ملګري ملتونه: له هرو پنځو ښځو یوه تر امیندوارۍ وروسته له رواني ستونزو سره مخ کېږي
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د امیندوارۍ پر مهال او له زېږون وروسته رواني روغتیايي ستونزې په ځانګړي ډول خپګان ډېر عام دی او له هرو پنځو ښځو یوه په دې موده کې له رواني ستونزې سره مخ کېږي. په افغانستان کې هم له هرو پنځو کسانو یو له رواني روغتیايي ستونزې سره ژوند کوي.
دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۱۲مه) د رواني روغتیا په اړه په خپل پیغام کې ویلي، چې د امیندوارۍ پر مهال او تر زېږون وروسته له هرو پنځو ښځو یوه په دې موده کې له رواني روغتیايي ستونزې سره مخ کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کوي، چې پر وخت رواني ملاتړ د اغېزمنو کسانو په وضعیت کې مهم بدلون راوستلای شي.
په افغانستان کې د رواني روغتیا وضعیت لا اندېښمنوونکی بلل شوی دی. د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۵ کال د افغانستان د عامې روغتیا په ارزونه کې ویلي، چې رواني ـ ټولنیز فشار د هېواد پر نږدې نیمایي وګړو اغېز کړی او له هرو پنځو کسانو یو یې د دردناکو پېښو له امله په ورځني ژوند کې د فعالیت له کمښت سره مخ دی.
دغه سازمان د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې ویلي، چې په افغانستان کې له هرو پنځو کسانو یو د رواني روغتیا له ستونزې سره ژوند کوي په ځانګړي ډول د اوږدو جګړو، بېځایه کېدو، طبیعي افتونو او اقتصادي ستونزو له امله د رواني فشار کچه لوړه شوې ده.
د سازمان په وینا، له پاکستان او ایران څخه د بېرته ستنېدونکو کورنیو په منځ کې هم رواني ستونزې د پام وړ دي او تېر کال له نیمایي ډېرو راستنېدونکو کورنیو د اضطراب، خپګان یا له رواني صدمې وروسته د فشار له اختلال سره مخامخ شوې وې.
د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ارزونه کې خبرداری ورکړی، چې پر ښځو او نجونو اوسني محدودیتونه په ځانګړي ډول د زدهکړې، کار، ټولنیز تعامل او نورو فعالیتونو محدودېدل، د ځوانو ښځو پر رواني روغتیا سخت اغېز کوي او د فشار، اضطراب، خپګان او د ځان وژنې د فکرونو له زیاتېدو سره تړاو لري.
د ښځو پر کار تر بندیز وروسته په کندهار کې ښځینه خبریالانې او د رسنیو کارکوونکې له سختو اقتصادي او رواني ستونزو سره مخ دي او د محدودیتونو له امله ان خپل غږ هم نهشي پورته کولای. وړاندې په کندهار کې تر ۵۰ زیاتې ښځینه خبریالانې پر کار بوختې وې؛ خو اوس یې غږ خاموش شوی.
هغه نجونو چې د راډیوګانو او ټلوېزیونونو له لارې د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو ستونزو او غوښتنو ته انعکاس ورکاوه، اوس په کور ناستې دي او ډېری یې له بېکارۍ، اقتصادي ستونزو او رواني فشارونو سره مخ دي.
د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د معلوماتو له مخې، په کندهار کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې په راډیوګانو او ټلوېزیونونو کې ۵۵ ښځینه خبریالانو کار کاوه چې له دې ډلې درې یې په اداري برخو کې او نورې د راپورونو، خپرونو او پروګرامونو په جوړولو بوختې وې.
یوه پخوانۍ خبریاله چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې په کور ناسته ده د نوم نه ښودلو په شرط وايي، مخکې نه یوازې دا چې د خلکو غږ یې پورته کولای شو بلکې د کار له لارې یې اقتصادي وضعیت هم ښه و.
هغه وایي: «پنځه کاله کېږي چې پر کور ناسته یم هیڅ کار نهشته او نه د کار اجازه شته، یو څه وخت مې معلمي وکړه. له هغه ځایه یې هم ځواب کړم، اوس مو په کور کې نارینه هم بېکاره دي، حیرانه یم چې څه وکړم. دې ته مجبوره یم، چې د خلکو د کورونو کار وکړم خو هغه هم نه پيدا کېږي».
یوه بله ښځینه خبریاله چې پخوا یې په سمهییزو راډیوګانو او ټلوېزیون کې کار کړی دی وایي، بېکارۍ یې اقتصادي ستونزې ډېرې کړې او ان د خپل وضعیت په اړه د شکایت کولو جرات هم نهلري.
یونېسف ویلي، دمګړۍ په افغانستان کې څه باندې ۲ اعشاریه ۴ میلیونه نجونې د زدهکړو له دوامه محرومې شوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به دغه شمېر ۴ میلیونو ته ورسېږي.
یونېسف وېره څرګنده کړې، چې د دې حالت دوام په جبري توګه د ودونو تر څنګ په کم عمرۍ کې د نجونو د ودولو لپاره لاره پرانېزي چې د هغوی پر روغتیایي او رواني وضعیت بدې اغېزې لرلی شي.
د دغه سازمان د اټکل له مخې، د دې بندیز له امله به هر کال ۱۶۰۰ میندې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړي او تر ۳۵۰۰ زیات نوي زیږېدلي ماشومان به مړه شي.
د یونېسف اجراییوي مشرې کاتریل رسل ویلي، «پوهنه په ژوند کې یوازې فرصتونه نه برابروي، بلکې نجونې له کم عمره ودونو، خوارځواکۍ او نورو روغتیايي ستونزو څخه هم ساتي».
د دغې ادارې په وینا، ډېرې کورنۍ د فقر او همداراز د زدهکړو یا د کار نشتوالي له امله د کوچنیو لوڼو ودول د ژوند د بقا لاره بولي. ملګرو ملتونو ویلي، چې دې کار د ښځو او ماشومانو پر روغتیا خورا ناوړه اغېزه کړې ده.
د یادې ادارې د اټکل له مخې، په روان ۲۰۲۶ کاله کې به په افغانستان کې د کم عمره مېندو د امېندوارۍ کچه ۴۵ سلنه ډېره شي او د مېندو د مړینې ګواښ به تر ۵۰ سلنې هم لوړ شي.
دغه اداره زیاتوي، هغه نجونې چې له زدهکړو پاتې کېږي، ډېری یې د جبري ودونو او تر واده وروسته په همدې کوچنیوالي کې د امېندوارۍ له ګواښ سره مخ کېږي.