د لیبیا سیالو ډلو په ۲۴ میاشتو کې دننه د ټاکنو پر ترسره کولو هوکړه کړې

د لیبیا د سیالو سیاسي ډلو استازو د یکشنبې په ورځ هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې په دغه هېواد کې له اوږده ځنډ وروسته ملي ټاکنو ته لاره برابره شي. د هوکړې هدف د ټاکنیزو قوانینو پر سر شخړو هوارول او د ملي ټاکنو د ادارې اصلاح بلل شوی.
په لیبیا کې د څه باندې یوې لسیزې شخړې د هواري سیاسي بهیر له هغې وروسته له ځنډ سره مخ دی چې د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر لپاره ټاکل شوې ټاکنې د اصلي نوماندانو د وړتیا پر سر د اختلافونو له امله ونه شوې.
د یکشنبې ورځې د هوکړې د لاسلیک مراسم د لیبیا په پلازمېنه طرابلس کې د ملګرو ملتونو د لیبیا د ملاتړي ماموریت په دفتر کې ترسره شول.
دا هوکړه د «۴+۴» په نوم د کوچنیو خبرو اترو له لړۍ وروسته لاسلیک شوه. په دې بهیر کې د لیبیا له څلورو مهمو ادارو؛ د ملي یووالي حکومت، د دولت عالي شورا، د استازو جرګې او د لیبیا ملي پوځ څخه دوه ـ دوه استازي شامل وو.
د ملي یووالي حکومت د سیاسي چارو او اړیکو وزیر ولید الافي وویل چې پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې باید د۲۴میاشتو په موده کې د یوه واحد اجرایوي واک او متحدو ملي بنسټونو تر چتر لاندې وشي.
په هوکړه کې راغلي، چې که د لیبیا ولسي جرګه او د دولت عالي شورا په یوه میاشت کې دغه تړون تصویب نه کړي، سیاسي ډلې به هڅه وکړي چې د پراخو ملي میکانیزمونو له لارې دا هوکړه په ملي کچه د یوه اساسي سند په توګه تصویب کړي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لارې یې نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي.
لیبیا له ۲۰۱۱ کال راهیسې، چې د ناټو په ملاتړ پاڅون د معمر قذافي حکومت نسکور کړ، له بېثباتۍ او ناامنۍ سره مخ ده.
دغه هېواد په ۲۰۱۴ کال کې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ پر جګړهمارو ډلو ووېشل شو، خو په ۲۰۲۰ کال کې د اوربند له ټینګېدو وروسته په لویه کچه پراخه جګړه نه ده شوې.
