• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي د افغان خبریال بشیر هاتف د زوی عبدالله هاتف د قتل په تړاو یې دوه کسان نیولي دي

۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۲۶ GMT+۱

په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چې د افغان خبریال بشیر هاتف د زوی عبدالله هاتف د قتل په تړاو یې دوه کسان نیولي او پلټنې ترې روانې دي. د هغه په وینا، د نوموړي جسد څو ورځې وړاندې د کابل اتمې حوزې اړوند موندل شوی و.

د طالبانو اړوند رسنۍ حریت راډیو د یکشنبې په ورځ (د وږي ۸مه) د نوموړي په حواله لیکلي، لومړنۍ پلټنې ښيي چې هاتف له څو ملګرو سره د چکر لپاره وتلی و او وروسته یې مړی موندل شوی. په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د نوموړي جسد د معایناتو لپاره عدلي طب ته استول شوی؛ خو د معایناتو پایله لا نه‌ده ترلاسه شوې.
له بګرام زندانه د افغان خبریال بشیر هاتف تر خوشې کېدو یوه اونۍ وروسته د هغه ځوان زوی عبدالله هاتف په «مرموز ډول» وژل شوی او جسد یې پرون طالبانو د هغه کورنۍ ته سپارلی دی.
د هاتف کورنۍ ته نږدې کسانو ویلي، چې عبدالله هاتف د تېرې دوشنبې په ورځ د کابل له میوند جادې څخه نادرکه شوی و.
د افغانستان د خبریالانو مرکز شاوخوا یوه اونۍ وړاندې اعلان کړی و، چې خبریال بشیر هاتف له بګرام زندانه د یو کال بند له تېرولو وروسته خوشې شوی او له خپلې کورنۍ سره په کابل کې یوځای شوی دی.

ډېر لیدل شوي

مجاهد: غواړو په افغانستان کې د امریکا سفارت بېرته پرانیستل شي
۱

مجاهد: غواړو په افغانستان کې د امریکا سفارت بېرته پرانیستل شي

۲

محمودخان اڅکزی: د پښتونخوا، بلوچستان او افغانستان د خلکو ستونزې له یو بل سره تړاو لري

۳

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ بندښت د چرګانو د روزنې صنعت سخت اغېزمن کړی

۴

په بلوچستان کې د جبري لادرکه شویو کسانو د قضیو شمېر نږدې ۱۷زرو ته رسېدلی

۵

د ویزې د محدودیتونو له امله د بشري حقونو فعاله په اکسفورډ پوهنتون کې له زده‌کړو پاتې شوه

•
•
•

نور خبرونه

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ یوه نه‌هېرېدونکې سزا؛ زرمینه د ۳۰زره کسانو پر وړاندې ووژل شوه

۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۳۰ GMT+۱
100%

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال په کابل کې د یوې افغانې مېرمنې زرمینې اعدام چې نږدې ۲۷ کاله وړاندې د زرګونه کسانو پر وړاندې ترسره شو، یو ځل بیا د افغانستان د ښځو د حقونو په اړه اندېښنې راپارولې دي.

زرمینه چې د اووه اولادونو مور وه، د ۱۹۹۹کال د نومبر پر ۱۶مه د کابل المپیک لوبغالي ته یووړل شوه او د شاوخوا ۳۰زره نندارچیانو په وړاندې په ډزو ووژل شوه. د هغې د اعدام پټه ویډیو د ښځو د حقونو فعالانو له‌خوا له افغانستان نه بهر ولېږدول شوه او په نړۍواله کچه یې پراخ غبرګونونه راوپارول.
ډيلي میل ورځپاڼې په خپل راپور کې چې (د وږي ۸ مه) خپور کړی ویلي، چې زرمینه په ۱۶ کلنۍ کې له علاالدین خوازک سره واده کړی و. نوموړی د پولیسو افسر و او وروسته یې د خپلې مېرمنې او د هغې د لوڼو پر وړاندې له سخت تاوتریخوالي کار اخیست.
راپور کاږي، زرمینه او د هغې مشره لور نجیبه د کورني تاوتریخوالي له دوام وروسته د علاءالدین د وژلو پلان جوړ کړ. د راپورونو له مخې، دوی هغه په نشه‌يي توکو یا د خوب په ګولیو بې‌هوښه کړ، خو زرمینې ونه توانېده چې هغه ووژني او نجیبې د یوه څټک پر مټ هغه وواژه.
وروسته زرمینه او نجیبه د طالبانو له‌خوا ونیول شوې. د راپورونو له مخې، زرمینه د دوو ورځو لپاره په سخت ډول ووهل شوه او بالاخره یې د خپل مېړه د وژنې اعتراف وکړ. نوموړې شاوخوا درې کاله په زندان کې وساتل شوه او وروسته یې د خپلې لور د رول په اړه هم معلومات ورکړل.
د راپور له مخې، د زرمینې دوه لوڼې نجیبه او شایسته او زوی یې هېواد د هغې د مېړه ورور ته وسپارل شول او وروسته نجیبه او شایسته په خوست کې یوه کس ته وپلورل شوې. خوست هغه مهال د طالبانو له مهمو مرکزونو او د القاعدې د روزنیزو کمپونو له سیمو څخه و.
زرمینې هغه مهال فکر کاوه، چې ښايي د وهلو ټکولو سزا ورکړل شي. د راپورونو له مخې، نوموړې د اعدام له خبرتیا مخکې له دې چې لوبغالي ته یووړل شي، درې جوړه جامې د خپلې بورقې لاندې اغوستې وې، ځکه فکر یې کاوه چې ښايي سل درې ووهل شي.
کله چې زرمینه لوبغالي ته ورسېده، د موټر په وسیله دوه ځله د لوبغالي شاوخوا وګرځول شوه. په نندارچیانو کې د هغې ماشومان هم وو. ځینو کسانو د هغې د ژغورلو غوښتنه کوله؛ خو د طالبانو له‌خوا د اعدام پرېکړه له مخکې اعلان شوې وه.
د راپور له مخې، زرمینه د اعدام پرمهال له سختې وېرې سره مخ وه او حتی د ګونډې وهلو توان یې نه درلود. وروسته د یوه کلاشینکوف په ډزو په سر ووېشتل شوه. د هغې جسد شاوخوا ۲۰ ورځې د کابل په وزیر اکبر خان روغتون کې پاتې شو او وروسته د کابل په خیرخانې مېنې کې په یوه بې‌نښانه قبر کې خاورو ته وسپارل شوه.
د افغانستان د بشري حقونو بنسټ «رواداري» مشره شهرازاد اکبر وایي، د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ پرمهال هم د ښځو د حقونو د محدودولو او د سختو مجازاتو د عملي کېدو په اړه اندېښمنوونکي راپورونه شته.
اغلې اکبر وایي، د دوی ادارې د ښځو د حقونو د محدودېدو یو دوامدار بهیر ثبت کړی او د معلوماتو پر لاسرسي د محدودیتونو له امله ښايي ځینې سختې او غیرانساني سزاوې له خلکو او نړۍوالې ټولنې پټې پاتې شي.
د هغې په وینا، طالبان په وروستیو کلونو کې د عامه وهلو ټکولو او نورو مجازاتو ډېری موارد له عامه سترګو لرې کوي او د ویډیو او تصویر اخیستنې مخه هم نیسي چې له امله یې د بشري حقونو د سرغړونو مستندول لا ستونزمن شوي دي.
راپور کې ادعا شوې، چې د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ پرمهال د ښځو پر زده‌کړو، کار، عامه فعالیتونو او بیان ازادۍ پراخ محدودیتونه لګېدلي دي. د راپور له مخې، د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي او د ماشومانو د ودونو په اړه هم سختې اندېښنې مطرح شوې دي.
د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندویه ماموریت د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۱کال راهیسې په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۲ اعدامونه ثبت شوي دي؛ خو د ښځو د اعدام په اړه یې کومه پېښه نه‌ده ثبت کړې.
د بشري حقونو فعالان اندېښنه لري، که د ښځو پر وړاندې ورته سختې سزاوې د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ پرمهال هم ترسره کېږي، د معلوماتو پر محدودیتونو سربېره ښايي د نړۍوالو له سترګو پټې پاتې شي.

امیر خان متقي: طالبان له امریکا سره د اړیکو عادي کېدل غواړي

۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۱:۱۰ GMT+۱
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي چې د طالبانو حکومت له متحده ایالاتو سره د اړیکو عادي کېدل غواړي او له واشنګټنه یې غوښتي چې د طالبانو له ادارې سره له «تقابلي چلند» څخه لاس واخلي.

متقي د جاپان له کیودو خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې دواړه لوري کولی شي خپلې اړیکې «د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ» تنظیم کړي.

دغه مرکه د شنبې په ورځ، د وږي په اوومه، خپره شوې ده. متقي ویلي چې طالبان اوس مهال له نورو هېوادونو سره د اړیکو پراخولو ته لومړیتوب ورکوي او د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل یې «وروستۍ موضوع» بللې، چې د هغه په وینا، اوسمهال بیړنی لومړیتوب نه لري.

هغه له امریکا غوښتي چې د افغانستان په اړه خپله تګلاره د هغه څه په پام کې نیولو سره بیا وارزوي چې متقي یې د طالبانو واکمني بللې ده.

تر اوسه روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی. لویدیځ هېوادونه د نجونو پر زده‌کړو بندیز، د ښځو د کار مخنیوی او د بشري حقونو نور موارد له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو له مهمو خنډونو څخه ګڼي.

د سیمې هېوادونو هم، سره له دې چې له طالبانو سره یې اړیکې او همکارۍ پراخې کړې دي، تر اوسه د دې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. طالبانو بیا له یو شمېر هېوادونو سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړې او د افغانستان د ځینو سفارتونو او قونسلګریو کنټرول یې په واک کې اخیستی دی.

متقي د نجونو د زده‌کړو د راتلونکي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، منځنیو او لوړو زده‌کړو ته د نجونو د بېرته ستنېدو لپاره کومه مشخصه نېټه وړاندې نه کړه.

هغه د مرکې په بله برخه کې د افغانستان او جاپان اړیکې «تاریخي او نږدې» وبللې او د جاپان له حکومته یې وغوښتل چې په توکیو کې د افغانستان د سفارت د فعالیت د بیا پیل زمینه برابره کړي.

د متقي په وینا، د افغانستان سفارت د طالبانو د نویو ډیپلوماتانو د منلو پر سر د اختلافاتو له امله د روان لمریز کال د سلواغې په میاشت کې خپل فعالیت درولی و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې هم له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې له امریکا غوښتي وو چې د افغانستان د کانونو، بندونو او سړکونو په برخه کې پانګونه وکړي.

متقي له روسیې سره د طالبانو د پوځي او تخنیکي همکاریو د تړون په اړه ویلي چې د دغه تړون موخه د روسي جوړو شویو وسلو ترمیم او ساتنه ده.

هغه ټینګار کړی چې دا همکاري «د کوم ځانګړي هېواد پر ضد» نه ده. متقي د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه د یوې پوښتنې له ځوابولو ډډه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان سره د اړیکو په اړه ویلي چې د طالبانو حکومت له اسلام‌اباد سره د اختلافاتو د هواري لپاره د خبرو اترو ملاتړ کوي.

هبت‌الله علیزی: د جمهوري نظام سقوط د افغان ځواکونو د نه جګړې له امله نه و

۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۱:۰۲ GMT+۱
100%

د افغانستان د تېر جمهوري نظام لوی درستیز جنرال هبت‌الله علیزی وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو پر وړاندې جګړه کړې او د جمهوري نظام سقوط د دې لپاره نه و چې پوځیانو له جګړې ډډه کړې وه.

علیزي له «سي‌بي‌اېس» ټلوېزیون سره په مرکه کې، چې د افغانستان څخه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو د پنځمې کلیزې په مناسبت خپره شوې، ویلي چې لسګونه زره افغان سرتېري د جګړو پر مهال وژل شوي دي.

هغه د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د جمهوري نظام د سقوط یو لامل یې د افغان ځواکونو د جګړې نه کولو په توګه یاد کړی و، ویلي: «موږ وجنګېدو. لکه څنګه چې مې ویلي، سل زره سرتېري مو د هېواد او نړۍ د دفاع لپاره د ترهګرو پر وړاندې له لاسه ورکړل.»

نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو له لوري د پخواني افغان پوځ د ماتې ادعا هم سمه نه ده او افغان ځواکونو تر هغه وخته چې یې امکانات درلودل، د جګړې توان او وړتیاوې کارولې دي.

علیزي په دې مرکه کې د کابل د سقوط په وروستیو ورځو کې د حکومت د دفاعي تدابیرو په اړه هم خبرې کړي او ویلي یې دي چې کله د ۱۴۰۰ کال د زمري په وروستیو کې د دفاع وزارت د مشرۍ په کچه د کابل د دفاع موضوع مطرح شوه، د پلازمېنې لپاره له مخکې چمتو شوی دفاعي پلان موجود نه و.

هغه ویلي: «۲۳ اسد و. تمه مې لرله چې د دفاع وزارت په کچه به له مخکې د کابل د امنیت یا دفاع لپاره یو پلان موجود وي.»

د علیزي په وینا، ده تر دې مخکې هم د طالبانو د چټک پرمختګ د مخنیوي لپاره یوه طرحه جوړه او دفاع وزارت ته استولې وه، خو د حکومت د پرېکړو بهیر ورو و او د طالبانو پرمختګ په چټکۍ روان و.

هغه ویلي: «موږ انتخابونه لرل، خو وخت زموږ په ګټه نه و. هر څه ډېر په چټکۍ روان وو.»

د دغه پخوانی لوی درستیز وايي، د اشرف غني او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو له هېواد څخه تر وتلو وروسته یې هم باور درلود چې د طالبانو پر وړاندې د پوځي مقاومت امکان لا شته.

علیزي همداراز ویلي چې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د داعش خراسان ډلې له ځانمرګي برید وړاندې یې د دغه برید د پلان په اړه معلومات ترلاسه کړي او له امریکايي لوري سره یې شریک کړي وو.

هغه وايي، د جمهوري نظام له سقوط وروسته امریکا ته تللی او اوس د واشنګټن په شاوخوا کې ژوند کوي.

علیزي د کابل د سقوط د ورځو په اړه ویلي چې تر ټولو دردوونکې موضوع ورته د هغو افغان سرتېرو د کورنیو فکر و چې د جګړو پر مهال وژل شوي وو.

هغه ویلي: «دا موضوع مې له دننه خوري. د هغو کورنیو لپاره مې هېڅ ځواب نه درلود او نه پوهېدم چې څنګه به ورسره مخ شم.»

د افغانستان جمهوري نظام د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه، وروسته له هغه سقوط وکړ چې طالبانو په دوحه کې د امریکا له حکومت سره تړون لاسلیک کړ او په چټک پوځي پرمختګ سره کابل ته ننوتل. طالبانو د اګست په لسو ورځو کې د ۳۴ ولایتونو له ډلې ۳۳ مرکزونه ونیول او د کابل له ننوتلو وروسته وروستی ولسمشر اشرف غني له هېواده ووت.

د امریکا او ناټو د ځواکونو وروستی حضور هم د همدې تحول په ترڅ کې پای ته ورسېد او وروستی امریکايي سرتېری د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۳۰مه له افغانستان ووت. ملګرو ملتونو ویلي چې د اګست له ۱۵مې تر ۳۱مې پورې د کابل هوايي ډګر د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د زرګونو افغانانو د وتلو د هڅو اصلي مرکز و.

فقر او د نجونو ښوونځیو تړل کېدل؛ افغانستان کې له زړو سړیو سره کم‌عمره نجونو ودونه زیات شوي

۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۵۸ GMT+۱
100%

په تېرو ۲ ورځو کې هلمند کې یوه ۶ کلنه نجلۍ د ۲۰۰ زره کلدارو په بدل کې یوه ۶۰ کلن سړي ته او یوه ۸ کلنه نجلۍ بیا ۸۰ کلن سړي ته په نکاح ورکړې شوې وې. نړۍوالو بنسټونو تر دې مخکې ویلي، چې د نجونو ښوونځيو د تړل کېدو او د فقر د ډېرښت له امله د کم عمره نجونو د ودونو ګراف ډېر لوړ شوی دی.

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر مسوولینو د شنبې په ورځ (د وږي ۷مه) وویل، چې د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یوه ۸ کلنه ماشومه نجلۍ د هغې د کورنۍ له لوري له یوه ۸۰ کلن سړي سره د نکاح‌ لپاره ټاکل شوې وه.

دغه دفتر په همدې تړاو په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د نادعلي ولسوالۍ د امربالمعروف امریت «د هڅو په پایله کې د اته کلنې نجلۍ د اجباري نکاح مخنیوی وشو».

د یاد دفتر مسوولینو د یکشنبې په ورځ (د وږي ۸مه) بیا د یوې بلې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې یوه ۶ کلنه ماشومه نجلۍ د ۲۰۰ زره کلدارو په بدل کې یوه ۶۰ کلن سړي ته په نکاح ورکړ شوې وه.

خبرپاڼه کاږي، د دغې ماشومې پلار چې پر نشه‌يي توکو روږدی دی په خپله خوښه خپله لور د یادو پیسو په بدل کې یاد ۶۰ کلن سپين‌ږیري بوډا ته ورکړې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ګرمسېر ولسوالۍ د امربالمعروف امریت د غړو له خبرېدو او په تړاو یې له څېړنو وروسته څرګنده شوه، چې یاده ۶ کلنه ماشومه نجلۍ یاد ۶۰ کلن کس ته په نکاح ورکړل شوې ده او زیاتوي: «د موضوع د قانوني څېړنې او د ماشومې د ژغورنې په موخه قضیه اړوندې ابتداییه محکمې ته ولېږل شوه. محکمې د قضیې له څېړلو وروسته یاده نکاح فسخه او د دواړو لورو ترمنځ یې تفریق راوست».

د څارونکو په باور، دا یوازې دوه پېښې دي، چې د طالبانو د مشر په ګاونډي ولایت هلمند کې رسنیزې شوي، نو په نور هېواد کې به څه حال وي. دغه څارونکي په کوچني عمر کې د نجونو ورکړه بې‌وزلي او له ښوونځيو منع کېدل په ګوته کوي. دوی زیاتوي، په افغانستان کې اوس د فقر او بېکارۍ او همداراز د کورنۍ د پاتې غړو د ژوند د بقا لپاره ځينې کورنۍ خپلې لوڼې په کم‌عمر هغه هم د پیسو په بدل کې ورکوي.

100%

طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې نجونې زده‌کوونکې له شپږم ټولګي پورته د «امر ثاني» په نوم له زده‌کړو منع کړې. دغې ډلې بیا شاوخوا یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه.

یونېسف ویلي، دمګړۍ په افغانستان کې څه باندې ۲ اعشاریه ۴ میلیونه نجونې د زده‌کړو له دوامه محرومې شوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به دغه شمېر ۴ میلیونو ته ورسېږي.

یونېسف وېره څرګنده کړې، چې د دې حالت دوام په جبري توګه د ودونو تر څنګ په کم عمرۍ کې د نجونو د ودولو لپاره لاره پرانېزي چې د هغوی پر روغتیایي او رواني وضعیت بدې اغېزې لرلی شي.

د دغه سازمان د اټکل له مخې، د دې بندیز له امله به هر کال ۱۶۰۰ میندې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړي او تر ۳۵۰۰ زیات نوي زیږېدلي ماشومان به مړه شي.

100%

د یونېسف اجراییوي مشرې کاتریل رسل ویلي، «پوهنه په ژوند کې یوازې فرصتونه نه برابروي، بلکې نجونې له کم عمره ودونو، خوارځواکۍ او نورو روغتیايي ستونزو څخه هم ساتي».

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې هم ویلي، چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ماشومانو او د کم عمره نجونو د ودونو کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده. دغه اداره وايي، دغه لړۍ د وړو نجونو د امېندوارۍ کچه لوړوي چې په پایله کې د مېندو د مړینې لامل کېږي.

د دغې ادارې په وینا، ډېرې کورنۍ د فقر او همداراز د زده‌کړو یا د کار نشتوالي له امله د کوچنیو لوڼو ودول د ژوند د بقا لاره بولي. ملګرو ملتونو ویلي، چې دې کار د ښځو او ماشومانو پر روغتیا خورا ناوړه اغېزه کړې ده.

د یادې ادارې د اټکل له مخې، په روان ۲۰۲۶ کاله کې به په افغانستان کې د کم عمره مېندو د امېندوارۍ کچه ۴۵ سلنه ډېره شي او د مېندو د مړینې ګواښ به تر ۵۰ سلنې هم لوړ شي.

دغه اداره زیاتوي، هغه نجونې چې له زده‌کړو پاتې کېږي، ډېری یې د جبري ودونو او تر واده وروسته په همدې کوچنیوالي کې د امېندوارۍ له ګواښ سره مخ کېږي.

په راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د نجونو د طب او قابلګۍ په څانګو کې پر زده‌کړې بندیز د ښځینه روغتیایي مسلکي کارکوونکو روزنې د وروستۍ هیلې لاره هم وتړله.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، د دغې لړۍ په پایله کې به په افغانستان کې داسې ښځينه نسل پاتې شي، چې زده‌کړې به نه‌لري، په کوچنیوالي کې به واده شوې وي او د مرګ له جدي ګواښ سره به مخ وي.

100%

د دغې ادارې په وینا، که په افغانستان کې د ښځو حقونه، زده‌کړه او روغتیا لومړیتوب ونه لري، افغانستان به د ځوان نسل د ضایع کېدو او د پرمختګ له‌مخې له ګواښ سره مخ شي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغې ډلې د مشرانو له لوري د ودونو او په ځانګړې توګه د کم عمره نجونو په زور ودونه زیات شوي دي.

د ملا هبت‌الله اخوندزاده له امر سره سره چې طالبان به له دویم، درېیم او څلورم واده څخه ډډه کوي، خو ډېری طالب چارواکي د ملا هبت‌الله له دغه حکم څخه سرغړونه کړې او ځینو یې په زور او د نجونو له خوښې پرته ودونه کړي او اوس د طالبانو په ډله کې څو ودونه عامه خبره ده.

تحلیل: د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ افغانستان د ځپنې او نړیوالې انزوا ترمنځ درولی

۸ وږی ۱۴۰۵ - ۳۰ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۴۶ GMT+۱
100%

یورېشیا ریویو په یوه تحلیلي مقاله کې وایي، د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته له هم افغانستان له سیاسي انزوا، ټولنیزو محدودیتونو او د بشري حقونو له اندېښنو سره مخ دی او د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه د طالبانو د حکومت د نړیوال مشروعیت پر وړاندې له اساسي خنډونو دي.

«یورېشیا ریویو» د ایرا سرور یوه تحلیلي مقاله خپره کړې چې په کې نوموړې د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ ارزونه کړې او لیکلي یې دي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل له نیولو وروسته د امنیت، ثبات او ټول‌شموله حکومتولۍ ژمنې کړې وې، خو د نوموړې په وینا، عملي وضعیت له دغو ژمنو سره په ټکر کې دی.

سرور د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار، تګ راتګ او په عامه ژوند کې پر ګډون محدودیتونو ته په اشارې ویلي چې دا محدودیتونه یوازې د بشري حقونو موضوع نه ده، بلکې د افغانستان د راتلونکي اقتصادي، ټولنیز او سیاسي پرمختګ لپاره هم جدي ستونزه ده.

هغې ویلي: «یو هېواد هغه مهال اقتصادي، ټولنیز او سیاسي پرمختګ نه شي کولی چې د نفوس نیمایي برخه یې په بشپړ ډول له ملي ژوند څخه له ګډون کولو منع وي.»

سرور زیاتوي چې د طالبانو محدودیتونه د ښځو له حقونو ور هاخوا هم غځېدلي او د خبریالانو، د بشري حقونو د مدافعانو او مدني ټولنې پر فعالیتونو فشارونه د حساب‌ورکونې بهیر کمزوری کړی دی.

د مقالې له مخې، د طالبانو د حکومت بله مهمه ستونزه د سیاسي جوړښت غیر ټول‌شموله والی دی. نوموړې وايي، طالبان د پراخ سیاسي بهیر له لارې نه، بلکې د پوځي ځواک له لارې واک ته رسېدلي او د هېواد سیاسي واک لا هم د طالبانو د مشرتابه په لاس کې متمرکز دی.

سرور ټینګار کړی چې «د خاورې کنټرول له مشروعیت سره یو شی نه دی» او مشروع حکومت باید د خلکو استازیتوب، اساسي حقونه، حساب‌ورکونه او په عامه چارو کې د ګډون زمینه برابره کړي.

نوموړې د کاناډا او اسټرالیا دریځونو ته په اشارې ویلي، دغه هېوادونه د طالبانو له نړیوال عادي کېدو سره د بشري حقونو او ټول‌شموله حکومتولۍ موضوع تړلې بولي او د طالبانو پر ځینو چارواکو یې بندیزونه او د سفر محدودیتونه هم ساتلي دي.

سرور همداراز د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ترهګرو ډلو فعالیتونه او د افغانستان د خاورې د احتمالي استفادې موضوع لا هم د نړیوالې ټولنې لپاره د اندېښنې وړ ده.

هغې خبرداری ورکړی چې د افغانستان ناامني یوازې کورنۍ پایلې نه لري، بلکې د کډوالۍ، نشه‌یي توکو، ترهګرۍ او پولو د باندې وسله‌والو فعالیتونو له لارې پر پاکستان، ایران، د منځنۍ اسیا هېوادونو او نورو سیمو هم اغېز کولی شي.

خو سرور ټینګار کوي چې یوازې نړیواله انزوا د افغانستان ستونزې نه شي حلولی او نړیواله ټولنه باید له یوه لوري پر طالبانو د بشري حقونو په برخه کې فشار وساتي او له بلې خوا ډاډ ترلاسه کړي چې بشري مرستې افغانانو ته رسېږي.

د نوموړې په باور، د طالبانو پر وړاندې اساسي پوښتنه دا ده چې ایا دغه ډله کولای شي له «زور پر بنسټ واکمنۍ» څخه داسې حکومتولۍ ته واوړي چې پر مشروعیت ولاړه وي.

سرور ویلي: «امنیت له ازادۍ پرته نازک دی، ثبات له ټول‌شمولیت پرته لنډمهالی دی او حاکمیت له حساب‌ورکونې پرته د تلپاتې سولې ضمانت نه شي کولی.»

نوموړې په پای کې لیکلي چې که طالبان د افغانستان لپاره نړیواله پېژندنه او دوامداره راتلونکی غواړي، باید د ټولو افغانانو حقونه خوندي، د سیاسي ګډون زمینه برابره او د افغانستان خاوره د ترهګرۍ د مرکز له ګرځېدو څخه خوندي کړي.