د فنلنډ ولسمشر: روسیه به هېڅکله د ناټو پر کوم غړي هېواد د برید جرئت ونهکړي

د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټاب د جرمني له بیلډ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې روسیه به هېڅکله پر ناټو د برید جرئت ونهکړي. هغه زیاته کړه، چې د نړۍ پر وړاندې د دغه پیاوړي نظامي اېتلاف ازمویل هېڅ منطق نهلري او د برید په اړه شته ادعاوې بې بنسټه دي.
الکساندر سټاب په دغې مرکه کې چې د شنبې په ورځ (د وږي ۷مه) خپره شوې، د لوېدیځو چارواکو هغه خبردارۍ هم رد کړې چې ګواکې روسیه ښايي تر ۲۰۲۹ کاله پورې پر ناټو د برید وړتیا ومومي.
هغه وویل، چې د دغو ادعاوو د ثابتولو لپاره هېڅ ډول شواهد او حقایق نهشته او د ناټو د متعارفو وسلو، توغندیو او اټومي وسلو ځواک دومره زیات دی چې برید پرې «ناشونی» دی.
د فنلنډ ولسمشر چې هېواد یې په ۲۰۲۳ کال کې د بېطرفۍ له اوږدمهاله سیاست څخه په تېرېدو له ناټو سره یوځای شو وویل، چې روسیه هڅه کوي د معلوماتي جګړې له لارې په اروپا کې وېره خپره کړي. هغه زیاته کړه، چې د استخباراتي معلوماتو له مخې، مسکو اوسمهال د دې وړتیا نهلري چې له ناټو سره جګړه پیل کړي.
سټاب د اوکراین په جګړه کې د روسیې درنو تلفاتو ته په اشارې سره وویل، چې دغه هېواد هره میاشت شاوخوا له ۳۰ تر ۳۵ زره پورې سرتېري له لاسه ورکوي، په داسې حال کې چې یوازې ۲۷ زره نوي سرتېري جلبولی شي. د هغه په وینا، د سرتېرو د کمښت او پېچلي وضعیت له امله، روسیه هېڅکله نهشي کولای په یوه وخت کې په دوو جبهو کې جګړه وکړي.
د فنلنډ ولسمشر ټینګار وکړ، چې اوکراین اوسمهال د جګړې له پیل راهیسې په تر ټولو پیاوړي دریځ کې دی او د اوکراین بریا د روسیې د ګواښونو پر وړاندې د اروپا لپاره تر ټولو غوره امنیتي تضمین دی.
هغه څرګنده کړه، که اوکراین په دې جګړه کې ماتې وخوري، نو ټوله اروپا به وبایلي، ځکه نو له کیېف څخه د ملاتړ دوام حیاتي ارزښت لري.
