اسدالله، چې ۳۵ کاله یې په چکوال کې د کډوالۍ ژوند کړی او اوس له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته ستون شوی او په ننګرهار کې مېشت دی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې دوی په چکوال کې پنځه هټۍ او نور کاروبارونه لرل.
هغه وویل، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر له چټکېدو وروسته دوی نږدې یو کال مخکې افغانستان ته کډه وکړه. د نوموړي په وینا، خپلې ځینې هټۍ یې په نیمه بیه وپلورلې، خو د یوه ورور یوه هټۍ یې پاتې شوه چې وروسته وتړل شوه او نن په بولۍ کې وړاندې شوه.
اسدالله زیاته کړه چې د چکوال ډېری افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي وو او په پاکستان کې ورته ویل شوي وو چې له افغانستان څخه به د سوداګریزو ویزو له لارې بېرته ستانه شي او خپل کاروبارونه به بیا پیل کړي.
د هغه په وینا، ځینو کډوالو پر همدې ژمنه خپلې ځینې هټۍ او نور کاروبارونه ځايي خلکو ته وسپارل، خو کله چې افغانستان ته ستانه شول، د بېرته تګ لپاره یې د ویزو غوښتنلیکونه ورکړل، خو هېڅ یوه یې هم ویزه ترلاسه نه کړه.
هغه وویل، « وروسته خبر شوو، چې د چکوال ولسوالۍ ادارې د افغان کډوالو اړوند ګڼې هټۍ او کاروبارونه تړلي دي».
د چکوال مرستیال کمېشنر د افغانانو د هټیو د بولۍ لپاره د جمعې ورځ ټاکلې وه او نن د چکوال ولسوالۍ د شورا په تالار کې دغه بولۍ وشوه.
د چارواکو په اعلامیه کې د ۱۸ هټیو نومونه هم یاد شوي وو چې د بولۍ لپاره وړاندې کېدې.
په دغو هټیو کې د جامو، وچو مېوو، سیمنټو، فرنیچرو، بوټانو او کباړ پلورنځي شامل وو.
په اعلامیه کې ویل شوي چې په هټیو کې موجود سامانونه، تیارې المارۍ، د برېښنا توکي او نور څیزونه به هم په بولۍ وپلورل شي.
په چکوال کې هټۍوال عزیزالله، چې د باجوړ اوسېدونکی دی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې د تېر کال په وروستیو کې یې له یوه افغان کډوال څخه د وچو مېوو هټۍ په ۵.۵ میلیونه پاکستانۍ کلدارو واخیسته.
هغه وویل، چې د روان کال په فبرورۍ کې د چکوال ولسوالۍ ادارې د هټۍ سامانونه ترې یووړل او هټۍ یې وتړله.
عزیزالله وویل: «نن مې همغه تشه هټۍ، چې یوازې المارۍ او ښیښې پکې لګېدلې وې، په اته لکه کلدارو بېرته واخیسته».
هغه زیاته کړه چې بېرته به هم خپله هټۍ پرانیزي، ځکه عمر یې په چکوال کې تېر شوی او کاروبار یې همدلته کړی دی او بل ځای ته د تګ اراده نه لري.
په چکوال کې مېشت محمد ادریس، چې هغه هم د باجوړ اوسېدونکی دی او په خپله یې په بولۍ کې برخه اخیستې، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې په چکوال کې شاوخوا ۵۶هټۍ د افغان کډوالو او د خیبر پښتونخوا د پښتنو اړوند وې چې تړل شوې وې.
هغه وویل، چې ځینو پاکستاني پنجابي هټۍوالو خپلې هټۍ د شخصي اړیکو له لارې بېرته پرانیستې، خو د مرستیال کمېشنر دفتر تېر کال اعلان کړی و چې د ۲۰۲۵ کال د اګست له ۲۵مې وروسته اخیستل شوې هټۍ به وتړل شي.
ادریس وویل: «نن له ۲۰ ډېرو هټیو سامانونه په بولۍ وپلورل شول. زما د حسن کریانه په نوم هټۍ هم پکې وه، هغه مې بېرته په ۲.۲ میلیونه کلدارو واخیسته».
هغه زیاته کړه چې دغه هټۍ شاوخوا شپږ میاشتې مخکې په دې دلیل تړل شوې وې چې د افغان کډوالو اړوند دي.
د ادریس په وینا، چارواکو به ویل چې د افغانانو مالونه به حکومت په خپله ولکه کې واخلي، ځکه غیرقانوني دي او په چکوال ولسوالۍ کې له افغانانو سره سخت چلند کېده.
هغه وويل، چې ډېرو افغان کډوالو خپلې هټۍ د باجوړ، مومندو او وزیرستان پر اوسېدونکو پلورلې وې او که پنجابیانو کومې هټۍ اخیستې وې، له هغوی سره دومره سخت چلند نه کېده.
ادریس وویل، چې له ځینو هټیو څخه مالونه وړل شوي وو، خو په ځینو نورو کې لا هم سامانونه موجود وو.
د هغه په وینا، د ده په هټۍ کې شاوخوا ۲.۵میلیونه کلدارو ارزښت لرونکي سامانونه پراته وو، خو ده هټۍ له همغو سامانونو سره په ۲.۲ میلیونه کلدارو بېرته واخیسته.
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د هټیو د تړلو او بولۍ په اړه د چکوال ولسوالۍ له چارواکو سره د تماس هڅه وکړه، خو تر اوسه ورته ځواب نه دی ویل شوی.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د يوې خبرپاڼې له لارې وويل، چې د پنجاب ایالت په چکوال سیمه کې د یو شمېر افغان مهاجرینو د اموالو د لیلام کیدلو موضوع، سفارت د پاکستان له اړوندو ادارو سره شریکه کړې او د سفارت يو پلاوی هم نن چکوال ته لېږل شوی دی چې د یادې ستونزې لپاره د قانوني او مناسبې حللارې زمینه برابره شي او د یادو افغان دوکاندارانو حقوق او توکي ضایع نه شي.
د پنجاب د کورنیو چارو ادارې د جولای په ۳۱مه د خپرو شویو شمېرو له مخې، له پنجاب څخه ۱۳۹زره او ۹۰۲ غیرقانوني مېشت افغان وګړي بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.
د دغې ادارې په وینا، له پاکستان څخه په ټولیز ډول ۲میلیونه، ۶۳ زره او ۸۹۱ افغان وګړي بېرته لېږل شوي دي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې اعلان وکړ چې ټول «غیرقانوني بهرني وګړي» به له هېواده ایستل کېږي. له دې اعلان وروسته بیا د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل شو چې تر اوسه دوام لري.