• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هبت الله اخوندزاده: په علماوو هم نظام جوړېږي او هم خرابېږي

۱۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۱:۵۰ GMT+۱

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په کندهار کې د مدرسو له علماوو او مدیرانو سره په یوه سیمینار کې ویلي، چې د ټولنې اصلاح د علماوو دنده ده. نوموړي ویلي:«د انبیاوو او صحابه‌وو پر ځای نن ورځ علما مقرر دي».

دطالبانو له خوا په خپره شوې اعلامیې کې راغلي چې د دغې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده په کندهار کې د مدرسو له علماوو او مسولینو سره په سیمینار کې وویل، علما د ټولنې د اصلاح او د طالبانو د «شرعي نظام» د ساتنې مسولیت لري او باید د زده کوونکو پر عقیده، اخلاقو او علمي روزنه تمرکز وکړي.

نوموړي د یادې ډلې دیني عالمان له نبیانو سره ورته بللې دي او ویلي یې دي:«د انبیاوو او صحابه‌وو پر ځای نن ورځ علماء کرام مقرر دي، علماء کرام به د اسلام او دین لپاره مبارزه کوي».

د طالبانو مشر علما د ټولنې د اصلاح مسولین وبلل او ویې ویل چې هغوی باید خلک په اصولو پوه کړي، اخلاق یې ور جوړ کړي، له ټولنې فساد ختم کړي او منکرات له منځه یوسي.

نوموړي له علماوو وغوښتل چې د طالبانو د «شرعي نظام» ساتنه وکړي.

اخوندزاده وویل: «په تاسو علماوو هم نظام جوړېږي او هم خرابېږي.» هغه له علماوو وغوښتل چې د راتلونکي نسل پر روزنه تمرکز وکړي، ځکه د نوموړي په وینا، د مدارسو اوسني زده کوونکي به د سبا مسولین او د نظام پر مخ وړونکي وي.

نوموړي د زده کوونکو د عقیدې، ذهن، اخلاقو او علمي روزنې پر ښه والي ټینګار وکړ او له علماوو یې وغوښتل چې د درس، کتاب او مطالعې په برخه کې د زده کوونکو علاقه زیاته کړي، د روزنې کیفیت ښه کړي، د طالبانو فرمانونه ورته تشریح کړي او فقهي مجلسونو ته وده ورکړي.

هبت الله اخوندزاده علم د اسلام او د انسانانو د ژوند لپاره حیاتي وباله او ویې ویل چې د علم پرته انسان په نړۍ کې ژوند او پرمختګ نه شي کولای.

د اعلامیې له مخې، ټولو ګډونوالو علماوو له هبت الله اخوندزاده سره خپل بیعت بیا تازه کړ او ژمنه یې وکړه چې د طالبانو د «شرعي نظام» د حاکمیت لپاره به هڅې کوي.

ډېر لیدل شوي

د محدودیتونو تر سیوري لاندې؛ په سوېلي ولایتونو کې یوازې درې ښځینه متخصصې ډاکټرانې پاتې دي
۱
ځانګړی

د محدودیتونو تر سیوري لاندې؛ په سوېلي ولایتونو کې یوازې درې ښځینه متخصصې ډاکټرانې پاتې دي

۲

د حقاني شبکې د ځانمرګو د مرکز لومړنی ژوندی پاتې غړی د «جنرالۍ» رتبه غواړي

۳

پاکستان د ټرانس‌-افغان رېل‌پټلۍ پروژې د چټکولو غوښتنه وکړه

۴

شاه محمود میاخېل: د افغانستان لپاره باید د وسله‌والې جګړې پر ځای فکري مبارزه پیاوړې شي

۵

د خوست په دولتي ادارو کې د امریکا پر سفارت د برید کوونکي د «وصیت» تابلوګانې وځړول شوې

•
•
•

نور خبرونه

طالبانو په تېر یو کال کې د څه باندې ۳۱زره سوالګرو له راټولولو خبر ورکړی دی

۱۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۵۴ GMT+۱
100%

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې په تېر لمریز کال کې یې له ښارونو څخه ۳۱زره او ۴۹۸ سوالګر راټول کړي دي. نوموړي دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۱مه) د طالبانو د حکومت د لاسته راوړنو په اړه په یوې خبري ناسته کې کړې دي.

طالبانو د خپل ‍مشر هبت‌الله اخوندزاده په لارښوونه په ټول افغانستان کې د سوالګرۍ د مخنیوي او د سوالګرو د راټولولو لپاره یو کمېسیون جوړ کړی دی. د راپورونو له مخې، دغه کمېسیون سوالګر پېژني، نیسي او ترې پوښتنې کوي.

د نړۍوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بې‌وزلۍ او لوږې کچه په څرګند ډول لوړه شوې ده. د خوړو نړۍوال پروګرام تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې د ژمي پرمهال تر ۱۷ مېلیونو ډېر افغانان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي.
یادې ادارې ویلي و، چې د لوږې څپه په اندېښمنوونکي کچه په ټول افغانستان کې خپرېږي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال شاوخوا ۲۳ مېلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

کارپوهان وايي، د طالبانو تر واک لاندې د کاري فرصتونو او اقتصادي فعالیتونو د نشتوالي له امله یوشمېر افغانان اړ شوي چې سوالګرۍ ته مخه کړي.

نیول، د وسلو موندل او د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه

د طالبانو ویاند په خپلو څرګندونو کې د یادې ډلې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو د فعالیتونو په اړه هم شمېرې وړاندې کړې. د مجاهد په وینا، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په تېرکال کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې څه باندې ۴۶زره عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۱۳زره او ۳۲۶ کسان نیول شوي او ۲زره او ۱۵۹ ټنه نشه‌يي توکي کشف شوي دي.

هغه همداراز ادعا کړې، چې په همدې موده کې ۲۱زره او ۵۶۹ هکټاره ځمکه د نشه‌يي توکو له کښت څخه پاکه شوې او د دغه توکو د تولید ۵۳۳ کارخونې له‌منځه وړل شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبانو د خپلو عملیاتو پرمهال شاوخوا ۳زره میله سپکې او درنې وسلې، لسګونه زره مرمۍ او یوشمېر مخابراتي او پوځي تجهیزات کشف او ضبط کړي او ۸۰۴ کسان یې د قاچاق په تور نیولي دي.

د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا ادعا

مجاهد د طالبانو د ادارې د سیاسي او بهرنیو فعالیتونو په اړه وویل، چې د سیمې د هېوادونو نظر د یادې ډلې په اړه مثبت شوی او د دوی اقتصادي او سیاسي اړیکې پراخې شوې دي. د هغه په وینا، په کویټ، برلین او د جرمني په بن کې د طالبانو سیاسي استازولۍ پرانیستل شوې یا خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

هغه همداراز وویل، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په تېر یوه کال کې د بهرنیو وګړو لپاره ۲۰۳زره او ۶۹۳ ویزې صادرې کړې دي.

د امریکا لپاره جنګېدلي افغان متحدین اوس د دغه هېواد د کډوالۍ ادارو له‌خوا نیول کېږي

۱۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۴:۰۲ GMT+۱
100%

د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې له‌خوا د یوه پخواني افغان سرتېري تر نیول کېدو وروسته د نوموړي مړینې د هغه افغانانو د برخلیک په اړه اندېښنې راپارولې، چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره اوږه په اوږه کار او جګړه کړې وه.

د محمد نذیر پکتیاوال کورنۍ وايي، نوموړی د روان کال په مارچ میاشت کې د امریکا د کډوالۍ ادارې ونیوو او تر نیول کېدو څه کم ۲۴ ساعته وروسته د ټېکساس ایالت په یوه روغتون کې مړ شو.
د نذیر ورور نصیر ا‌ې‌بي‌سي نيوز ته ويلي، د خپل ورور مړینه ورته لاهم د باور وړ نه‌ده. د نوموړي د کورنۍ د معلوماتو له مخې، نذیر د شپږو اولادونو پلار و او شاوخوا نهه کاله یې په افغانستان کې له امریکايي ځانګړو ځواکونو سره کار کړی و. پخواني امریکايي همکاران یې نوموړی یوازې ژباړن نه؛ بلکې د جګړې یو اتل بولي.
د نذیر ورور نصیر وايي، هغه مهال چې نذیر له خپل موټر څخه د ماشومانو د ښکته کولو لپاره ور ووت، د کډوالۍ ادارې څو موټرونه راغلل او یوشمېر کسانو هغه ونیوه. نوموړی وايي، دوی له چارواکو غوښتنه کوله چې نذیر دې له ځانه سره نه وړي.
د هغه د کورنۍ په وینا، نذیر وروسته له توقیف ځای څخه خپلوانو ته زنګ وهلی و. هغوی فکر کاوه، چې ښايي نوموړی خوشې او کور ته ولېږل شي؛ خو تر یادې تېلیفوني اړیکې لږ وروسته هغه روغتون ته ولېږدول شو او د بلې ورځې سهار مړ اعلان شو.
د امریکا د کډوالۍ ادارې ویلي، چې د نذیر د بشري استوګنې لنډمهاله اجازه پای ته رسېدلې وه او له همدې امله د هغه د نیولو قانوني زمینه برابره شوې وه. یادې ادارې ویلي، چې نذیر د نیول کېدو پرمهال د خپلې ناروغۍ یا نورو پخوانیو روغتیايي ستونزو په اړه معلومات نه‌‌و ورکړي.
د ټېکساس د طبي معایناتو د راپور له مخې، د نذیر مړینه تصادفي بلل شوې او د یوه انټي‌بیوټیک له امله حساسیت، د سالنډۍ له اختلاطاتو سره یو ځای د هغه د مړینې اصلي لاملونه ښودل شوي دي. په راپور کې د مېتامفیتامین استعمال هم د مړینې له مرسته کوونکو عواملو څخه یاد شوی دی.
خو د نذیر کورنۍ د نشه‌يي توکو د استعمال ادعا ردوي. خپلوان یې وايي، دوی هڅه کړې وه چې چارواکو ته د هغه د سالنډۍ دوا ورسوي؛ خو د دوی غوښتنو ته پام نه‌دی شوی. د نذیر خپلوان وايي، نوموړي روغتون ته تر لېږد مخکې څو ځله د ساه لنډۍ ستونزې له امله د مرستې غوښتنه کړې وه.
د نذیر ورور نصیر د امریکا د حکومت پر چلند نیوکه کوي او وايي، چې د هغه ورور خپل ژوند د امریکا په ملاتړ کې تېر کړ؛ خو اوس یې کورنۍ د هغه د مړینې له امله د خیانت احساس کوي.
هغه وايي: «زما ورور د دغه هېواد لپاره خپل ژوند قرباني کړ». د راپور له مخې، د امریکا له لوري په ۲۰۲۱کال کې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته زرګونه هغه افغانان چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی و، د طالبانو له احتمالي غچ سره مخ شول.
د افغان اېواک بنسټګر او د امریکا پخوانی سمندري سرتېری شانوان ډایور وايي، له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته شاوخوا ۲۰۰زره افغانان امریکا ته رسېدلي دي؛ خو یوشمېر یې لاهم د کډوالۍ په اوږدو او پېچلو بهیرونو کې بند پاتې دي.
د هغه په وینا، ان هغه افغانان چې له امریکايي ځواکونو سره یې اوږه په اوږه جګړه کړې او خپل ژوند یې په خطر کې اچولی، په ډېرو مواردو کې د عادي کډوالو په توګه د کډوالۍ له بهیر سره مخ شوي دي.
د افغانانو د کډوالۍ د قضیو ملاتړي وايي، د امریکا د کډوالۍ په تګلارو کې بدلونونو د زرګونه افغانانو راتلونکی له ناڅرګندتیا سره مخ کړی دی. دوی وايي، په واشنګټن کې د یوه افغان وګړي له لوري له مرګوني برید وروسته د افغان کډوالۍ پر قضیو څار او ارزونه لاسخته شوې او د ګڼو غوښتنلیکونو د پاتې کېدو لړۍ اوږده شوې ده.
د افغان متحدینو د ملاتړ ډلې وايي، نذیر یوازینی افغان نه‌دی چې د کډوالۍ له چارواکو سره له ورته ستونزې سره مخ شوی. د سیدنثار نوري په نوم یو بل پخوانی ژباړن هم نیول شوی و؛ خو وروسته یې د ځانګړې کډوالۍ ویزې له لارې د امریکا د پاتې کېدو اجازه ترلاسه کړه.
د دغه پېښو له امله یوشمېر افغانان چې د امریکا له ځواکونو سره یې د افغانستان په جګړه کې مرسته کړې، اوس په امریکا کې د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي. ځینې یې له رسنیو سره له خبرو ډډه کوي، ځکه وېره لري چې څرګندونې یې د کډوالۍ پر دوسیو اغېز وکړي.
د نذیر کورنۍ وايي، د کډوالۍ د سیاستونو له بحثه مهمه موضوع د دوی لپاره د یوه مېړه، پلار، ورور او هغه انسان له لاسه ورکول دي چې باور یې درلود امریکا به له افغان متحدینو سره خپلې ژمنې عملي کړي.
د هغه ورور نصیر وايي، اوس د ده لپاره تر ټولو لویه پوښتنه دا ده چې نذیر او نورو افغان متحدینو د امریکا لپاره د خپل ژوند د قربانولو په بدل کې په حقیقت کې څه ترلاسه کړل.

د سي‌ای‌اې پخوانی مشر: امریکا باید له افغانستان څخه وتلې نه وای

۱۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۱:۰۳ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني قوماندان او د سي‌ای‌اې پخواني مشر ډېوېډ پټریوس ویلي، امریکا او متحدان یې اړ نه وو چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه ووځي. هغه وویل، دې پرېکړې د افغانستان امنیتي ځواکونه کمزوري کړل او د دغه هېواد د پوځ د نړېدو بهیر یې چټک کړ.

پټریوس د سې‌شنبې په ورځ د بریتانیا د مشرانو جرګې په غونډه کې د وینا پر مهال وویل، دی له دې خبرې سره موافق نه دی چې د افغانستان جګړه یوازې د دې لپاره پای ته رسېدلې وای چې ډېره اوږده شوې وه. هغه وویل: «زما له نظره، موږ اړ نه وو چې په هغه وخت کې چې ټاکل شوې وه له افغانستانه ووځو، له دغه هېواده وتلي وای. زه همداراز باور لرم چې په بنسټیز ډول باید داسې مو نه وای کړي.»

پټریوس وویل، یوازې د جګړې اوږدېدل په خپله د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره بسنه کوونکی دلیل نه دی. د هغه په وینا، اصلي پوښتنه دا ده چې د جګړې د دوام انساني او مالي بیه له هغه هدف سره، چې جګړه یې د ترلاسه کولو لپاره روانه ده، څومره برابره ده.

هغه د خپلې دې لیدلوري د روښانه کولو لپاره د افغانستان جګړه د ویتنام له جګړې سره پرتله کړه. پټریوس وویل، د ویتنام جګړه د مرګ‌ژوبلې او مالي لګښت له پلوه داسې پړاو ته رسېدلې وه چې دوام ورکول یې ستونزمن وو؛ خو په ۱۳۹۹ کال کې د افغانستان حالت توپیر درلود او د لوېدیځ پوځي شتون تر ډېره محدودې او د دوام وړ کچې ته رسېدلی و.

د هغه په وینا، له وروستي وتلو مخکې شاوخوا ۲۵۰۰ امریکايي سرتېري او ۸۵۰۰ ائتلافي ځواکونه په افغانستان کې مېشت وو. پټریوس وویل، لوېدیځو ځواکونو هغه مهال نور تر ډېره په لومړۍ کرښه کې جګړه نه کوله، بلکې د هغوی دنده سلا، روزنه، ملاتړ او د هغو امکاناتو برابرول وو چې افغان امنیتي ځواکونو لا هم په یوازې ځان نه شوای برابرولی.

هغه زیاته کړه چې طالبانو په هغه وخت کې د افغانستان هېڅ لوی ښار په خپل واک کې نه درلود.

د طالبانو د بندیانو پر خوشې کولو نیوکه

پټریوس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې د طالبانو د زرګونو بندیانو پر خوشې کولو هم نیوکه وکړه. هغه وویل، د افغانستان پر حکومت باید فشار نه وای راوړل شوی چې شاوخوا ۵۵۰۰ طالب بندیان خوشې کړي؛ په ځانګړي ډول د داسې یوه تړون لپاره چې په پای کې د امریکايي ځواکونو له افغانستانه په وتلو تمام شو.

د ۱۳۹۸ کال د کب په ۱۰مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې په تړون کې هوکړه شوې وه چې تر پنځو زرو پورې طالب بندیان به د افغانستان د حکومت د زرګونو بندیانو په بدل کې خوشې کېږي، چې شمېر یې یو زرو کسانو ته رسېده. د اشرف غني حکومت په لومړي سر کې د تړون له دې برخې سره مخالفت وکړ، خو په پای کې زرګونه طالب بندیان خوشې شول.

د قراردادیانو وتل او د افغانستان هوايي ځواک ته زیان

پټریوس وویل، د لوېدیځو قراردادیانو وتل هم د افغانستان د امنیتي ځواکونو د کمزوري کېدو له مهمو لاملونو څخه وو.

د هغه په وینا، د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هم‌مهاله له ۱۵ زرو څخه ډېرو لوېدیځو قراردادیانو هم افغانستان پرېښود. دغو کسانو د هغو پرمختللو امریکايي الوتکو او چورلکو د ساتنې او د الوتنې لپاره د چمتو ساتلو مهمه برخه پر غاړه لرله چې افغان ځواکونو ته سپارل شوې وې.

پټریوس وویل، څرګنده وه چې د دغو قراردادیانو له وتلو سره به د افغانستان هوايي ځواک د خپلې تخنیکي وړتیا یوه مهمه برخه له لاسه ورکړي.

هغه زیاته کړه چې دغو الوتکو او چورلکو د شاوخوا ۳۵ زرو افغان کومانډو ځواکونو د لېږد لپاره حیاتي ارزښت درلود. کومانډو ځواکونه به د هېواد بېلابېلو سیمو ته استول کېدل، څو له افغان پوځ او پولیسو سره د طالبانو د بریدونو پر وړاندې مرسته وکړي.

د پټریوس په وینا، کله چې د الوتکو د ساتنې او ترمیم زمینه له منځه ولاړه، د کومانډو ځواکونو د چټک لېږد وړتیا هم په سختۍ سره کمه شوه. په پایله کې، دغو ځواکونو نور نه شوای کولی چې پر وخت جګړه‌ییزو سیمو ته ورسېږي او د پوځ او پولیسو له ځواکونو ملاتړ وکړي.

هغه وویل، د دې وړتیا له منځه تلو د افغانستان د پخواني حکومت د پوځي ستراتېژۍ له مهمو بنسټونو څخه یو له منځه یووړ او د امنیتي ځواکونو د نړېدو بهیر یې لا چټک کړ.

یوازې د عسکرو شمېر پوځي ځواک نه شي ټاکلی

پټریوس د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل، د یوه پوځي ځواک وړتیا یوازې د سرتېرو، الوتکو، بېړیو یا وسلو د شمېر له مخې نه شي سنجول کېدای.

د هغه په وینا، د قوماندې او ادارې څرنګوالی، لوژستیک، استخبارات، ټکنالوژي، صنعتي وړتیا او مسلکي اړیکې هم هغه عوامل دي چې ټاکي یو پوځ تر کومې کچې کولی شي له خپلو امکاناتو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۱۳۹۸ کال د کب په ۱۰مه د دوحې تړون له افغانستانه د امریکايي او د هغوی د متحدو ځواکونو د پړاو په پړاو وتلو ته زمینه برابره کړه. په بدل کې، طالبانو ژمنه وکړه چې له ترهګرو ډلو سره به مبارزه کوي او د افغانانو ترمنځ به د سولې خبرو ته کېني. د افغانستان پخوانی حکومت په هغو خبرو کې چې د دغه تړون د رامنځته کېدو لامل شوې، ګډون نه درلود.

د تړون له لاسلیک وروسته، له امریکايي او ائتلافي ځواکونو سره د طالبانو مستقیمې نښتې په څرګند ډول کمې شوې، خو د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د دغه ډلې بریدونه زیات شول. طالبانو د تړون له لاسلیک یوازې څو ورځې وروسته پر افغان ځواکونو خپل بریدونه بېرته پیل کړل.

د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو او د دوحې د تړون یو شمېر نیوکه کوونکو ویلي چې د امریکايي ځواکونو د وتلو ژمنې، د پوځي او هوايي ملاتړ کمېدو او د طالبانو د زرګونو بندیانو خوشې کېدو د افغانستان حکومت او امنیتي ځواکونه کمزوري کړل.

د طالبانو د بندیانو خوشې کول هم د دغه تړون له تر ټولو لانجمنو برخو څخه وو. د پخواني حکومت یو شمېر چارواکو او امنیتي ځواکونو ویلي چې ځینې خوشې شوي بندیان بېرته د طالبانو لیکو ته ورغلل او جګړې ته ستانه شول.

د دوحې له تړون وروسته په میاشتو کې، طالبانو خپل ډېری پوځي فشار د افغانستان پر امنیتي ځواکونو متمرکز کړ، په داسې حال کې چې له امریکايي او ائتلافي ځواکونو سره د دغه ډلې مستقیمې نښتې نږدې په بشپړه توګه درېدلې وې.

دې وضعیت د افغانستان پر پخوانیو حکومتي ځواکونو دروند فشار راوړ او د ۱۴۰۰ کال په اوړي کې د بهرنیو ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته، د افغانستان حکومت په لنډ وخت کې ړنګ شو.

د هډسن بنسټ څېړونکی: نړۍ باید له طالبانو او د هغوی له مخالفو ډلو سره اړیکې ولري

۱۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۶ GMT+۱
100%

د امریکا د هډسن څېړنیز بنسټ مشر څېړونکی لوک کافي په یوه مقاله کې ویلي چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د اړیکو تر څنګ، د دې ډلې له مخالفو ډلو، په ځانګړي ډول د مقاومت او ازادۍ جبهو سره هم اړیکې ولري.

کافي په «عرب نیوز» وېبپاڼه کې په خپره شوې مقاله کې، په بدخشان کې د نښتو زیاتېدو ته په اشارې ویلي چې د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ملي مقاومت جبهې او د جنرال یاسین ضیا په مشرۍ د افغانستان د آزادۍ جبهې په وروستیو میاشتو کې په دغه ولایت کې د طالبانو پر مورچلو بریدونه کړي دي.

هغه وویل، د دغو دوو ډلو ترڅنګ، ځینې وړې سیمه‌ییزې ډلې، لکه «سپاهي مېهن» هم د طالبانو پر وړاندې فعالیت کوي او له جمعه‌خان فاتح، چې د طالبانو پخوانی قوماندان دی، سره نښتو په بدخشان کې د طالبانو امنیتي ستونزې لا زیاتې کړې دي.

د کافي په لیکنه، طالبان د دغو ډلو د مخنیوي لپاره اړ شوي چې د افغانستان له نورو سیمو څخه سلګونه جنګیالي بدخشان ته ولېږدوي.

هغه بدخشان له ستراتېژیک پلوه مهم وباله او ویې ویل چې دغه ولایت له تاجکستان، پاکستان او چین سره ګډه پوله لري او د واخان دهلېز له لارې د افغانستان یوازینۍ پوله له چین سره هم په همدې ولایت کې موقعیت لري.

کافي په خپله مقاله کې لیکلي دي: «بدخشان له تاجکستان، پاکستان او چین سره د ګډې پولې له امله د منځنۍ او جنوبي اسیا د نښلېدو په یوه مهمه سیمه کې موقعیت لري. له وسله‌والو مخالفو ډلو سره د طالبانو مخامخ کېدل په داسې سیمه‌ییزو شرایطو کې روان دي چې ډېر پېچلي دي.»

کافي په دوام کې خبرداری ورکړی چې «معاصر تاریخ څو ځله ښودلې چې په افغانستان کې بې‌ثباتي په ندرت سره د دغه هېواد تر پولو دننه پاتې کېږي. له همدې امله، په بدخشان کې د روانو پېښو درک کول او دا معلومول چې د دغه ولایت بدلونونه پر ګاونډیو هېوادونو څه ډول اغېز کولی شي، د هرې جدي سیمه‌ییزې ستراتېژۍ لپاره ډېر ارزښت لري.»

هغه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ د ګواښ په وروستي راپور استناد کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه لا هم د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا لپاره، یو ګواښ دی.

د هډسن څېړنیز بنسټ دغه څېړونکي د طالبانو له وسله‌والو مخالفانو سره د نړیوالې ټولنې پر هغه څه نیوکه کړې چې ده یې «لږه پېژندنه او لږه اړیکه» بللې ده.

کافي باور لري چې «له طالبانو سره د وسله‌والو مخالفانو پېژندنه او اړیکه په نه باور کېدونکې کچه کمه ده. په داسې حال کې چې نړیوال سیاستوال له افغانستان سره د خپلې تګلارې د جوړولو په حال کې دي، د جګړې د یوه لوري غوښتنې، انګېزې، وړتیاوې او سیاسي موخې تر ډېره لا هم ناپېژندل شوې پاتې دي.»

هغه لیکلي چې که نړیواله ټولنه له طالبانو سره، چې د افغانستان د بالفعل واکمنانو په توګه یې مني، اړیکې لري، نو هېڅ دلیل نشته چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې او د افغانستان د آزادۍ جبهې په څېر ډلو سره هم اړیکه ټینګه نه کړي.

کافي همداراز لیکلي چې نړیواله ټولنه باید داسې فکر ونه کړي چې په افغانستان کې اوسنی سیاسي جوړښت د تل لپاره پاتې کېدونکی دی.

د هغه په باور، که طالبان د یوه ټول‌شموله حکومت له جوړېدو سره مخالفت ته دوام ورکړي، افغانستان ښايي ورو ورو د وسله‌والو نښتو او سیاسي ټوټه‌ټوټه کېدو پر لور ولاړ شي؛ داسې حالت چې د ۱۹۹۰مې لسیزې له کورنۍ جګړې سره ورته والی ولري.

هغه ټینګار کړی چې په بدخشان کې روان بدلونونه ښايي د داسې بهیر لومړنۍ نښې وي.

د امریکا دغه څېړنیز بنسټ څېړونکي د خپلې مقالې په پای کې څرګنده کړې چې «د طالبانو له واک ته رسېدو پنځه کاله وروسته، د نړیوالې ټولنې یوه لویه برخه لا هم پر ایران، غزې او اوکراین تمرکز لري او دا تمرکز د درک وړ دی».

هغه زیاته کړې: «خو هغه پېښې چې د افغانستان د یوه لرې پراته ولایت په کلیو او ګوښه درو کې روانې دي، ښايي په پای کې داسې جیوپولیتیکي پایلې ولري چې اوس مهال یې ډېر لږ سیاستوال اټکل کولی شي».

د برېټانیا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر: په افغانستان کې د مرستو رسول لا ستونزمن شوي

۱۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۰۳ GMT+۱
100%

د برېټانیا پخوانی د بهرنیو چارو وزیر او د ژغورنې نړیوالې کمېټې مشر ډېوېډ میلیبنډ وايي، په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت خرابېدو، د نړیوالو مرستو د پام وړ کمېدو، د طالبانو د محدودیتونو او د اقلیمي کړکېچ له امله خلکو ته د بشري مرستو رسول لا ستونزمن شوي دي.

میلیبنډ له «اېم‌اېس‌اېن نیوز» شبکې سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان اقتصاد په تېرو پنځو کلونو کې سخت زیانمن شوی دی. د هغه په وینا، د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره، د هغو ژمنو پر خلاف چې هغه مهال له افغانانو سره شوې وې، له افغانستان سره نړیوالې مرستې کمې شوې او دغه هېواد له سیاسي پلوه هم لا منزوي شوی دی.

هغه وویل، د دې وضعیت فشار تر ډېره د طالبانو پر چارواکو نه، بلکې د افغانستان پر خلکو وارد شوی او د هغوی ورځنی ژوند یې لا ستونزمن کړی دی.

میلیبنډ وویل چې دی او د نړیوالې ژغورنې د کمېټې همکاران یې هره ورځ په افغانستان کې د خوارځواکۍ د پراخېدو کچه له نږدې ویني. د هغه په وینا، شاوخوا پنځه میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان په افغانستان کې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او په ټولیز ډول ۱۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د نړیوالې ژغورنې د کمېټې مشر وویل، دې ادارې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۶۴۰ زره کسانو ته مرستې رسولي دي، خو د هغو کسانو شمېر چې مرستو ته اړتیا لري او ورته لاسرسی نه لري، تر دې ډېر زیات دی.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو تګلارې، په ځانګړي ډول پر ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه او محدودیتونه، د بشري مرستو د رسولو چارې هم له ستونزو سره مخ کړې دي.

د امریکا د مرستو بندېدل

میلیبنډ د بهرنیو مرستو کمېدل د افغانستان د وضعیت د خرابېدو له مهمو لاملونو څخه وبلل او ویې ویل چې په تېرو وختونو کې دغو مرستو د افغانستان د اقتصاد شاوخوا ۴۰ سلنه برخه جوړوله. هغه زیاته کړه چې اوس مهال له امریکا څخه افغانستان ته هېڅ مالي مرسته نه رسېږي.

د نړیوالې ژغورنې د کمېټې د مشر په وینا، د دې ادارې له لویو ښوونیزو پروګرامونو څخه یو، چې د امریکا له تر ټولو لویو ښوونیزو مالي مرستو څخه یې ګټه اخیسته، ټاکل شوې وه چې شاوخوا ۳۰۰ زره افغان نجونو او هلکانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي؛ خو د دغه پروګرام بودیجه په بشپړه توګه بنده شوې ده.

د برېټانیا پخواني د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د مرستو کمېدل په داسې مهال رامنځته شوي چې افغانستان له وچکالۍ او اقلیمي کړکېچ سره هم مخ دی. له بلې خوا، جګړې او سیمه‌ییز تاوتریخوالی پر دغه هېواد لا زیات فشار واردوي.

میلیبنډ وویل چې افغانان له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغانستان هېر نه کړي.

هغه د افغانانو له خولې وویل: «موږ شل کلنه جګړه نه وه غوره کړې. موږ اوسنی حکومت نه و ټاکلی. خو موږ لا هم غواړو خپل راتلونکی پخپله وټاکو. موږ مه هېروئ».

میلیبنډ وویل چې دی درک کوي، په افغانستان کې له شل کلنې جګړې او د امریکايي ځواکونو له درنو تلفاتو وروسته، په امریکا کې ډېر خلک ښايي نور نه غواړي د دغه هېواد په اړه خبرونه واوري.

خو هغه ټینګار وکړ چې د ستراتېژیکو ملاحظاتو ترڅنګ، نړیواله ټولنه یو «اخلاقي پور» هم لري او باید د افغانستان خلک په یوازې ځان پرېنږدي.

هغه د افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو تجربې ته په اشارې خبرداری ورکړ چې د یوه هېواد په بې‌ثباته حالت کې پرېښودل کېدای شي د نورو کړکېچونو او نویو ستونزو لپاره زمینه برابره کړي.