د محکمې د معلوماتو له مخې، نوموړي د ۲۰۲۲ کال د نومبر پر ۲۱مه خپله مېرمن پر ځمکه غورځولې او وروسته یې په شاوخوا ۸۰ سانتيمتره لرګي پر سر او د بدن پر نورو برخو وهلې ده.
د وهلو له امله د مېرمنې سر ټپي شوی و او د غاړې یوې فقرې، سترګې او ژامې ته یې زیان اوښتی دی.
دغه افغان د جون پر ۱۷مه محکمې ته ویلي وو چې د خپلې مېرمنې د وهلو پر مهال «احمقانه عمل» ورڅخه شوی او ښايي هغه الکول چې ده څښلي وو، پر کړنو یې اغېز کړی وي.
څارنوال الکساندر روسېټ ویلي چې ښځه یوازې د بخت او د درېیمګړو د مداخلې له امله له مرګه ژغورل شوې ده.
د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري پر یوشمېر افغان کړیو او خلکو نیوکه کړې، چې په یوه وخت هم د عصري واکمن امان الله خان ستاینه کوي او هم د یوې «افراطي او ترهګرې ډلې» ملاتړ کوي.
هغه ویلي، چې افغانستان د هېڅ یو قوم، ژبې یا مذهبي ډلې ځانګړی ملکیت نهدی. سادات لیکلي: «زه د داسې سېکولر، دیموکراتیک او مشروطه شاهي نظام ملاتړ کوم، چې په هغه کې پاچا سلطنت کوي؛ خو حکومت نه چلوي، منتخب حکومتونه هېواد اداره کوي، ښځې برابر او د خپلواکۍ حق ولري، اېلجيبيټي افغانان له برابر قانوني خوندیتوب څخه برخمن وي او سیاست د ټوپک پر ځای د بنسټونو له لارې ترسره شي».