د ایران د زرغون ګوند عمومي منشي حسین کنعانيمقدم وايي چې د طالبانو تګلارې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو له لوري د منلو وړ نه دي او د افغانستان د اوسني وضعیت دوام کولی شي په سیمه کې ناامني نوره هم زیاته او د کډوالۍ څپه پراخه کړي.
هغه زیاته کړه چې طالبانو لا هم په نړیوال نظام کې رسمي ځای نه دی ترلاسه کړی.
کنعانيمقدم له ایراف رسنۍ سره په خبرو کې وویل چې د دې سازمان غړي هېوادونه اندېښنه لري چې د افغانستان اوسنی وضعیت به د دغه هېواد کړکېچ لا ژور کړي او ګاونډیو هېوادونو ته د افغان وګړو د لا زیاتې کډوالۍ زمینه برابره کړي.
دغه ایراني سیاسي څېره زیاته کړه چې په افغانستان کې ناامني کولی شي له پاکستان، ایران، د منځنۍ اسیا له هېوادونو او چین سره د افغانستان پولو ته هم وغځېږي. د هغه په وینا، له همدې امله افغانستان لا هم د شانګهای د همکارۍ سازمان لپاره یو مهم امنیتي موضوع ده.
هغه همداراز ادعا وکړه چې ښايي متحده ایالات په راتلونکي کې افغانستان ته د بېرته ستنېدو هڅه وکړي او له دغه هېواده د چین، ایران او د سیمې د نورو هېوادونو د مهارولو لپاره کار واخلي.
د کنعانيمقدم په وینا، افغانستان د ستراتېژیک پلوه د واشنګټن لپاره مهم ارزښت لري، ځکه د دغه هېواد جغرافیایي موقعیت امریکا ته دا زمینه برابروي چې د چین د «کمربند او لارې» پروژې د پراخېدو مخه ونیسي او د چین او ایران اړیکې هم محدودې کړي.
تر دې وړاندې، د ایران «جمهوري اسلامي» ورځپاڼې هم د «پر طالبانو د پنځو کلونو باور بیه» تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې خبرداری ورکړی و چې، په داسې حال کې چې امریکا د روسیې او ایران په دوو جبهو کې له ستونزو سره مخ ده، ښايي له طالبانو څخه د خپلو سیالانو پر ضد ګټه واخلي.
د کنعانيمقدم څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې د شانګهای د همکارۍ سازمان غړو هېوادونو په خپلې وروستۍ غونډه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ او دا یې په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ترلاسه کولو یوازینۍ لار وبلله.
د شانګهای د همکارۍ سازمان غړو همداراز د یوه خپلواک، بېطرفه، سولهییز او له ترهګرۍ، جګړې او نشهیي توکو څخه د پاک افغانستان پر ملاتړ ټینګار وکړ.
هغه بدخشان له ستراتېژیک پلوه مهم وباله او ویې ویل چې دغه ولایت له تاجکستان، پاکستان او چین سره ګډه پوله لري او د واخان دهلېز له لارې د افغانستان یوازینۍ پوله له چین سره هم په همدې ولایت کې موقعیت لري.
کافي په خپله مقاله کې لیکلي دي: «بدخشان له تاجکستان، پاکستان او چین سره د ګډې پولې له امله د منځنۍ او جنوبي اسیا د نښلېدو په یوه مهمه سیمه کې موقعیت لري. له وسلهوالو مخالفو ډلو سره د طالبانو مخامخ کېدل په داسې سیمهییزو شرایطو کې روان دي چې ډېر پېچلي دي.»
کافي په دوام کې خبرداری ورکړی چې «معاصر تاریخ څو ځله ښودلې چې په افغانستان کې بېثباتي په ندرت سره د دغه هېواد تر پولو دننه پاتې کېږي. له همدې امله، په بدخشان کې د روانو پېښو درک کول او دا معلومول چې د دغه ولایت بدلونونه پر ګاونډیو هېوادونو څه ډول اغېز کولی شي، د هرې جدي سیمهییزې ستراتېژۍ لپاره ډېر ارزښت لري.»
امریکا د خپلو وګړو ساتنه، د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې مبارزه او په افغانستان کې د نیول شویو امریکايي وګړو خوشې کېدل خپل لومړیتوبونه بولي. واشنګټن طالبان تورن کړي چې د امریکايي وګړو له نیولو څخه د خبرو اترو پر مهال د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.
په مقابل کې، چین او روسیه له طالبانو سره د اړیکو پر دوام او افغانستان ته د اقتصادي او پراختیايي مرستو پر رسولو ټینګار کوي او د دغو مرستو له بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو له حقونو سره مشروط کولو سره مخالفت کوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا هم د بحث له نورو مهمو موضوعاتو څخه ده. د امنیت شورا په وینا، که څه هم د دواړو لورو ترمنځ د پراخو نښتو شدت کم شوی، خو د کابل او اسلاماباد اړیکې لا هم ترینګلې دي.
د پولې په سیمو کې د وسلهوالو ډلو فعالیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او لېږد رالېږد ګډوډېدل د دغو ترینګلتیاوو د دوام له مهمو لاملونو څخه بلل شوي دي.
پاکستان طالبان تورنوي چې په افغانستان کې یې تحریک طالبان پاکستان ته پناه ورکړې ده. طالبان دا تور ردوي او په مقابل کې اسلاماباد تورنوي چې د افغانستان پر ملکي سیمو یې بریدونه کړي دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې دننه ناامني هم د دغه هېواد له جدي ننګونو څخه بللې ده.
بيبيسي په خپل یو تازه راپور کې افغانستان ته په نږدې درېیو کلونو کې له ایران او پاکستان نه د ۶مېلیونه کډوالو د بېرته ستنېدو، د هغوی د ناوړه بشري وضعیت، د ښځو او نجونو د راتلونکي او پخوانیو پوځیانو د امنیتي ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.
په راپور کې هغه ستونزو ته هم اشاره شوې، چې راستنېدونکي افغانستان ته تر ستنېدو وروسته د خپل ژوند د بیا پیلولو پرمهال ورسره مخ دي. د بيبيسي د راپور له مخې، مېلیونونه افغانان په تېرو څو لسیزو کې د پناه، کار او اقتصادي فرصتونو لپاره پاکستان او ایران ته تللي وو، اوس د دغه دواړو هېوادونو له لوري پر بېاسناده کډوالو د فشارونو له زیاتېدو سره د افغانانو د بېرته ستنېدو بهیر چټک شوی دی.
بيبيسي د کډوالو چارو د عالي کمیشنرۍ په حواله ویلي، چې له درېیو کلونو په کمه موده کې شاوخوا شپږ مېلیونه افغانان له پاکستان او ایران نه افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي. ملګري ملتونه دغه بهیر بېساری بولي او وایي، ډېری راستنېدونکي داسې مهال افغانستان ته راګرځي چې د سرپناه، کار او لومړنیو اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.
راپور کاږي، یوازې سږکال له پاکستان او ایران نه شاوخوا یو مېلیون نور افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا، دغه بهیر یوازې پر بېاسناده کډوالو محدود نهدی؛ بلکې د قانوني اسنادو لرونکو افغانانو د اېستلو په اړه هم اندېښنې شته.
د راپور له مخې، ډېری راستنېدونکي له افغانستان نه د لسیزو راهیسې بهر اوسېدلي او ځینې یې ان په افغانستان کې زېږېدلي هم نهدي، له همدې امله یوشمېر کورنۍ له راستنېدو وروسته له سرپناه، کار، عاید او د ژوند لومړنیو امکاناتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د راپور له مخې، د لارو په شاوخوا کې د ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو له لوري لنډمهاله پنډغالي جوړ شوي؛ څو راستنېدونکو ته د لنډې مودې لپاره سرپناه برابره شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره ټینګار کوي، چې د کډوالو بېرته ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او له انساني کرامت سره سم ترسره شي.
په راپور کې د ښځو او نجونو وضعیت هم د اندېښنې وړ بلل شوی، په ځانګړي ډول د طالبانو له لوري پر زدهکړو او د ښځو پر عامه ژوند د محدودیتونو له امله. د راپور له مخې، د پاکستان او ایران له لوري راستنېدونکې ښځې او نجونې ښايي له هغو محدودیتونو سره مخ شي چې په افغانستان کې د دوی پر زدهکړو او ټولنیز حضور لګېدلي دي.
د یونېسف د معلوماتو له مخې، شاوخوا یو مېلیون ماشومان په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره مخ دي. راپور همداراز د هغو پخوانیو افغان امنیتي سرتېرو او دولتي کارکوونکو امنیتي اندېښنې رااخلي، چې له پاکستان او ایران نه افغانستان ته ستانه شوي دي. د راپور له مخې، یو شمېر دغه کسان د خپل راتلونکي او امنیت په اړه اندېښمن دي.
بيبيسي په خپل راپور کې زیاتوي، چې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو محدودیتونه د افغانستان له نړۍوالو اړیکو سره له مهمو ننګونو څخه دي او د نړۍوالې ټولنې له لوري د مرستو او ملاتړ پر جلبولو هم اغېز کوي.