امریکايي ځواکونو خارګ ټاپو ته نږدې پر ایراني بېړۍ برید کړی

د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې امریکايي ځواکونو د خارګ ټاپو کې د بېړو تنځای ته نږدې د ایران پر یوې تېل لېږدونکي بېړۍ څلور توغندیز بریدونه کړي دي، خو په یادو بریدونو کې چاته مرګژوبله نه ده اوښتې.
د خارګ ټاپو له سیمې څخه د تسنیم اژانس د خبریال د راپور له مخې، پر دغې تېللېږدوونکې بېړۍ د خارګ ټاپو د بېړیو تمځای کې د امریکا څلور توغندي لګېدلي دي. تسنیم د ځايي سرچینو له قوله زیاته کړې چې په دې برید کې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې او د بېړۍ عمله د ایستلو په حال کې ده.
د ایراني چارواکو له لوري په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویل شوي او د امریکا مرکزي قوماندانی (سنتکام) هم په دې اړه کومه تبصره نه ده کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۳۱مه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې د مصنوعي ځیرکتیا په مټ جوړې شوې ویډیو په لنډ متن کې وو چې خارګ ټاپو به «په بشپړ ډول ویجاړه» شي. بلخوا ایراني چارواکو خبرداری ورکړی و که پر خارګ برید وشي، سخت ځواب به ورکړي.
ایران د اوپک درېیم لوی تېل تولیدوونکی هېواد دی او تر جګړې وړاندې یې له ۹۰ سلنې ډېر خام تېل د خارګ ټاپو له لارې صادرول، خو د اپرېل له نیمایي څخه د امریکا له لوري د ایراني تېلو پر صادراتو د بندیز له امله دا بهیر ګډوډ شوی دی.
ټرمپ د جون پر ۱۱مه ویلي وو چې غواړي د خارګ ټاپو کنټرول ترلاسه کړي، خو وروسته یې د جون پر ۱۷مه له تهران سره د لنډمهالې هوکړې له لاسلیکېدو څو ورځې وړاندې وویل چې پر دغې ټاپو پوځي عملیات اوس لپاره معطل دي.
پر خارګ ټاپو د امریکا برید به د ایران پر تېلو صنعت او پراخ اقتصاد فشار نور هم زیات کړي، چې دمګړۍ هم د امریکا د سمندري بندیز له امله تر سخت فشار لاندې دی.
