د بلخ اوسېدونکی: د حیرتان بندر په ګمرک کې فساد زیات شوی دی

د بلخ یو اوسېدونکي افغانستان انترنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې د حیرتان بندر په ګمرک کې بېنظمي او فساد زیات شوی او هېڅوک خپل غږ نهشي پورته کولی. نوموړي ویلي، د معیار او کیفیت په نوم جوړه شوې اداره هم «بېنظمه او بېکفایته» ده.
هغه زیاتوي، چې په حیرتان بندر کې ګمرکي مالونه ورکېږي او د مالونو د تخلیې لپاره مناسب ځای هم نهشته. د نوموړي په خبره، که مالونه تخلیه هم شي د ګمرکي محصول د پروسس چارې یې ډېر وخت نیسي او بیا له همدې امله د سوداګرو مالونه د ډیموراژ (ځنډ جریمه) یا نورو جریمو سره مخ کېږي.
نوموړي ویلي، چې موټر چلوونکي هم د اداري کارونو د ځنډ له امله له ستونزو سره مخ دي. هغه دا هم ویلي، د طالبانو لهخوا د معیار او کیفیت په نوم جوړه شوې اداره هم خپل کارونه په منظم ډول مخ ته نه وړي او نه هم د سوداګریزو توکو سمه ارزونه کوي.
هغه زیاتوي: «د معیار او کیفیت په نوم یوه اداره هم جوړه شوې ده. په دغه اداره کې په پراخه کچه بېکفایتي او بېنظمي روانه ده. د سوداګرو مالونه د ارزونې لپاره راوړي؛ خو هماغسې یې بېرته پرېږدي. نه یې سمه ارزونه کېږي او نه کومه بله چاره ترسره کېږي».
د بلخ دغه اوسېدونکی وايي، چې د ټولو ستونزو ترڅنګ په حیرتان بندر کې د بډې اخیستل زیات شوي. هغه ویلي: «له دې ټولو ستونزو سربېره د بډې اخیستل هم زیات شوي. په ناحقه بېلابېلې پلمې جوړوي، څو له خلکو پیسې واخلي او بیا یې کار ترسره کړي».
