د اوکراین زاپوریژیا اټومي بټۍ د برېښنا د بېرته نښلولو لپاره لنډمهاله اوربند شوی

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي چې د اوکراین د زاپوریژیا اټومي بټۍ ته د برېښنا د بېرته رسولو لپاره د زیانمن شوي برېښنايي مزي د ترمیم په موخه یو بل سیمهییز لنډمهاله اوربند نافذ شوی، ځکه دا بټۍ له څه مودې راهیسې د برېښنا د نشتوالي له جدي خطر سره مخ ده.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې عمومي رییس رافایل ماریانو ګروسي، ویلي چې د اوکرایني تخنیکي کارکوونکو د ترمیم چارې به د سیمې له ماین پاکولو وروسته پیل شي.
د ادارې په وینا، د اګست پر ۲۰مه د دنیپرو سیند په شمال کې د پوځي فعالیتونو له امله د زاپوریژیا اټومي بټۍ له خپل یوازیني پاتې برېښنايي مزي، چې د «۳۳۰ کیلوولټ فېروسپلاونا-۱» په نوم یادېږي، پرې شوه.
له هغه وخت راهیسې بټۍ د شپږو اټومي بټیو او د کارول شوي اټومي سونتوکو د حوضونو د یخ ساتلو لپاره یوازې پر بیړنیو ډیزلي جنراتورونو چلېږي.
ګروسي ویلي چې د بټۍ د ډیزلو زیرمې مخ په کمېدو دي او که بهرنۍ برېښنا بېرته ونه رسېږي او یا سیمې ته د ډیزلو نورې زیرمې ونه لېږدول شي، نو بټۍ ښايي په څو ورځو کې له بشپړې برېښنايي پرېکون سره مخ شي.
د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې په وینا، د زیانمن شوي برېښنايي مزي په شاوخوا کې د لنډمهاله اوربند پر مهال به د اوکراین تخنیکي کارکوونکي د مزي د ترمیم چارې ترسره کړي او د ادارې یو ټیم به له نږدې د دغو کارونو څارنه کوي.
ګروسي ویلي چې دواړو لورو د اټومي خوندیتوب او امنیت لپاره له نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې سره رغنده همکاري کړې ده.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په وینا، دا اووم لنډمهاله اوربند دی چې ګروسي یې د روسیې او اوکراین د جګړې پر مهال د یوې احتمالي اټومي پېښې د مخنیوي لپاره د ادارې د هڅو په ترڅ کې برابر کړی دی.
