وېنس: تر څو چې ایران پر بېړیو بریدونه نه وي درولي امریکا ورسره خبرې نه کوي

د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي وېنس وايي، واشنګټن به تر هغه له تهران سره خبرې ونه کړي چې ایران پر سوداګریزو بېړیو بریدونه نه وي درولي. هغه وویل، چې د ایران د فعالیتونو د مخنیوي لپاره اقتصادي، پوځي، ډیپلوماتیک او پټ فشارونه ټول د امریکا په اختیار کې دي.
وانس ویلي چې تهران تر دې وړاندې د سوداګریزو بېړیو د نه ویشتلو ژمنه کړې وه، خو د هغه په وینا، له تړون لږ وروسته یې بیا بریدونه پیل کړل.
هغه زیاته کړه: «ایران ته زموږ پیغام له پیله روښانه دی، پر سوداګریزو بېړیو بریدونه باید ودروي. ولسمشر (ټرمپ) هم واضح ویلي چې موږ له هغوی سره خبرې نه کوو او تر هغه به خبرې ورسره ونه کړو چې دا بریدونه پای ته ونه رسوي».
د امریکا مرستیال ولسمشر ادعا وکړه چې د ایران د ګواښونو له دوام سره-سره، یوازې تېره ورځ شاوخوا ۱۵ میلیون بېرله تېل د هرمز تنګي له لارې لېږدول شوي دي.
نوموړي وویل،چې درې میاشتې وړاندې د ایران د ګواښونو له امله له دې تنګي د تېلو او ګازو لېږد تقریبا بند شوی و، خو اوس یې کچه نږدې د شخړې تر پیل مخکې حالت ته ستنه شوې ده.
وېنس وویل، د ایران پوځي وړتیاوې ورځ تر بلې کمزورې کېږي او تهران پر هرمز تنګي خپل پخوانی واک له لاسه ورکوي.
هغه د ایران خلاف د واشنګټن د راتلونکو ګامونو په اړه وویل: «ټول انتخابونه پر مېز دي؛ اقتصادي، پوځي، ډیپلوماتیک او پټ فشارونه».
نوموړي اوسنی وضعیت «جګړه» ونه بلله او ویې ویل، چې دا مهال پراخې نښتې روانې نه دي. هغه زیاته کړه چې د وضعیت پای ته رسېدل په دې پورې تړلي چې ایران به کله پر سوداګریزو بېړیو بریدونه ودروي.
