• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ناټو له افغانستان نه تر وتلو وروسته «د شوروي ګواښ» پرځای د روسیې ګواښ مطرح کوي

۱۲ وږی ۱۴۰۵ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۲:۱۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ وږی ۱۴۰۵ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۳:۴۸ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، ناټو ته چې د افغانستان موضوع په ناورين بدله شوه، نو له افغانستان څخه له وتلو وروسته یې د «شوروي ګواښ» پرځای د روسیې ګواښ مطرح کړی دی. همداراز لاوروف وويل، چې ناټو د خپل «مصنوعي حضور» د اوږدولو لپاره د نویو پلمو په لټه کې ده.

د روسیې د دولتي خبري اژانس تاس د راپور له مخې، لاوروف د ختیځ اقتصادي فورم په څنډه کې د «پوهې» ټولنې له لوري جوړې شوې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې په لومړي سر کې ناټو په افغانستان کې رامنځته شوی وضعیت د خپل پوځي ايتلاف د ساتلو لپاره د یوه دلیل په توګه کاراوه.

هغه زیاته کړه: «کله چې دا موضوع د هغوی لپاره په ناورین بدله شوه او هغوی له افغانستان نه وتښتېدل، نو د شوروي ګواښ پر ځای یې د روسیې ګواښ مطرح کړ».

همداراز لاوروف وويل، چې ناټو د خپل «مصنوعي حضور» د اوږدولو لپاره د نویو پلمو په لټه کې ده.

د لاوروف په خبره، دغه ايتلاف د «شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته باید د وارسا تړون په څېر منحل شوی وای»، خو غړو هېوادونو یې د دې پر ځای پرېکړه وکړه چې دغه پوځي ايتلاف په ځای وساتي.

د ختیځ اقتصادي فورم سږ کال د سپټمبر له لومړۍ تر څلورمې نېټې د روسیې په ولادیوستوک ښار کې د روسیې د ختیز فدرالي پوهنتون په انګړ کې جوړېږي.

د راپور له مخې، د سږ کال د اقتصادي فورم اصلي موضوع «لرې ختیځ: د خلکو د ګټې لپاره پرمختګ» ده. دغه فورم د روسیې د حکومت په ملاتړ د «روس کانګرس» بنسټ له خوا جوړېږي.

ډېر لیدل شوي

نوې سیاسي ډله؛ د افغان سيکولرانو ملي جرګې خپل ۲۰ ماده‌ییز منشور خپور کړ
۱

نوې سیاسي ډله؛ د افغان سيکولرانو ملي جرګې خپل ۲۰ ماده‌ییز منشور خپور کړ

۲

طالبانو په تېر یو کال کې د څه باندې ۳۱زره سوالګرو له راټولولو خبر ورکړی دی

۳

د امریکا لپاره جنګېدلي افغان متحدین اوس د دغه هېواد د کډوالۍ ادارو له‌خوا نیول کېږي

۴

د سي‌ای‌اې پخوانی مشر: امریکا باید له افغانستان څخه وتلې نه وای

۵

د هډسن بنسټ څېړونکی: نړۍ باید له طالبانو او د هغوی له مخالفو ډلو سره اړیکې ولري

•
•
•

نور خبرونه

یونېسف: په یوه کال کې ۲۰ مېلیونه ماشومان په انلاین ډول له جنسي ځورونې سره مخ شوي دي

۱۲ وږی ۱۴۰۵ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۴:۰۲ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) اټکل کړی، چې په یوه کال کې په ۲۱ هېوادونو کې شاوخوا ۲۰ مېلیونه انټرنېټ کاروونکي ماشومان په انلاین ډول له جنسي ځورونې سره مخ شوي دي. د راپور شویو پېښو نږدې ۶۰ سلنه په خواله رسنیو کې رامنځته شوې دي.

د دغه راپور پربنسټ په افریقا، اسیا، لاتینې امریکا او ختیځه اروپا کې د څېړل شویو هېوادونو له ۱۲ تر ۱۷ کلونو عمر لرونکو ماشومانو له هرو پنځو کسانو له ډلې تر یوه زیات لږترلږه یو ډول انلاین جنسي ځورونه یا استثمار تجربه کړی دی.

موندنې ښيي، چې شاوخوا ۱۵ مېلیونه ماشومان له خپلې خوښې پرته له جنسي منځپانګې سره مخ شوي دي. همدارنګه ۹ مېلیونه ماشومان د جنسي خبرو اترو یا د جنسي انځورونو د لېږلو لپاره تر فشار لاندې راوستل شوي او د څلور مېلیونه ماشومانو جنسي تصویرونه د هغوی له خوښې پرته خپاره شوي دي.

دغه څېړنه د شاوخوا ۲۱زره انټرنېټ کاروونکو ماشومانو د یوې سروې پربنسټ ترسره شوې ده. معلومات یې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په ۲۱ هېوادونو کې راټول شوي چې کینیا، پاکستان، برازیل او سربیا هم په‌کې شامل دي.

یونېسف وايي، په ټوله نړۍ کې د قرباني شویو ماشومانو شمېر ښايي لسګونه مېلیونو ته ورسېږي؛ ځکه چې په خپاره شوي راپور کې یوازې ۲۱ هېوادونه شامل دي.

ډېری پېښې په خواله رسنیو کې رامنځته شوې دي

د دغه راپور پر بنسټ، د راپور شویو انلاین جنسي ځورونو نږدې ۶۰ سلنه پېښې په خواله رسنیو لکه فېسبوک، واټس‌اپ، انسټاګرام، سنپ‌چټ او ټیک‌ټاک کې رامنځته شوې دي. انلاین لوبې هم د ۱۴ سلنه پېښو د رامنځته کېدو برخه وې.

تر نیمايي زیاتو پېښو کې د ماشوم ځوروونکی هغه څوک و، چې ماشوم یې له مخکې پېژانده: لکه ملګری، خپلوان یا عاطفي شریک. په ۳۸ سلنه پېښو کې بیا ماشوم د لومړي ځل لپاره په انلاین فضا کې له ځوروونکي کس سره مخ شوی و.

سره له دې چې د دغه پېښو کچه پراخه ده، له یو سلنې څخه کمې پېښې پولیسو، ټولنیزو کارکوونکو یا د مرستې ټیلیفوني کرښو ته راپور شوې دي. د یونېسف اجرایوي مشرې کاټرین راسل ویلي، ډېری ماشومان په چوپتیا دغه کړاو تېروي او نه پوهېږي چې د مرستې ترلاسه کولو لپاره باید له کوم ځای سره اړیکه ونیسي.

مصنوعي ځیرکتیا اندېښنې زیاتې کړې دي

په دغه راپور کې د ماشومانو په اړه د جعلي جنسي منځپانګې د جوړولو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا له کارونې هم خبرداری ورکړل شوی دی. په هغه ۹ هېوادونو کې چې اړوند معلومات ورڅخه ترلاسه شوي، شاوخوا ۱ مېلیون او ۱۰۰زره ماشومانو ویلي، چې د دوی په اړه د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ جوړ شوي جنسي تصویرونه یا ویډیوګانې تولید شوې دي.

د څېړنې موندنې ښيي، هغه ماشومان چې له ټکنالوژۍ څخه په استفادې د اسانه شوې جنسي استثمار تجربې سره مخ شوي، د خپلو همزولو پرتله شاوخوا څلور برابره زیات احتمال لري چې د ځان وژنې یا ځان ته د زیان رسولو فکرونه راپور کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، مېټا چې د فېسبوک، واټس‌اپ او انسټاګرام مالک شرکت دی ویلي چې د څېړنې ځینې معلومات د ۲۰۲۰کال پورې اړه لري او هغه مهال د دغه شرکت نوي حفاظتي تدابیر لا نه وو پلي شوي. سنپ‌چټ او ټیک‌ټاک هم ویلي، چې د ناوړه ګټې اخیستنې د پېژندلو، د سرغړونکو حسابونو د حذفولو او د کم‌عمره کاروونکو د خوندیتوب لپاره یې اقدامات کړي دي.

یونېسف له حکومتونو او د ټکنالوژۍ شرکتونو غوښتي، چې د ډیجیټلي پلاتفورمونو امنیتي تدابیر پیاوړي کړي، قوانین د ځورونې د نویو بڼو په ځانګړي ډول د مصنوعي ځیرکتیا پرمټ د تولید شوې منځپانګې پر وړاندې د مبارزې لپاره نوي کړي او له ماشومانو څخه د ملاتړ او د ځورونې د پېښو د راپور ورکولو لارې چارې لا ښې کړي.

ټرمپ وايي د خبرو مېز ته د ایران د راګرځولو هڅه نه‌کوي

۱۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۳۳ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په «ټروت» خواله رسنۍ لیکلي: «د هغه څه پر خلاف چې اې‌بي‌سي د (جعلي خبرونو) په نوم شبکې راپور ورکړی، زه د خبرو مېز ته د ایران د بېرته راګرځولو هڅه نه‌کوم».

هغه زیاته کړې: «زما لپاره هېڅ ارزښت نه‌لري، چې د هغوی په اند یو بې‌ارزښته تړون لاسلیک کړي. زه اوسنی وضعیت ډېر زیات خوښوم؛ د هرمز تنګي نږدې بشپړ کنټرول زموږ په لاس کې دی او د ایران اقتصاد هم په بشپړه توګه د ړنګېدو په حال کې دی».

ټرمپ همداراز لیکلي: «هغوی له داسې یو پړاو سره مخ دي، چې مخنیوی یې ناشونی دی. د ایران خلک به کله پاڅون او مبارزه وکړي؟»

د ډونالډ ټرمپ دغه دریځ د امریکا او ایران د شپږ میاشتنۍ جګړې پر دوام او د هرمز تنګي په سیمه کې د بریدونو د نوي پړاو له تبادلې وروسته څرګند شوی. دغه جګړه د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ له وروستیو څخه د امریکا او اسراییل له‌خوا د ایران پر پوځي او اټومي تاسیساتو د بریدونو له پیل سره رامنځته شوه او تراوسه یې د لنډمهالي اوربند، نامستقیمو خبرو او بیاځلې د جګړو د زور اخیستو پړاوونه تېر کړي دي.

په وروستیو میاشتو کې اصلي تمرکز د هرمز تنګي پر کنټرول او اقتصادي فشارونو و. امریکا وايي، د سمندري ماینونو د پاکولو عملیاتو، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د مخنیوي او د سمندري کلابندۍ له لارې یې د انرژۍ پر دغه حیاتي لارې نږدې بشپړ کنټرول ترلاسه کړی دی.

ټرمپ په وار، وار د امریکا د سمندري ځواکونو د «اوسپنیز دېوال» په اړه خبرې کړې او ټینګار یې کړی، پرته له هغه بېړیو چې له ایران سره تړاو لري؛ نورې ټولې سوداګریزې بېړۍ لاهم د هرمز تنګي له لارې تېرېږي. په مقابل کې ایران هڅه کړې، سمندري ماینونه ځای پرځای کړي یا د بېړیو د تګ‌راتګ بهیر ګډوډ کړي چې د امریکا له پوځي غبرګون سره مخ شوی دی.

اوس ټرمپ په څرګندو ټکو ویلي، چې له ایران سره د خبرو مېز ته د راګرځېدو په اړه لېواله نه‌دی. دغه دریځ د هغه له تېرو دورو سره په ټکر کې دی؛ هغه مهال یې څو ځله ویلي و چې له ایران سره «تړون ته نږدې» شوي او یا دا چې تهران خبرو ته لېوالتیا لري.

اوس د ټرمپ ټینګار د امریکا پر پوځي او اقتصادي برلاسۍ، د ایران د اقتصاد پر ړنګېدو، چې له ډېر لوړ انفلاسیون، د ریال د ارزښت کمېدو، د امنیتي ځواکونو د تنخواوو د ورکړې له ستونزو سره د مخ کېدو او د هرمز تنګي پر کنټرول دی.

ټرمپ په وار، وار ویلي، غوره ګڼي چې اوسنی وضعیت یعنې محاصره او د هرمز تنګي کنټرول دوام وکړي. ورته مهال د امریکا وروستي بریدونه هرمز تنګي ته څېرمه پر اهدافو او د ایران پر پوځي اډو د تهران غچ‌اخیستونکو اقداماتو په ځواب کې ترسره شوي دي. ټرمپ ګواښ کړی، که ایران بیا ځوابي اقدام وکړي؛ نو له دې هم ډېر سخت بریدونه به ترسره شي.

جرمني روسیه د لایپزیګ پر هوايي ډګر د بې‌پیلوټه الوتکې د برید مسووله وبلله

۱۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۵ GMT+۱
100%

د جرمني حکومت د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د پولیسو څېړنې او استخباراتي موندنې ښيي چې روسیه د لایپزیګ پر هوايي ډګر د بې‌پیلوټه الوتکې د برید مسووله ده. د جرمني د کورنیو چارو وزیر وویل، د شته شواهدو له مخې، د دې برید عاملانو د روسیې د دولتي ادارو په استازیتوب فعالیت کاوه.

د زمري په ۱۳مه، د جرمني په ختیځ کې د لایپزیګ په هوايي ډګر او د اوکراین د بار وړونکو الوتکو په څنګ کې یوه داسې بې‌پیلوټه الوتکه وموندل شوه چې چاودېدونکي توکي یې لېږدول.

دغه بې‌پیلوټه الوتکه د چاودېدونکي سر د تخنیکي ستونزې له امله وچاودېده نه. پلټونکي اټکل کوي چې ښايي یوه بله بې‌پیلوټه الوتکه هم په همدې سیمه کې له یوې بار وړونکې الوتکې سره ټکر شوې وي. شاوخوا لس ورځې وروسته بیا راپور ورکړل شو چې درېیمه بې‌پیلوټه الوتکه هم د دغه هوايي ډګر په شاوخوا کې موندل شوې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده‌فول وویل چې هېواد یې دا پېښه یوه جلا او یوازېنۍ پېښه نه ګڼي، بلکې دا د اروپا د بې‌ثباته کولو لپاره د روسیې د پراخو هڅو یوه برخه بولي.

د جرمني حکومت په غبرګون کې اعلان وکړ چې په بن ښار کې د روسیې قونسلګري تړي او په برلین کې د «روسیې کور» د کلتوري مرکز د فعالیتونو اړوند تړون پای ته رسوي. واده‌فول هم وویل چې جرمني به اجازه ورنه کړي چې دا ډول کړنې د دغه هېواد امنیت او ټولنیز یووالی کمزوری کړي.

روسیې د برلین تورونه رد کړي دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل چې مسکو به د جرمني د اقداماتو په وړاندې غبرګون وښيي.

په برلین کې د روسیې سفارت هم د لایپزیګ پر هوايي ډګر د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د مسکو لاس لرل «بې‌بنسټه، خندوونکي او له سالم عقل سره په ټکر کې» بللي دي. دغه سفارت د جرمني د حکومت پرېکړې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې بې‌ساری کړکېچ بللی دی.

د روسیې سفارت خبرداری ورکړی چې د برلین اقدامات به بې‌ځوابه پاتې نه شي او د جرمني حکومت به د دغو کړنو د پایلو مسوول وي. روسیې همداراز ادعا کړې چې د دغه ډول تورونو مطرح کول د اوکراین، په اروپا کې د پوځي ځواک د زیاتولو د پلویانو او وسلو جوړونکو شرکتونو په ګټه دي.

د جرمني چارواکي وايي، د روسیې ورته کړنې د اروپا مهمې بنسټیزې ودانۍ او دفاعي صنعت په نښه کوي او هڅه کوي چې د اوکراین په ملاتړ کې د اروپايي هېوادونو دریځ کمزوری کړي.

د جرمني حکومت تر رسمي اعلان وړاندې هم یو شمېر امنیتي کارپوهانو د روسیې د احتمالي لاس لرلو خبره کړې وه. مسکو تل په ورته بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د ناټو سرمنشي مارک روته وویل چې دغه سازمان له جرمني سره خپل پيوستون څرګندوي او په دې پېښه کې د روسیې د مسوولیت په اړه شواهد روښانه دي. د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فون دېر لاین هم وویل چې اروپايي ټولنه به د روسیې د اقداماتو پر وړاندې یو موټی پاتې شي او پر مسکو د نویو بندیزونو د لګولو لپاره چمتووالی نیسي.

د پولنډ لومړي وزیر دونالډ توسک روسیه د سیمې په کچه د کړکېچ پر زیاتولو تورنه کړه. د پولنډ چارواکي په همدې وخت کې په دغه هېواد کې د بې‌پیلوټه الوتکو د پرزو د جوړولو په یوه کارخونه کې د رامنځته شوې اورلګېدنې په تړاو د بهرنیو استخباراتي ادارو د احتمالي لاس لرلو په اړه څېړنه کوي.

جرمني په تېر یوه کال کې څو ځله د خپلو هوايي ډګرونو، پوځي مرکزونو او صنعتي تاسیساتو په شاوخوا کې د نامعلومو بې‌پیلوټه الوتکو د لیدل کېدو خبر ورکړی دی. د دغه هېواد حکومت وايي، جرمني هره ورځ د بریدونو او هغو عملیاتو هدف ګرځي چې د «ګډې جګړې» یا هایبرډ جګړې په نوم یادېږي، او په پام کې لري چې د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره خپلو استخباراتي ادارو ته لا زیات واکونه ورکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت د څېړلو لپاره غونډه کوي

۱۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۰:۳۸ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان په اړه خپله درې‌میاشتنۍ غونډه جوړه کړي. تمه ده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوې استازې او د یوناما مشرې رباب فاطمه به په دې غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه راپور وړاندې کړي.

تر اوسه د دې غونډې د پرانیستې یا علني ناستې کره نېټه نه ده ټاکل شوې. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سې‌شنبې په ورځ، د وږي په ۱۰مه، اعلان وکړ چې د افغانستان په اړه د علني غونډې له جوړېدو مخکې به د شورا غړي د تړلو دروازو تر شا هم د دغه هېواد د وضعیت په اړه سلا مشورې وکړي.

د ښځو او نجونو د حقونو په اړه اندېښنې

د ملګرو ملتونو کارپوهانو تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې توپیر او ځپنه په یوه «نهادینه شوي نظام» بدله شوې او ښايي د «بشریت پر ضد د جرم» او «جنسیتي ځورونې» بڼه ولري.

د امنیت شورا په خپله وېبپاڼه کې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه په یوه مطلب کې ویلي چې په دغه هېواد کې له مهمو ننګونو څخه یوه دا ده چې د یوه منظم او ټول‌ګډونه سیاسي بهیر د رامنځته کېدو لپاره د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

په دغه مطلب کې وړاندیز شوی چې د امنیت شورا غړي دې په یوه غیررسمي ناسته کې د سیمې له هېوادونو، یوناما، د افغانستان له مدني ټولنې، افغان ښځو او نړیوالو ملګرو سره د یوه ټول‌ګډونه سیاسي بهیر د پرمخ بېولو پر لارو چارو خبرې وکړي.

تمه کېږي چې د امنیت شورا غړي به د سپټمبر په غونډه کې یو ځل بیا له طالبانو وغواړي چې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار، تګ راتګ او په ټولنیز ژوند کې پر ګډون لګېدلي بندیزونه او محدودیتونه لرې کړي.

له طالبانو سره د اړیکو پر سر د امریکا، روسیې او چین اختلاف

د رپوټ له مخې، د امنیت شورا غړي د افغانستان لپاره د عمومي موخې، یعنې د یوه باثباته، له ترهګرۍ څخه پاک او خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن افغانستان، په اړه اختلاف نه لري؛ خو دې موخې ته د رسېدو د لارې په اړه بېلابېل نظرونه لري.

امریکا د خپلو وګړو ساتنه، د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې مبارزه او په افغانستان کې د نیول شویو امریکايي وګړو خوشې کېدل خپل لومړیتوبونه بولي. واشنګټن طالبان تورن کړي چې د امریکايي وګړو له نیولو څخه د خبرو اترو پر مهال د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.

په مقابل کې، چین او روسیه له طالبانو سره د اړیکو پر دوام او افغانستان ته د اقتصادي او پراختیايي مرستو پر رسولو ټینګار کوي او د دغو مرستو له بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو له حقونو سره مشروط کولو سره مخالفت کوي.

مسکو او بیجینګ همداراز د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو د ازادولو او د طالبانو د یو شمېر چارواکو لپاره د سفر د معافیت د بېرته پیل غوښتنه کړې ده.

د ترهګرۍ په اړه اندېښنې؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون او فعالیت او له دې امله د سیمې هېوادونو ته متوجه ګواښ به هم د امنیت شورا د پام وړ موضوعاتو له ډلې وي.

په رپوټ کې ویل شوي چې د امنیت شورا غړي کولای شي د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې له کارپوهانو سره په افغانستان کې د نویو ګواښونو او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا هم د بحث له نورو مهمو موضوعاتو څخه ده. د امنیت شورا په وینا، که څه هم د دواړو لورو ترمنځ د پراخو نښتو شدت کم شوی، خو د کابل او اسلام‌اباد اړیکې لا هم ترینګلې دي.

د پولې په سیمو کې د وسله‌والو ډلو فعالیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او لېږد رالېږد ګډوډېدل د دغو ترینګلتیاوو د دوام له مهمو لاملونو څخه بلل شوي دي.

پاکستان طالبان تورنوي چې په افغانستان کې یې تحریک طالبان پاکستان ته پناه ورکړې ده. طالبان دا تور ردوي او په مقابل کې اسلام‌اباد تورنوي چې د افغانستان پر ملکي سیمو یې بریدونه کړي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې دننه ناامني هم د دغه هېواد له جدي ننګونو څخه بللې ده.

د کوټې جرګه؛ ګډونوال د پښتنو د ستونزو حل لپاره د عملي مېکانیزم غوښتنه کوي

۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۵۷ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري بلل شوې درې ورځنۍ جرګه لاهم دوام لري. دغه جرګه د پښتنو د اوسنیو سیمه‌ییزو او ملي ستونزو د څېړلو او د حل لپاره د عملي لارو د موندلو په موخه جوړه شوې ده.

جرګې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمودخان اڅکزي ترڅنګ ګڼو سیاسي او قومي مشرانو ویناوې کړې دي. ویناوالو ویلي، په بلوچستان کې ناامنۍ د پښتنو پر ژوند او کاروبارونو منفي اغېز کړی او د سیمې سوداګري یې له جدي ستونزو سره مخ کړې ده.
د جرګې ګډونوال ملک عنایت کاسی افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، جرګه د پښتنو یو پخوانی دود دی او د دغه قوم ګڼې ستونزې په تاریخ کې د جرګو له لارې حل شوې دي. هغه وویل، د پښتنو تر ټولو لویه ستونزه ناامني ده؛ خو تر څنګ یې د کار، صنعت او د زده‌کړو فرصتونو کمښت هم جدي ستونزې دي.
د نوموړي په وینا، په بلوچستان کې د پښتنو په سیمو کې کافي فابریکې او صنعتي مرکزونه نه‌شته او اقتصادي او ښوونیزې اسانتیاوې په متوازن ډول نه‌دي وېشل شوې. ملک عنایت کاسی د چمن لارې تړل کېدو ته په اشارې وویل، چې د لارې اغېز یوازې پر چمن محدود نه‌دی؛ بلکې تر کراچۍ او نورو سیمو پورې د پښتنو پر سوداګرۍ او کوچنیو کاروبارونو اغېز کوي.
د هغه په وینا، د ډورنډ کرښې دواړه غاړو ته مېشت پښتانه د دغه وضعیت له امله زیانمن شوي او کوچني کاروباریان او بې‌وزله سوداګر تر ټولو زیات اغېزمن شوي دي. کاسي وویل، د پښتنو ستونزې یوازې امنیتي او اقتصادي برخو کې نه‌دي؛ بلکې پښتني ژبه، تاریخ او کلتور هم له ګڼو ننګونو سره مخ دي.
هغه ټینګار وکړ، چې د جرګې پرېکړې باید یوازې پر کاغذ پاتې نه‌شي؛ بلکې د عملي کولو لپاره یې واضح مېکانیزم جوړ شي. بل ګډونوال عصمت الله افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، دغه جرګه د یوه سیاسي ګوند په کچه نه‌ده؛ بلکې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر څار او کوربه‌توب لاندې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو، ټولنیزو ډلو، قومي مشرانو او د ټولنیزو رسنیو د فعالانو استازي په‌کې راټول شوي دي.
هغه وویل، ګډونوالو ته دنده ورکړل شوې چې د پښتونخوا د خلکو ستونزې وڅېړي، خپل وړاندیزونه وړاندې کړي او د هغو د حل لپاره عملي لارې پیدا کړي. عصمت الله ټینګار وکړ، چې د ستونزو د حل لپاره باید د جګړې او تاوتریخوالي پر ځای له خبرو اترو، ټولنیزو اړیکو او سیاسي لارو کار واخیستل شي.
د نوموړي په وینا، تمه ده چې د جرګې په پای کې اعلامیه خپره او د پرېکړو د عملي کولو لپاره ځانګړې کمېټې وټاکل شي. هغه وویل، دغه کمېټې به په سیاسي او حکومتي کچه له خلکو او اړوندو ادارو سره خبرې وکړي.
عصمت الله زیاته کړه، چې په پښتونخوا کې ناامنۍ د سوداګرو پر کاروبارونو هم اغېز کړی، موټرونه سوځول شوي او سوداګري تر جدي رکود رسېدلې ده. هغه وویل، جرګه به له بلوڅو او د سیمې له نورو قومونو سره هم د ګډو ستونزو په اړه خبرې وکړي؛ څو د حل لپاره ګډه طرحه رامنځته شي.
د نوموړي په وینا، د لورلایي، دوکۍ، ژوب، شېراني، پښین، زیارت، سوي، عبدالله کلا او د بلوچستان د نورو پښتون مېشتو سیمو استازي هم په جرګه کې ګډون لري. د جرګې ګډونوال وایي، که د جرګې وړاندیزونه عملي او د پرېکړو لپاره منظم مېکانیزم جوړ شي؛ نو دا به د پښتنو د ګډو ستونزو د حل او د سیاسي او ټولنیزې همغږۍ لپاره مهم ګام وي.