د سروبي اوسېدونکي: د شپې د برېښنا اوږدمهاله پرچاوۍ مو ژوند له ستونزو سره مخ کړی

د کابل د سروبي ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د شپې له خوا یې برېښنا د ساعتونو لپاره پرې کېږي او پرلهپسې پرچاوۍ د خلکو ورځنی ژوند، کاروبارونه او د ناروغانو او ماشومانو اړتیاوې له ستونزو سره مخ کړې دي.
د سروبي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په رالېږلي پیغام کې ویلي، سره له دې چې په دې ولسوالۍ کې د برېښنا د تولید سرچینې او ګڼې فابریکې شته، خلک د شپې له خوا د ساعتونو لپاره له برېښنا بېبرخې وي.
دوی وايي، د برېښنا پرلهپسې پرې کېدو کورنۍ، دوکانداران او فابریکې اغېزمنې کړې او د ناروغانو او ماشومانو لپاره یې هم ستونزې رامنځته کړې دي.
په رالېږل شوي پیغام کې د برېښنا د ځینو مسوولو کارکوونکو له چلنده هم شکایت شوی دی. اوسېدونکي ادعا کوي چې کله د برېښنا د پرچاوۍ په اړه پوښتنه کوي، ځینې کارکوونکي یې د ستونزې د حل پر ځای «په ملنډو او بېپروایۍ» ځوابوي.
اوسېدونکو ویلي: «برېښنا د ولس احسان نه، بلکې د ولس اړتیا او حق دی».
دوی له اړوندو طالب چارواکو غوښتي چې په سروبي کې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه وڅېړي، د شپې د اوږدمهاله برېښنا پرې کېدو مخه ونیسي او مسوول کارکوونکي له خلکو سره مناسب چلند وکړي.
د سروبي اوسېدونکو ټینګار کړی چې خلک «د رڼا، خدمت او درناوي حق لري» او چارواکي باید د دوی شکایتونو ته عملي حللارې پیدا کړي.
د یادونې وړ ده چې دا یوازې د سروبي د یو شمېر اوسېدونکو روایت دی، افغانستان انټرنشنل یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.
