د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند: حزبالله خبرو ته نه حاضرېږي ځکه د تهران په امر کار کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «امریکا د لبنان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده او غواړي چې لبنان یو امن او خپلواک هېواد وي. د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره حزبالله باید بېوسلې شي». دا په داسې حال کې ده، چې د حزبالله مشر ویلي، چې په سیمه کې د «مقاومت ډلې» د ایران ترڅنګ ولاړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د شنبې په ورځ (د وږي ۷مه) زیاته کړه: «حزبالله تر اوسه د لبنان له حکومت، امریکا یا اسراییل سره خبرو اترو ته نهدی حاضر شوی، ځکه چې خپل فرامین له تهران څخه ترلاسه کوي».
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی، چې اوس د دې وخت رارسېدلی څو حزبالله هغه کار وکړي چې د لبنان او د لبنانیانو په ګټه وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د لبنان د حزبالله مشر نعيم قاسم پرن وویل، چې په فلسطین، لبنان، عراق، یمن او د سیمې په نورو برخو کې د «مقاومت» په نوم یادېدونکې ډلې د ایران ترڅنګ ولاړې دي او په وینا یې، د دغو ډلو پر ضد پوځي، اقتصادي او تبلیغاتي فشارونه به څه پایله ورنهکړي.
نعیم قاسم د جمعې په ورځ (د وږي ۶مه) د بیروت په سویلې ضاحیه کې په یوې غونډه کې د لبنان د حکومت پر کړنلارو په نیوکو سره وویل، هغه لاره چې دې حکومت غوره کړې، د لبنان او د دې هېواد د خلکو د قربانیو وړ نهده.
قاسم د لبنان حکومت ته په خطاب کې وویل: «د امریکايي منځګړي پر ځای د بل منځګړي په لټه کې شئ. امریکا بېپلوه نهده».
د حزبالله مشر همداراز له عربي او اسلامي هېوادونو له مشرانو او د دغو هېوادونو له خلکو وغوښتل چې د یووالي لپاره هڅې وکړي او د سیمې د تحولاتو او نښتو پر وړاندې د «نندارچیانو» په توګه پاتې نهشي.
