د خواله رسنیو فعال: زما د پاکستان ضد پوسټونو له کبله طالبانو زما بېګناه زوی بندي کړی و

د خواله رسنیو افغان فعال سهیل نور وایي، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وسلهوالو کسانو د ده بې ګناه زوی په کابل کې نیولی و او تر یوې نیمې میاشتې بند وروسته یې خوشې کړی دی. دې فعال په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې زوی یې د پآکستان پر ضد د ده د رسنیزو فعالیتونو له امله نیول شوی و.
هغه لیکلي چې زوی یې اوس په پوهنتون کې له سختو مالي او تعلیمي ستونزو سره مخ دی.
سهیل نور زیاته کړې چې د پوهنتون زدهکړیال زوی یې په بند کې شکنجه شوی او د لاسونو پر بندونو یې د ټپونو نښې شته، خو زوی یې د وېرې له امله د شکنجې خبره نه کوله. د هغه په وینا، د پوهنتون تدریسي مدیر یې د زوی د سمستر د ازموینې برابرولو لپاره د کورنیو چارو له وزارت څخه د امر راوړلو غوښتنه کړې، خو د دغه وزارت د انټیک رییس ورته ویلي چې د پلار د فېسبوکي فعالیتونو او د پاکستان ضد پوسټونو له امله ورسره مرسته نه کوي.
د دغه افغان فعال د معلوماتو له مخې، پوهنتون د تېر سمستر د فیس په نوم ۶۸ زره افغانۍ غواړي او د دویم ځلي سمستر لوستلو لپاره هم د بل ځل لپاره د ۶۸ زره افغانیو د ورکولو غوښتنه کوي چې ټولټال ۱۳۶ زره افغانۍ کېږي. نوموړي ویلي چې د انصاف غوښتنې لپاره هېڅ داسې مرجع نه لري چې ورشي او نه هم د پوهنتون د دومره لوړ فیس د ورکولو توان لري.
سهیل نور همدارنګه افشا کړې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت چارواکو څو اونۍ وړاندې د هغه د کورنۍ غړو ته خبرداری ورکړی چې که د پاکستان په اړه خپل پوسټونه بند نه کړي، نو په کابل کې مېشت پاکستاني وګړي به یې ماشومانو ته زیان ورسوي. دغه فعال پوښتنه کړې چې په کابل کې پاکستاني وګړي څنګه کولای شي د ده تر ماشومانو پورې ورسېږي او هغوی ته ګواښ پېښ کړي؟
