندې کړې، هغه سیمې چې پخوا په‌کې د امریکا د نړۍوالې پراختیایي ادارې په مالي ملاتړ ګرځنده او کلیوال روغتیايي مرکزونه فعال وو؛ خو د بودجې له بندېدو وروسته یې فعالیتونه په ټپه درېدلي دي.
په راپور کې راغلي، په هرات کې یوشمېر ناروغان د روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له امله روغتونونو ته نه‌شي رسېدای او ځینې یې د درملنې تر ترلاسه کولو وړاندې مري. په راپور کې د سیما‌ګل په نوم د یوې مور کیسه هم راغلې، چې شپږ میاشتنی زوی یې د خوارځواکۍ او ناروغۍ له امله مړ شوی دی. هغې ویلي، د خپل ماشوم د ناروغۍ پرمهال نه یې د درملنې وس لاره او نه یې روغتیايي مرکز ته پر وخت لاسرسی. د راپور له مخې، نوموړې اوس اندېښنه لري چې لور یې هم د ورته ناروغیو نښې لري.
راپور د یګانې په نوم د یوې بلې ښځې کیسه هم بیانوي چې وايي، تراوسه یې پنځه ماشومان له لاسه ورکړي او د فقر او روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له امله د خپل راتلونکي ماشوم په اړه هم اندېښمنه ده.
د هرات یوې قابلې چې پخوا یې د ژغورنې نړۍوالې کمېټې په یوه ګرځنده کلینیک کې کار کاوه ويلي، د دوی د فعالیتونو ۸۰ سلنه لګښت د امریکا د پراختیایي ادارې له لوري تمویلېده؛ خو د بودجې له بندېدو وروسته اړ شوي چې خپل خدمات ودروي.
هغې ویلي: «اوس فکر کوم چې د دغه سیمو ښځو او ماشومانو ته به څوک خدمتونه وړاندې کوي؟ کله چې د هغوی د مړینې خبرونه اورم، سخته خواشینې شم».
راپور کاږي، د طالبانو د تګلارې له مخې ښځې باید له کوره بهر د یوه نارینه محرم په ملتیا ووځي چې دغه موضوع هم روغتیايي خدمتونو ته د ښځو پر لاسرسي اغېز لري. د راپور له مخې، روغتیايي کارکوونکو داسې پېښې ثبت کړې چې ښځې او ماشومان روغتون ته تر رسېدو وړاندې یا د تګ پرمهال مړه شوي دي.
په ختیځ افغانستان کې د ننګرهار د ولایتي روغتون د ماشومانو د خوارځواکۍ څانګې مشر ډاکټر سکندر غني ویلي، د یو اېس ایډ له مرستو وروسته د روغتیايي مرکزونو وضعیت ښه و؛ خو اوس ډېری تجهیزات خراب شوي او امکانات محدود دي.
هغه زیاته کړې، چې اوس روغتون ته ډېری ماشومان په ډېر خراب وضعیت کې راوړل کېږي او په ځینو مواردو کې د ژغورلو امکان یې کم وي.
راپور وايي، د امریکا د مرستو تر کمښت وروسته نږدې ۵۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او د روان کال په اوږدو کې ۳۰۰ نور هم خپل فعالیتونه درولي دي چې له امله یې شاوخوا شپږ مېلیونه کسان له سیمه‌ییزو روغتیايي خدماتو محروم شوي دي.
د راپور له مخې، په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي بې‌سارې کچې ته رسېدلې او نږدې نیمايي ماشومان د کافي خوړو له نشتوالي سره مخ دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان: د کور په کور واکسیناسیون نشتوالی د ګوزڼ ویروس د خپرېدو لامل شوی

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۲۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۲۰ GMT+۱
100%

د روغتیا نړۍوال سازمان د ګوزڼ ناروغۍ د بېړني وضعیت کمېټې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان لاهم د ګوزڼ ویروس د انتقال له اصلي مرکزونو شمېرل کېږي او کور په کور د واکسیناسیون نشتوالي د ګوزڼ د له‌منځه وړلو هڅې له جدي ننګونو سره مخ کړې دي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۶کال کې تراوسه په افغانستان کې د ګوزڼ ۱۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي؛ په داسې حال کې چې دغه شمېر په ۲۰۲۵کال کې ۲۱ ښودل شوی و. د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، په افغانستان کې د ګوزڼ مثبتې پېښې او چاپېریالي بېلګې تر ډېره د هېواد په سوېل او ختیځو سیمو کې ثبت شوې دي.
راپور څرګندوي، چې د ۲۰۲۵کال له اکتوبر راهیسې په افغانستان کې کور په کور د واکسین کمپاینونه نه‌دي ترسره شوي او پر ځای یې د «سایټ په سایټ» یا ټاکلو مرکزونو له لارې د ماشومانو د واکسیناسیون تګلاره عملي شوې ده.
د یادې کمېټې په وینا، د کور په کور کمپاینونو نشتوالي او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو محدود حضور، په ځانګړي ډول د افغانستان په سوېلي سیمو کې د دې لامل شوی چې ډېری ماشومان واکسین ته لاسرسی ونه لري.
راپور زیاتوي: «سایټ په سایټ کمپاینونه نه‌دي توانېدلي، چې د پولیو د له‌منځه وړلو لپاره د پوښښ اړینه او دوامداره کچه رامنځته کړي، په ځانګړي ډول په سوېلي افغانستان کې».
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې د افغانستان سوېلي سیمه لاهم د ګوزڼ ویروس د انتقال تر ټولو اندېښمنوونکې سیمه ده، چېرې چې د ویروس د پټې او دوامداره خپرېدو شواهد موندل شوي دي.
راپور همداراز یادونه کړې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګوزڼ ویروس د انتقال ګواښ لاهم شته او دواړه هېوادونه د پولیو د له‌منځه وړلو له پلوه یو ګډ اپیډیمولوژیک بلاک بلل کېږي.
د سازمان په وینا، د ۲۰۲۵کال په اکتوبر کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تر تړل کېدو وروسته د پولیو د بېلګو لېږد ځنډېدلی و؛ خو د ۲۰۲۶کال له جنورۍ راهیسې دغه بهیر له هوايي لارو بېرته پیل شوی دی.
راپور کې ویل شوي، چې له پاکستان نه افغانستان ته د کډوالو او نورو وګړو دوامداره تګ‌راتګ هم د پولیو د پولې هاخوا انتقال ګواښ زیاتوي. د روغتیا نړۍوال سازمان د پولیو بېړنۍ کمېټې ټینګار کړی، چې افغانستان باید د پولیو د له‌منځه وړلو لپاره د څار، واکسین کمپاینونو او د ماشومانو د پوښښ د پراختیا هڅې زیاتې کړي.
یادې کمېټې له طالبانو غوښتي، چې د امکان په صورت کې بېرته د کور په کور واکسیناسیون ته لاره هواره کړي؛ ځکه دغه تګلاره د ګوزڼ د بشپړ له‌منځه وړلو لپاره تر ټولو اغېزمنه لاره ګڼل کېږي.
د روغتیا نړۍوال سازمان په خپلې وروستۍ ارزونه کې ویلي، چې د ګوزڼ د خپرېدو ګواښ لاهم د نړۍوالې عامې روغتیا بېړنی حالت بلل کېږي او له همدې امله یې د پولیو اړوند لنډمهاله نړۍوالې سپارښتنې د نورو درېیو میاشتو لپاره غځولې دي.

افغان کورنۍ له لوږې د ځان ژغورلو لپاره له بېلابېلو لارو هڅه کوي

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۲۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۱۷ GMT+۱
100%

د افغانستان د څېړونکو شبکې د تازه راپور له مخې، افغان کورنۍ له اقتصادي ځوړ، د دندو له لاسه ورکولو او د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له بې‌وسۍ وروسته له لوږې څخه د ځان ژغورلو او د ژوند د دوام لپاره بېړنیو او له ناچارۍ ډکو بېلابېلو لارو ته مخه کړې ده.

په دغه راپور کې راغلي، روایتونه ښيي د طالبانو هغه سیاستونه چې د ښځو زده‌کړو او کار ته یې لاسرسی په جدي ډول محدود کړی؛ د هغوی د عاید ډېرې لارې یې له‌منځه وړې دي. راپور زیاتوي، د هغه کورنیو لپاره چې نارینه سرپرست نه‌لري وضعیت ډېر نهیلي کوونکی دی.

دغه راپور چې له کړکېچ ځپلو افغانانو سره د باوري مرکو پر بنسټ چمتو شوی ښيي، چې کورنۍ په لومړي سر کې د دې لپاره چې د خوړو دسترخوان یې تش نه‌شي، خپلې سپماوې مصرفوي، شته شتمني پلوري، پور اخلي او غیررسمي کارونو ته مخه کوي.

خو کله چې کړکېچ دوام ومومي او بې‌وزلي لا ژوره شي، دغه لارې ډېر ژر خپل اغېز له لاسه ورکوي او کورنۍ اړ اېستل کېږي چې سختې او نه جبرانېدونکې پرېکړې وکړي. د مالي فشار کمښت لپاره له لومړنیو عامو لارو څخه یوه دا ده، چې ماشومان له ښوونځیو وباسي او په سختو او لږو عاید لرونکو کارونو کې یې شامل کړي.

هلکان د سړکونو پر سر د توکو پلورلو، بټیو او کارخانو کې کار کولو ته استول کېږي. کم‌عمره نجونې هم په کورونو کې په کورني کار، ګلدوزۍ او ګنډلو بوختېږي او یا د نورو خلکو په کورونو کې د خدمتکارو په توګه کار کوي؛ څو لږ عاید ترلاسه او د ډوډۍ او ساده وریجو د پېرلو لپاره ترې ګټه واخلي.

د کار لپاره ایران ته په قاچاقي او له ګواښه ډکو لارو د تنکیو هلکانو استول او له هغه ځایه د کورنۍ لپاره د پیسو لېږل، د کور کرایې او خوراکي توکو د برابرولو له مهمو لارو څخه بلل شوي دي. خو د نیول کېدو او په جبري ډول د اېستلو لوړ ګواښ دغه عایداتي سرچینه ډېره نازکه کړې ده.

په راپور کې همداراز راغلي، چې په ځینو سیمو کې کورنۍ خپل هلکان لیلیه لرونکو مدرسو ته استوي؛ څو لږ تر لږه هغوی ته سرپناه او هره ورځ خواړه برابر شي او په دې توګه د کورنۍ له دسترخوانه یو کس کم شي.

په تر ټولو سختو او دردناکه پړاوونو په ځانګړي ډول په هغو کورنیو کې چې نارینه سرپرست نه‌لري یا یې مشري کونډې ښځې کوي اقتصادي ستونزې کورنۍ داسې اندېښمنوونکو او ناوړه پرېکړو ته اړ کوي، چې کم‌عمره نجونې د پورونو د ادا کولو او خوراکي توکو د پېرلو لپاره د «ولور» په بدل کې واده کړي.

د راپور له مخې، په تر ټولو سختو حالاتو کې چې کورنۍ له مطلقې لوږې او بې‌عایدۍ سره مخ وي داسې موارد هم ثبت شوي، چې مېندې د خپلو نورو ماشومانو د ژغورلو لپاره اړې شوې چې نوي زېږېدلي ماشومان یا کم‌عمره اولادونه نورو کورنیو ته وسپاري یا یې په لږو پیسو وپلوري.

راپور ټینګار کوي، چې دغه ډول پرېکړې د دې له امله رامنځته کېږي چې د کورنیو ټولې مرستندویه شبکې کمزورې شوې او د ژوندي پاتې کېدو لپاره نورې بدیلې لارې نه‌دي پاتې.