• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هوا پیژندنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د تېز باران او سیلابونو راوتلو اټکل کړی

۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې د سختو اورښتونو، سیلابونو راوتلو او تالندې اټکل کړی دی. یادې ادارې زیاته کړې، چې ښايي نن په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا، ولایتونو کې باران ووریږي او سیلابونه راووځي.

دغې ادارې ویلي، چې شنبه(د وږي۱۴مه) به په یادو ولایتونو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.

همدارنګه یادې ادارې ویلي، چې په لویدیځو،سویلي، سویل ختیځو، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو اټکل هم شوی، چې په بېلابېلو سیمو کې به یې چټکتیا په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره وي.

ډېر لیدل شوي

ظاهر قدیر څنګه د امریکا په دام کې ولوېد؟
۱

ظاهر قدیر څنګه د امریکا په دام کې ولوېد؟

۲
ځانګړی

له جلال الدین تر سراج الدین؛ جګړه‌ییز نفوذ، سیاسي منځګړیتوب او د طالبانو تابع قوماندانان

۳

محمد حنیف اتمر: په افغانستان کې له مشروع سیاسي نظام پرته تلپاتې سوله نه‌شي راتلای

۴

د روغتیايي خدمتونو تشه؛ نورستان ښځینه متخصصه نه‌لري، ننګرهار کې یې هم شمېر محدود دی

۵

د ملا عمر خوبونو د افغانستان برخلیک بدل کړ

•
•
•

نور خبرونه

راپور: د کانونو پر سر د طالبانو خپلمنځي سیالۍ د بهرنیو پانګوالو لپاره خطر زیاتوي

۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۰۲ GMT+۱
100%

ایشیا ټایمز په یوه راپور کې وايي، د طالبانو دننه د افغانستان د کانونو پر عوایدو او کنټرول سیالۍ، د دې هڅو پر وړاندې خنډ دي چې غواړي امریکايي او نور بهرني پانګوال د هېواد د معدني زېرمو استخراج ته وهڅوي، او له همدې امله د کانونو سکتور له جدي سیاسي خطرونو سره مخ دی.

د راپور له مخې، افغانستان د څه باندې یو ټریلیون ډالرو په ارزښت معدني زېرمې لري چې پکې مس، لیتیوم، سره زر، اوسپنه، نادره فلزات، ډبروسکاره او قیمتي ډبرې شاملې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دې وروستیو کې له امریکا غوښتي چې د کانونو، زیربناوو، کرنې او سوداګرۍ په برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې واشنګټن د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د مهمو معدني سرچینو د پراختیا لپاره د همکارۍ پلان نه لري.

راپور وايي، اصلي پوښتنه یوازې دا نه ده چې بهرني پانګوال به افغانستان ته راشي که نه، بلکې دا هم ده چې د کانونو عواید او کنټرول به په عملي ډول د طالبانو د کومې ډلې په لاس کې وي.

د راپور په وینا، د افغانستان ډېر مهم کانونه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې موقعیت لري. د بدخشان د سرو زرو او قیمتي ډبرو کانونه، د لوګر د مس عینک ستره پروژه او د سرپل د بلخاب د مسو کانونه هغه سیمې دي چې له کندهاره لرې پرتې دي.

راپور استدلال کوي چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده په وروستیو کلونو کې د واک او عوایدو د مرکزي کولو هڅه کړې، خو په عین حال کې د حقاني شبکې او یو شمېر سیمه‌ییزو قوماندانانو اقتصادي نفوذ لا هم دوام لري.

د راپور له مخې، د حقاني شبکې نفوذ په ځانګړي ډول د کانونو د استخراج، لېږد، مالیاتو او سرحدي سوداګرۍ له عوایدو سره تړلی بلل کېږي.

راپور د بدخشان ولایت وروستیو تحولاتو ته اشاره کوي او وايي چې طالبانو په ۲۰۲۶ کال کې د کانونو د کنټرول او سیمه‌ییزو زورواکو د نفوذ د کمولو لپاره هلته ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

د راپور له مخې، په بدخشان کې ځینې سیمه‌ییز طالبان له دندو ګوښه شوي، نیول شوي یا نورو سیمو ته لېږدول شوي او پر ځای یې د طالبانو د مشرتابه له خوا باوري کسانو ته مسولیتونه سپارل شوي دي.

راپور وايي، همدغه حالت ښيي چې د کانونو پر عوایدو او واک د طالبانو د بېلابېلو کړیو ترمنځ پټه سیالي روانه ده.

راپور زیاتوي چې د افغانستان د کانونو له استخراج څخه ترلاسه کېدونکې ګټه تر ډېره د سیاسي او پوځي شبکو لاس ته ورځي، په داسې حال کې چې ځايي اوسېدونکي زیات وخت د چاپېریالي زیانونو، د اوبو د سرچینو د خرابېدو او اقتصادي ستونزو له اغېزو سره مخ وي.

راپور کې راغلي چې هر بهرنی حکومت یا شرکت چې غواړي د افغانستان د کانونو په سکتور کې پانګونه وکړي، باید د قراردادونو، عوایدو د وېش، سیمه‌ییز نفوذ او د کانونو د حقیقي کنټرول په اړه بشپړ وضاحت ترلاسه کړي.

د راپور له مخې، د افغانستان د کانونو ستونزه یوازې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ موضوع نه ده، بلکې د طالبانو د بېلابېلو ډلو، سیمه‌ییزو زورواکو او د کانونو د عوایدو پر سر د نفوذ د سیالۍ له مسئلې سره هم تړاو لري.

فعالان: د افغانستان په اړه نړیوال تعامل باید له حساب‌ورکونې او بشري حقونو سره تړلی وي

۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۷:۱۸ GMT+۱
100%

په جنیوا کې افغان او نړیوالو فعالانو ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه هر ډول نړیوال تعامل باید د عدالت، حساب‌ورکونې او د ښځو او نجونو د حقونو پر خوندیتوب ولاړ وي.

دغه څرګندونې د «افغانستان لپاره ښځې» بنسټ له خوا د افغانستان د حساب‌ورکونې د لارښود چوکاټ د معرفۍ په غونډه کې شوې دي. د غونډې په جوړولو کې د جنیوا ښاروالۍ او په جنیوا کې د ایرلنډ او کاناډا دایمي استازولیو همکاري کړې وه.

د یاد بنسټ په وینا، دغه چوکاټ د ۷۰ څخه د زیاتو افغان او نړیوالو بنسټونو، د ښځو د حقونو فعالانو، د ښځینه اعتراضونو د خوځښتونو غړو، د بشري حقونو سازمانونو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي دفتر په همغږۍ جوړ شوی دی.

د چوکاټ جوړوونکي وايي، موخه یې د افغانستان د حساب‌ورکونې د میکانیزمونو پیاوړي کول او په دې بهیر کې د افغان مدني ټولنې د اغېزمنې ونډې زمینه برابرول دي.

په دغه چوکاټ کې د افغانستان لپاره د خپلواک څیړنیز میکانیزم، د جرمونو د نړیوالې محکمې او د عدالت د نړیوالې محکمې اړوندې روانې قضیې، د «جنسیتي اپارتاید» د جرم د رسمي پېژندنې هڅې او د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت شامل دي.

په غونډه کې انا ماریا الونسو، ډایکه پوتسل، ریچارډ بېنېټ، تاتیانا کوټلیارینکو، لارنس سیمز او فوزیه کوفي د افغانستان د بشري حقونو وضعیت، عدالت او حساب‌ورکونې په اړه خبرې وکړې.

همداراز «ایا افغانستان له حساب‌ورکونې او عدالت پرته سوله او ثبات لرلای شي؟» تر سرلیک لاندې ځانګړې ناسته هم وشوه، چې تمنا پریاني، الکساندرا کرافورډ، پرستو حکیم، انورالله قاضي او د هرات یوې ځوانې ښځې پکې ګډون کړی و.

ګډونوالو د بشري حقونو د سرغړونو د ثبت، د ښځو پر ژوند د حساب‌ورکونې د میکانیزمونو د اغېزو او د عدالت د تامین لپاره د نړیوالو هڅو پر اهمیت بحث وکړ.

په ورته وخت کې، د افغانستان دننه یو شمېر ښځینه فعالانو هم د انلاین له لارې غونډې ته وینا وکړه او د طالبانو تر واک لاندې یې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو، فشارونو او ورځنیو ستونزو په اړه خپلې تجربې شریکې کړې.

فعالانو ټینګار وکړ چې د ښځو او نجونو حقونه، بشري حقونه او عدالت باید د افغانستان په اړه د نړیوالو سیاسي او ډیپلوماتیکو هڅو له اساسي موضوعاتو څخه وي.

د غونډې ګډونوالو وویل، حساب‌ورکونه باید د افغانستان د هر ډول راتلونکي سیاسي حل مهمه برخه وي او د بشري حقونو موضوع باید له سیاسي او ډیپلوماتیکو هڅو جلا ونه ګڼل شي.

مجاهد: افغانستان ته رسېدونکې بشري مرستې د خلکو اړتیاوې نه پوره کوي

۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۱ GMT+۱
100%

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، افغانستان لا هم پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري او اوس مهال رسېدونکې مرستې د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي، په داسې حال کې چې نږدې دوه میلیونه افغانان په تېر کال کې له ګاونډیو او ترکیې هېواد ته ستانه شوي دي.

مجاهد دا څرګندونې د طالبانو د حکومت د فعالیتونو په اړه د معلوماتو ورکولو په یوه غونډه کې کړې دي.

هغه وویل، تېر کال له ایران، پاکستان او ترکیې څخه ۴۱۹ زره او ۷۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې، چې د کسانو ټول شمېر یې یو میلیون، ۹۹۷ زره او ۴۷۱ تنو ته رسېږي.

د نوموړي په وینا، د راستنېدونکو د ملاتړ لپاره، په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان څخه د ایستل شویو افغانانو د مرستې په موخه، د کورنیو او بهرنیو بنسټونو په همکارۍ ۲۱ میلیونه او ۹۲۵ زره امریکايي ډالر او له ۴۸ میلیونو افغانیو ډېرې مرستې راټولې شوې دي.

مجاهد وویل، له دې سره سره، افغانستان لا هم د بشري مرستو جدي اړتیا لري او اوس مهال رسېدونکې مرستې د خلکو د اړتیاوو لپاره کافي نه دي.

د ماشومانو، یتیمانو او معلولینو ملاتړ

د طالبانو ویاند وویل، ۵۵۴۸ ماشومان په دولتي روزنتونونو کې ساتل کېږي او په همدې موده کې د ماشومانو ۱۳ زره او ۷۷۴ قضیو ته رسېدنه شوې ده.

د هغه په وینا، په دغو قضیو کې ۷۲۶۰ هغه ماشومان شامل دي چې له بېلابېلو خطرونو سره مخ وو. نوموړي وویل، په دې ډله کې د انساني قاچاق قربانیان، له پولو بېرته راستانه شوي ماشومان او په اصلاحي مرکزونو کې ثبت شوي ماشومان شامل وو، چې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

مجاهد زیاته کړه چې سږ کال ۱۵۹۹ سوالګر ماشومان هم راټول، ثبت او تر ملاتړ لاندې نیول شوي دي.

هغه د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت د فعالیتونو په اړه وویل چې ۶۸۰ زره او ۵۸۳ یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو او ملاتړ زمینه برابره شوې ده.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، په دې ډله کې ۴۰۳ زره او ۳۰۲ یتیمان، ۱۰۱ زره کونډې او ۱۷۵ زره او ۶۲۹ معلولین شامل دي.

مجاهد وویل، دغو کسانو ته د نغدي مرستو په توګه شاوخوا ۱۲ میلیارده افغانۍ ورکړل شوې دي.

د طبیعي پېښو زیانمن او بې‌ځایه شوي

مجاهد همداراز وویل چې په کونړ، سمنګان، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کسانو سره د ۲۳ میلیونه او ۲۹۷ زره امریکايي ډالرو په ارزښت مرستې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې له کورنیو بې‌ځایه شویو کسانو سره هم د ۹۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت مرستې شوې دي.

د طالبانو ویاند وویل، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ په برخه کې ۴۳۵۳ کورونه جوړ او یا بیا رغول شوي دي.

د هغه په وینا، له دې ډلې ۲۱۳۸ کورونه له سره جوړ شوي او ۲۲۱۵ نور ترمیم شوي دي.

مجاهد همداراز وویل چې په روان کال کې ۱۲ زره او ۵۱۰ رواني ناروغان راټول شوي او د درملنې لپاره د افغانستان سرې میاشتې ټولنې ته سپارل شوي دي.

د مرستو د وېش په اړه څرګندونې

د طالبانو ویاند هغه اوازې هم رد کړې چې ګواکې هره اوونۍ طالبانو ته په مستقیمه توګه نغدي مرستې یا د مرستو کڅوړې سپارل کېږي.

هغه وویل، دا مرستې هېڅ دولتي ادارې ته نه ورکول کېږي، بلکې د مرستندویه موسسو له لوري اړمنو کسانو ته رسېږي.

مجاهد د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د هغو ادعا شوو ۳۰ مواردو په اړه هم خبرې وکړې چې د مرستو په وېش کې د طالبانو د لاسوهنې په تړاو مطرح شوي دي.

هغه وویل، اوچا نه ده روښانه کړې چې دغه ادعا شوې لاسوهنې په کومو برخو کې شوې دي.

مجاهد ټینګار وکړ چې طالبان د مرستو د وېش په بهیر کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي او غواړي مرستې په شفاف او منظم ډول اړمنو کسانو ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه، د بې‌ځایه لګښتونو او د مرستو د ضایع کېدو مخنیوی د مرستو په چارو کې لاسوهنه نه، بلکې د دې لپاره اقدام دی چې مرستې په سمه توګه مصرف او حقیقي اړمنو کسانو ته ورسېږي.

څېړنه: نږدې ۶ میلیونه افغانان بېرته ستانه شوي، خو د بیا ادغام لپاره جامع تګلاره نشته

۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۵۷ GMT+۱
100%

د اسیا د بې‌ځایه شویو د حل‌لارو پلیټفارم په یوه تازه څېړنه کې ویلي، افغانستان ته د راستنېدونکو د شمېر له زیاتېدو سره سره، د هغوی د اوږدمهاله بیا ادغام لپاره لا هم یوه تازه، جامع او عملي تګلاره نشته.

د څېړنې له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر ډسمبر پورې له ایران او پاکستان څخه نږدې شپږ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د راستنېدونکو زیات شمېر په هغو سیمو کې پر کمزورو او له وړاندې تر فشار لاندې خدماتو بار زیات کړی، چې کډوال پکې مېشتېږي.

راپور زیاتوي چې طالبانو د راستنېدونکو د مدیریت لپاره بېلابېلې پالیسۍ، فرمانونه او ادارې جوړې کړې، خو دا اسناد د سرحدي استقبال او په اوږدمهال کې د راستنېدونکو د بیا مېشتېدو ترمنځ واضح او عملي چوکاټ نه جوړوي.

څېړنه وايي، په ځینو پخوانیو پالیسیو لا هم عمل کېږي، خو نوې پالیسۍ تر ډېره عمومي لارښوونې وړاندې کوي او د وړتیا، ادارو د مسوولیتونو، د مرستو د ترتیب او حساب ورکونې په اړه کافي جزیات نه لري.

د هرات د ښاري او ښارګوټو سیمو د یوې مطالعې پر بنسټ ویل شوي چې د اسنادو، کور، کار، اوبو او د ښځو لپاره د خوندیتوب محدودیتونه د راستنېدونکو د بیا ادغام پر وړاندې مهم خنډونه دي او د هغوی د حقونو او خوندیتوب لپاره هم ستونزې رامنځته کولی شي.

راپور سپارښتنه کوي چې د راستنېدونکو لپاره باید د سرحدي استقبال او اوږدمهاله بیا ادغام ترمنځ واضح عملیاتي لارښود جوړ شي، ښاروالۍ او سیمه‌ییزې ادارې پیاوړې ونډه ولري او راستنېدونکو ته د مدني اسنادو، کار، کور او اساسي خدمتونو د ترلاسه کولو زمینه برابره شي.

په څېړنه کې د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو اغېز هم مهم بلل شوی. وچکالي، سېلابونه، د ځمکې تخریب، د اوبو کمښت او زلزلې د خلکو معیشت کمزوری کړی او د بې‌ځایه کېدو د تکرار خطر یې زیات کړی دی.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې په بادغیس کې د باران کچه ۴۹ سلنه کمه شوې وه. څېړنه وايي، د افغانستان شاوخوا ۷۰ سلنه خلک د کرنې او مالدارۍ له لارې خپل ژوند پر مخ وړي، نو د اقلیم اړوند ستونزې د راستنېدونکو او بې‌ځایه شویو د بیا ادغام بهیر لا سختوي.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۲۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د مې تر وروستیو پورې د افغانستان د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان یوازې ۱۶ سلنه تمویل شوی و.

څېړنه خبرداری ورکوي چې د ښځو پر کار، زده‌کړو او په ټولنیز ژوند کې د ګډون محدودیتونه، د ځمکې او اسنادو نشتوالی، د کار کم فرصتونه او د سرچینو پر سر سیالي د راستنېدونکو او کوربه ټولنو ستونزې زیاتوي.

د راپور په وینا، که د اقلیم له بدلون سره برابرې پالیسۍ، د اوبو مدیریت او د معیشت د پیاوړتیا پروګرامونه د بیا ادغام په تګلارو کې شامل نه شي، د خلکو بې‌ځایه کېدل ښايي له دایمي حل‌لارې پر ځای په یوه تکراري بهیر بدل شي.

څېړنه وړاندیز کوي چې د افغان راستنېدونکو لپاره باید داسې اوږدمهاله او د شواهدو پر بنسټ تګلاره جوړه شي چې د سرحدي استقبال، کور، کار، اسنادو، اساسي خدمتونو او د اقلیم له خطرونو سره د مقابلې چارې په یوه منظم چوکاټ کې سره ونښلوي.

صیقل: د طالبانو د بدیل لپاره د افغان سیاسي مخالفانو ګډه تګلاره اړینه ده

۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۴:۲۹ GMT+۱
100%

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني دایمي استازي محمود صیقل وايي، د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ ښودلې چې دغه ډله افغانستان ته سوله، ثبات او سوکالي نه شي راوستلی او اوس د طالبانو د ماهیت پر ځای د هغوی د واک لپاره د یوه باوري او عملي بدیل رامنځته کول تر ټولو ستره ننګونه ده.

صیقل د کمبریج افغانستان لړۍ په یوه کنفرانس کې د خپلو خبرو په لنډیز کې ویلي، د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې د افغانانو مقاومت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو مبارزه، لا هم دوام لري او نړیوالې ټولنې تر ډېره د طالبانو له واکمنۍ سره د مشروعیت ورکولو ډډه کړې ده.

هغه ویلي: «اوسنۍ اساسي ننګونه نور د طالبانو د ماهیت درک کول نه دي، بلکې د هغوی د واک لپاره د یوه باوري بدیل رامنځته کول دي.»

د صیقل په وینا، د طالبانو مخالفې ډلې باید د افغانستان د راتلونکي لپاره روښانه لیدلوری، منسجمه تګلاره او عملي سیاسي چوکاټ وړاندې کړي، داسې طرحه چې د حکومتولۍ، عامه خدمتونو، د ملکي وګړو د خوندیتوب او سیاسي انتقال لپاره عملي پلانونه ولري.

هغه ټینګار کړی چې مخالف جریانونه او نړیواله ټولنه باید هغه نیمګړتیاوې هم وڅېړي او حل کړي چې د ده په باور، د طالبانو د بیا واکمنېدو په رامنځته کېدو کې یې ونډه لرله.

صیقل وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو پر وړاندې بېلابېلې هڅې شوې دي چې سیاسي فعالیتونه، د مدني ټولنې اقدامات، وسله‌وال مقاومت او نړیواله مبارزه پکې شامله ده، خو د ده په وینا، د دغو جریانونو ترمنځ د ګډې تګلارې نشتوالی یوه دوامداره کمزوري پاتې شوې ده.

هغه د «دیموکراتیک افغانستان لپاره د ویانا بهیر» د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د مخالفو جریانونو ترمنځ د همغږۍ تر ټولو دوامدار نوښت بللی او وايي، دغه بهیر په ۲۰۲۲ کال کې جوړ شوی او د بېلابېلو سیاسي ډلو، مشرانو او مطرح افغان څېرو پراخه مجموعه یې سره راټوله کړې ده.

د صیقل په وینا، د ویانا بهیر تېر کال یوه ملي کمېسیون جوړ کړ چې د افغانستان د اوسنیو ستونزو، سیاسي انتقال او له طالبانو وروسته د اوږدمهاله ثبات لپاره د یوې جامع ستراتیژۍ د جوړولو دنده لري.

هغه وايي، دغه کمېسیون ۴۱ غړي لري چې د سیاسي او ټولنیزو لیدلورو، قومي، ژبنیو، جغرافیایي، نسلي او مسلکي تنوع استازیتوب کوي او ښځې هم په کې د مشرتابه او غړیتوب د پام وړ ونډه لري.

صیقل زیاته کړې چې کمېسیون له افغان سیاسي څېرو، د مدني ټولنې له استازو او نړیوالو اړخونو سره له پراخو سلا مشورو وروسته د افغانستان لپاره یو ستراتیژیک سند چمتو کړی چې د ده په وینا، «په تېرو پنځو کلونو کې د افغان مخالفینو له لوري جوړ شوی تر ټولو جامع چوکاټ» دی.

د هغه په خبره، دغه سند لا تر اوسه په رسمي ډول نه دی تصویب شوی، خو د افغانستان د اوسني وضعیت، راتلونکي سیاسي انتقال او اوږدمهاله ثبات لپاره یو ګډ لید وړاندې کوي او موخه یې دا ده چې د دیموکراتیکو مخالفو جریانونو ترمنځ د خبرو، سلا مشورو او ګډو اقداماتو لپاره یو ګډ بنسټ رامنځته کړي.

صیقل ټینګار کړی چې د دغه ډول ګډ چوکاټ له لارې کېدای شي د طالبانو پر وړاندې د مخالفو ډلو پاشلي فعالیتونه په یوه منسجم او اغېزناک سیاسي حرکت بدل شي چې د ده په وینا، هدف یې د ټولشموله، استازولۍ لرونکي او مشروع نظام بېرته رامنځته کول وي.