• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په نایجر کې وسله والو پر هوايي ډګر او ولسمشرۍ ماڼۍ بریدونه کړي

۷ وږی ۱۴۰۵ - ۲۹ اګست ۲۰۲۶، ۱۲:۱۸ GMT+۱

د نایجر په پلازمېنه نیامي کې د شنبې په سهار هوايي ډګر او ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې د څو ساعتونو لپاره درنې ډزې او چاودنې وشوې. رویټرز د څلور سرچینو په حواله ویلي چې برید یاغي سرتېرو کړی او امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، د سهار تر ۸ بجو پورې د نایجر دولتي ټلوېزیون او راډیو له فعالیت څخه لوېدلي وو، خو حکومت خلکو ته د ارامۍ سپارښتنه کړې او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونه د وضعیت د کابو کولو توان لري.

د نایجر یوې امنیتي سرچینې او د بُن نړیوال مرکز د شخړو د مطالعاتو لوړپوړي څېړونکي ایوان ګیچوا ویلي، برید څو ساعته دوام وکړ او د سویل لوېدیځ اوالام، تیرا او دوسو سیمو سرتېرو پکې برخه لرله.

د نایجر یوې بلې امنیتي سرچینې رویټرز ته ویلي چې «ترهګرو» پر هوايي ډګر برید کړی او هڅه یې کړې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ امنیتي کمربند مات کړي.

د نایجر د مشورتي شورا غړي او د ساحلي هېوادونو د اتحاد (AES) په پارلمان کې مرستیال، بانا واګانا ابراهیم، پر فېسبوک ویلي چې بریدګرو پر ۱۰۱ پوځي اډې برید کړی، خو امنیتي ځواکونو بېرته د هغې کنټرول ترلاسه کړی دی.

هغه دا پېښه « ترهګریز برید» بللی او ویلي یې دي چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

نایجر د یورانیمو، تېلو او سرو زرو مهمې زیرمې لري او د ۲۰۲۳ کال د جولای له کودتا وروسته د پوځي چارواکو له خوا اداره کېږي. په دې کودتا کې ولسمشر محمد بازوم له واکه لرې شو.

نایجر، د ګاونډیو بورکینا فاسو او مالي په څېر، له القاعدې او اسلامي دولت سره تړلو وسله والو له بریدونو سره مخ دی.

ډېر لیدل شوي

د امریکا پخوانۍ ډېپلوماټه: افغانستان نور د واشنګټن د بهرني سیاست لومړیتوب نه دی
۱

د امریکا پخوانۍ ډېپلوماټه: افغانستان نور د واشنګټن د بهرني سیاست لومړیتوب نه دی

۲

د اسلام‌اباد د عالي محکمې قاضي ویلي «افغانستان دښمن هېواد دی»

۳

ډېمن مک‌وېلسن: د افغانستان د ډیموکراسۍ کیسه د طالبانو په بیا واکمنېدو پای ته نه ده رسېدلې

۴

طالبان په واخان کې اسماعیلي وګړي په زور اړ باسي چې د دوی ځواکونو ته د سون‌توکي برابر کړي

۵

افغان ایواک: ۸۴ سلنه امریکایان د امریکايي ځواکونو د افغان همکارانو پر ملاتړ ټینګار کوي

•
•
•

نور خبرونه

روغتیا نړیوال سازمان: په اوکراین کې پر روغتیايي مرکزونو د بریدونو شمېر له ۳۲۰۰ واوښت

۷ وږی ۱۴۰۵ - ۲۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۳۱ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمانوايي، پر اوکراین د روسیې د پراخ یرغل له پیل راهیسې د دغه هېواد پر روغتیايي مرکزونو ۳۲۰۵ بریدونه شوي چې له امله یې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا زیانمنه شوې ده.

په اوکراین کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي یارنو هابېخت د جمعې په ورځ، د تازه شپنیو بریدونو وروسته، ویلي چې یوازې په ۲۰۲۶ کال کې د بشري مرستو پر زېرمتونونو ۲۰ بریدونه ثبت شوي چې له ډلې یې په ۱۳ زېرمتونونو کې طبي وسایل او درمل ساتل کېدل.

هابېخت ویلي، د جولای په میاشت کې په کییف او د اګست په میاشت کې په دنیپرو کې د روغتیا نړیوال سازمان پر زېرمتونونو بریدونو د پام وړ اندازه درمل او طبي وسایل له منځه وړي چې د شاوخوا ۲۲۵ زره کسانو د مرستې لپاره برابر شوي وو.

نوموړي زیاته کړې: «په دغو سختو او خطرناکو شرایطو کې هم د روغتیا نړیوال سازمان او شریکان یې د بشري مرستو رسولو، روغتیايي مشورو او د اوکراین د روغتیايي نظام د ملاتړ لړۍ روانه ساتلې ده.»

لېرې سیمو ته د روغتیايي مرستو رسول

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د روان کال له پیل راهیسې یې د ملګرو ملتونو له نورو ادارو سره په ګډه ۹ بشري کاروانونه او د ملګرو ملتونو ۲۲ ګډ کاروانونه لېرې او سخت‌رسېدونکو سیمو ته استولي دي.

د دغو کاروانونو له لارې تر ۵۰ ډېرو مېشت‌ځایونو ته درمل، طبي وسایل او نور روغتیايي توکي رسېدلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په ملاتړ په تېرو اتو میاشتو کې د اوکراین په اوو سیمو کې لومړنیو روغتیايي ټیمونو ۱۳ زره او ۱۳۰ روغتیايي مشورې ورکړې دي. همداراز، په هغو سیمو کې چې درملتونونه فعال نه دي، سږ کال شاوخوا ۲۸ زره او ۴۰۰ کسانو ته د عام استعمال درملو بستې وېشل شوې دي.

هابېخت وايي، دغه سازمان د اوکراین له ۳۰۰ څخه د زیاتو روغتیايي مرکزونو، په ګډون له لومړنیو روغتیايي مرکزونو، روغتونونو، لابراتوارونو او د ناروغانو د لنډمهاله انتقال له مرکزونو سره د طبي وسایلو او توکو په برابرولو کې مرسته کړې چې له لارې یې شاوخوا درې میلیونه کسان له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د یوه تازه څېړنې پر بنسټ وايي، د اوکراین له څلورمې برخې څخه ډېرو ډاکټرانو او نرسانو د خپګان له اختلال سره ورته نښې ښودلې او له هرو پنځو روغتیايي کارکوونکو څخه یوه کې د اضطراب نښې لیدل شوې دي.

هابېخت ویلي: «زموږ دنده دا ده چې د هغو کسانو لپاره چې د خلکو مرسته کوي او ژوندونه ژغوري، د رواني ملاتړ اضافي لارې او وسایل برابر کړو.»

د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیايي کارکوونکو د رواني ملاتړ لپاره د امبولانس کارکوونکو په روزنیزو پروګرامونو کې د رواني لومړنۍ مرستې او له ځان سره د پاملرنې مهارتونه هم شامل کړي دي. د معلوماتو له مخې، له ۱۱ سیمو څخه تر ۴۰ ډېرو متخصصینو په دې روزنه کې ګډون کړی دی.

ملګري ملتونه: د مرستو پر زېرمتونونو بریدونه پراخېږي

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک ویلي، د پنجشنبې له ورځې تر جمعې سهاره په اوکراین کې د بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۲ ملکي کسان وژل شوي او له ۶۵ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) هم ویلي چې د کییف په سیمه کې یې پر یوه زېرمتون برید شوی او بشري مرستې پکې له منځه تللې دي؛ هغه توکي چې د ژمي له رارسېدو مخکې د اړمنو خلکو د مرستې لپاره ساتل کېدل.

دوجاریک ویلي، دا بریدونه «د یوې پراخې لړۍ برخه» دي او یوازې په روانه میاشت کې په اوکراین کې د بشري مرستو اړوند لږ تر لږه شپږ زېرمتونونه د بریدونو له امله زیانمن شوي دي.

هغه یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوتېرېش غوښتنه تکرار کړې چې په اوکراین کې دې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره بېړني ګامونه واخیستل شي او په پایله کې دې سمدستي، بشپړ او بې‌قیدوشرطه اوربند رامنځته شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د ۲۰۲۷ کال بودجه ۱۶ سلنه کمېږي؛ د زرګونو بستونو د کمولو پلان

۷ وږی ۱۴۰۵ - ۲۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۰۲ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د ۲۰۲۷ کال لپاره خپله پلان شوې بودجه ۱۶ سلنه راکمه کړې او د دایمي کاري بستونو شمېر یې نږدې ۳۵۰۰ نور هم کمولو ته چمتووالی نیولی. دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې د نړۍ د بې‌ځایه شویو کسانو شمېر د لا زیاتېدو اټکل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د اسنادو او د غونډې د ګډونوالو په حواله، د کډوالو ادارې د ۲۰۲۷ کال لپاره ۷،۱۴ میلیارده ډالره بودجه اټکل کړې، په داسې حال کې چې د تېر کال پلان شوې بودجه ۱۰،۶ میلیارده ډالره وه. د راپور له مخې، دا به په تېرو لسو کلونو کې د ادارې تر ټولو ټیټه پلان شوې بودجه وي.

د بودجې په اسنادو کې راغلي چې تېر کال د ادارې په بودجه کې ۱۶ زره او ۱۲۶ کاري بستونه شامل وو، چې روان کال ۱۲ زره او ۵۱ بستونو ته راکم شوي او د ۲۰۲۷ کال لپاره یې د ۸ زره او ۵۴۰ بستونو وړاندیز شوی دی. په دغو شمېرو کې موقتي او قراردادي کارکوونکي نه دي شامل.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې چارواکو دغه تازه پلان د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو له استازو سره شریک کړی دی. درې دیپلوماتانو، چې په غونډه کې حاضر وو، د دغو معلوماتو پخلی کړی دی.

خو د کډوالو ادارې یوه ویاند ویلي، د بستونو د شمېر دغه کموالی باید په مستقیم ډول د ۳۵۰۰ کسانو د دندو له لاسه ورکولو په معنا ونه ګڼل شي، ځکه د تېرو کلونو په بودجو کې شامل ډېری بستونه هېڅکله نه وو ډک شوي.

نوموړي ویلي، د ادارې بودجه د اړتیاوو او تمویل د اټکل پر بنسټ جوړېږي او اداره تل هغه اندازه مالي مرستې نه ترلاسه کوي چې په لومړنیو بودجو کې یې اټکل شوې وي.

د کډوالو ادارې ویاند زیاته کړې چې د مالي محدودیتونو له امله دغه اداره لا دمخه په ۲۰۲۵ کال کې د خپلو کارکوونکو شمېر د پام وړ کم کړی او اوس هم د داسې اصلاحاتو پر پلان کار کوي چې ښايي تر زر پورې نور کارکوونکي اغېزمن کړي.

د نوموړي په وینا، دا اصلاحات د ادارې د لګښتونو کمولو، د کارونو چټکولو او حساب‌ورکونې د پیاوړتیا لپاره ترسره کېږي.

د کډوالو ادارې مالي ستونزې په داسې حال کې زیاتې شوې چې د امریکا په ګډون د یو شمېر مهمو مرسته‌کوونکو هېوادونو مالي مرستې کمې شوې دي.

امریکا تېر کال د کډوالو ادارې تر ټولو لویه مرسته‌کوونکې وه او له ۸۰۰ میلیونو ډالرو ډېرې مرستې یې ورسره کړې وې، خو د راپور له مخې د امریکا مرسته سږ کال شاوخوا ۱۱۰ میلیونو ډالرو ته راټیټه شوې ده.

د کډوالو اداره چې د دویمې نړیوالې جګړې له پای وروسته د جګړو او تاوتریخوالي له امله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شویو خلکو د ملاتړ لپاره جوړه شوې، تر ډېره د حکومتونو او نورو مرسته‌کوونکو له رضاکارانه مالي مرستو تمویلېږي.

د راپور له مخې، د بودجې او کارکوونکو وروستي کمښتونه په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې د نړۍ په کچه د بې‌ځایه شویو او کډوالو د شمېر د زیاتېدو تمه ده او بشري مرستو ته اړتیا هم مخ پر لوړېدو ده.

د کډوالو ادارې د لګښتونو د کمولو لپاره په جنوبي افریقا کې یو دفتر هم تړلی او هڅه کوي خپل مرکزي دفتر په جنیوا کې یوې ارزانه ودانۍ ته ولېږدوي.

رویټرز: اسراییل لوېدیځه غاړه کې د حماس یو غړی او د هغه دوه ملګري وژلي دي

۷ وږی ۱۴۰۵ - ۲۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۱:۰۸ GMT+۱
100%

رویټرز خبري اژانس وایي،‌ اسراییل په لوېدیځه غاړه کې د یوه هوایي برید په ترڅ کې د حماس ډلې یو غړی او د هغه دوه ملګري وژلي دي. د اسراییل پوځ او سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، چې دغه هوایي برید د جمعې په ورځ د لوېدیځې غاړې په شمال کې د جنین په سیمه کې یو موټر په نښه کړی دی.

حماس ډلې هم تایید کړې، چې په دغه برید کې وژل شوی کس قیس بیتاوي نومېده او د دوی د ډلې غړی وو. د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې هم دغه کس خپل غړی بللی او د اسراییل دغه برید یې غندلی دی.

د اسراییل پوځ په یوې اعلامیه کې ادعا کړې، چې قیس بیتاوي پر اسراییلي ملکیانو او امنیتي ځواکونو د بریدونو په تنظیمولو، تمویل او ترسره کولو کې لاس درلود. د پوځ په وینا، دغه کس په غزه او له هېواده بهر د حماس له نورو غړو سره نږدې اړیکې درلودې.

بل‌خوا د فلسطین سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې تر هوایي برید وروسته اسراییلي ځمکني ځواکونه سیمې ته ننوتل، روغتیايي کارکوونکي یې د لنډ وخت لپاره ونیول او روغتون ته یې د مړو او ټپیانو له لېږدول کېدو مخنیوی وکړ.

د اسراییل پوځ تر اوسه د سرې میاشتې د دغو څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

له دې سره سم، په غزه کې د جمعې په ورځ (د وږي ۶مه) د اسراییل په درېیو جلا هوایي بریدونو کې لږ تر لږه پنځه فلسطینیان وژل شوي دي. د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، په دغو پېښو کې د دیرالبلاح سیمې ته نږدې یو برید شامل دی چې په‌کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي. همدارنګه په غزه ښار کې پر یوه موټرسایکل برید او یو بل جلا برید کې دوه نور فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ د دغو بریدونو په اړه هم سمدستي تبصره نه‌ده کړې.

دا بریدونه په داسې حال کې کېږي، چې په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې د اسراییلي ښارګوټي مېشتو بریدونه او د اسراییل د پوځ عملیات زیات شوي دي. د بشري حقونو د څار سازمان اسراییل تورن کړی، چې په دغو سیمو کې یې جنګي جرمونه او د بشریت ضد جرمونه ترسره کړي او خلک یې په زوره له خپلو کورونو شړلي دي، خو اسراییل دا تورونه رد کړي دي.

  • دا نښتې او بریدونه په غزه کې د سولې او د حماس د بې وسلې کولو لپاره د ډونالډ ټرامپ د طرحې په چوکاټ کې د امریکا د هڅو د دوام پر مهال کېږي. د دغې طرحې له‌مخې، په غزه کې د بشپړ اوربند او د اسراییلي ځواکونو د وتلو په بدل کې به حماس ډله خپلې درنې وسلې او تونلونه یوې ملي کمېټې ته سپاري، خو د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو ټینګار کوي، چې د حماس تر بشپړې بې وسلې کولو پورې به خپل ځواکونه له غزې ونه‌باسي.
  • د فلسطیني سرچینو د معلوماتو له مخې، د غزې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه له ۷۳ زرو څخه زیات کسان وژل شوي دي.

پزشکیان: سیمه کې د امن او ثبات لپاره د افغانستان په ګډون نورو ګاونډیانو سره هوکړې ته رسېږو

۶ وږی ۱۴۰۵ - ۲۸ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۱۸ GMT+۱
100%

د ایران ولسمشر په یوې ټلویزیوني مرکه کې د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا او د بهرنیو فشارونو پر وړاندې پر کورني یووالي ټینګار وکړ. هغه وویل، اداره به یې له افغانستان، پاکستان، عربستان، ترکیې، امارات، قطر، عمان، اذربایجان، ترکمنستان او نورو هېوادونو سره هوکړې ته ورسېږي.

مسعود پزشکیان د جمعې په ورځ (د وږي ۶مه) د ایران له صداوسیما ټلویزیون سره په مرکه کې څرګنده کړه، چې اسلامي جمهوریت هڅه کوي د سیمې له هېوادونو لکه افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې، متحده عربي امارات، قطر، عمان او مصر سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي او په وینا یې، د سیمې هېوادونه باید د ترینګلتیاوو د کمولو او پر اسلامي هېوادونو د اسراییل د بریدونو د مخنیوي لپاره له یو بل سره همکاري وکړي.

هغه د هرمز تنګي د پرانېستلو په اړه له عمان سره وروستي تفاهم ته په اشارې وویل، چې د دغې لارې د پرانېستلو نقشه د سپاه پاسداران، امنیتي او نظامي ځواکونو له خوا ترتیب او د مشرتابه له خوا تایید شوې ده.

هغه زیاته کړه، که دغه لاره په ټاکل شوي چوکاټ کې پرانېستل شي، نو امریکا هم باید د بندیزونو او محاصرې د لرې کولو، پر پتروشیمي او نفتو د محدودیتونو د ختمولو، د کنګل شویو پیسو د ازادولو او په لبنان کې د بریدونو د بندولو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د ایران ولسمشر د ملي امنیت د عالي شورا د پخوانۍ موافقې په اړه وویل، چې د دغې شورا له ۱۳ غړو څخه ۱۲ تنو ورته رایه ورکړې وه او دا یو لویه عقلاني او کارپوهانیزه لاسته راوړنه وه، چې په پایله کې یې د بندیزونو د لرې کېدو او تر ۳۰۰ میلیارد ډالرو پورې د پانګونې د جلبولو زمینه برابره شوې وه. هغه زیاته کړه، چې د دغه تفاهم‌لیک پر بنسټ د لبنان جګړه هم ودرول شوه، خو په هرمز تنګي کې د چوکاټونو د نه رعایت له امله دغه لړۍ بېرته ګډوډه شوه چې اوسمهال پرې بیا خبرې اترې روانې دي.

پزشکیان د هېواد د ډیپلوماسۍ د پیاوړتیا او په دې برخه کې د محسن رضايي د رول یادونه وکړه او ویې ویل، چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ همکاري او یووالی د اسراییل د تېریو د مخنیوي یوازینۍ لاره ده.

هغه د هېواد اقتصادي ستونزو، تورم او د کار نشتوالي ته په اشارې سره وویل، چې د خلکو مشارکت او د رهبرۍ هدایت د دې لامل شو چې د دښمن هغه محاسبې چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د هېواد د ګډوډولو لپاره شوې وې، ناکامې شي او هېواد پر خپلو پښو ودرېږي.

د ۱۴۰۴ کال د کب په میاشت کې د امریکا او اسراییل په یوه ګډ برید کې د علي خامنه‌يي له وژل کېدو وروسته د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ مستقیمه پوځي نښته پیل شوه، چې د ایران حکومتي رسنۍ ورته د درېیمې تحمیلي جګړې نوم ورکړی دی.

په ورته وخت کې، د اسلامي جمهوریت د احصایې د مرکز د راپور له مخې، په دغه هېواد کې د تورم کچه ۶۶ سلنې ته رسېدلې او د ډالر بیه په بې ساري ډول لوړه شوې ده، چې دې چارې پر خدماتو، درملنې او د کورونو پر کرایو سخت اغېز کړی او د هېواد شاوخوا ۳۶ سلنه خلک یې د فقر له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.

د قطر د منځګړیتوب هڅه؛ ټرمپ وايي امریکا له ایران سره خبرې نه کوي

۶ وږی ۱۴۰۵ - ۲۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۱۹ GMT+۱
100%

د قطر لومړی وزیر د پنجشنبې په ورځ تهران ته تللی او هڅه کوي د شپږ مياشتنۍ جګړې وروسته درېدلی ډيپلوماټيک بهیر بیا فعاله کړي. دا سفر په داسې وخت کې شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن اوس مهال له ایران سره خبرې نه کوي.

د روټیرز د خبر له مخي، ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «موږ نه غواړو له هغوی سره خبرې وکړو. موږ د لیدنې یا بل هر ډول ملاقات په لټه کې نه یو.»

دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې سپینې ماڼۍ وویل، د تهران پر وړاندې د امریکا اقتصادي فشارونو کمپاین به تر هغه دوام ولري څو ایران په جدي او ماناداره توګه خبرو ته چمتو شي.

د لویو پوځي عملیاتو بهیر له څو اوونیو راهیسې درول شوی، خو د پراخې سولې د هوکړې یا د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په برخه کې، چې د سمندري لېږد یوه مهمه لار ده ډېر لږ پرمختګ شوی دی.

ټرمپ چې په نومبر میاشت کې د کانګرس د ټاکنو له رانږدې کېدو سره په کور دننه د انرژۍ د لوړو بیو له امله تر سیاسي فشار لاندې دی، پرېکړه کړې چې پر اقتصادي بندیزونو تمرکز وکړي. خو د دغو بندیزونو جدي او پراخ پلي کول به اړ کړي چې د ایران د سوداګریزو شریکانو چین او هند پر وړاندې هم اقدامات وکړي.

رویټرز د قطر بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي، چې په تهران کې د قطر لومړي‌ وزیر شيخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د پنجشنبې په ورځ د ايران له لوړپوړي مذاکراتي پلاوي محمد باقر قاليباف سره په خبرو کې د ډېپلوماسۍ بيا پيل غوښتنه وکړه.

په خبر کې ویل شوي، ايران په بدل کې له سيمه ييزو ګاونډيانو وغوښتل چې امريکا ته اجازه ور نه کړي د هغوی له خاورې څخه د ايران پر ضد پوځي يا اقتصادي بريدونه ترسره کړي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی و چې د ايران د ملي امنيت عالي شورا منشي محسن رضايي د قطر لومړي وزیر ته ویلي، که واشنګټن د ايران پر وړاندې بې ځایه اقدام وکړي، تهران به د امريکا پوځي او اقتصادي ګټو ته ضربه ورسوي.

رضايي ويلي امریکا بايد پر ایران د بندیزونو پای ته رسول، تاوان ورکول او پر بندرونو د محاصرې پای ته رسولو په برخه کې ګام واخلي او د ایران دغه شرطونه پوره کړي.

رضايي وويل: «موږ پر امریکا باور نه لرو؛ هغه څو څو ځله له ډېپلوماسۍ او خبرو سره خيانت کړی دی.»

د سپينې ماڼۍ وياندې کارولين لېوېټ د پنجشنبې په ورځ وويل چې ټرمپ د ايران په برخه کې «ټولې لارې لا هم پر مېز» ساتي.

هغې زياته کړه: «اوس مهال هېڅ خبرې نه دي روانې، او دا به همداسې دوام وکړي تر هغه چې ولسمشر احساس کړي کېدای شي هغوی په معنا لرونکي ډول مېز ته راشي. موږ لا تر اوسه دا نه دي ليدلي.»