ملګرو ملتونو په بلوچستان کې د جبري لادرکيو په لړ کې د بلوڅ محصل وژنه وغندله

د ملګرو ملتونو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې ددغه سازمان کارپوهانو په بلوچستان کې د بلوڅ محصل عمران علي پر جبري لادرکۍ، شکنجې او وژلو سخته اندېښنه ښودلې ده. دوی له پاکستان نه وغوښتل، چې د دغې پېښې سملاسي او بې پرې پلټنه وکړي.
د ملګرو ملتونو دغو کارپوهانو ویلي چې د عمران علي تښتول او وژل د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او باید عاملین یې ځواب وووايي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، عمران علي د ۲۰۲۵ کال د اګسټ په ۲۷مه نېټه په بلوچستان کې د تروریزم ضد ادارې د شاوخوا ۲۰ پاکستاني مامورینو له خوا له خپل اپارتمانه وتښتول شو او نامعلوم ځای ته یووړل شو.
د هغه کورنۍ تر یوه کال پورې د هغه د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه درلودل، خو هغو کسانو چې وړاندې له علي سره په بند کې وو، تایید کړې چې نوموړی په توقیف کې و او د څو ورځو لپاره سخت شکنجه شوی و.
د ۲۰۲۶ کال د اګسټ په ۶مه نېټه، د جبري لادرکه شویو کسانو د څېړنې په کمیسیون کې یوه پولیس افسر څرګنده کړه، چې عمران علي د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې په یوه نښته کې وژل شوی دی.
د علي کورنۍ په کویټه کې ملکي روغتون ته لاړه او د موجودو عکسونو له لارې یې د هغه جسد وپېژانده، چې له شپږو نورو بېنومه جسدونو سره یوځای روغتون ته راوړل شوی و او له پېژندنې پرته خښ کړل شوي وو.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې د عمران علي مړینه یوه جلا پېښه نه ده، بلکې دا په بلوچستان کې د بلوڅانو د بېقانونه نیولو، شکنجو، جبري لادرکۍ او له محکمې پرته د وژلو د پراخې لړۍ ښکارندویي کوي.
دغو کارپوهانو زیاته کړې، چې په بلوچستان کې د دولتي ځواکونو د پوځي او امنیتي عملیاتو له زیاتوالي سره سم د ډلهییزې سزا ورکولو راپورونه هم ترلاسه شوي او دوی په دې اړه د پاکستان له حکومت سره په اړیکه کې دي.
